ژباړه: شرر ساپی
حکيم بن حزام بن خويلد له دارالندوه نه راووت، هغه به لومړی له بيت الله نه طواف کوي، او بيا به د خپلې ترور خدېجې کورته ورځي، حکيم له ونې دنګ په بدن خوار سړی و. د عام الفيل(دفيل کال) نه دولس کاله وړاندې زيږدلی و. مور يې له نورو قريشي ميرمنو سره کعبې ته ننوتله، او هلته ورباندې د لنګون درد راغی، مېرمنې ورته راټولې شوې او حکيم د کعبې دننه وزېږده.
حکيم د پياوړي عقل او پوهې څښتن و، په ځوانۍ کې ډېرهوښيار و، د دارالندوه غړيتوب به هغه چا ترلاسه کولی شو چې د څلويښت کلنۍ عمر به يې بشپړ کړی و. خو حکيم په پنځه ويشت کلنۍ کې د دغه مجلس غړيتوب تر لاسه کړ، د قريشو د مشرانو او سپين ږيرو په منځ کې ياد شخصيت و، دا هغه څه و چې ابو الحکم(ابوجهل) يې هم تمه لرله او ابوسفيان ورته هم بډې راوهلې وې، دواړو دا هيله لرله چې د حکيم بن حزام په څېر به له څلوېښت کلنۍ نه وړاندې دغه غړيتوب ترلاسه کړي.
حکيم که څه هم د ښېګڼې کارونه کول، خو بتانوته يې سجده هم کوله، هغه سوداګر و په ژمني او اوړيز تجارتي سفرونو کې يې يمن او شام ته سفرونه کول، ډېره ګټه به يې کوله بيا به يې د مکې له بې وزلوسره مرسته کوله او په دې سره يې د خپل قوم د ولس زړونه په ځان رامات کړل. په بازارونو کې به يې هم ونډه اخيسته، د مجنه بازار به لس ورځې ښه ګرم و، خو چې د ذي الحجې د مياشتې هلال به راښکاره شو، بيا به عربان راوګرځېدل او د ذي المجاز بازار ته به ورغلل، دغه بازار به پوره اته ورځې ګرم و، بيا به له هغه ځای نه د حج مراسمو ته ستانه شول او په عرفات کې به تم شول.
د ابراهيم دين شړېدلی و، د حرم له تقدس او له حج نه پرته نور هيڅ نه و پاتې، شرک د توحيد عقېده له منځه وړې وه او افسانو دين ته د پای ټکي اېښی و، ټول عربان يا بت پرستان، يا يهودان، يا نصرانيان او يا هم احناف وو، خو ټولو يو شان د بيت الله احترام کاوه، کله چې به د حج موسم را ورسېد، له هرې درې او بانډې نه به خلک د حج لپاره راروان وو.
حکيم په سوداګرۍ باور درلود او په دې کې يې د عربو درنښت ليده، په تهامه او مکه کې به هر بازار ته ورننووت، په تهامه کې ډېر بازارونه وو، خو لوی بازار يې حباشه نومېده، په هغه بازار کې يې محمد له ځينو ترونو سره ليدلی وو چې د تهامه جامې يې اخيستې.
حکيم له طواف نه فارغ شو او له حرم نه د خدېجې د کور په لور روان شو. خلکو ورسره ډېره کينه کوله. هغه په سوداګرۍ کې ډېر بختور سړی و. هر شی چې به يې وپلوره هرومرو به يې په کې ګټه کوله، هغه د چا خبره په لاسو کې به يې خاورې سره زر کېدلې. په سوداګرۍ باندې چې به يې خپل مال استاوه، نو ټولو قريشو به هڅه کوله چې له ده سره خپل مال شريک کړي او ګټه وکړي. کله چې به يې هم ګټه وکړه، بيا به يې د خپل قوم په بې وزلو لګوله چې ګناهونه يې راکم شي، په مال کې يې برکت پيدا شي او د خپلې کورنۍ زړونه لاس ته راوړي.
ورقه بن نوفل په تورات او انجيل باندې بوخت و، دغه دواړه اسماني کتابونه به يې لوستل او د هغه نبي پلټنه به يې کوله چې نورو پېغمبرانو يې په اړه وار د مخه زېری ورکړی و، راهبانو کاهنانو او نجوميانو باوري کړ چې د هغه نبي موده رالنډه شوې ده.
دغه راتلونکي پېغمبر ته ډېر ليواله و، ورقه نصرانيت قبول کړی و، خو په مکه کې د نوي دين په انتظار يې شپې او ورځې سبا کولې، ورته ويل شوي و راتلونکی نبي به د اسماعيل ابن ابراهيم له زوزاده وي او په حرم کې به رامنځ ته کيږي.
ورقه، عبدالله بن جحش او زيد بن عمروبن نفيل د بتانو عبادت پريښی وو، هغه او عبدالله دواړه نصرانيان شوي وو او زيدبن عمرو د ابراهيم د سپيڅلې دين په لټه کې و، که څه هم چې ټولو يو شان د هغه نبي انتظارکاوه چې د راهبانو په صومعو کې يې يادونه کېدله.
ورقه بن نوفل الاسدی دنيا ته شاه کړې وه ،خپل ټول ژوند يې عبادت ته وقف کړی و او ددغه راتلونکي پېغمبر په تمه و، تمه يې لرله چې د الله رسول به راځي او دی به ورسره مرسته کوي، د زهد په اړه يې ډېر شعرونه وويل، چې وروسته به په ماښامني بنډارونو کې ويل کېدل.
ورقه نازک خياله شاعر و، که هغه غوښتلی چې ماښامني بنډارونو ته ورشي، نو ټولو به ورته ښه راغلاست ويلی وای، خو هغه اعتکاف، عبادت او د نبوت د رڼا څرک ته شېبې شمارلې.
ورقه مخې ته پراته کتابونه بند کړل، پاڅېده او تر ټولو ښې جامې يې واغوستې او د خپلې سپيڅلې ترور خدېجې کور ته روان شو.
عدی بن نوفل بن اسد د خپلې مور اميه بنت جابربن سفيان په کور کې و، ماما يې ثابت بن جابر هم هلته ناست و. هغه په تأبط شره مشهور و، يوه ورځ ثابت خپله توره راويسته او له کوره بهر ووت، مور ته يې وويل شو: هغه چېرته دی؟ هغې وويل: نه پوهيږم تأبط شرا، (شر يې له تيکي راويست) کله چي به وږی شو، په سويانو کې به يې چاغه سويه په نښه کړه، بيا به يې ورپسې تر هغې منډې وهلې چې نيولې به يې نه وه، تأبط شر به په هرمجلس کې د خپلې اتلولۍ کېسې کولې، چې عدی بن نوفل به کيناست، خپل ماما ته به يې ويل:
– موږ درې کسان وو، زه شنفري او عمروبن براق، موږ په عربانو کې تر ټولو تيز خلک وو. اسونو به هم نه شو رالاندې کولی، زموږ او د بجيله تر منځ دښمني وه. يوه ورځ راته بجيله په ګودر کې کمين نيولی و، يوه شپه د خپلو ملګرو سره روان وم، خپل ملګري ته مې وويل: (قسم په خدای چې په اوبو کې راته کمين نيول شوای او د خلکو د زړونو درزا اورم)). هغوی وويل: (( قسم په خدای که موږ څه اورو، تا به د خپل زړه درزا اوريدلې وي)).
لاس مې په خپل زړه کيښود” قسم په خدای زما زړه نه درزيږي اونه زما زړه دومره ويريدونکی دی”
هغوی وويل:” نه والله هرومرو اوبو ته ورځو”.
شنفري ورغی. کله چې کمين نيونکو وليده، ويې پيژانده پريې ښود اوبه يې وڅښلې او بېرته راغی، ويې ويل:” په خدای قسم چې ما په ډنډ کې اوبه وڅښلې او هيڅوک په کې نه وو”. ورته ومې ويل:” بلې د هغوی زه په کار يم ته يې نه يې په کار”. بيا ابن براق ورغی اوبه يې وڅښلې او بېرته راغی هغه ته يې هم څه ونه ويل، هغه هم وويل: “د اوبو غاړې ته هيڅوک نشته”. ورته ومې ويل: “ د هغوی ته نه يې په کار د هغوی له ماسره کار دی”.
شنفري ته مې وويل: “که زه حوض ته ورشم دا خلک راباندې حمله کوي او بندي کوي مې، ته داسې ښکاره کړه چې وتښتېدې، بيا راواپس شه او د دغه غره په لمن کې پټ شه، کله چې دې له مانه واورېدل چې ويې نيسئ، ويې نيسئ، بيا راشه او خلاص مې کړه.
ابن براق ته مې وويل: ” زه به درته امر وکړم چې د خلکو سره ځان بندي کړه، ته له دوی نه مه لرې وځه او مه ځان په ګوتو ورکوه “. بيا اوبو ته ورغلم کله چې مې په حوض خوله کېښوده، هغوی ونيولم او کلک يې وتړلم، شنفري وتښتېده او بيا هغه ځای ته راغی چې مې ورته په نښه کړی و، ابن براق يوې څنډې ته ودرېده . ومې ويل: “يا بجيله ايا تاسې کومه ښېګڼه نه غواړئ! تاسې ته به يو تن بندی درکړو، بيا به زه د هغه فديه درکړم، او ابن براق دغه قربانۍ ته تيار دی”. هغوی وويل: ” سمه ده” بيا مې ابن براق ته وويل:”ابن براق! هلکه شنفري خو وتښتيده او هغه اوس د فلاني قوم اور بلوي، او ته ښه پوهيږې چې زما او ستا تر منځ خپلوي ده، ايا ته ورسره ځان ګرووي، چې بيا زه بدل ورکړم او تا راخلاص کړم؟)).
هغه وويل : “په خدای قسم زه خپل ځان ازماېم يو څو قدمه ځم”. هغه به د غره لمن ته منډې کړې او بيا به راغی، کله چې دوی پوه شول چې اوس نو ښه ستړی شو او نيولی يې شي ورپسې شول.
ما چيغې کړې: ” ويې نيسئ، ويې نيسئ” هغوی په ابن براق پسې منډې وهلې او شنفري راورسيد، پړی يې وشلوه. کله چې ابن براق پوه شو چې زه ازاد شوم، ما ته يې رامنډې کړې زه ولاړ ووم، ورته ومې ويل: “د بجيله ټبره تاسې ته د ابن براق منډه تعجب ښکاره شوه ؟ قسم په خدای زه داسې منډې ووهم چې هغه مو له ياده وباسم”.
بيا زه او شنفري را والوتلو.
د عربي قبيلو ترمنځ د دښمنۍ اور ښه ګرم وو، او په نه څه به جګړې ترسره کېدلې، تورو به د وياړنو او غندنو په اساس وينې تويولې، د دوه بې عقلو په سر به د قبيلو تر منځ د دښمنۍ اور تر ډېره بل و، او ډېر بې ګناه خلک به په دغه اور کې سوځېدل.
شاعرانو او راويانو به دغه بل شوي اور ته لرګي اچول او تل به يې تازه ساته، خلکو به چيغه کړه: “هلئ خپل انتقام واخلئ”. توره به د دښمنې قبيلې د بې ګناه په سر په ناخبرۍ کې کيښودل شوه او سر به يې له تنې جدا شو، تأبط شرا به د خپلې اتلولۍ کيسې کولې او عدی بن نوفل ماما به يې ورته غوږ نيولی و، هغه به د تأبط شرا خبرو ته ځېر و، نه پوهېده چې دغه څه رښتيا تېر شوي او که نه د خپل خيال نه يې ماڼۍ جوړه کړې ده، هغه يې د دروغو او رښتيا په کيسه کې نه و، خو دغه ساحرانه خبرو يې ډېر خوند ورکاوه، نو ځکه به ورته غلی ناست و. تأبط شرا له يوې کيسې نه بلې ته ځي، بيا يې د هغه بلا کيسه پېل کړه، چې څنګه يې مخې ته راووتله او ويې وژله، بيا يې هغه شعر ووايه چې په دغه مناسبت يې جوړکړی و.
عدی بن نوفل ته که څه هم د تأبط شر مجلس ډېر خوند ورکاوه، خو هغه د خپلې ترور کور ته روان و.اجازه يې وغوښته او پاڅېده، د خپلې ترور خدېجې کورته روان شو.
عدی د خدېجې کور ته ننوت، ګوري چې د بني اسد بن عبد العزی مشران ناست دي، خويلد له خپل ورور عمر سره د خدېجې څنګ ته ناست دی، ورقه بن نوفل، حکيم بن حزام بن خويلد، اسود بن المطلب بن اسد هم ناست دی. بلې خوا ته سندرمارې ناستې دي چمبې وهي او په خپل خواږه غږ د ناستو خلکو په زړونو کې لارې کوي، د عتيق بن عابد سره د خدېجې ورځې پای ته رسېدلې دي. له هغه نه يې يوه لور زيږولې وه چې هندا نوم يې پرې اېښی و. نن به د خپل قوم له يو مشر سره واده کوي. هغه نه به يو هلک زيږوي او د خپلې خور هالې سره د ډېرې مينې له امله به پرې هاله نوم ږدي. مېړه به يې په ابو هاله پيژندل کيږي. بيا به يو بل ماشوم زيږوي او هند نوم به پرې ږدي او په دغه نوم به شهرت تر لاسه کوي. شهرت به يې له دې امله وي چې هغه چاته به منسوب کيږي چې عدنان او بيا ټول عرب به پرې وياړي.
د خويلد زوی عوام د بني عبدالمطلب له مشرانو سره را ورسېده، هغه د عبدالمطلب د لور صفيې خاوند و. د بني اسد او بني هاشم او بني خويلد بن اسد او بني عبدالمطلب ترمنځ يې د خپلوۍ رشته وتړله. ناستو کسانو عوام ته ورمنډې کړې او د زوی(زبير) مبارکي يې ورکړه.
ابوهند پاڅېده په خپلو خبرو کې يې د خپل قوم ستاينه وکړه، بيا خويلد پاڅېده د بني اسد د قبيلې غوره خويونه يې يو يو ياد کړل، دوی چې کله خپلې خبرې پای ته ورسولې، له هند سره د خدېجې نکاح وتړل شوه، خو هغه زلمی چې دوی به پرې ياد شي لا تر اوسه د طبيعت په غېږه کې دی او هڅه کوي چې خپل روح د نړۍ نه لوړ د ذاتونو ذات ته ورسوي، تر څو ورته داسې اسماني خبرې راشي چې د قوم او ټول بشريت ښېګڼه په کې رانغښتې وي.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار