ژباړه: شرر ساپی
د حرم مېاشتې راورسېدې. خلکو بازارونو ته د وتلو تابيا ونيوله. د مجنه بازار ته ووتل، ځکه چې د ذي المجاز بازار به د حج په موسم کې لګېده، خو په دې کال يو نوی بازار جوړ شوی و، چې د طائف او دغه بازار ترمنځ دی يوې شپې په کچه او د مکې او بازار ترمنځ د دريو شپو په کچه مزل و. دغه بازار د صنعاء په لاره د قرن المنازل شاته لګېدلی و، په دغه بازارګي کې د لومړي ځل لپاره غلا شوي توکي خرڅلاو ته وړاندې شوي وو، خلکو ته دغه بازار ډېرخوند ورکړ. پرې ووياړېدل او په عکاظ يې شهرت پيدا کړ، دغه بازار اوس ډېر شهرت موندلی و. هاشميان، امويانو، مغيريان او د قريشو ټولو قبيلو او خيلونو دې ته تياری ونيوو چې عکاظ ته لاړ شي او ګټه ترلاسه کړي، که د چا خواړه په کار و، هغه هم ورروان و. که چا څه ورک کړي و، کېدای شي چې په دغه بازار کې يې ومومي، که چا غوښتل کومه خطبه واوروي او ياهم کوم شعر ووايي هغوی هم ورتلل.
بنوهاشمو ځانونه چمتوکړل، محمد بن عبدالله د خپلو ترونو سره ملګری و. تر دې مخکې په دغه لاره د خپل تره زبير سره يمن ته تللی و او دغه د مرمرو سپينې لويې ډبرې يې ليدلې وې چې خلکو به عبيلات بللې، دا هغه مهال و چې دغه پراخه ځمکه لا دعربانو مشهور بازار نه وه ګرځېدلې.
عتيق (ابوبکر) هم له بني تيم سره عکاظ ته را ووت، ډېر زيات خوشاله و، ځکه چې له خپل خوږ ملګري محمد سره به په عکاظ، مجنه، ذي المجاز او د حج په موسم کې يوځای شي. تر ټولو نيکبخته ورځې يې هغه وې چې له خپل ملګري محمد سره به يې تېرې کړې، ورځ په ورځ به يې له محمد سره مينه زياتېدله.
د قريشو قافله د الله په پراخه معبد کې روانه شوه. محمد چې هرې خواته سترګې واړوي په هرڅه کې د الله ازاده اراده ګوري. په هغه پوهه خوشاله دی چې له اسمانونو څخه د ده په روح راوريږي او تازه يې ساتي. په هره ساه يې د الله د لورينو فکر کاوه. او هغه ژوند چې په وجود کې يې ګرځي د رحيم زړه درزا ده.
فضاء ډېره اوږده وه. خو د هغه نفس له دغه دشتې نه چې د قريشو قافله په کې روانه وه، ډېر پراخه و. د يوې سرکشې ازادۍ احساس يې کاوه، مطلقه ازادي نه وه، داسې تړلې ازادي وه چې د روح افقونه يې پراخه کول اوجسد يې له خواهشاتو څخه پريمنځه.
بصيرت يې دومره پياوړی شوی و چې هر څه يې د الله په نور ليدل، د فکر څپې يې دومره پراخه شوې چې په ټول وجود کې او له وجود نه ماوراء ته ورسېدې. ذات يې تمرين کوي، فکر کوي او په تلپاتې تدريب بوخت دی. ورځ په ورځ او شېبه په شېبه يې پرمختګ کاوه، تر څو هغه عالي ځاې ته وخيژي چې بشري روح په کې وزرې رپوي. دا د يو ارزښتناک جوهر سره اړيکه ده. ځمکې ته د اسمانونو د پيغام رسول دي.
شپه تېره شوه او د قريشو قافله عکاظ ته په لاره ده. دوهمه شپه هم تېره شوه او دريمه شپه راورسېده، قافله يوې پراخې سيمې ته ووته، چېرته چې د مرمرو لويې لويې ډبرې پرتې وې، محمد هڅه کوله چې خپل ځان هغه وحې ته ورسوي. او تل بې احساسوله چې وحې به يې سينې ته راکوزيږي او ټول بدن به يې د يقين او باور په رڼا منور کيږي.
قريشي قافلې د عبيلاتو”د مرمرو سپينو ډبرو” ترڅنګ واړول. محمد يوې او بلې خوا ته کتل. دا لومړی ځل دی چې عکاظ ته راغلی دی، په دغه پراخه سېمه کې يې يوې خوا بلې خوا وکتل، ګوري چې ځېنې خلک د عبيلاتو نه تاويږي او مالونه ورته حلالوي.
جنوبي خوا ته يې وکتل، لرې يو غر په نظر ورغی. د دغه غره شمال او لويديځ پلو ته يوه سپينه غونډۍ وه چې له رخامو او مرمرو څخه جوړه شوې وه. شمال لويديځ ته يې يوه وړوکې غونډۍ پرته وه چې عرفا يې بلله. او له هغه نه وړاندې بل غر د عسير په نوم ښکاريده.
له جنوب لويديځ لورې نه يو خوړ راوتلي و چې خلکو به ترې اوبه څښلې. له هغې سره نور خوړونه هم يوځای کېدل چې د هغې له جملې نه د اخيضر خوړ و، او پر غاړه يې د عدوان قبيلې د کجورو ونې ولاړې وې. دغه د قيس، عيلان او ثقيف بازار و چې د مکې، طائف، نجد او يمن خلک به ورته راتلل. دغه بازار د يمن نجد او مکې په غځېدلې لاره پروت و.
محمد بازارته کوز شو، هلته يې نابغه الزبياني وليد چې په څرمني کېږدې کې ناست و او د شاعرانو شعرونه يې سمول، محمد له شعرنه کرکه لرله او دغه طواف نه يې هم کرکه لرله چې له عبيلات څخه کېده، هغه يواځې د مرمرو سپينې ډبرې وې.
هوزان په بازار کې خپل بت (جهار) ودراوه، خلک ترې چاپيره تاووېدل، لاسونه به يې پرې راښکل، مالونه به يې ورته حلالول او د هغه پښو ته به يې خپل سرونه خرول، د قبيلې دغه ناوړه کارونو ته د محمد زړه راتنګ شو او له خلکونه لرې لاړ.
ترهغه يې نفسياتي ارام نه حس کاوه څو چې به يې د طبيعت غېږې ته ځان نه و سپارلی، ځکه چې طبيعت يې ماوراء ته وړي، هغه يوه شپه د خپل قوم سره د اختر مېلې ته وتلی و، په دغه مېله کې بتان اېښودل شوي و، کله چې يو بت ته ور وړاندې شو، ويې انګېرله چې څوک يې تر منځه شو، بيا يې منډې کړې او د حبشي برکې په غېږ کې يې ځان وغورځاوه، وډار شو چې د پيريانو کوم اثر پرې شوی دی، له همدغې شپې راهيسې بيا نه کوم بت ته نژدې شوی دی او نه يې پرې د لاس تېرولو هڅه کړې ده او هغه چې کله د مکې له ځوانانو سره دوه شپې د بنډار هڅه وکړه، نو الله پرې خوب راووست او په خپل کرم يې وساته، بيا يې له هغې ورځې راهيسې هيڅکله هم د دغسې بنډارونو هڅه ونه کړه. د عکاظ په بازارکې هرې خواته مېلې ګرمې وې، د چمبو غږونه، د سندرمارو سندرې او د شپېليو نغمې د نسيم سره يوځای په دغه پراخه سېمه کې خپريدې. خو محمد خپل غوږونه کاڼه کړي و، هغه له ځانه ورک و.
عامربن الظرب العدواني ته کېږدۍ ووهل شوه، هغه د قيس قبيلې يو داسې پوه سړی و چې د ټولو عربانو پوهه يې پوهې ته او داريت يې دراېت ته نه رسېده، عربانو به ده ته هر ډول فيصلې او شخړې راوړلې. يوه ورځ ورباندې صعصعه بن معاويه جرګه وکړه ورته ويې ويل:
– صعصعه! راغلې چې د ځېګر ټوټه ترې واخلې، زړه سواند بچي مې راسره دی، يا به يې درنه منع کړم او يا به يې درباندې وپلورم، له مجردۍ څخه نکاح ښه ده، ياد خلک د يادو خلکو سيال دي، ښه مېړه د پلار په څېر دی، تاته مې درکړه، ځکه چې ستا په څېرڅوک به ونه موم، بيا يې خپل قوم ته مخ کړو، او ويې ويل:
– د عدوان ټبره! ستاسې په شتو کې مې ستاسې عزتمنه، ستاسې له رغبته پرته راويسته، څه چې چاته ليکل شوي وي نه بدليږي، ډېرو به د ځان لپاره کرلي وي، خو بل به يې وريبي، الله پاک باران راليږلی چې ځمکه پرې زرغونه کړي او بيا يې هرې خولې ته ورسوي، د اوبو ګوټ يې ورکړ، تاسې يې وينئ او نه پوهيږۍ، هغه څه چې يې درته زه ستاينه کوم، له ويښ زړه پرته يې نه شئ اوريدلی. ما هيڅ شی نه دی ليدلی، خو د هغه حس مې اورېدلی دی، د هغه د مسحه کولو لاره مې پيدا کړې ده او هره موضوع زړه ده، هر ګوڼده کوونکی دعا غوښتونکی دی او هر غنيمت اخستونکی تش لاسی دی، له هر نعمت سره بې وزلي مله ده، که خلک ناروغيو وژلی شوای نو درملو به ژوندی کولی.
– هغه څه دي چې د لاسه دې لاړل لاس ته دې راغلل، او چې مې وويل نو باور پرې وشو؟
– زه ډول،ډول چارې وينم او څېزونه ګورم، تر هغې چې مړي بيا راژوندي شي او د همدې لپاره اسمان او ځمکه پيدا شوې ده.
خلک ترې راستانه شول، هغه وويل:
– دغه زما نصيحت و، که يې څوک ومني.
د جاهليت ډېر خلک په دې اند و چې بيا ژوندی کېدل نشته. هغو يوازې مرګ د ژوند پای باله. له مرګ نه وروسته ژوند، نه منوونکې پدېده وه. هر چاته چې به له مرګ نه وروسته د ژوند خبره کېدله هغه به ويل: همدغه د دنيا ژوند دی او له مرګه وروسته ژوند نشته، د ټولو قبيلو ځينو خلکو دغه خبره په کلکه ردوله، تر دې چې ځينو قريشو د بعثت او د ربوبيت خبره نه منله، هغوی به خپلو خدايانو ته مالونه حلالول، قربانۍ به يې ورته کولې، دغه کارونه به يې د اخرت په موخه نه کول، هغوی هيله لرله چې د دوی خدايان به پرې په دنيا کې مهربانه شي.
د جاهليت ډېرو کمو خلکو له مرګ نه وروسته په ژوند باور لاره، کله چې به کوم يو مړ شو، نو د قبر پرغاړه به يې ورته اوښه، اوښ، غوا او يا هم ګډه وتړله، خوراک او څښاک به يې نه ورکول، تر څو به د ولږې او تندې نه مړه شوه، يا به يې ورته کنده وويستله او په کې وابه يې چوله، تر هغې چې به مړه شوه، هغوی په دې باور و چې خلک به په خپلو سپرليو را پاڅيږي او هغه څوک چې سپرلۍ نه لري هغه به پلي را پاڅيږي.
په بازار کې د قيس قبيلې هوښيار کس غيلان بن سلمه الثقفي هم موجود و. له هغه سره حرب بن اميه او ابوسفيان بن حرب ناست وو. د دوی ترمنځ ژورې اړيکې وې، ډېر ځلې به غيلان د بني اميه په سوداګرۍ کې ونډه اخيسته. هغه درې ورځې لرلې: يوه ورځ کې به يې فيصلې کولې، بله ورځ به يې خپل شعر جوړاوه، او دريمه ورځ يې دې ته ځانګړې کړې وه چې خپل ځان وويني، هغه ډېر ښاېسته و، ټوله ورځ به يې په هنداره کې د ځان ننداره کوله. له وينځو سربېره يې لس مېرمنې لرلې. عربانو به بې کچې ودونه کول، خو په دې شرط چې د خوړو او نفقې توان يې ولري .
محمد د خپل ملګري عتيق(ابوبکر) سره يوځای شو. دواړه بازار ته لاړل. ابوبکر به نسبونو، د تميم، عدوانين او د قريشو د پوهانو خبرو ته غوږ اېښوده، ديتونو ته ډېر ليواله و. محمد د خپل قوم چارو ته ځېر دی او له هغه چارو سره يې پرتله کوي چې بايد دوی کولې، هاغه دی! قيس بن ساعده الايادی په توربخن اوښ راورسېد. ټولو خلکو ورمنډې کړې. قيس هوښيار او ځېرک سړی و. په خپلو متلونو او له حکمت نه په ډکو خبرو يې شهرت موندلی و. له مرګ نه وروسته يې په ژوند، حساب او قضا باور لاره، وعظ يې کاوه او د ابراهيم دين ته يې خلک رابلل.
محمد د قيس خبرو ته غوږ شو، ابوبکر هم ورته ځېر شوی دی، قيس بن ساعده وويل:
– واخلکو! راټول شئ او واورئ او ويې منئ، چا چې ژوند وکړ، مړ شو. او څوک چې مړشو، لاړ. او هر هغه شی چې راتلونکی دی راځي. معلومات په اسمان کي دي. او عبرت په ځمکه کې دی، غوړول شوي، اېښودل شوې ده، او پورته بام دی، ستوري روان دي، سمندرونه نه ډوبيږي، قيس په حقه سوګند خوړلی دی، که په کوم کار کې خوښي وي، نو وروسته يې غضب هم شته، الله خپل دين لري چې ستاسې له دغه دين نه غوره دی، څه خبره ده! زه خلک ګورم چې روان دي او بېرته نه راګرځي، ايا هغوی هلته خوښ شول چې پاتې شول، يا يې پرېښودل چې ويده شول؟
خلک ترې خواره شول. ځينو يې شعرونه ويل:
تېرې پيړۍ زموږ لپاره عبرت دي
کله چې مې د مرګ سيمې وليدې
چې کوم مصادر يې نه لرل
خپل قوم مې وليد چې واړه
او لوی يو شان ورځغلي
پخواني هم نه راځي
او نه دا پاتې پاتيږي
نو زه باوري شوم چې
هغه ځای ته زه هم ورځم
چې زما قوم ورغلی دی
د قيس په اړه خبرې راپورته شوې، د اياد يو تن وويل، يوه ورځ قيس خلکو ته وعظ کاوه ويې ويل:
– اما بعد، وا د اياد ټبره، عاديان او ثموديان څه شول، د پلرونو او نيکونو بچي څه شول، ناروغان او ناورغ پوښتونکي څه شول، د هر څه لپاره ځانګړې نېټه ده، قيس د مخلوقاتو په رب قسم خوري، د ځمکې په هوارونکي قسم خوري، چې هرومرو به تاسې يواځې را ژوندي کيږۍ، د قيامت په ورځ، کله چې شپېلۍ پوک شي او په سورني کې پوکی وشي، ځمکه وځليږي او واعظ وعظ وکړي، هلاکت دې وي هغه چا لره چې له اوڅار حق نه ګرځيدلي وي، له سپېڅلي نور نه يې مخ اړولی وي، له دغه لوی معرض نه يې انکار کړی وي، په پرېکنده ورځ کې، دعدالت په تله کې، کله چې قدير ذات فيصله وکړي، او ويرېدلي حاضر شي، مرستندويان لرې شي، تقصير رابرسېره شي، نو يوه ډله به په جنت کې وي او بله ډله به په دوزخ کې وي.
د بازار په بله څنډه کې يو تن د قيس شعر خلکو ته ووايه.
ځېنې شاعران راپاڅېدل، د خپلې قبېلې او قوم ستاينه يې کوله چې په خلکو کې شهرت ترلاسه کړي. د ابو ذر االغفاري پلار بدر بن معشربن غفاربن مليل بن ضمره بن بکر بن عبد مناه بن کنانه لپاره يې د عکاظ په بازار کې ځای جوړ کړی و. له خپل ځای نه راپاڅېد او په سر يې يو تن ولاړ و، ويې ويل:
موږ بنو مدرکه بن خندف يو
که څوک زموږ غندنه وکړي
نو سترګې به يې رانه رپ ونه وهي
او هغه قوم چې په تکبر پل اخلي
هغوی د تياره سمندر په څېر دي
پښه يې وغځوله او ويې ويل:
– زه د عربانو عزتمن يم، که چا سره دا تشويش وي چې له ما نه عزتمن دی، نو زما پښه دې ووهي.
د دهمان بن نصربن معاويه زوی احيمربن مازن ورغی، پښه يې ورته په توره په ارامه ووهله چې يوازې پوستکی يې غوڅ شو او ويې ويل:
مخندفه! در وايې اخله
موږ د دهمان بچي متکبره يو
د ډک او نه تويدونکي سمندر
اوبه يو
کنانه له بدر سره ودرېدل، او هوزان له هغې قبيلي سره ودرېدل چې محمد په کې له احيمر سره ګډې شيدې رودلې وې. نژدې وه چې د محرم په مياشتو کې جګړه نښتې وای. خلکو داسې شور او غوغا جوړه کړه، ته وا تر منځه يې ډېرې وينې تويې شوې دي. چې پوه شول کړکېچ دومره لوی نه دی، بېرته ستانه شول. په عکاظ کې د حرم په مياشتو کې د لومړي ځل لپاره د غفاري وينه تويه شوه، دا د فجار لومړۍ ورځ وه.
د عکاظ د بازار ورځې ختمې شوې، قبيلو مجنه بازار ته مخه کړه، شاعرانو ګومان وکړ چې شعر به يې د ورځو په تېرېدو شهرت وروبخښي. د قبيلو مشرانو فکر کاوه چې په قبيلو کې به د دوی د جګړو ورځې او د دوی وياړنۍ دوی تلپاتې کړي، خو د هيچا په خوا خاطرکې نه ګرځېدله چې دغه محمد چې ډېر ارام ښکاري او د خپل ملګري عتيق(ابوبکر) سره څنګ په څنګ روان دی، هغه به د دوی تاريخ وليکي او په نور به د زماني په تندي د دوی نومونه ثبت کړي.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار