ژباړه: شرر ساپی
شپې خپل تور ټيکری راخپور کړی دی، د مخربه لور اسماء په خپلو خيالونو کې ډوبه ده، د ابن جدعان له کور نه د سندرغاړو اوازونه راپوته کيږي، هغې له ابو ربيعه بن عبدالله بن عمربن مخزوم سره واده کړی و، چې له هغې نه يې عبدالله ابن ابي ربيعه وزيږېد، عبدالله سوداګر شو او د مکې له بډايانو څخه شو، قريشو ورته “العدل” لقب ورکړ، ځکه چې يو کال به ټولو قريشو کعبې ته پوښ ورکاوه او بل کال به يواځې عبدالله پوښ ورکاوه، له دغه نوم نه يې موخه يواځې د ټولو قريشو سره د هغه د مال برابرتيا وه.
له هغه سره حبشي غلامان وو چې په ټولو چارو کې يې ورسره ونډه اخيسته، هغه د ځواک او زور څښتن و، يوه ورځ به د مغيره قوم مشري پر غاړه اخلي او هغې هم هيله لرله چې د مکې مشري به په لاس کې واخلي، ځکه چې د خپل ورور عياش نه ډېره وړتيا لري. بيا يې ډېر ژر ابوالحکم بن هشام سترګو ته ودرېده، هغې له هشام بن المغيره سره هم واده کړی و او له هغه نه يې ابوالحکم (ابوجهل) اوحارث زيږولي وو.
ابوالحکم يې د هوښيارتيا او ځېرکتيا له امله زړه ته نژدې دی، د المغيره اولاد د خپلې نيا ريطه بنت سعيد بن سهم، ام بني المغيره ته ډېرګران وو، پلار يې ابوالهشام په مکه کې نامي سړی و، تر دې چې قريشو يې په مړينه تاريخ جوړ کړ، که څه هم له ده نه مخکې يې د کعب بن لوئي په مړينه تاريخ جوړکړی و، بيا عام الفيل تاريخ جوړ کړ، کله چې هشام مړ شو په دغه وير يې هم تاريخ جوړکړ.
ابوجهل له دې سره چې کم عمره هلک دی، خو ډېرې تمې او هيلې لري، کله چې به ورسره يو ځای شو، د يمني عطرو په اړه به ورسره نه غږېده، هغه له ابوطالب نه لويه عطر پلورونکې وه، له هغې سره به يې د دارالندوه د مشرانو په اړه کيسې کولې او د خپلې ارادې په اړه يې خبره کړه چې غواړي له څلوېښت کلنۍ نه مخکې د مکيانو چارې په لاس کې واخلي.
دارالندوه د مکيانو حکومتي ځای و او د روما د سنا مجلس ته ورته و، هيڅ يو قريشي ته له څلويښت کلنۍ مخکې اجازه نه ورکول کېده چې د دغه مجلس غړی شي، خو ابوجهل ټينګار کاوه چې بايد له څلوېښت کلنۍ نه مخکې د دغه مجلس غړيتوب تر لاسه کړي او له دې نه مخکې دارالندوه ته ننوځي چې ږيره او بريتونه يې راشي.
مکيانو له روم او فارس نه په شعوري او يا هم په لاشعوري ډول ډېر څه راخپل کړي وو، د کاروانونو سوداګران به د فارس او روم له پرمختګ سره اشنا کېدل، د دغه دوه سترو امپراتوريو له کلتور، فرهنګ، تقليد او ان له دينونو نه اغېزمن کېدل، څه ډول بت چې به په لاس ورغی کعبې ته به يې را انتقالاوه، تر دې چې د روم د شعرخدای ابوللو د دوی سترهبل اله شو، د کعبې په منځ کې يې کېښود او تر ټولو ښاېسته او خوږې قصيدې يې ورته په غاړه راوځړولې.
هغه عربان چې نصرانيان شوي وو، هغوی د مريم بت چې مسيح يې په غېږ کې نيولی و په کعبه کې کېښود، عربي بت پرستان په دې کار نه خفه کېدل. په مکې ټولنه کې ديني ازادي موجوده وه، که څه هم خطاب ځينې زلميان زيد بن عمروبن نفيل ته له دې امله ولمسول چې هغه د بتانوعبادت پريښی و او فکر يې کاوه چې د خپل پلار ابراهيم په دين دی.
د مخربه لوراسماء د الوليد بن المغيره په اړه فکر وکړ چې د بني المغيره مشري پرغاړه واخلي او ان د ټول بني مخزوم مشر شي، هغه د عبدالله بن ابي ربيعه او ابوالحکم ابن هشام (ابوجهل) سيال و او ډېر شته يې لرل، په قوم کې يې خلکو خبره اورېدله، د پياوړي شوکت، هيبت او دبدبې څښتن و، دارلندوه ته په لاره و چې د سنا د مجلس وياړ په غاړه واخلي. د خالد بن وليد په اړه يې کوم فکر نه لاره، ځکه چې هغه لا د څو مياشتو ماشوم دی، د هغه په خيال کې نه ورګرځېده چې د غيبو پردې څيري کړي او د خپل لمسي په اړه چې لس کاله وروسته به وزيږيږي وړاندوينه وکړي.
د هغې د فکر لمن يواځې تر بني مغيره رسېدله، خو قريش يوازې بني مخزوم نه و، هلته بنواميه، بنوهاشم، بنوزهره، بنوتيم، بنواسد بن عبدالعزی او بنوعبدالدارهم قريشي قبيلې وې. خو د مکې د مشرۍ په سر يواځې د هاشميانو او امويانو تر منځ سيالي روانه وه. هغه په دې تمه وه چې دواړه زامن يې، عبدالله او ابوجهل، دغه سيالۍ ته ورننباسي، هيله يې لرله چې په خپلو سترګو خپل زوی وګوري چې د کعبې او حاجيانو د خدمت او خړوب مشري پرغاړه اخلي، د فکر لمن يې وغځېده او خپل زامن يې د هاشميانو او امويانو سره سيال وليدل.
د ابوطالب د زامنو هر يو جعفر او عقيل په اړه په فکر کې شوه چې د خړوب او حاجيانو د خدمت دنده يې پرغاړه وه، خو ورياده شوه چې د دې د سوداګرۍ سيال( ابوطالب) به په عطرو کې ګټلې پيسې د حاجيانو د خړوب او خدمت په لار کې ولګوي. ابوطالب ته به ستونزمنه وي چې له مال نه پرته د دغه شرف څښتن شي، هغه د بې وزلۍ اوغريبۍ په ګرځندې کې راګيريدونکی دی، هيڅ شريف نشي کولی چې له مال پرته د خپل قوم مشري پرغاړه واخلي.
بيا يې ذهن ته طاهربن زبيربن عبدالمطلب ورغی، هغه يو نامورځوان و، هغه به په خپل قوم کې د ټولو د سرتاج شي، که چيرې کومه شپه رڼه کړي، نو د خلکو له سترګو نه به وغورزيږي. لګيا ده اوس خپل دواړه زامن له عباس بن عبدالمطلب سره پرتله کوي، د عباس په سر کې د مالدارۍ خيالونه تاوېدل، هغه به د مکې د شتمنو په ليکه کې ودريږي، عبدالله بن جدعان يې ښه بېلګه ده. عبدالله يوه ورځ هم دا تمه ونه لرله چې د عبدالمطلب سره ملګرتيا وکړي، ايا عباس به له عبدالله بن ربيع او ابوالحکم بن هشام (ابوجهل)سره ملګری شي!
اوس يې خپل زامن له حمزه بن عبدالمطلب سره پرتله کړل؛ هغه يو زړور زلمی دی او ډېر ژر به د قريشو اتل شي. هغه د ښکار او جګړې ډېرليواله و، اسونو سره يې ډېره مينه وه او تل به يې د دې انتظارکاوه چې څنګه د لهولعب ځاېونو ته ځان ورسوي، هغه دوه سترو قبيلو بني هاشم او خپلو ماماګانو بنو زهره ته منسوبېده، که چيرته په سوداګرۍ لاس پورې کړي او مال يې زيات شي نو د بني مغيره تر ټولو سخت سيال به شي.
لګيا ده هاشمي زلميان يو يو د خپلو زامنو سره پرتله کوي او د عبدالله بن ابي ربيعه او ابوالحکم تله درنېږي، په مکه کې د شرف په ګدۍ تر ټولو نه زيات چانس لرونکی دی، شېبه ورسته يې د خپل خيال لمن د بني اميه په ځوانانو وغوړوله.
صخر(ابوسفيان) د امويانو تر ټولوغښتلی ځوان و. هغه د حرب بن اميه زوی و چې د قريشو د بيرغ وياړ يې پر غاړه لاره، هغه د حرب وروستنۍ هيله وه چې دغه مشري ورته په ميراث پرېږدي، بلکې د ټولو امويانو همدغه هيله ده، د اسما په فکر ماشوم وخوت. دا مهمه نه ده چې د بډاې او شتمنې کورنۍ څخه شمېرل کيږي، هغه ډېرې شپې د سرو بيرغونو له بد لمنو سره رڼوي شومتيا او زنا هغه دوه څيزونه دي چې له مشرۍ سره ډېر زيات منافي دي.
د اسماء خيال ته مکي ټولنه ورغله چې د ابوسفيان، عاص بن وائل او د قريشو د مخورو بچو په اړه يې ويل چې د نابغه مشهورې ډمې ته ورځي. هغه اميدواره شوې او خپل ماشوم يې هم زيږولی دی، عمرا نوم يې پريښی او عاص بن وائل ته يې منسوب کړی دی، ځکه چې هغه يو سخي او عزتمن کس و، هغه په دې خبره ونه شرمېده او نه يې په تندي د خجالت خوله راماته شوه، دا د مکي ټولنې منل شوی دود و. عاص بن وائل، اسود بن المطلب او د مکې ځينې ځوانانو به خپلې وينځې اړ کولې چې د زنا له لارې پيسې وګټي. اسماء چې به هر څومره فکر وکړ د خپلو زامنو تله به يې درنه کړه .
عثمان بن عفان يې ذهن ته ودرېده، هغه ځوان چې تل به يې سترګې له حيا نه ډکې وې، هغه د نرم طبيعت څښتن دی او يوه ورځ به د قريشو لوی سوداګر شي.
بيا يې ذهن بني اسد بن عبدالعزی ته واوښت، ورقه بن نوفل بچي نه لري، عثمان بن الحويرث هم زامن نه لري. هغه په دې تمه شپې تيرولې چې د قريشو مشري واخلي. هغه قيصر ته تللی و او له قسطنطنيه نه هله راستون شو چې قيصر له خپله اړخه د قريشو والي مقرر کړ، خو قريشو يې واليتوب ونه مانه، عثمان قيصر ته لاړ، اسماء نه پوهېده چې ده قيصر ته څه وويل او قيصر ده ته څه وويل، په ټول څه چې پوهېده دا و چې په بني اسد بن عبد العزی کې د المطلب بن الحويرث نه پرته څوک مشري نه شي کولی، خو دغه د ابوالحکم او ابن ابي ربيعه سيال نه و.
دعبدالله بن جدعان له کور څخه د سندرغاړو اوازونه راپورته شول، د خيال ماڼۍ يې ور ړنګه کړه او دغه خوږو سندرو ته غوږ شوه، دوه وينځو يې په خپل زړه راښکونکي غږ د مکې په څنډوکې جادو شينده او د نارينه سندرغاړو غږونو د چوپتيا پردې شلولې. بيا له ځان سره بوخته شوه، لږه شېبه وروسته يې په بني تميم کې د خپلو زامنو د سيال په اړه خپل خيال نور هم پسې وځغلاوه.
هغه پوهېده چې د بني تيم او بني مخزوم تر منځ د دښمنۍ اورلګېدلی و، خو هغه په دې حيرانه وه چې بنوتيم چيرته بني مخزوم ته رسيږي! د هغې په خوا او خاطرکې ابوبکر نه ګرځېده. هغې به د مکې په هغه زلميانو ځغلنده نظرکاوه چې د قريشو له مخورو کورنيو څخه شمېرل کېدل او يوه ورځ به د مکې په مشرۍ له ابوالحکم او ابن ربيعه سره لاس اوګريوان شي، په هره تله کې به يې زامن درانه ختل، ناڅاپه يې د محمد تصوير ذهن ته ودرېده، يو شېبه د وېرې په سمندر لاهو شوه او بيا يې له خپل ځان څخه انکاري پوښتنې پېل کړي: څنګه يې ذهن ته داخبره ودريږي چې د قريشو دغه يتيم دې د ابوالحکم بن هشام او عبدالله بن ابي ربيعه سيال شي؟ او دغه بېوزله هلک به دومره مال او دولت له کومه کړي چې د مشرۍ او سلطنت په ګدۍ کيني؟
مکي زلميانو او ځوانانو به د ډمو په غېږ کې شراب ګوټول. قمارونه به يې وهل. سندرې به يې اورېدې او شهوت راپارونکي شعرونه به يې اورېدل. د هغو د ژوند موخه يواځې لهواو لعب او ساعت تېرول وو. خو محمد يواځينی څوک دی چې په وجود کې له هر قيد او شرط ازاد دی او هڅه کوي چې د رڼاګانو رڼا وويني او د ذاتونو ذات ته ورسيږي، تر څو هغه هيله يې پوره شي چې په زړه کې يې راټوکېدلې ده؛ غواړي چې په دې پراخه نړۍ کې ويلی شي او هغه ستره ازادي تر لاسه کړي چې تر شا يې بله ازادي نشته.
هغه به اسمان او اسمان به هغه څاره، ازلي حقيقت ته ډېر لېواله و. هغه حقيقت چې له وجود نه مخکې و او له وجود نه وروسته به هم وي، هغه ذات دی چې د ده د ذات په ژورو کې ايمان کري. دومره خوږ چې په ټولو ترخو دردونو، حيرانتيا او اضطراباتو د پاسه دی.
هغه د خپل نفس له دې امله پالنه کوله چې په خپل روح د اسمانونو له پاسه وګرځي او د خپل رب په نور مشرف شي. په خپل ذات کې يې حس کړه چې د روحونو روح ورباندې برکتونه راوروي، لوړ ذات ته رسېدل په کار، جهاد، صبر د نفس په پاکوالي او د زړه په سلامتيا کيږي، نو هوډ يې وکړ چې د نفس په رياضت کې به هڅه کوي، تر څو هغه خنډونه له منځه يوسي چې د ده او د هغه ځواک تر منځ پراته دي چې هغه يې احساسوي، هغه ذات ورته د مرۍ تر رګونو هم نيږدی دی، هڅه به وکړي چې د الله نور وويني.
خپلې سترګې يې په افقونو پورې ګنډلې وې، داسې ورته ښکارېده چې دغه ټوله نړۍ د لوی قدرت په محراب کې په سجده پرته ده، داسمانونو او ځمکو رب، د مخلوقاتو رب. نو زړه يې د دغه څرک له امله له وېرې، جلال او خوښۍ نه ډک شو، ناڅاپه په سجده پرېوت او اوښکې يې په ځمکه وڅڅېدلې.
محمد د اسماء بنت مخربه په خيال کې تېر شو، هغې خپل دوړاه زامن ابوالحکم بن هشام او ابن ابي ربيعه د مکې له ځوانانوسره پرتله کول، خو محمد يې د ذهن هندارې ته دومره ډېر ونه درېده، د هغې په خيال کې نه تېرېده چې د قريشو بې وزله يتيم چې د خپل نيکه او بيا د خپلو ترونو په پالنه کې رالوی شوی دی، د مکې مشري به پرغاړه واخلي. که چيرته يې د راتلونکي کنجيانې په لاس کې وای. نوهرومرو به يې ليدلی و، کومه تيګه چې معمارانو قبوله نه کړه هم هغه تيګه ه د کنج تيګه وختله.
کتاب: محمدﷺاو ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار