ژباړه: شرر ساپی
د مکې غرونه او سپيڅلي ناو لکه د سرو ټوکړې راڅرګند شول، سپوږمۍ پوره د څوارلسو وه، پستې وړانګې يې په غرونو او راغونو خپرې کړې وې، ساحرانه او زړه راښکونکی منظر يې جوړ کړی و.
په کورونو، د غرونو په سرونو، دار الندوه(د جرګو او مرکو کور) او حرم کې ماښامني بنډارونه شروع شول، مکيان لګيا دي افسانې وايې، کله ناکله د کليله او دمنه کيسې کوي. دغه کيسې په فارس، حيره او په ټولو هغه قبيلو کې چې د فارس سره په سرحدی پولو پرتې وې د باد په څېر خپرې شوې وې، دوی به د فارس دين زده کاوه. د هغوی د خدايانو کرامت به يې يادول، د خپل پلار ابراهيم هغه سپيڅلی دين يې پريښی و چې تر منځ يې پيړۍ تېرې شوې وې، د شاعرانو شعرونو ته به يې په ډېره لېوالتيا غوږ نيوه، شاعران په هر ځای کې د دوی د ژرندې پل و. خلک لا هغسې په ګرم بنډار کې و چې سهار راوخوت.
د عبدالله زوی محمد کعبې ته راغی، طوا ف به وکړي او بيا به خپلې مېږې شينليو ته وباسي، د الله کور يې وليده، لکه په بخمل چې د سپينو زرو ګيندې وهل شوې وي، داسې رڼا ترې پورته کېدله چې د هغه روح يې رڼا کړ، دغه حرم دی، له هرې خوا نه ورته مېوې راځي او دا د الله مهرباني ده.
سترګې يې د کعبې په شا او خوا پرتو بتانو ولګيدې، د کعبې سره تړلې مينې يې په زړه کې له دغه ډبرو سره چې نه څه اورېدلای شي او نه د ځان لپاره کومه ګټه او تاوان راخپلولای شي، کرکه را شنه کړه.
په حرم کې يې د ناستو خلکو عبثيات واورېدل او ترې ګوښه شو او دغه سپيڅلی او خوږ ځای يې پرېښود. بتانو دغه سپيڅلی ځای لړلای و، کله چې به يې هم دغه بتان وليدل او يا به يې په سپيڅلي ناو کې دغسې چټيات واورېدل، سخت به يې پريشانه او زړه تنګی کړ، هغه غواړي چې خپل ځان مخکې له دې نه د طبيعت غېږې ته وسپارې چې د کوم فضول انسان لاس ور ونه رسيږي. طبيعت څومره ښکلی دی چې د انسان لاس نه وي ورسېدلی! او څومره ښه پيغام لري. هغه څوک چې د طبيعت وصال غواړي، طبيعت هغه ته غاړه ورکوي او مخکې يې بوځي چې خوشالي او خوښي ور وبخښي.
کعبه يې پرېښوده او د خپل قوم څړځای ته لاړ، مېږې يې د څرولو لپاره روانې کړې دي، له لرې نه د سندرو اواز راغی، د مکې په يوه کور کې واده و.
هغه له ميږو سره مينه لرله او کله چې به يې ګډوری وليد، په غېږ کې به يې راواخيست او په ډېره مينه به يې پرې لاس تېرکړ، هغه مهال به يې زړه ته د رحمت ويالې ورماتې شوې چې به يې خپلې سېنې ته راجوخت کړ، کله چې به هم کوم وری او يا هم کوم وزګوړی په ټوپونو شو، د هغه په شونډو به مسکا راوټوکېده. خپلې مېږې به يې له يوځای نه بل ځای ته په زور نه شړلې، په ډېر لطف اومهربانۍ به يې شړلې.
هغه فضا ته ووت، وجود ته مخامخ ولاړ دی، په خوښۍ او سکون دغه فضا ته ګوري، د خپل وجود په ژورو کې يې حس کړه چې دغه نړۍ يوه ناقصه نړۍ ده، دغه نړۍ نشې کولی چې د يو لوړ موجود څخه پرته په خپلو پښو ودريږي، سپيڅلی حقيقت، د ذاتونوذات، د روحونو روح او د حقيقتونو حقيقت.
سپوږمۍ نړۍ په خپلو پستو وړانګو کې نيولې وه، مېږې څرېدلې، هغه فکر کاوه او حس کوله يې چې له نړۍ څخه يې زړه ته حکمت او پوهه راتويږي؛ که چېرته د نړۍ روح، دغه شپه تر قيامته وغځوي، نو له هغه الله پرته به څوک رڼا راولي؟ او که چېرته ورځ تلپاتې کړي نو له هغه پرته بل کوم الله شته چې د خلکو د ارام لپاره شپه راولي؟
شينليو ته يې وکتل او د هغه ذات په فکر کې شو چې له اسمانه اوبه را وروي چې ځمکه پرې راژوندۍ کړي، ايا هبل بادونه رالوځوي؟ لات، عزی او منات خلکو ته روزي ورکوي؟ هبل له دې نه عاجز دی او هغه ټول بتان ددې جوګه نه دي چې په کعبه کې اېښودل شوي دي، د دغه نړۍ جوړونکی هغه څوک دی چې په دغه نړۍ کې يې د خپل وحدانيت نښې پرېښي دي، له رازونو يې ډکه کړې او له هغه سره د غيبو کونجيانې دي.
په اسمان کې دغه رڼه سپوږمۍ د همدغه ذات په وجود ګواهي ورکوي، دغه پراخه فضا د هغه په وجود ګواهي ورکوي، دغه مېږې، واښه د نسيم لطافت، د نړۍ د زړه درزا او د شپې او ورځې اوښتون د هغه ذات په وجود ګواهي ورکوي.
هغه تلپاتې حقيقت ته د رسيدو هڅه کوله، د بشريت د ناقصې تجربې نه وړاندې روان دی، د هغه په ذهن کې دا نه ګرځېدله چې کاهنان او ساحران له دغه لوړ ځواک نه سحري قوت تر لاسه کوي چې په خپله ګټه يې وکاروي، هغه غوښتل چې خپل ځان الله ته وسپاري له هغه نه کومک وغواړي او په هغه توکل وکړي.
ايا وبه کولی شي چې د حقيقت جوهر ته ورسيږي؟ اود “الهي اسرارو”په ژورو کې وګرځي؟ او که نه په همدغه رڼا به بسنه وکړي چې د ذات په ژورو کې يې راشنه شوې ده؟
هغه به په هر هغه څه کې چې سترګو به يې ليده، لوړ جوهر احساساوه، خپل غږ به يې د وجود د ټولو برخو په غږ کې کې اورېده، له مخکې نه، له شانه، له پاسه نه او هره خوا چې به يې سترګې واړولې، د زړه په زړه کې، د سترګو په رڼا کې، د بدن په هر غړي او د ذات په ژوروکې. هغه د روحونو روح دی.
د هغه په زړه کې د ايمان نيالګي را لويږي، او په کار ده چې په صبر يې وروزي، په تدبر اوتأمل يې خړوب کړي، او خپل ذات ته په زغم پرمختګ ورکړِي، د يوازېتوب درد اوژوره خواشيني وزغمي، تر څو له عالي فيوضاتو څخه برخمن شي، او الله يې زړه د باور په رڼا وځلوي.
وجود له هغه څه نه چې موږ يې وينو، لمس کوو يې، بوي کوو يې، څکوو يې او په خيال کې يې راوړو لوړ دی، هغه د طبيعت شاته طبيعت دی، هغه نړۍ ده او د نړۍ روح دی، د حقيقت زړه د الله اراده ده، محمد احساسوي چې هرکله د الله په نړۍ کې فکر وکړي نو هغه ذات ورته يو بل نوی زړه ورکوي.
د قريشو يو زلموټی راغی چې مېږې يې رامخې کړې وې، کله چې يې محمد وليده، خوا ته يې ورغی او بيا يې سره خبرې پېل کړې، هغوی خبرې کولې چې محمد د هغه سندرغاړو سندرې په ياد شوې چې د خپلو مېږو سره را روان و او وايي ورېدلې، ويې ويل: ولې نن شپه د نورو زلمو په څېر تېره نه کړي، دغه يواځې يوه شپه ده او تر شاه يې څه نشته، دغه وسواس يې زړه ته وغورځېده، زلموټي ته يې مخ کړ:
– زما مېږو ته پام کوه، نن شپه به زه د نورو زلميانو په څېر تېروم.
زلموټي ورته وويل:
– سمه ده.
محمد خپلې مېږې زلمي ته پرېښودې او بيا په خوشالۍ د واده خوا ته روان شو، هغه اوس يوه نوې تجربه کوي چې مخکې يې نه ده کړې، کله چې د مکې نژدې کورونو ته راورسېده د چمبو، شپېلۍ او سندرو غږونه يې واورېدل، ويې ويل:
– دا څه شی دی؟
– فلاني له فلانۍ سره واده وکړ.
کيناست اود دغې خوشحالۍ اورېدو ته يې ځان چمتو کړ، الله پاک يې غوږونه درانه کړل، خوب پرې راغی او وېده شو، نه يې څه وليدل او نه يې څه واورېدل. اسمان يې يو پيغام ته چمتو کوي چې سندرې، چمبې، شپېلۍ او بې ځايه بنډارونه يې لاره ونه نيسي.
شپه تېره شوه او هغه په خواږه خوب وېده دی، خلک خواره شول، لمر راوخوت، کله چې پرې د لمر تودې وړانګې ولګيدې وارخطا راپاڅېد، هيڅ پوه نه شو چې خوب پرې څنګه زورور شوی دی، هغه ته خو هيڅ خوب نه ورتلو، هغه خو نن شپه د بنډار تېرولو هوډ کړی و.
خپل ملګري ته راستون شو او هغه پرې چيغه کړي:
– څه دې وکړل.
هلک فصيح محمد ته غوږ شو چې د واده د پروګرام کيسه ورته وکړي.
محمد ورته وويل:
– لاړم، کله چې د مکې نژدې کورونو ته ورسېدم، د سندرو او چمبو غږ مې واورېده، دغه غږونو ته متوجه شوم، سترګې مې پټې شوې او د لمر وړانګو راويښ کړم.
محمد د خپل قوم مېږې مکې ته راوستې او د پرونۍ پېښې په اړه په فکر کې شو، که تېره شپه پرې خوب غالبه شوی و، نن د ورځې به ويده شي چې بيا د نورو ځوانانو په څير د شپې بنډار په ويښه تېر کړي، هغه چې کله دې دنيا ته سترګې غړولي دي، لهو لعب يې نه دی ليدلی، يواځې هغه شپې ورځې يې په ياد وې چې د حليمې په غېږ کې يې تېرې کړې وې، د خپلې خور شيماء او انيسې او عبدالله ورور سره به يې لوبې کولې، د “سپين هډوکي” لوبه يې ډېره خوښه وه او کله چې به يې هم له انيسې او عبدالله سره دغه لوبه کوله، نو بری به تل د محمد په برخه و، هډوکی به يې د شپې په تياره کې لرې ليده.
په يثرب کې يې د خپل نيکه ماماګانو سره شپې ورځې هم يادولې، ډېرې خوږې ورځې وې، د ماماګانو له بچوسره به راووت، د يهودانو په کلاګانو او بازارونو به ګرځېده، د خزرج او اوس تر منځ جګړې ته به تم شو، هلته يې لامبو زده کړه، په مکه کې چا لامبو نه پېژندله، چې دغه بريا يې هم تر لاسه کړه.
د بني نجار هغه وينځه يې ياد شوه چې د عدی بن نجار په کلا کې يې ورسره لوبې کولې، په هغه باندې پوره شپږ کلونو تېر شوي دي. په دغه ورځو او شپو کې يې لوبه نه پېژندله، يوازې يې په دغه نړۍ کې تدبر، تفکر اوتأمل پيژندلی و، يوازې يې همدغه لوبه پيژندله، او په دې کې کوم داسې ناوړه جاهلي عمل نه و. اوس يې نفس غواړي چې د مکې د نورو ځوانانو په څېر شپه رڼه کړي، خو الله په لومړۍ شپه کې وساته، هوډ يې کړی چې راروانه شپه به رڼوي .
ورځ تېره شوه او شپه راغله، سپوږمۍ خپلې سپينې وړانګې د ځمکې پر مخ را خپرې کړې، محمد د مکې په لوړو کې مېږې پيولې د سندرمارو سندرې او د چمبو او شپليو غږونه يې اورېدل، چې په بدن کې يې د شيطان په څېر حرکت کاوه.
محمد خپل ملګري ته مخ کړ او ورته يې وويل:
– زما مېږوته درسره پام کوه چې نن شپه دغه پروګرام ته ورځم.
– سمه ده.
محمد ښه تازه دم روان شو، کله چې د قريشو د مشرانو هغه کورونو ته ورسېده چې تل به يې شپې په سندرو، چمبو او شپليو رڼولې، کيناست. او ددې تياری يې ونيو چې دغه خوږې سندرې واوري، د همدې شپې لپاره يې ټوله ورځ په خوب تېره کړې وه. لا په خپل ځای کې نه و ناست چې بيا خوب يوړه، نه يې څه واورېدل او نه يې څه وليدل، ټوله شپه په خواږه خوب وېده و، د لمر وړانګو له خوبه راويښ کړ، وارخطا راپاڅېد او ذهن يې په داسې يو غيبي شي روښانه شو چې تېرې دوه شپې يې له زړه نه لرې و.
اوس د فکر، تأمل او د وجود روح ته په ورغلې لاره روان دی، حس کوله يې چې ذات الاذوات په هغومره کچه ورنيږدې کيږي څومره چې دی ورنيږدې کيږي، او ان احساس يې کړه چې الله ورته د ستوني له رګونو نه هم رالنډ دی، هغه څه شی دی چې دا يې د سندرو بنډار ځای ته نيغ کړ؟!
افسوس يې وکړ، د هغه څه نېت يې کړي و چې د جاهليت خلکو يې کاوه، او پرې خوشحاله هم شو چې په عين وخت کې ورته په ډاګه شوه چې يو عالي حقيقت يې پالنه کوي.
هڅه يې کوله، کوښښ يې کاوه، درد، عذاب او محروميت يې ګاله چې تر څو يې وصال ته ورسيږي، مهربانه ذات پرې لورينه وکړه او د لهو لعب دروازه يې پرې وتړله، پياوړی عزم يې وکړ چې بيا به دغسې مجلسونو ته نه ورځي.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار