ژباړه: شرر ساپی
په فارس ډېره موده واوښته، د زردشت دين هم له خرافاتو ډک شو، اهورامزدا د رڼا او اورخدای شو، د ايران په ګوټ ګوټ کې ورته کورونه جوړشول، د توحيد جرړې ووتې، دغه دين د ماني او مزدک په لاس فاسد شو، په دين کې يې له ځانه اسطورې ننويستلې چې روحانيان ترې هم پوزې ته راغلل.
يو ځل د فارس فقيه د مسيحي اېراني ګورګيس سره مناظره وکړه، دغه مناظرې ثابته کړه چې دغه دين ته ډېر خرافات ننوتلي دي، فارسي فقيه وويل:
– موږ اور ته الله نه وايو، موږ يې د همدغه اور په واسطه عبادت کوو، لکه څنګه چې يې تاسې د صليب په واسطه عبادت کوئ.
ګيورګس لګيا دی د اوستا نه ورته ځينې جملې لولي، چې په هغې کې اور ته خدای ويل شوی و، فارسي فقيه راتنګ شوو، غوښتل يې چې په يو چل له موضوع نه ووځي :
– موږ د اورعبادت ځکه کوو چې هغه د اهورامزدا له طبيعت څخه دی.
ګيورګيس ورته وويل:
– ايا په اور کې ټول هغه څه شته چې په اهورامزدا کې دي؟
– هو.
اور پليتي خوري، د اسونوخوشيان خوري او ټول مادي څېزونه خوري، نو بيا خو اهورامزدا دغه ټول شيان خوري، ځکه چې هغه د عين طبيعت څخه دی.
هغه مهال چې زردشتي دين مخ په ځړ و، په ايران کې د زروانيه نظريه خپره شوې وه، د الجبر فکر وده وکړه، زروان لکه څرنګه چې په زړو کيسو کې راغلي و پخوانی اله نه و.
په اسماني حکمت او يا هم په روحي حکمت کې راغلي وو:(( انسان د پياوړي ځواک اوغښتلي ذکاوت سربيره بيا هم په ازل ځکه نه شي بريالی کېدلای، چې ازل خير او شر ټاکي نو حکيم او پوه انسان ناتوانه کيږي او شرير پرې برلاسي کيږي، همدغه دی چې زړور بې زړه کيږي او بې زړه قهرمان کيږي، هڅاند تنبل کيږي او تنبل هڅاند کيږي)).
دانسان ټولې هڅې بيځايه نه دي، په روح الحکمه کې راغلي دي چې دغه هڅې د روحي وجود په تله کې اېښودل کيږي، يعني په وروستنۍ نړۍ کې، خو ځينو هغو خلکو چې اخلاقي اصول يې په ديني معتقدقاتو غوره ګڼل، ويل يې چې خدايان نه شته او په ديني چارو کې يې هيڅ ډول رغبت نه لاره. له ښو کارونو څخه يې ملاتړ کاوه. هغوی ادعا لرله چې د ښيګڼو بدل نه شته او نه هم د ګناهونو سزا شته، نه جنت شته او نه اور شته او نه داسې څه شته چې انسان دې يا ښېګڼو او يا هم بدګڼو ته ټيل وهي، شيان ټول مادي دي اوروح وجود نه لري .
د رزدشتي دين بنسټونه ونړېدل. کله چې زردشت راغی، خلک يې د يوه الله عبادت ته راوبلل، خو ورسته دغه دين په اورپرستۍ بدل شو، بيا ماني نورې افسانې ورزياتې کړې، مزدک په کې د مال او ښځې شيوعيت ورننويست، سره له دې چې نوشروان مزدکيه له منځه يوړل، خو بيا هم فساد د زردشت په عقيده کې سرايت وکړ، زردشتي دين وشړېد او دوی انتظار ويست چې داسې يو مصلح راپيدا شي چې دغه دين ته د دليل او منطق له پلوه ځواک وروبښي او د نورو د ينونو پر وړاندې يې ځواکمن کړي، دغه اصلاح او سمونه به ورته د قريشو يتيم راولي او نور ټول دينونه به له منځه يوسي.
له کومې ورځې نه چې نو شروان کسرا مړ شو، د زردشتي دين بنسټونه وښوېدل، تر دې چې ديني عالمان هم له دغه خرافاتو نه تر پوزې راغلل، داسې شرحې به يې کولې چې عقل ته به نژدې وې، په کسروي پاچاهۍکې بيزنطي فلسفيان هم راتنګ شول، د مفکرينو په زړونو کې هم نهېلي راوټوکېدله، الحاد او لا دينۍ په کې جرړې وکړې، هر کس په دې فکر شو چې فارس نوي دين ته سخته اړتيا لري، د اوښ د څښتن نېټه چې زردشت يې په اړه خبر ورکړی و، رالنډه شوې وه، که په زړونو کې د ايمان لږ څرک هم پاتې وای نو د ټولو سترګې به عربي جزيرې ته اوښتې وای. د زردشتي زماني راهيسي فارسيان په دې پوه شوي وو چې له عربي جزيرې نه به يوه رڼا راوځي او ټوله نړۍ به نيسي.
کسرا نوشروان څلورم هرمزد ترشاه پرېښود، هغه تر ټولو د مخه کاهنان، نجوميان او ساحران راټول کړل او هغوی ورته وويل چې د مخورو د انقلاب پر اساس به يې پاچاهي ړنګه شي، د هغه په زړه کې يې د مخورو پر وړاندې کرکه او وېره وکرله، هغه د لډرانو په راټولنه او سمونه بوخت شو، مشران يې بنديان کړل، معاشونه يې راکم کړل، د عالمانو او مخورو څخه يې ديارلس زره او شپږسوه تنه ووژل.
د کسرا نوشروان له مرګ نه وروسته بني تميم له خراج ورکولو نه انکار وکړ، کله چې هرمزد خبر شو، د حيرا والي نعمان بن المنذر ته يې امر وکړ چې لښکر تيار کړي او بني تميم پسې ورشي چې څنګه يې د خراج له وروکولو نه انکارکړی دی.
نعمان خپل ورور ريان پسې يو څوک واستول، کله چې ريان د حيره لويې ماڼۍ(خورنق) ته راغی امر يې ورته وکړ چې د سرکښانو د تاديب په موخه بايد يو جنګي ټولی وليږي، چې ډېری خلک يې د بکربن وائل له قبيلې څخه وو.
قيس بن عاصم د بني تميم مخور مشر و او لور يې د يوې قبيلې مشر ته ناسته وه، يوه ورځ دغه قبيله په خپلو کارونو بوخته وه، هرې خوا ارامه ارامي وه، چې ناڅاپه د نعمان له بيرغ سره جنګيالي راورسېدل، وکښلې تورې يې په لاسو کې نيولې وې، د بني تميم ځوانانو هم منډې کړې خپلې تورې او ډالونه يې راوخيستل، جګړه ونښته، وينې وبهيدې، د تورو په شرنګا او د نيزو په خرپا کې د ټپيانو زګيروي غلي شول. په پای کې ريان بريالی شو او بني تميم ماتې وخوړه، مشران يې ووژل شول، جسدونه يې په زمکه د مرغانو خوراک شول.
د ناموس له کيږديو پردې پورته شوې، ښځو چې د خپلو ساتونکو مړي وليدل، د تيښتې په لټه کې شوې، خو د دوی جنګي ټولي پرې د بازانو په څېرحمله وکړه، ريان، نعيم بني تميم او د هغه ماشومان ونيول او بيا د خپلو ولجو سره حيره ته راوګرځيد.
نعمان د خپل ورور ګرم استقبال وکړ، په ماڼۍ کې يې يوه خوندوره ميله ونيوله، شاعرانو خپلو احساساتو ته د لفظونو جامې ور واغوستې.
په خورنق کې د خوشالۍ ميله روانه وه، خو په بني تميم کې د غم سرودونه غږېدل، خلک هغه مهال ډېر خواشيني شول چې د قيس بن عاصم د لور له بندۍ کېدلو خبر شول، د قبيلې مشرانو چې هرڅه فکر وکړ، نعمان ته له ورتګ نه يې بله چاره ونه موندله .
د قبيلې مشران او مخور حيره ته د تګ لپاره چمتوشول، قيس بن عاصم د خپل زوم خوا ته ولاړ و، کله چې به هم قيس وروکتل د شرم په خولو کې به ډوب شو او خپل سر به يې ټيټ کړ .
د دواړو شرم يو و، غم يې يو و او درد يې هم يو و، خو يو شي به يې وارخطايې راکمه کړه او هغه دا چې د هغه خوږه لور او عزتمنه ميرمن ډېره غيرتي ښځه ده، مړه به شي خو وينځتوب به قبول نه کړي.
د بني تميم مشران او مخور حيره ته ورسېدل، په ډېره ليوالتيا ماڼۍ ته ورغلل او د نعمان سره يې د ليدو غوښتنه وکړه، هغه ورته اجازه ورکړه، کله چې يې مخې ته ودرېدل ورسره يې د ښځينه بنديانو په اړه خبرې وکړې، نعمان وويل:
– زه دغه واک ښځو ته ورکوم، هرې ښځې که خپل مېړه وغوښت، ورته به واپس کيږي.
امر يې وکړ چې ښځې راولئ، د بني تميم د سړيو زړونه ودرزېدل، حلقونه يې وچ شول او سترګې يې خړې شوې. که چيرته ښځه دوهم مېړه (راتښتونکي) په اول مېړه غوره کړي دا به د دوی لپاره د شرم او ننګ ځای وي.
ښځې په ډېرې حيا رامخکې شوې، نعمان ورته واک ورکړ چې خپلو ميړونو ته ستنيږي او که چا چې راوستي دي له هغوی سره پاتې کيږي، ځينو بېرته تګ په پاتې کېدو غوره کړ، خو ځينو نورو بيا پاتې کېدل غوره وګڼل، د بني تميم د خلکو رنګونه تک تور شول، د قيس لور راوړاندې شوه، پلار يې حس کړه چې روح يې له تنه وځي، مېړه يې حس کړه چې يو غښتلی لاس يې له ستوني چاپير شوی او ساه يې وربنده کړې ده، که چيرته راتښتونکی خوښ کړي، نو له غمه نه به يې زړه وچوي. نعمان واک ورکړ، د راغلي پلاوي سترګې د قيس د لور په شونډو پورې ونښتې، هغه به اوس داسې يوه خبره کوي چې د پلار مرګ او ژوند يې په کې دواړه پراته دي.
له شونډو نه يې خبره راووته، خبره نه وه په زهرو لړلی خنجر و چې د پلار په زړه يې ولګيده، هغه څوک يې په خپل مېړه غوره کړ چې راتښتولې يې وه، قيس حس کړه چې يو زوړ ديوال دی او رانړيږي، ځمکه پرې وچورليده، له ماڼۍ نه ووت خو په دې پوه نه شو چې څنګه ووت.
هغه وارخطا و، هغه په خپلو غوږونو باور نه کاوه چې داسې خبره يې اورېدلې ده، خو د خلکو سترګې يې په مخ کې ښخې وې، حس يې کړه چې خبره يې اوريدلې ده، څومره به ښه وه که د لور د مرګ خبر يې ورغلی وای، نه دا چې په عربي قبيلو کې اوازه خپره شي چې د قيس لور خپل مېړه پرېښود ، شرم يې په عزت غوره وګاڼه .
د بني تميم جرګه بيرته خپلو کورونو ته راوګرځېده، قيس په ځان پسې د شرم لمن راکښله او نذر يې ومانه چې په کور کې يې جينۍ پيدا کيږي، نو ژوندۍ به يې په ځمکه خښوي. قيس له ډېره شرمه له خلکو نه پټېده، يوې ميرمن يې نجلۍ وزيږوله، ښه يې سينګار کړه او بيا يې ژوندۍ خښه کړه .
دعربي قبيلو په منځ کې لکه د باد په څېر د قيس د لور خبره خپره شوه او ټولو به ويل چې جينکۍ بې له شرمه بله ګټه نه لري، قيس نذر نيولی چې هره لور به ژوندۍ خښوي او يوه لور يې ژوندۍ خښه کړه، دغه پېښې د عربانو په زړونو کې د غيرت زړی راشين کړ او له دې پېښې وروسته به يې بيا خپلې لورګانې له شرمه ژوندۍ خښولې.
د جينکو ژوندۍ خښونه تر مکې راورسېده، ځينې هوښياران يې پر واړندې ودرېدل، او هڅه يې کوله چې د دغه بدعت مخه ونيسي چې د بني تميم له مشر نه راخپورشوی دی.
د مکي فقيرانو به خپل بچي د فقر او بيوزلۍ له امله وژل، کله چې هاشم بن عبد مناف د قريشو مشر شو، د اوړي او ژمي سوداګري سفرونه يې پېل کړل، د تجارت او سوداګرۍ په مالونو کې يې د مکې ټولو وګړو ته برخه وکړه او په دې سره يې د بيوزلۍ او فقر کچه راټيټه کړه، فقيرانو د خپلو بچو له وژولو نه لاس واخيست او دغه دود يوڅه راکم شو، دغه دی قيس بن عاصم هغه بدعت چې د غيرت په اساس رامنځ ته شوی و، راژوندی کړ او خلکو بې له فکره ومانه، د شرم وېرې يې عقلونه له منځه وړې و.
محمد ليدل چې اميدواره ميرمن به په يوه کنده ودرول شوه، که هلک به يې وزيږاوه له ځان سره به يې واخيست او که نجلۍ به يې وزېږوله، په هم هغه کنده کې به يې خښه کړه او خاورې به يې پرې واړولې، دغه قساوت او سخت زړه توب د محمد په سپيڅلي نفس او رحيم زړه ډېر اغېز وکړ.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار