ژباړه: شرر ساپی
ابوقحافه د الله له کور نه په داسې حال کې طواف کاوه، چې د خوښۍ نښې يې پر مخ ځليدلې، د طواف پرمهال يې په عبدالمطلب سترګې ولګيدې چې دکعبې سيوري ته ناست دی، ملګري، بچي او لمسيان ترې چاپيره دی، حمزه زوی يې په غېږ کې پروت دی او په ږيره کې يې لاس وهي، د قريشو شيخ(سپين ږيري) پرې ورټيټ شي او بيا يې په ډېره مينه ښکل کړي، ابوقحافه هم د زوی ارمان وکړ، د هغه ميرمنې زامن او لور ګانې زيږولې وې، خو يو يې هم نه وو پاتې شوی.
کعبه په بچو ډکه وه، داسې قريشي نه ليدل کېده چې د سترګو تور يې نه درلود، عبدالمطلب تر هغه ژوند وکړ چې خپل بچي او لمسي يې وليدل او خپلې غېږې ته يې راجوخت کړل، اميه که څه هم ړوند و، خو د خپلو لمسو بوي يې حس کاوه، د ابوسفيان لمسيان د واده تياری نيسي او که الله نور ژوند هم ورکړي، د خپل حرب زوی لمسيان به په غېږه کې راواخلي او له بيت الله نه به ورسره ګډ طواف وکړي، دا هغه هيله وه چې هر مکي لرله، ايا دغه ورځ به هم راشي چې د خپل لمسي سره د بيت الله نه طواف وکړي؟
عثمان او ابوقحافه سره پيژندل، ابوقحافه د تيم په قبيلې پورې تړلی و، د بني هاشم اوبني اميه له ټبر سره يې نسب په کعب بن لوئي کې يوکېده، د تيم قبيله په نرمښت پيژندل شوې وه چې ډېرښه شاعران يې لرل، ميرمنې يې خپلو ميړونو سره د ښه شهرت له پلوه مشهورې وې، دغې وړې قبيلې سوداګري کوله، خو سوداګري يې د هاشمي او اموي قبيلو په څير لويه نه وه، منځمهالی ژوند يې درلود، د قريشو د شتمنو په څيرنه وو او نه د مکې د هغو ټبرونو په څير ول چې په ډېره تنګستيا کې يې ژوند کاوه، هغه څو ځلې د عبدالمطلب او عبدالله بن جدعان په دسترخوان کيناست، خو دغه ناسته يې د بيوزلۍ له امله نه وه، ددې په خاطر وه چې په خوړو او خوشالۍ کې ورسره ګډون وکړي. د دسترخوان (ډوډۍ ورکولو) ورځې وې، په دغه ورځو کې به ځوانان د ساعت تيري او سپين ږيري د نظرونو د تبادلې په موخه راټولېدل.
ابوقحافه د سړې سينې خاوند و، ډېرکم وخت به غوسه کېده، خو غوسه يې هم عادې نه وه، تمه لرونکی او حريص انسان هم نه و، د هغه يواځينۍ هيله دا وه چې ارام ژوند ولري او د زوی پلار شي، د هغه په خيال کې هم نه ګرځيده چې د هغې له زامنو څخه به يو تن د قريشو سالار وي – هغه نه د خپلو خيالونو اس څنګه اېله شي – هغه يو متوازن او عاقل سړی دی، څنګه يې زوی په مکه کې سالار وي او په قوم کې دې بنوهاشم او بنو اميه هم وي؟
هغه د عبدالمطلب او اميه او د هغه د زوی حرب تر منځ پټه او ښکاره سيالي ليدله، کله چې به هاشميانو خلکو ته ډوډۍ ورکړه، نو امويانو به هم ژر خپل دسترخوان وغوړاوه، او چې عبدالمطلب به کوم بېوزله سره مرسته وکړه او يا به يې د ناروغ پوښتنه وکړه، حرب به هم ورمنډې کړې. که به کوم شاعر د هاشميانو د شيخ او يا د هغه د کوم زوی ستاينه وکړه، نورو شاعرانو به د بني اميه د ښو اخلاقو په ستاېنې خولې پرانستې. دا يوه داسې سيالي وه چې ډېر مکيان په کې ښکيل وو، خو ابوقحافه له دغه سيالۍ نه ځان ګوښه کړی و.
د تيم قبيله په هغه ورځ له عبد مناف سره يو ځای شوه، په کومه ورځ چې د قريشو د بيرغ او د بيت الله د خدمت په سر عبدمناف له خپلو تربورانو عبدالدار سره لاس او ګريوان شول. د تيميانو په هغه خوشبويه لوښي کې لاسونه ومنډل چې سوګند به يې پرې کاوه چې د خپل دښمن پر وړاندې به په کلکه جګړه کوي، او له دې سره تيم د عبدمناف تر څنګ ودرېدل او ملاتړي يې شول. که خلک يې تر منځ نه وای ودرېدلای، نو د تيم او عبدالدار تر منځ به تر ننه جګړه روانه وای، څوک نه پوهېدل چې څه به کيږي؟ کېدای شي چې خطاب، ابوقحافه ته لارنېولی وای چې ويې وژني، او کېدای شي وژلی يې هم وای او خپل ټټر يې پرې يخ کړای وای!
د هيچا په خواخاطرکې نه وه چې په دغه ورځ به د تورو له ويستلو وروسته هم سوله کيږي، خو الله غوښتل چې د هغه لمسی له جګړې نه وساتي او يو ستر پيغام ور په غاړه کړي، يو اسماني پيغام.
ابوقحافه له عبدالمطلب سره ټينګه ملګرتيا وه، عبدالمطلب په خپل ژوند کې تکلف نه خوښاوه، او په خبره ولاړ سړی و، د نيکۍ کارونه يې خوښول، په ځان يې داسې شيان حرام کړي و چې د قوم قانون او تقليدونو نه وو حرام کړي، هغه شراب نه څښل، او نه د بدلمنو ښځو په کورونو ګرځېده، دغسې کارونه يې د خپل ځان او شخصيت لپاره سپکاوی ګاڼه، د امويانو ښيګڼې يواځې د هاشميانو د ښيګڼو په سيالۍ کې رامنځ ته کېدلې، دغه ښيګڼو د دوی له وجدان څخه سرچينه نه اخيسته، له دې وېرې يې کولې چې د خپل سيال څخه پاتې نه شي.
د ابو قحافه ذهن د خپل قوم د مخورو او د هغې عقيدې تر منځ تړل شوای و چې ويل کېدل د هغې مېرمنې زوی نه پاتې کيږي كومه چې د شريف سړي په مړي تيره شي چې په دوکه وژل شوای وي، د ابو قحافه ټوله هيله دا وه چې زوی يې ژوندی پاتې شي.
ابوقحافه د کور په لورګامونه ګړندي کړل، د کوډګر سره يې نېټه ټاکلې وه چې د ميرمن لپاره به ترې تعويذ اخلي، څو د پيريانو او شيطانانو له زيانه يې وژغوري او هغه ماشوم وساتي چې په نس يې دی، د زيږېدو نيټه يې رالنډه شوې ده.
ابوقحافه کور ته ننوت، په کور کې ارامه ارامي وه، ميرمن يې خپل سر د هغه په ورغو کېښود، رنګ يې الوتی و، سختې وېرې نيولې وه، احساس يې کاوه چې دغه جنين(ماشوم) به بيا مړشي، يوې خوا بلې خوا يې کتلې، لکه چې د کوډګر راتګ ته يې بيړه وه، هغه ورته يو تعويذ جوړاوه چې دغه ماشوم يې له افتونو وژغوري او د نورو وروڼو او خوېندو په څېر مړ نه شي.
کوډګر راورسېد او په يو تورتم ځای کې يې ورته په دې خاطر مال قرباني کړ چې پيريان او شرير روحونه ترې وتښتي، بيا يې ځانګړې رنګينه ټوټه راوويسته، ځينې رمزونه او سمبولونه يې پرې په داسې حال کې رسمول چې شېبه په شېبه به يې ځمکې ته کتل، او له ځان سره به ګوڼېده، ګوندې د ځمکې لاندې پيريانوسره ګړيږي، بيا يې دغه ليکل شوې ټوټه په تعويذ کې بنده کړه او ابوقحافه ته يې ورکړه، چې ميرمن يې پر غاړه کړي.
نهمه مياشت يې راورسيده،کعبې ته يې د تلو تابيا ونيوله، څو خپلو خدايانو ته زارۍ وکړي چې د دغه ماشوم عمر يې زيات کړي، د طواف په نيت کعبې ته روانه شوه، هغه ماشومان يې وليدل چې کورنيو يې د بيت الله خدمت ته وقف کړي وو، په ذهن کې يې ور وګرځيده چې ته ولې خپل دغه ماشوم کعبې ته نه وقف کوې چې خدايان درنه راضي او خوښ شي؟ په شېبه کې به يې لاس په هغه تعويذ تېر کړ چې په سينه يې راځړېده. په دغه تعويذ دومره نه خوښېده، خو د داخل نه به يې داسې غږونه اورېدل که غواړې چې ماشوم دې ژوندی پاتې شي نو بيت الله ته يې وقف کړه.
په حرم يې سترګې خښې کړې او ويې ويل:
– اې الله زما په خيټې دغه ماشوم تا ته وقف کوم، عمر يې زيات کړه، او راته پاتې يې کړه.
په اننګو يې اوښکې وبهېدې.
د زېږېدو نيټه راورسيده، د تيم ښځې ترې چاپېره شوې، په شونډو يې مسکا وه خو په زړونو کې يې تشويش درلود، هسې نه چې دا ماشوم هم د نورو په څېر مړ شي. ابوقحافه ته ځمکې ځای نه ورکاوه، کله به د کور يوې څنډې ته ته اوکله به بلې څنډې ته راته، دومره وارخطا و چې د چا د پښو کش کړپ به يې واوريده نو ورته څک به شو چې څه خبر يې راوړی دی، د تيم يوه ښځه راغله، ابوقحافه ورځير شو کله چې يې ترې وپوښتل:
– که هلک و، نو څه نوم پرې کېږدو؟
ابوقحافه يوڅه ارام شو، حس يې کړه چې له ټولوسره يوتشويش مل دی، په يوه اضطرابي غږ يې وويل:
-عبدالکعبه.
– او که چېرته جينۍ وه؟
د ابوقحافه رنګ واوښت، شونډې يې ورېږدېدې، په اضطرابي غږ يې وويل:
– تر اوسه مې پرې فکر نه دی کړی.
د ماشوم د ژړا غږ پورته شو، ابوقحافه په خپل ځای ودرېده، بيا يې اسمان ته سترګې پورته کړې او له الله نه يې هيله وکړه چې ماشوم يې هلک وي، څو د تيم قبيلې او د ده ميراثي پاتې شي، يوې ښځې رامنډې کړې چې يو پارونکی خبر ورکړی.
دغه شيبې په ابوقحافه لکه د پيړيو تيرې شوې، خو ښځې زېری راورساوه، داسې زېری و چې له خبرو نه يې مخکې په سترګو کې ښکاريده، په خوشالۍ يې وويل:
– هلک دی … هلک دی.
ابوقحافه د ډېرې خوشالۍ نه په خپل ځای کې وچورلېد، د کلا يو کونج او بل کونج ته تلو، ځمکې ځای نه ورکاوه، ترهغې چې غوښتنه يې وکړه دی بايد ورننوځي او خپل ماشوم وويني، په ډاډه زړه ورننوت.
يوه شېبه يې خپلې ميرمنې او ماشوم ته چې ترڅنګ يې پروت و ځيرشو، د عواطفو سمندر يې په جوش راغی، او په وجدان کې يې د رحمت او مينې ويالې وبهيدې، ځان ورته د خپلې عاطفې او مينې په وړاندې کمزوری ښکاره شو، په خپل نوي ماشوم ور ټيټ شو، او د زړه له تله يې په تندي ښکل کړ.
د مړاوې ميرمن مخ يې په مسکا تازه شو، بيا يې خپل خوږ زوی ته مخ کړ او ويې ويل:
– ښايسته دی، داسې نه دی؟
ابوقحافه سر وخوځاوه اوويې ويل:
– ډېر زيات ښايسته دی.
د خوشالۍ سندرې او د ژوندانه ترانې يې په زړه کې راټوکېدلې، اوس نړۍ خوندوره شوه، او هيله يې وکړه چې همداسې دوام ولري.
ورځې تيرې شوې، د ابوقحافه ميرمن په خپل ماشوم خوشاله ده، ناڅاپه يې د ماشوم مرګ سترګو ته ودرېده، يو دم يې زړه بي واکه ټوپونه شروع کړل، وېرې راواخيسته، ماشوم يې په خپلې سينې پورې راجوخت کړ، ګوندې د اسماني افتونونه يې ساتي، بيا يې قبلې ته سم کړ او ويې ويل:
– اې الله دغه تاته وقف دی او ته يې له مرګه وژغورې.
وېره شېبه په شېبه ختمېده، او ځای يې سکون او ارام نيوه، د ماشوم سترګو ته يې وکتل، د ماشوم مخ په مسکا پړقېده، هغې په لاس کې راواخيست، خوځاوه يې او ويل به يې:
– څومره ښکلی منور دی… څه ښايسته ښکلی منظردی.
هغې احساسوله چې ټوله نړۍ سندرې وايي،داسې سندرې چې د مکې په ټولوسندرغاړو باندې پورته دي، دا کومه نا اشنا خبره نه وه، د سندرغاړو سندرې د غوږ له لارې زړه ته کوزېدې، او دغه له روح نه روح ته کوزيږي، له يوه وجودې زړه نه د مينې زړه ته.
په دوهمه ورځ ابوقحافه ماشوم په خپله غېږ کې راواخيست، او له کعبې نه يې طواف پېل کړ، بيا يې ماشوم دکعبې داخل ته يوړ، هبل ته يې زارۍ وکړې چې د ماشوم عمر يې زيات کړي، دعا يې پسې وغځوله تردې چې له سترګونه يې اوښکې راوبهېدې، اوپه ماشوم پرېوتې.
ابوقحافه د خپل زوی په وياړ د خپلې قبيلې خلکو ته ډوډۍ وکړه، سړي او ښځې د مخه ورته راوغوښتل شول، ښځو يې مورته وويل:
– څه نوم يې دی؟
موريې په يوې ناتعبيره مسکا وويل:
-عتيق.
سړو يې پلارته وويل:
– څه نوم دې پرې اېښی؟
– عبد الکعبه.
خو ماشوم په راتلونکې ژوند کې چا په عتيق او عبد الکعبه ونه پيژنده، دغه هلک په ابوبکر الصديق وپېژندل شو.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار