ژباړه: شرر ساپی
قريشو د اوړي سوداګريز سفر ته تياری ونيوه، د ابوطالب کور په هغه سړو او ښځو ډک شو چې خپله په دغه تجارتي کاروان کي نه تلل، خو خپل مالونه يې ابوطالب او يا هم د کاروان سوداګرو ته ورکول چې په سوداګرۍ کې يې شريک کړي او د خپلو سوداګانو ځانګړې سکې چې د سودا نوعيت په ګوته کوي له دوی نه واخلي، ابوطالب به خپله د کاروان په مشرۍ شام ته ځي.
د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوه، ورځ ووته او شپه رادبره شوه، خو د خلکو تګ راتګ ونه درېده، لارو کې څراغونه بل شول، د مکې د غرونو په سرونو هم رڼاګانې ولګېدې او ټوله مکه يې رڼه کړه، د ژمي او اوړي سوداګريز سفرونه د قريشود لويو سوداګريزو موسمونو څخه شمېرل کېدل.
ابوطالب د سفر له پاره په تيارۍ بوخت دی، خپلې کورنۍ او ځوانانو ته خوږې خبرې کوي. د خپلو بچو په منځ کې يې په محمد سترګې ولګېدې او نه يې غوښتل چې له خپل وراره نه يوه شېبه لرې شي.
هغه چې به کله هم له محمد نه جلا شو، نفس تنګي به يې احساسوله. کله چې محمد يمن ته د خپل تره زبير سره سفر وکړ، ابوطالب ډېر زړه تنګی شو او هره شېبه په دې فکر کې و چې محمد به کله راګرځي، ايا اوس به له هغه نه د سفر سختي خپل هغه وراره هير کړي چې د هميش لپاره يې په زړه کې ځای ورکړی دی؟
ابوطالب په خپل دکان کې د مکې د ښځو او سړو لپاره عطرونه او د معبدونو او کاهنانو لپاره عود پلورل، هغه څه چې يې د دغې لارې لاس ته راوړل، د ده او کورنۍ لپاره يې بسنه کوله، خو د حاجيانو خدمت او خړوب مال ته اړيتا لري، ددغه ستر شرف په لاره کې انسان هرې سختۍ ته غاړه ږدي، اوس شام ته په سوداګرۍ ووت چې دغه شرف يې په لاس کې پاتې شي.
عباس دغه شرف ته سترګې پټې کړې وې او په دې خيال و چې يوه ورځ به ورته په ميراث پاتې شي، په دې هم ډاډه و، که چيرته دغه شرف د ده په لاس کې پريوځي، نو د خپل ورور ابوطالب له اوګو نه به يو درون بار لرې کړي، ابوطالب ته ډېر اولاد ورپه غاړه دی او دومره څه ګټې چې يواځې د هغه د کورنۍ کيږي، عباس ډېره هڅه وکړه چې پيسې پيدا کړي او د قريشو په شتمنو کې وشمېرل شي او د دغه شرف جوګه شي.
هغه د يمن سوداګريز کاروان ته چې زبير ورور يې په کې تللی و، خپله شتمني ورکړې وه او هغه ورته عطر رانيولې و،اوس به خپل ورور ابوطالب ته اخستې سوداوې ورکړي چې د بصرې په بازارونو کې يې په راهبانو او د کليساګانو په چوپړيانو وپلوري، عود او دود کيدونکي خوشبيانې مسيحانو ډېرې خوښولې. هغه هيله لرله چې مال به يې ګټه وکړي، بيا به هغه پيسې اړمنو ته په سود ورکړي او په دې سره به د مکې ستر شتمن شي.
د سفر وخت راورسېده، قبيلې له خپلو کليو نه را ووتې: بنوهاشم د ابوطالب په مشرۍ چې خوږ محمد، زبير ، عباس ، حمزه ، ابولهب او ځينې هاشمي مشرانو او ځوانانو يې ملتيا کوله، له خپل کور نه راووتل، د اميه زوی حرب د امويانو په مشرۍ چې عثمان بن عفان، صخر او د امويانو مشر او ځوانان ورسره وو راووتل، وليد بن المغيره د بنو المغيره په مشرۍ چې حکم بن هشام، عبدالله بن ابي ربيعه او د مخزوم مشران او ځوانان ورسره وو راووتل، د بنوتيم مشرعبدالله بن جدعان چې ابوقحافه او زوی يې عتيق ( ابوبکر) بدرګه کاوه، د بني تيم له مشرانو سره يوځای د قافلې لور ته راغلل، د مکې ميدان په قريشو ډک شو، ټول دارالندوه ته نژدې له کعبې نه څوګامه وړاندې تيار شول.
مسافر خپلو سپرليو ته وختل، ابوبکر د خپل پلار ابوقحافه سره سپور شو چې د سوداګرۍ چل زده کړي، سوداګري د مکيانو د ژوند وسيله وه، مکه کومه کرهڼيزه سيمه نه وه. سوې سوکړه دشته وه. ابوبکر خپل ملګري محمد ته ورنيږدې شو چې خدای په اماني ورسره وکړي، محمد به دا ځل له خپلو تربورانو سره پاتې کيږي او په دغه تجارتي سفر کې به نه وځي.
ابوبکر لس کلن و، محمد دولس کلن دی او د خپل تره د اوښ تر څنګ ولاړ دی. خو د ابوبکر په سترګو کې د خپل عمر نه لوی ښکارېده.
که څه هم سيمه د مکې په ځوانانو، پېغلو، سپين سرو، سپين ږيرو، ښځينه او نارينه سندرغاړو، يهودانو، نصرانيانو، مجوسانو او احنافو ډکه وه، خو د ابوبکر سترګې له محمد نه بلې خوا ته نه اوښتې .
هاشميانو د قافلې مشر ابوطالب سره مخه ښه وکړه، ابوطالب په خپله اوښه سپورشو، اوښه لا نه وه پاڅيدلی چې محمد ور وړاندې شو، د اوښې مهار يې ونيوه او په ژړغوني غږ يې ورته وويل:
– کاکا، ما چاته پريږدې، نه مې پلارشته او نه مې مورشته؟
ابوطالب احساس کړه چې د سترګو په رپ کې يې له سترګو نه اوښکې والوتې، بنوهاشم ته يې مخ راواړاوه او ورته يې وويل:
– په الله سوګند چې هرومرو يې له ځان سره بوځم. نه به له مانه جلاکيږي او نه به ترې زه جلاشم.
شاته ورپسې سپور شو، کله چې ابوبکر وليده نو په شونډو يې مسکا او په زړه کې يې خوشالي راوټوکېده.
قافله د نړۍ په معبد کې روانه شوه، فکر د طبيعت په ښکلا کې راګير شو، محمد دې پراخه نړۍ ته په خپلو سترګو، عقل، بصيرت او وجدان ورګوري او زړه يې د طبيعت په ښکلا ډکيږي.
هغه له طبيعت سره ډېر وفادار و، ځکه چې الهي صنعت و. د الله د قدرتونو يوه نښه وه. دغه طبيعت د ده د روح وزرې وې چې خپل رب ته پرې نږدې کېده، په نړۍ کې چې کوم عظمت او جلال ويني، هغه الهي انوار دي چې له پاسه نه راکوزيږي.
د طبيعت پيغام ته ځير دی او ارام بښونکي غږ ته يې غوږ نيولی دی چې د ده د نفس په ژورو او د وجدان په تل کې ازانګې کوي، تر څو يې د روح مخ ته د اسمانونو دروازې پرانېستل شي، تلپاتې خوندونه وڅکي او په وصال سره بختورشي.
د طبيعت ښکلا او جلال دغه لويه مينه نوره هم پراخه کړه چې د ده او د الله تر منځ راټوکېدلې وه، ايمان يې روح غښتلی کړ او هغه مطلق لاېتناهي حقيقت ته يې مخه کړه چې له هغه نه وروسته بل حقيقت نشته، هڅه کوي چې د دغه ژور حقيقت لمر پرې راوخيژي او د هغې د وړانګو په وسيله د خلکو په نفسونو کې هره تياره او تورتم له منځه يوسي.
هغه اوس ځان يواځې نه احساسوي، د يو مطلق حقيقت سره دی، او داسې حس کوي چې دغه حقيقت يې په رګونو، شريانونو، زړه او وجدان کې ګرځي، هر خوا چې مخ واړوي او هرې خوا ته چې د خپل خيال نيلی پريږدي، دغه مطلق حقيقت ګوري، دغه حقيقت يې پالنه کوي، څارنه يې کوي، تاېد يې کوي او له لاسه نه يې نيسي، تر څو يې هغه ځای ته ورسوي چې هغه يې غواړي.
الله ورته ايمان خوږکړی او ښکلی کړی دی او د کفر، فسق او نافرمانۍ پر وړاندې يې ورته په زړه کې کرکه شېندلې ده. يتيم يې رالوی کړ چې په خپل ځان يې بروسه پيدا شي.
قافله روانه ده، يو ځلې د اوښبه سندرغاړو ته غوږ شي او ډېرځله ترې وتښتي، د خلکو فکرونه په خپلو غوښتنو اوشهوتونو پسې روان و. يو روح هم داسې نه و چې په نړۍ کې فنا شي، يا په نړۍ کې ګډ شي او يا هم په نړۍ کې ورننوځي، خو محمد د خپل ذات په اړه بوخت دی چې په لوړوالي او پرمختګ يې وپالي، په طبيعت کې ورګډ شي او د ما وراءالطبيعت نه د پاسه خپلې وزرې ورپوي، تر څو يوه ورځ ورته د اسمانونو او ځمکو پالونکی او د مخلوقاتو پالونکی څرګند شي.
قافلې په صحراء کې د يوې کليسا څنګ ته واړول، د کليسا څښتن راووت او د خلکو مخونو ته ځير شو. د هغوی خبرې يې په ډېرغور اورېدې، هغه په اسماني کتابونو کې ليدلي و چې د يو عربي پېغمبر د راتلو موده رالنډ شوې ده او هيله يې لرله چې دغه پېغمبر وګوري او يا يې هم د څرګندېدو زېری واوري.
د کليسا د څښتن سترګې په محمد ولګېدې، يوه شيبه ورته ښه ځير شو او بيا يې په څيره کې يو ډول وېره راښکاره شوه، په محمد کې يې ټول هغه صفتونه وليدل چې پېغمبرانو يې په اړه وړاندوينې کړې وې، په زړه کې يې ژور څه و چې تاېيدوله يې دغه ځوان هغه امي پېغمبر دی چې الله به يې بني اسرائيلو ته نه، بلکي اميانو ته راليږي، سړی محمد ته ورنيږدې شو، خبرې يې ورسره شروع کړې، زلمی ورته وايي چې بت ته يې بيخې سجده نه ده کړې او د خپل قوم په بتانو يې قسم نه دی خوړلی، ابوطالب راغی او خپل وراره باندې يې د مينې اوعاطفې ډک نظر وکړ. د کليسا څښتن ابوطالب ته مخ راواړوه او ورته يې وويل:
– دا هلک دې څه کيږي؟
– زوی مې دی.
– زوی به دې نه وي، ګومان نه کوم چې پلار يې ژوندی وي.
سړی يوه شېبه چوپ شو، د محمد سرو سترګو ته يې وکتل او بيا يې په داسې غږ وويل ګوندې له اسمانونو څخه راکوز شوی دی:
– دا نبي دی.
ابوطالب حيران شو، کله د کليسا څښتن ته ګوري او کله هم خپل وراره ته ګوري، بيا يې وويل:
– نبي څه شی دی؟
– هغه څوک دی چې له اسمان نه ورته خبر راځي او د ځمکې خلکو ته يې رسوي.
ابوطالب دا نه شوه منلی چې انسان دې په خپل انسانيت دومره ستر شي چې له اسمانه ورته خبر راشي او بيا يې د ځمکې خلکو ته ورسوي، په انکاري ډول يې وويل:
– الله ستا له دغه خبرو نه ډېر لوی دی.
ابوطالب له داسې قوم څخه و چې الله ورته کوم پېغمبر او نبي نه و ليږلی، نو ده ته ډېره سخته وه چې په دې اقرار وکړي چې بشري قوت دې الله سره اړيکه ولري او دا يې هم نه و اوريدلي چې الله پاک د خپل رسالت لپاره له ملائکو او انسانانو څخه يو څوک غوره کوي چې د هغه اوامر او نواهي پر ځای کړي، نو د راهب له دغه خبرې نه يې مخ واړاوه، که يې د هغه خبره منلې وای نو اړ و چې د خپل نيکه دين پريږدي او د هغه په دين شي .
قافله روانه وه کله چې الکفو کلي ته چې له بصرې نه په اووه ميله کې لرې پروت و ورسېدله، خلک د بحيرا راهب صومعي ته څيرمه له خپلو سپرليو نه راکوزشول، صومعه تړلې وه او يوه زوروره چوپيتا پرې واکمنه وه، له قافلې څخه کوم چا د هغې د دروازې د پرانېستلوهڅه ونه کړه.
بحيرا قافله د پردې ترشا څاري، هغه ته ننۍ ورځ نا اشنا ښکارېده، ګوري چې وريځې د يو ځوان پر سرسيوری کړی دی، وارخطا شو نه پوهېده چې دغه سيوری د سر په سترګو ويني او که د زړه په سترګو يې ويني، په سترګو يې ويني او که خفي وحې ورته کيږي چې د هغه له ژورو نه سرچينه اخلي، زلمي ته ځير شوی دی، نه غواړي چې سترګې ترې بلې خواته واړوي، يو غږ يې په ذات کې ازانګې کوي: باوروکړه چې دا هم هغه دی … باوروکړه چې داهم هغه دی.
بحيرا يو عابد راهب و. ټول وخت به يې د کتابونو په لوستلو او په لمانځه تيراوه، هغه د نصرانيت علم زده و او د سيد مسيح “فراقليط” زېري ته په تمه و. هغه پوهېده چې دغه به په عربانو کې پيد اکيږي. شپه او ورځې به په عبادت بوخت و، کېدای شي دغه زمانې ته ورسيږي چې دين يې له خلکو سره تلپاتې شي، الله يې د زړه سترګې پرانيستې وې، پوه شوی و چې د دغه نبي د راتلو نيټه رالنډه شوې ده، د هغه تر ټولو ستره هيله همدا وه چې دغه پېغمبر چې د ټولو مخلوقاتو لپاره رحمت راليږل شوی په خپلوسترګو وويني.
په دغه شېبه کې دده په زړه کې هغه احساس راټوکېده کوم چې د حوارينو(د عيسی عليه السلامو مرستندويان) زړونو ته لاره کړې وه چې ورته الله وحې وکړه په ما او زما په نبي ايمان راوړئ. زړه ته يې ولوېده چې څو ګامه وړاندې هغه راتلونکی نبي دی، روحي تسکين يې راغی، هغه ډېر بختور دی چې د نبيانو وروستنی نبي په خپلو سترګو ويني.
دا د بحيرا لپاره يو ستر شرف و چې د محمد سره له نژدې خبرې وکړي، نو نوم به يې د تل لپاره ژوندی پاتې شي او ياد به يې د زمانې په تېرېدو سره هم د نورو زرګونو راهبانو په څير ورک نه شي.
قافلې ته يې خبر ولېږه:
– قريشو! ما تاسې ته ډوډۍ کړې ده، او زما داسې خوښه ده چې تاسې ټول: ماشومان لويان، مريان او ازاد زما دسترخوان ته راشئ.
قريش راغلل يو تن وويل:
– بحيرا نن تا نا اشنا کار وکړ. تا خو بل وخت داسې نه و کړي، موږ خو په دغه لارې ډېر تللي او راغلي يو د اوس څه خبره ده؟
– ته رښتيا وايې .هو همداسې وه، خو اوس تاسې زما ميلمانه ياست، زه غواړم چې عزت مو وکړم.
قريش ورته راټول شول، بحيرا هر ماشوم ته د خريدار په سترګه ګوري، عتيق (ابوبکر) ته يې وکتل چې د پلار تر څنګ ولاړ و، هر ماشوم او زلمی يې له خپل نظره تېر کړ، خو محمد يې پيدا نه کړ، هغه د يوې ونې لاندې سوداګريرزو غوټو ته ته ناست و، اسمان ته يې کتل او روح يې په وجود کې ويلی کېده، نو ده وويل :
– هېڅوک بايد زما له ډوډۍ نه پاتې نه شي.
– بحيرا ستا ډوډۍ ته ټول راغلي دي، خو يوکم عمره هلک پاتې دی.
– داسې مه کوئ، هغه هلک هم درسره راوغواړئ، دا څومره بده خبره ده چې تاسې ټول راغلي ياست او يو هلک دې پاتې وي.
– په خدای هغه د ښه نسب خاوند دی، هغه د عبدالمطلب زوی دی.
يو قريشي وويل:
– په لات او منات مې دې قسم وي، دا به ډېره بده خبره وي چې د عبدالله بن عبدالمطلب زوی دې له ډوډۍ نه پاتې شي.
بيا ورپاڅېده او ډوډۍ ته يې راوست، بحيرا ورته ښه شېبه ځير شو، کله چې خلک له ډوډۍ نه فارغ شول او خواره واره شول بحيرا ورپاڅېده او ورته يې وويل:
– د لات او منات په سر دې ستا قسم وي چې زه درنه پوښتنې لرم او ماته ځواب راکړه.
محمد ورته په نرمه لهجه وويل:
– ما نه د لات او عزی په سر د څه شي پوښتنه مه کوه چې په ژوند کې زه دغه شيانو نه بل بد شی نه وينم .
د بحيرا او محمد تر منځ خبرې روانې شوې، بحيرا پوښتنه کوي او محمد ځواب ورکوي، هغه ترې د خوبونو او د هغې د تحقق په اړه پوښتنې کوي او محمد ورته وايي چې هر خوب يې لکه د سپين سهار په څېر رښتونی خيژي، د خپل قوم د خدايانو په اړه ترې پوښتنې کوي، محمد ورته وايي چې له دغه خدايانو نه کرکه لري، د ارام محمد او پارېدلي بحيرا تر منځ سوال اوځواب روان دی، د منتظر پېغمبر او د هغه راهب ترمنځ خبرې اترې روانې دي چې له دوو کلونو راهيسې د امي پېغمبر په اړه چې په توارت او انجيل کې يې نوم راغلی زېري لولي، داسې يې پېژنده لکه خپل ځان چې پيژني، خو دا يې په خوا خاطر کې نه ګرځېدله چې د دغه پېغمبر په ليدو به مشرف شي.
الله هرومرو په هغه چا پاملرنه کوي چې د خپل رسالت لپاره يې ټاکي، او الله خپله پرېکړه سر ته رسوي. د هغه دين به په ټولو دينونو د پاسه کړي او د محمد ياد به پورته کړي، دالله داسې خوښه وه چې بحيرا ته د خپل نبي راز افشا کړي، بحيرا د الله دغه لورينه حس کړه او روح يې الله ته په سجده پريوت، که څه هم چې سر يې په سجده پرينوت.
ټولو روحي دليلونو په دې ګواهي ورکوله چې دغه عزتمن هلک راتلونکی پېغمبر دی، يواځې يو عيني دليل پاتې و او هغه د نبوت مهر دی، بحيرا له محمد نه غوښتنه کوي چې ملا ورته لوڅه کړي، کله چې يې د هغه په ملا کې د نبوت مهر وليده، غونی يې زيږشو، دغه قدرمن شيخ ورمنډه کړه او د مهرځای يې ښکل کړ.
ځينو قريشو د راهب دغه کار وليده، ابوبکر ورته ګوري، بيا قريشو وويل:
– محمد له راهب سره لوړ مقام لري.
بحيرا ابوطالب ته ورغی او ورته يې وويل:
– دا هلک دې څه کيږي؟
– زوی مې دی.
– دا ستا زوی نه دی، او دا نه شي کېدای چې د دې هلک پلار دې ژوندای وي.
– دا زما وراره دی.
– پلار يې څه شو؟
– د مور په ګيډه و چې پلار يې مړ شو.
– رښتيا دې وويل.
– مور يې چيرته ده؟
– څه موده وړاندې مړه شوه.
– رښتيا دې وويل. وراره دې خپل کور ته ورسوه، يهودان به ورته زيان ورسوي، په الله قسم که يې وليده او ويې پيژانده نو زيانمن به يې کړي، او ما درته دغه سپارښتنه وکړه، ژر يې خپل وطن ته ولېږه .
ابوطالب به په مکه او د حجاز په ټولو ښارونو کې د نوي پېغمبر په اړه زېري اورېدلي و، خو باور يې نه راته، د راهبانو زېري يې هم اورېدلي و، خو غوږ يې پرې نه ګراوه، بحيرا ته يې وويل:
– که داسې وي لکه ته چې يې وايې. نوبيا يې الله ساتي.
بحيرا په دې باوري و چې محمد د الله په څارنه کې دی، خو ځان ساتنه ښه کار دی، ابوطالب ته يې قسمونه ورکړل چې محمد مخکې له دې چې د دې قوم يې وپيژني، بايد بېرته مکې ته وليږي .
ابوطالب په ځينو زلموټو غږ وکړ چې له محمد سره بيرته مکې ته ستانه شي. کله چې عتيق (ابوبکر) وليده چې خوږ ملګری يې بيرته مکې ته ګرځي، نو له پلار نه يې وغوښتل چې هغه هم بايد ورسره وګرځي، ابوقحافه هم د خپل زوی په بېرته تګ موافقه وکړه او په دغه وړوکي کاروان کې محمد او ابوبکر بېرته مکې ته راستانه شول، دا د دوی دواړو لومړۍ ملګرتيا وه.
۱۵
لمر د لوېديځ په افق کې راښکاره شو، د هغه کورونو کړکۍ برسيره شوې چې د حرم په اوږدو د غره په لمن کې ودان وو، خلک مخکې له دې نه چې بنډارونو ته لاړ شي او د شاعرانو شعرونه واوري او يا هم د شرابو جامونه په سر واړوي او د ښکلو پېغلو په غېږو کې موسیقي واوري، او يا په سوداګرۍ کې په ګټل شوي مال قمار ووهي، او يا هم خپلې وينځې په زنا مجبوره کړي چې يو څه پيسې لاس ته راوړي، بيت الله ته د طواف لپاره ووتل.
شپنو د جارګو اوغوجلو دروازې پرانستې، مېږې او څاروي اوبو اوشينليوته راووتل، دوړې پورته شوې، او د څاروو رمباړو ټوله مکه په سر راواخيسته، په سپيڅلي ناو او مکه کې ژوند په خوځښت راغی.
زيدبن عمروابن نفيل د حراء له سمڅې راووت، هغه د خپل تره خطاب ابن نفيل د ډېرفشار له امله هلته پټ شوی و، که به يې وغوښتل چې مکې ته راشي نو د شپې په زړه کې به پټ ورننوت چې د مکې هغه ځوانان يې ونه ويني چې خطاب يې په اړه ورته يادونه کړې او د مکې اوسيدونکي بې لارې نه کړي.
کله چې به هم ځوانانو او يا د قوم بې عقله خلکو وليد نو د کاڼو باران به يې پرې جوړ کړ او بېرته به غره ته وتښتېد، هغه به زيات وخت د حراء په سمڅه کې تېراوه، د خپلې مېرمنې کور ته هم نه ورتلو ځکه چې هغې هم ترې د نيکونو د دين د پرېښودو له امله کرکه کوله، کله چې به هم ورغی هغې به خطاب پسې يو څوک واستاوه چې وراره دې دلته دی، خطاب به راغی له کوره به يې په زور وويست او ان له مکې نه به يې وشاړه .
زيد په وېره وېره روان دی، د ابوقبيس غره په لمن کې ودرېد، خلک يې وليدل چې ډلې ډلې کعبې ته روان دي، له کعبې نه طواف کوي او په بتانولاسونه راکاږي، هغه هم د کعبې نه د طواف ارمان وکړ، هيله يې وکړه چې کاش وزرې يې کړی وای او د حرم د کوترو په څېر پرې الوتلی را الوتلی، خو چې په هغه بتانو يې سترګې نه لګيدلی چې ډېره کرکه يې ترې لرله .
لمر يې ليده چې له غرونو پناه کېده، د خوښۍ احساس يې وکړ او هيله يې څرګنده کړه کاش دومره ځواک ورسره وای چې په خپل قوم يې غږ کړي وای چې د يو الله عبادت وکړئ، خو هغه د دوی پر وړاندې له پاڅون نه ډېرکمزوری و، کله چې به يې د دغه چلينجونو پر وړاندې د ودرېدو فکر وکړ، غونی به يې زيږ شو.
هغه په هر ځای کې له راهبانو او احبارو څخه اورېدلي و، کوم نبي چې په مکه کې رامنځ ته کيږي د هغه د راڅرګندېدو موده رالنډه شوې ده او هغه نبي به د الله دين خپورکړي. مکې ته راستون شو او د ابراهيم د سپيڅلي دين په لټه کې شو، په ډېره ليوالتيا يې د دغه نبي انتظار کاوه چې کومک ورسره وکړي او تاېد يې کړي، حق بريالی شي او رڼا يې ټوله نړۍ رالاندې کړي.
اسمان ته يې سترګې پورته کړې او ويې ويل:
– اې الله ته په دې ګواه ووسه چې زه د ابراهيم په دين يم، په دغه دين پايم او په دغه دين به مرم.
بيا يې کعبې ته مخ واړوه او ويې ويل:
– دا د ابراهيم اواسماعيل قبله ده، نه د ډبرې عبادت کوم او نه ورته لمونځ کوم او نه يې حلالکه خورم او نه يې په غشو پال نيسم، يواځې دغه کور ته تر هغې دريږم چې مړشم.
د شپې له راختو سره سم سپيڅلي ناو ته کوزشو، له خلکو سره يې ګډ طواف پېل کړ، د خپل تره دغه فشار ته حيران پاتې شو، ورقه بن نوفل، عبيدالله بن جحش او نورو ډېرو قوميانو يې د پلار او نيکه دين پريښی وو او نصرانيان شوي وو. د مريم بت چې په خپله غېږه کې يې مسيح نيولای له روم نه راوړ او په کعبه کې يې له نورو بتانو سره يو ځای کېښود، خو مکيانو ازادي ورکړه اوهېڅ ډول فشار يې ورباندې رانه وړو، فارسي او رومي غلامان او وينځې هم د خپل دين شعاېرو ته ژمن پاتې وو او په دې اړه ورباندې د مکيانو له خوا هېڅ ډول ګواښ او فشار نه و، نو خطاب بيا ولې د ده پر وړاندې د قوم بې عقله وګړي راپاروي؟
د يهودانو، نصرانيانو، مجوسانو او د بت پرستانو پر وړاندې د قريشو مهرباني او سينه ډېر پراخه ده او د هغه خلکو پر وړاندې چې د ابراهيم او اسماعيل د سپېڅلي دين پيروان دي په زغرده مبارزه کوي؟ په مکه کې خو د ابراهيم د دين ډېر پلويان شته دی چې په ازادۍ سره د يو الله عبادت کوي او هېڅ ډول فشار او تهديد سره نه دي مخ شوي، دا ځکه چې هغوی يې خدايان سپک نه دي ګڼلي او نه يې په خپلو قوميانو د بې عقلانو ټاپې لګولي دي، زيد بيا ولې د دوی له خدايانو څخه نه چوپ کيږي، تر څو د خپلې کورنۍ سره ارام ژوند وکړي، د هغوی يې خپل دين او د ده يې خپل دين؟!
هغه په رسالت مکلف نه و او نه الله دې ته چمتوکړي و چې هغه څه ته دې اوګه ورکړی کوم ته چې اولوالعزم پېغمبرانو ورکړې وه، زړه يې د باور په وړانګو ډک شو، خو داسې رياضت يې نه و کړی چې له نورو انسانانو څخه دې پياوړی باور، غښتلی عزم، پراخه علم او نری زړه ولري. نه ورته الله داسې حکمت او پوهه ور په برخه کړې وه چې د خلکو ړندې سترګې، وېده زړونه او کاڼه غوږونه پرانيزي، نو د خپل قوم سره يې د ځان ساتنې او ژغورنې په موخه سولې ته زړه ښه کړ.
د قريشو يوه زلمي په زيد بن عمرو باندې سترګې ولګيدې چې طواف کوي، هغه يې د سترګو لاندې ونيو، کله چې ښه باوري شو، بيا يې خطاب ته منډې کړې چې خبر يې کړي او د قوم بې عقلان ورپسې کړي چې له حرم نه يې وشړي، تر څو نور بې لارې نه کړي.
خطاب د خپل کور د انګړ يو سر او بل سر ته ځي راځي، د هغه د ميرمنې حنتمه بنت هاشم بن المغيره د زېګون موده رالنډه شوې وه، هغې په لومړي وار نجلۍ وزېږوله کله چې خطاب خبر شو له غوسې نه تک تور واوښت، خو په خاورو کې يې خښه نه کړه، فاطمه نوم يې پرې کيښود.
د هغه ميرمن د مخزومې قبيلې څخه ده او د تره زامن يې د بني المغيره مشران دی – ابوجهل، عبدالله بن ابي ربيعه او وليد بن المغيره – هغوی ډېر وارخطا دي، که په دوهم ځل يې ميرمن بيا هم لور وزېږوله څه به ورسره کوي، ايا په خاورو کې به يې ژوندۍ خښه کړي؟ ايا دغه کار به د بني مخزوم غوسه راو نه پاروي؟ او که وبه يې ساتي چې د قيس بن عاصم په څېر ورته شرم واړوي؟ حس يې کړه نژدې ده چې سر يې دوه ځايه شي، له کوره ووت او نيغ د عبدالله بن جدعان کور ته ورغی چې د شپې ورسره بنډار وکړي. پرېږده چې بل څوک ورته د نوي ماشوم د زيږېدو خبر راوړي چې هلک دی او که نجلۍ، هغه په خپل داخل کې د رواني نفسياتي جګړې توان نه درلود.
خطاب د شپې په چوپه چوپتيا کې د ا بن جدعان کور ته ورغی، دسترخوانونه وغوړېدل، دوه ښځينه سندرغاړې په لوړ ځای کيناستې او په خوږو خوږو سندرو يې پېل وکړ، د جدعان د زوی ښي اړخ ته اميه بن ابي الصلت او کيڼ اړخ ته يې د قريشو مخورناست وو: اميه بن خلف، عاص بن وائل، ابولهب بن عبد المطلب، وليد بن المغيره، ابوزمعه الاسود بن عبدالمطلب او حبربن ابن اميه. کله چې د جدعان زوی خطاب وليد، ورپاڅېده او له ځان سره يې کېناوه .
خلکو د ډوډۍ په خوړلو پېل وکړ، يو تن وويل:
– دا ډوډۍ د يارانولپاره ده، که مېلمستيا ده اوکه نه همداسې تشه ډوډۍ ده؟
يوبل وويل:
– د ابن جدعان ټولې ورځې ډوډۍ دي.
د شامي شرابو جامونه وکړنګېدل. ابولهب چې څنګه جام پورته کړ، هغه ورځ ورياده شوه چې له کعبې نه يې د سرو غرڅنۍ پټه کړې وه چې شراب پرې راونيسي.
ابن جدعان اوټول قريش د غرڅنۍ په لټولو پسې سرګردانه وو، لکه چې له دې خبرې څخه وېرېدل، ګوندې نه شي چې د کعبې پالونکی پرې غوسه شي. او ټوله شتمني يې په سيند لاهو نه شي. تر هغې ارام کښې نه ناستل څو چې يې پيدا کړه او بېرته يې کعبې ته راوړه، دغه يو داسې ناوړه کار و چې ابولهب او د هغه ملګري پرې تر پايه يادېدل، قوم به يې ورته “د کعبې دغرڅه غله” ويل، دوی په دې نوم مشهور شوي وو، خو چا دا جرات نه کاوه چې مخامخ دې ورته ووايي.
ابن جدعان په ځان باندې شراب حرام کړي و، خو خپلو ملګرو ته يې وړاندې کول او هغه به ليدل چې شراب يې په ملګرو کومې نخرې کوي، نو هوډ يې نور هم پياوړی شو چې تر څو ژوندی وي له شرابو نه به ګوټ هم نه کوي.
اميه بن خلف د څنګ په ملګري راټيټ شو او ورته وايي چې د حبشي غلام غږ له دغه دواړو سندرغاړو نه خوږ دی، هغه چې کله هم په کاروان کې په اوښانو پسې غاړه وکړي، نو په ټول کاروان باندې د ارامۍ څادر راخپروي.
سندرغاړو سندرې بس کړې، شاعران پورته شول، ټولو خپل شعرونه واورول، بيا زبيربن عبدالمطلب پورته شو، ټول مجلس ورته ځېرشو، زبير په غندونکي شاعر پيژندل شوی و، ټولې قبيلې او شاعران به يې له هجوې او غندنې څخه ډارېدل، ټولو قبيلو به د عبدالمطلب ټبر ته د هغه له وېرې خوله نه وراوړله، د زبير غندنه په بربنډې شا باندې د قمچينو له ګذار نه هم سخته وه.
اميه سيالانی سړی و، هغه فارس ته هم تللی و او “کليله او دمنه” کيسې يې هم اوريدلې وې چې د نوشروان پاچا طبيب برزويه پهلوی ته راژباړلې وې، برزويه دغه کيسې له هند نه راوړې وې، هغه به نو په هر مجلس کې دغه کيسې کولې، اميه بن ابي صلت په مجلس کې ځان خبرو ته جوړ کړ، کله چې ښه ډاډه شو چې اوس نو د مجلس د سترګو قبله وګرځېد، ويې ويل:
– بانګي د کارغه ملګری و، په شرابو يې ګرو کړ او دوکه يې ورسره وکړه، له نشې سره يې ګرو کړ، بيا نشې خپل ساتونکی وټاکه.
هغه زلمی ورننوت چې زيدبن عمرو يې په حرم کې ليدلی و، کله چې يې په خطاب سترګې ولګېدې، خوا ته ورغی، په غوږ کې يې ورته وويل:
– زيد مکې ته راغلی دی.
د خطاب رنګ تک سور واوښت او سم له واره پاڅېده، له مجلس نه راووت او زلمی هم ورپسې وروسته روان دی، کعبې ته ورغی په خپل وراره پسې يوې خوا او بلې خوا ګوري، چې څنګه يې پرې سترګې ولګېدې، په غوسه يې پرې غږ کړ، د خطاب غږ د زيد غوږونو ته د خطر د زنګ په څېر ورسېده، خپل ګامونه يې ګړندي کړل چې د مکې په درو کې پټ شي.
زيد د خپل قوم سره سوله او ارام غوښت، هيله يې لرله چې تره يې ترې دغه فشارونه لرې کړي، خو کله چې له خطاب سره مخامخ شو، لينګي يې وپړقېدل او وتښتېد، دايې غوره وګڼله چې يو څوک ور واستوي چې تر منځه يې سوله وکړي، زيد به د دوی خدايانو ته رد بد نه وايي او نه به دوی ته د بې عقلانو خطاب کوي او په بدل کې به زيد ته د عبادت ازادي ورکړل شي، په هر ډول او هر څنګه چې وغواړي عبادت به کوي، هغه يواځې د يهودانو، نصرانيانو او مجوسانو په څېر ازادی غوښتله.
زيد بن عمرو بن نفيل د رسالت لپاره جوګه نه و، هغه خپل تره ته هغه څه ونه ويل چې محمد يې خپل تره ته دېرش کاله وروسته وايي: ((وا کاکا که لمر راته په ښي ورغوي کې کښيږدې او سپوږمۍ راته په ګس ورغوي کې کښيږدې، او رانه وغواړې چې دغه لاره پريږدم نه يې پريږدم او يا به پرې ووژل شم )). خو زيد سوله او تېښته غوره کړه او دا ورته بس وه چې په خپله يې لار وموندله.
خطاب ته خپله ميرمن حنتمه ورياده شوه، هغه يې د ماشوم د زېږېدو پر مهال پرېښې وه، اوس يې نيت وکړ چې کور ته ورشي او خبر شي چې مخزوميه څه شی زيږولی دی. زړه يې ودرزېده. ووېرېده هسې نه چې ميرمن يې نجلۍ زيږولې وي.کله چې يې د کور په دروازه قدم کېښود، استازي ورته رامنډې کړې:
– هلک دی ..هلک دی..
د خطاب تندی وغوړېده، زړه يې خوشاله شو او نيغ د ميرمنې خوا ته ورغی، خپل ماشوم ته ځير شو چې په دغه ځېرنه کې رحمت، عاطفه اومينه پرته وه او بيا فکر واخيست.
– څه نوم به ورباندې ږدی؟
عمر نوم به پرې ږدي .. عمربن الخطاب.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار