ژباړه: شرر ساپی
د بني تيم مشر عبدالله بن جدعان د عبدالمطلب ملګری و، همېشه به يې د هاشميانو له مشر او سپين ږيري سره د کعبې سيوري ته ورځ تېروله او خپل ملګري به يې په لوی کور کې ليدل، عبدالمطلب به هم د خپل ملګري ابن جدعان کور ته د شپې ورتلو او ټوله شپه به يې ورسره بنډار کاوه. دا هغه وخت و چې ابن جدعان په ځان شراب حرام کړي و، ابن جدعان په حاسي الذهب[2] مشهور و. يوه شپه نشه شو، د سپوږمۍ په وړانګو پسې يې لاسونه واچول چې ويې نيسي، ناستو ملګرو يې پرې وخندل، کله چې يې نشه له سر نه والوته ملګرو يې ورته کيسه وکړه، هغه قسم وکړ چې بيا به له شرابو نه ګوټ هم ونه کړي.
عبدالمطلب مړ شو، خو د عبدالمطلب د زامنو او د عبدالله بن جدعان تر منځ اړيکې نورې هم پياوړې شوې، په ابوطالب باندې محمد ډېر زيات ګران و. کله چې به د ابن جدعان کور ته ورتلو نو هغه به يې له ځان سره واخيست، څرنګه چې د عتيق پلار ابو قحافه د عبدالله بن جدعان د تره زوی و، نو ډېر وخت به د ابن جدعان په کور کې و، ابوبکر به تل هڅه کوله چې د قريشو د هغو مشرانو خبرو ته غوږ کيږدي چې د ابن جدعان په کور کې راټول شوي دي. چې به خبر شو د پلار د تره په کور کې يې بيا مشران راټول شوي دي، نو هغه به هم ځان ور ورساوه، هغه به د قريشو د نسبونو او په ديت کې د قاضيانو پريکړو ته ډېر ځير و، وخت ورته دغه زمينه برابره کړه چې د ابن جدعان په کور کې د قريشو د حکيمانو: ابوطالب بن عبد المطلب، عاص بن وائل، قلمس الکناني او مالک بن جبير خبرو ته غوږ کيږدی.
محمد له ابوبکر سره د ابن جدعان په کور کې يوځای شو، دواړو به د قريشو د مخورو او سردارانو خبرو ته په دارالندوه (د ندوه کور) کې غوږ اېښوده، ابوطالب د هاشمو او د کعبې د حاجيانو د خدمت او خړوب چارې پرغاړه لرلې او خپل شعرونه به يې اورول، حرب بن اميه د قريشو بيرغچي و. هغه به د قريشو د جنګونو او د هغه جګړو کيسې کولې چې په نورو هيوادونو کې به يې اوريدلې وې، هغه جګړې چې په ختيځ او لويديځ کې د فارسيانو او روميانو تر منځ شوې وې، عاص بن وائل به خپلې هغه فيصلې او پريکړې يادولې چې د دوه کسانو تر منځ به يې کړې وې، قلمس الکناني به هم د خپلو پريکړو په اړه معلومات ورکول، محمد او ابوبکر ته د قلمس هغه دريځ ور په ياد شو چې د حج په موسم کې يې په جمره العقبه کې نيولي و، هغه ويل:( اې الله زه د مياشتو وروسته کوونکی يم، او په خپل ځای يې ږدم، اې الله ما له صفرو نه يوه حلاله کړه او ورستنۍ صفره مې حرامه کړه) هغه د عربانو يو فيصله کونکی او د مياشتو وروسته کوونکی و،د محرم له مياشتو نه به يې يو کال يوه مياشت حرامه کړه، بيا به يې بل کال پرې حلاله کړه.
محمد او ابوبکر دواړه د قريشو په قبيلې پورې تړلي و او په مره بن کعب بن لوی بن غالب بن فهر کې سره شريکېدل، هغه دواړه به ډېر ځله د ابن جدعان په کور کې، يا د قريشو د نورو مشرانو په کورونو کې او يا هم په حرم کې سره يو ځای کېدل، د دواړو زلموټو تر منځ پخه ملګرتيا شوه، محمد به په ټولنه کې هر حرکت او وينا ته ځير و او هر هغه څه ته به يې په پاک ذهن او خلاص زړه کتل چې سترګې به يې پرې لګيدلې، د خپل قوم هغه چارو ته ځير و چې ډېرتناقضات يې لرل او هغه بې عقلان يې هم ليدل چې ناسم کارونه به يې ترسره کول، ده سره تل دا فکر و چې غوره انسان بايد څنګه وي، په ماده باندې يې د عقل په برلاسي باور لره او په جسد باندې يې د روح برياليتوب لازمي ګاڼه، خو ابوبکر به د قريشو مشرانو ته غوږ و. د اتلولۍ او قهرمانۍ کيسې يې ډېرې خوښېدې، شعرونه به يې يادول او د قبيلو او خيلونو د نسبونو په اړه به يې معلومات راټولول.
له محمد سره د ابوبکرد مينې يو لامل دا و چې ابوبکر اتلولي خوښوله او دغه صفت په محمد کې موجود و، دغه ځوان هلک چې د خپل قوم بتانوته يې سر نه ټيټاوه، درواغ يې نه خوښول، له بدو چارو يې سخته کرکه کوله، د ظلم پر وړاندې يې پاڅون کاوه، او د خپل نفس سره په سخته مبارزه بوخت و. نو ځکه هم ابوبکر خپل ملګری او معلم ونيوو.
محمد د خپل قوم عبادتونو ته ځير و.د لخم، خزاعه او قريشو ځينو قبيلو د”الشعری”عبادت کاوه، په دی هم پوهېدل چې دغه کار په لومړي ځل د وهب ابن عبدمناف د مور پلار ابوکبشه بن غالب بن الحرث بن غبشان الخزاعي وکړ. په کعبه کې يې واورېدل چې د روحانياتو خاوندان په دې اند وو چې د غه نړۍ يو حکيم او سپيڅلی ذات لري چې د نوپيدا له صفت نه پاک دی او د دغه خالق جلال ته نېغ په نېغه نه شي رسېدلی، دوی ورته په نيږدو واسطو رسيږي، هغه څوک چې خپل ځواک له “الحضره القدسيه” څخه اخلي او په “لاندينيومخلوقاتو” لورينه کوي. څوک يې د اووه ستورو تنظيمونکي دي چې په خپلو مدارنو کې ګرځي او دا د هغه هيکلونه دي، هر روحاني يو هيکل لري او هر هيکل يو فلک لري، او دغه هيکل ته د روحاني نسبت کول، جسد ته د روح د نسبت رمز دی، هغه د دې رب ا ومدبر دی او هغه احناف چې د شرک دين يې پريښی وو او کوم ځانګړی ټولګی يې نه تشکيلاوه، يهوديت او نصارنيت يې هم نه و قبول کړی او نه يې د خپل قوم په څيرد بتانو عبادت کاوه، هر يو د ابراهيم د اصيل دين په لټه کې و، او په خپل علم يې د خپل رب عبادت کاوه.
هغه به د ستورپيژوندونکو او احنافو تر منځ مناظرو ته هم کېناسته، ستور پرستو به ويل چې پېغمبران زموږ په څير شکلونه او صورتونه لري، په ماده کې راسره شريک دي، زموږ په څير خوراک او څښاک کوي، زموږ په څير قيافې لري او زموږ په څير انسانان دي، بيا نو په کوم دليل د هغوی متابعت په موږ لازمي دی، خو احنافو به ورته ويل: تاسې دغه روحانيات څنګه وپيژندل او چا دروپيژندل، دغه روحانيات خو نه ماده ده او نه هيولا، هغه ټول يو جوهر دی، له يو اصل څخه دی او جواهر خالصې رڼاوې دی چې تياره نه لري او له ډېرې روښانتيا څخه يې نه حواس درک کولای شي او نه يې سترګې ليدلای شي او د ډېر لطافت نه ورته عقل حيرانيږي حس او خيال ورته هم لاره نشي موندلی، نو تاسې ته دا چا در وښودل او په کوم دليل مو ومنل؟ ستور پرستو به ورته په ځواب کې وويل: د هغه حالات او وجود موږ ته عازيمون اوهرمس راپه ګوته کړی دی، شيث او ادريس عليهم السلام. احنافو به ورته وويل: تاسې خپل مذهب په تناقض کې اچولی دی، ستاسې موښه په جسمانيت د روحانيت پياوړي کول دي، ستاسې نفې اثبات دی او ستاسې انکار اقراردی.
محمد او ابوبکر د قومي مشرانو هغه شخړي هم ليدلې چې کله ناکله به تر سره کيدې، يو کس به خپل ملګري ته وويل: زه له تانه د ښه نسب او حسب څښتن يم او که راسره سيالي کوي نو رامخکې شه، هغه بل به ورته وويل: زه درسره سيالي کوم، زه نيکو کاريم او ته فاجر يې، زه وفادار يم او ته غدار يې، محمد او ابوبکر د ځينو قبيلو دغه سيالۍ ليدلې وې او د قاضي پريکړه يې هم ليدلې وه چې دواړه خواوې پرې خوښې وې، محمد به دغه بدو لقبونو ته زړه راتنګېده خو ابوبکر به د نسبونو او د قاضيانو پريکړو ته ارزښت ورکاوه.
محمد به هره ورځ د خپل نفس پالنه کوله چې الهي ځواک ته نژدې شي او دغه بشري وجود له خاورو راپورته کړي څو له نړۍ سره تناسق پيدا کړي او نړۍ ته د خپل هغه طبيعت رنګ ورکړي چې له پاسه نه يې اخيستی دی، خو ابوبکر خپل ځان په سم سمکي، وقار او د محمد په تقليد روږدی کړی و.
محمد له دې سره مينه وه چې ځان د نړۍ غېږې ته وسپاري ځکه چې په طبيعت کې يې خپله ورکه موندله او د حقيقت په لور يې پر مخ بوتلو، کله چې به يې هم په وجود کې فکر کاوه، حس به يې کړه چې وجود يې له مجرد ژوند څخه څو ګامه وړاندې دی، مرګ د ټولو شيانو پای نه دی، بلکې دغه په لوړ حقيقت کې د ورګډېدو پېل دی.
هغه چې به کله هم اسمان ته وکتل، حس به يې کړه چې روح يې وزرې کړي او د طبيعت د پاسه الوتنې کوي او له هغه خالق ذات سره يو ځای کېدل غواړي چې په هر شي کې يې خپل روح پوکلی دی.
شېبه په شېبه بايد جکړه وکړي او د خپل نفس سره هره ورځ مبارزه وکړي، تر څو نمونوي موجود ته په خپل کمال ورسيږي، محمد د خپلو غوښتنو پر وړاندې هره شېبه په مبارزه بوخت و او د حقيقت د روښانه کولو په لاره کې يې د خپل ذات سره مبارزه کوله، شعور به يې زړه په دې ډاډه کاوه چې هلته يو لوړ ځواک شته چې له لاسه يې نيسي او په دغه لاره کې ورسره مرسته کوي، تر څو يو کامل انسان شي او د اسمان اراده ځمکې ته راښکته کړي.
هغه چې له کومې ورځې نه زيږدلی دی، په هغه لاره يې پل اېښودی دی چې نيغه الله ته تللې ده، يتيمولي ورته ليکل شوې وه چې د درد په بټۍ کې يې ويلی کړي، درد و چې ورته يې د يوازېتوب تجربه مخکې کړه او ورته ليکل شوي و چې په ځمکه کې وګرځي؛ په بني سعد کې د هوزان په سيمه کې شيدې وروي، يثرب ته د پلار د قبر د ليدو په موخه لاړ شي، د خپل تره زبير سره يمن ته سفر وکړي، تر څو د نړۍ په غېږه کې ځان ور وغورځوي او د وجود سره تناسق پيد ا کړي، ورته ليکل شوي و چې بايد بې وزله رالوی شي تر څو يې وجدان د بې وزله خلکو په احساسولو ډک شي. هغه په خپله لار روان دی. د رسالت په لار روان دی. دغه لاره په ګلونو نه ده پوښل شوې، دغه ډېره سخته او ازغنه لاره ده، د ډېرو سختيو او چلنجونو سره مخ لاره ده، هغه د انسانيت په لوړولو کې هر ډول خطرونو ته سينه سپرکړې ده.
ابوبکر هڅه کوله چې ښه خويونه راخپل کړي، هغه خپل مېړنتوب ساته او له هر شکي ځای نه يې ځان ژغوره، په قريشيتوب ډېر وياړېده، که څه هم تيمي قبيله د هاشميانو، امويانو او مغيريانو په څېر پياوړې نه وه.
ډېر مينه ناک او له خلکو سره د ښې راکړې ورکړې خاوند و. هوښيار او زړه سواندی و. که څه هم چې د عمر له پلوه کشر و، خو د خپلو مخورو ټول رواېتونه اوکيسې يې زده کړې وې او د اتلولۍ کيسو به راپاراوه.
ژيړچکی، سپين رنګی زلمی و، ښاېسته او ګڼ ويښتان يې درلودل، راوتلی تندی او ژورې سترګې يې لرلې، خوارې او نرۍ پنډۍ يې لرلې او په تن نری ځوان و. خو له دې سره بياهم ډېر زړور و. خپل نظر به يې پرته له کومې وېرې څرګنداوه. د طبيعت له غېږې نه يې د ټولنې غېږه ډېره خوښوله، د ښو اخلاقو تمه يې کوله، په کومه نړۍ کې يې چې ژوند کاوه خيالونه يې د هغې نړۍ له بريدونو څخه اوښتل. يو ځل يې هم په زړه کې ونه ګرځېدل چې روح يې له اسمانونو څخه بره والوځي او د هغه لوړ ځواک سره يو ځای شي چې د وجود سره يوځای روان دی. يوه ورځ يې هم دا فکر ونه کړ چې روح يې د نړۍ په روح کې ويلی شي او يا د حقيقي حقيقت څېړنه وکړي.
مکي ټولنه د خپلو زلميو او ماشومانو هيلو ته خوشاله وه چې يوه ورځ به مرکزيت پيدا کړي، که څه هم د ټولنې مشران يې په کيسه کې نه دي. حکم بن هشام هيله لري چې په ځوانۍ کې د دارالندوی (د سنا مجلس) مشري په غاړه واخلي، که څه هم په دې پوهېده چې دارالندوه کې هغه څوک ګډون نشي کولی چې د څلويښت کلنۍ عمر يې نه وي بشپړکړی.
ابوجهل د لوړ همت او د پراخه تمو څښتن و او دې ته يې سترګې اړولې وې چې څه وخت به د خپل قوم مشري پرغاړه اخلي او په مکه کې به يې د کعب بن لوئ او قصي او يا د هاشم بن عبد مناف او ياهم د عبدالمطب په څير خبره منل کيږي، له ماشومتوب نه يې له هغه لويو خلکو سره چې په دارالندوه کې راټولېدل ناسته پاسته لرله. له هغوی نه يې پوهه زده کړه او د هغوی له تجربو نه يې ګټه واخيسته.
حمزه د تورې اونيزې سړی و. غشي ويشتنه يې خوښه وه، جګړه يې د خوښې لوبه وه او په زړورتيا پيژندل شوی و. ستره هيله يې دا وه چې کله هم رالوی شي په قافلو باندې به بريد کوي او ښکار به کوي، هميشه به د اتلولۍ کيسو ته غوږ و، هغه د محمد او ابوبکر په شان د شرابو له مجلس نه ډډه نه کوله، هغه د شرابو څکل د ځوانۍ سمبول ګاڼه، خو ابوبکر په دې نظر و چې شراب د انسان ځوانمردي او عقل له منځه وړي.
عباس څوارلس کلن شوی و، هغه تمه لرله چې د حاجيانو د خدمت او خړوبولو شرف او وياړ په غاړه واخلي او دغه تمه يې هغه مهال نوره هم پياوړې شوه کله چې د ابوطالب لاس خالي شو او له دې نه وغورځېده چې د بې وزله حاجيانو خدمت وکړي. يو او يا هم دوه سوداګري سفرونه ورته په کار دي چې د خپل پلار نه ورپاتې مال کې ګټه وکړي، بيا به يې اړمنو ته په سود ورکړي بډاې به شي او د بيت الله د خدمت شرف به ور په غاړه شي. که څه هم د عبدالمطلب تر ټولو کشر زوی دی.
په ځانګړو مراسمو،اخترونو او ښارونو کې به ماشومان او زلمي راټولېدل او د قريشو د سخيانو دسترخوان ته به راتلل، يوه شپه يو تن په کعبه کې چيغې وهلې:
– د ابن جدعان د سترخوان ته راشئ.
د اميه بن ابي الصلت شعر په مکه کې خپور شوی و:
ما خلک وليدل
او د هغوۍ چارې مي هم وليدې
خوعزتمن يې بني ديان دی
ډوډۍ يې په ګبينو لړلې ده
داسې نه ده لکه د بني جدعان
چې ناروغه موکړي
کسرا ته د ابن جدعان د ورتګ او له هغه سره د پالودې د خوړلو کيسه په مکه کې مشهوره شوې وه، ابن جدعان په تعجب ور وړاندې شو او د دغه شي په اړه يې ترې وپوښتل: ورته وويل شول دغه يو ډول خواړه دي چې په شاتو لړل شوي دي، له کسرا څخه يو مريې مکې ته راوړي دي، په مکه کې اوزاه خپره شوې وه چې ابن جدعان شام ته په وربشو، شاتو اوغوړو بار دوه زره اوښان لېږلي دي.
د مکې په څنډوکې غږونه پورته کېدل.
– که څوک غواړي چې فالوده وخوري نو رادې شي.
هغه خلکو دغه اواز واروېده چې د ښکار په غوښو او شيدو به يې ژوند کاوه، د حرم دروازې ته يې ـ چېرته چې دسترخوان غوړيدلی و ـ ځانونه ورسول، محمد او ابوالحکم (ابوجهل) سره په ټيل شو، محمد ابوجهل ټيل واهه، پړمخې راوغورځېد او زخمي شو. ابوجهل محمد ته په ډېره غوسه او کرکه وکتل او بيا په خپل ټپ بوخت شو.
د ابن جدعان په د سترخوان د محمد او ابوجهل ټيل د دوی د ژوندانه د شخړې لومړی پېل و، محمد چې به په يوه ټولي کې و، ابوجهل به بل ټولي ته ورغی، محمد چې به کوم نظر ورکړ نو ابوالحکم بن هشام (ابوجهل) به يې کلک مخالفت کاوه او په سپکه به يې ورته کتل.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار