ژباړه: شرر ساپی
د ابوطالب مېرمن فاطمه راپورته شوه چې خپل مېړه او زامنو او هغه ځوان محمد ته چې تر ټولو نه مخکې له خپلې بسترې څخه راپاڅېدلی او په کړکۍ کې د سهار ننداره کوي خواړ تيار کړي.
خواړه کېښودل شول، د ابو طالب بچو خوړو ته رامنډې کړې او ابوطالب محمد ته ورغی. خواړه يې ورته مخکې کړل، ابوطالب پوهېده چې محمد د نورو په څېر په خوړو تالان نه ګډوي، هغه له ډېرې حيا څخه دغه کار نه کاوه، ابوطالب به ورته ځانته ډوډۍ اېښوده خو محمد به ډېره ډوډۍ نه خوړله، د معدې ډکول يې د روح وزرې درنولې او ټوله هيله يې دا وه چې روح يې د اسمانو له پاسه والوځي چې د نورالانوار نه د هدايت رڼا را واخلي.
ابوطالب ډېر بچي لرل، د عطرو دکان يې اړتياوې نه شوای پوره کولی، له بلې خوا نه د حاجيانو خدمت او خړوب هم لګښت ته اړتيا لرله او دغه وياړ ورته د پلار نه په ميراث کې پاتې و، د شام په سفر کې چې يې څه ګټلې وې، هغه ټولې يې د حج په موسم کې اوبه کړې او له خپل ورور عباس نه يې هم پيسې پورکړې چې بې وزله حاجيانو ته پرې خوراک او څښاک تيارکړي، د حاجيانو خدمت او خړوب هغه عزت دی چې پر وړاندې يې مال هيڅ ارزښت نه لري .
عباس خپله سوداګريزه غوټه د خپل ورور سره شام ته واستوله او ډېره ګټه يې وکړه، اوس به په عکاظ، مجنه او ذي مجاز بازارونو کې نوره ګټه هم وکړي. دا چې عباس د خپل ورور په څېر د لوی کورڅښتن نه و، نو شتمني يې هم ډېره وه. ويې شول کولی چې خپل ورور ته پور ورکړي، هغه په دې ښه پوهېده چې ورور يې دغه پور بېرته نشي ورکولی، نو د بيت الله خدمت او مشرۍ ته يې سترګې پټې کړې وې. که څه هم چې په ټولو وروڼو کې کشر و. د دغه وياړ پر وړاندې ورته پيسو هيڅ ارزښت نه لره، د هغه يوازېنۍ هيله دا وه چې دغه تنګلاسی ورور يې ورته د بيت الله له مشرۍ نه تېرشي او دا به ورته له ورکړي پور نه تېر شي.
محمد د خپل تره بيوزلي او تنګلاسي ليدله، هغه به د خپل قوم مېږې د څو ټنګو په بدل کې پېولې او په ځانګړي موسمونو کې به د خپلو ترونو سره بازار ته وتلو چې يو څه تر لاسه کړي او د خپل تره سره لاس واړوي، هغه ته د پلار نه له حبشي وينځې او يوڅو ګډو پرته نور څه په ميراث نه وو پاتې.
د هاشميانو کورونه يو بل ته نژدې ودان وو. د زبير تره کور يې د ابوطالب کور ته نژدې و، د عبدالمطلب کور چې حمزه، مقدم او ضرار په کې اوسېدل د ابو لهب کور ته نژدې و، د تروريانو کورونه يې هم له کلي نه لرې نه وو، د عوام بن خويلد مېرمن د محمد د ترور صفيې کور، د عبدالله غبرګونې ام حکيم البيضاء کور، د عفان بن ابي العاص بن اميه ميرمن او د عثمان بن عفان مور اروی بنت کريز، عاتکې، اروی، اميمه او د بره کورونه د حرم په اوږدو کې پراته وو. هغه کولی شول چې په ټولو باندې وګرځي او د ټولو له خوا يې درناوی وشي، خو هغه د کورنيو له غړوندې څخه ځان ازاداوه، هله به يې د خوښۍ احساس کاوه چې ازادې فضا ته به يې ځان وسپاره او کله چې به يې له طبيعت سره توافق احساس کړ، خوشاله به شو. داسې خوښي به يې حس کړه لکه چې د اسمانو له پاسه نه يې د وجود په تل او ذات کې حکمت او پوهه راتويږي.
په هاشميانو کې يې همزولي ډېر وو. په قريشو کې ښاېسته ځوانان ښه ډېر وو.کولی يې شول چې له هغوی سره مينه وکړي او هغوی هم په هم هغه کچه مينه ورکړي، په دې سره به له يوازېتوب نه وتښتي او په ذات کې به د يوازېتوب په دردونو فيصله وکړي، خو هغه يې ملګرتيا ته زړه نه ښه کاوه، ځکه چې هغوی لوبې او خواهشات غوښتل او محمد د دغه څېزونو غوښتونکی نه و، هغوی د خپلو پلرونو په تقليد د بتانو عبادت کاوه او محمد ته خپل انساني کرامت دا اجازه نه ورکوله چې تيږې ته دې سر ښکته کړي، هغوی شپه او ورځ په مېلو او چرچو اخته وو، خو ده د مېلو رغبت نه لاره، هغوی په خپلو ميندو او پلرونو کې ټولې هيلې لټولې، خو ده هغه څه ته ميلان لاره چې انتها يې نه لرله او په ټول وجود يې حس کوله چې روح الارواح پرې مهربانه دی، پالنه يې کوي، پوهه ورکوي او په هغه څه يې پوه کوي چې مخکې پرې نه پوهېده.
هغه د حبشي برکې وينځې سره ډېره مينه لرله او د مور په غږ به يې ورته اواز کاوه. د خپل تره ابولهب وينځه يې هم له ياده نه ويستله، ډېره نيکي او ښېګڼه به يې ورسره کوله، ځکه چې هغه يې رضاعي مور وه.کله چې به يې وليدله حليمه مور، وروڼه او خويندې شيماء، انيسه او عبدالله به ورياد شول. هغه څوک به ورياد شول چې د لومړي ځل لپاره يې په هم دوی سترګې لګيدلې وې او د دوی په مينه يې زړه درزېدلی و. د خپل تره زبير سره يې هم مينه لرله، هغه د برکې خبره په ياد وه چې په ماشومتوب کې يې تره زبير به غېږ کې لوباوه او دغه شعر به يې ورته زمزمه کاوه:
محمد د عبدالله زويه
ښه ژوند ولره
او الله دې دغه ښاېسته ژوند
نور هم اوږد کړه
ابوطالب کاکا خو يې د زړه سر و. د تره ميرمن فاطمه پرې هم ډېره زياته ګرانه وه. نه پوهېده چې څومره درناوي يې وکړي او د هغه مهربانۍ بدله ورکړي چې د مور آمنې له مړينې وروسته يې له ده سره کړې وه.
حمزه تره خو يې د ماشومتوب ملګری و. يو ځای سره رالوی شوي وو. د عبدالمطلب په مړينه کې د دواړو درد شريک وو. حمزه د لومړي ځل لپاره د يتيمولۍ ترخه وڅکل، خو محمد د دوهم ځل لپاره دغه ترخه څکي. د عبدالمطلب نه وروسته يې يتيمولي له لومړي ځل نه سخته وه. د دواړو په زړونو کې يتيمولي يو ځای شوې وه. هغه د حمزه سره لکه د خپل ورور مينه کوله.
حجل تره يې پرې هم ډېر مهربانه و، کله چې به يې وليده نو يو څه به يې ورکړل. هغه د خپلو تروريانو او ترونو او ټولو هغه قريشو سره چې له ده سره يې د خپلولۍ تړون لره مينه درلوده. خو د عالي ذات سره يې مينه پر دې ټولو د پاسه وه.
که هغه غوښتلای چې ارام ژوند وکړي، نو ورته اسانه وه. د قريشو ځوانان – هاشميان ، امويان، مخزوميان، تيميان او اسديان به د ورځې په حرم کې د بتانو نه چاپېر وو او له کعبې نه به يې طوافونه کول. هبل ته به ورغلل چې په غشو فال ونيسي او يا به هغه چاته ورتلل چې خپل مالونه به يې د نوم او شهرت لپاره لګول او يا به هم هغه کړيو ته ورتلل چې احنافو، مجوسيانو، بت پرستانو، يهودانو او يا هم نصرانيانو به په کې ديني بحثونه کول، خو چې شپه به راوختله، بيا به د شپې مېلو ته ورغلل. د ډمو او وينځو په ګډا به يې سترګې خوږولې، د شاعرانو او سندرمارو سندرې او شعرونه به يې اورېدل.
ابوطالب کاکا يې د قريشو له نومياليو شاعرانو څخه و. زبير تره يې سخت غندونکی شاعر و. د ابوطالب کور به د شپې له خوا د شاعرانو بنډارځای و. هغه ته ډېره اسانه وه چې دغه ميلوکې شپه رڼه کړي.که لهو لعب يې غوښتلی له ابولهب او ابوسفيان سره به تللی وای. هغه د مېلو لپاره نه و پيدا شوای. ددې لپاره پيدا و چې د رڼا ګانو له رڼا څخه رڼا راواخلي او په ټوله نړۍ يې وويشي.
محمد د ابوطالب له کوره ووت او حرم ته ښکته شو. ګوري چې د قريشو مشرانو خپل بچي راوستي چې له کعبې نه طواف وکړي. له طواف نه وروسته به ځينې دارالندوه ته لاړ شي، ځينې به بازارونو ته کوز شي اوکه څوک د کعبې سيوري ته تړونونه کوي او يا هم سوداګري قولونه ورکوي پاتې دې شي.
ابوبکر د خپل پلار قحافه سره ملګری و. خالد، له الوليد بن المغيره سره ملګری و. عثمان د خپل پلارعفان بن ابي العاص سره ملګری و. عمرو د العاص بن وائل سره ملګری و. د قريشو ځوانان له خپلو پلرونو، مريانو او ملګرو سره راوتلي وو. هر سړی د ښه ژوند په تمه و. د هيچا په خيال کې نه وه چې د دوی ياد به له مکې نه د باندې ووځي، لويه هيله يې دا وه چې هغه ورځ به کله راشي چې دوی په کې فارسي او يا هم رومي سيمې وګوري.يا به قسطنطنيه ته لاړ شي او ياهم په حيره کې د خورنق ماڼۍ ته ورننوځي.
د هيچا په خيال کې نه وه چې د دوی نومونه به د بشريت په تاريخ کې د عبدالله د زوی په برکت تلپاتې شي. هغه څوک چې اوس په حرم کې د لوړ ځواک پر وړاندې متواضع او خاکساره ګرځي. دغه خبره له تصوره وتلې وه او ان په خوب کې يې ليدل هم ناشونې و.
خلکو د ځمکې پر مخ لومړي جوړشوي کور نه طواف کاوه، خو په يو ملت نه و. او نه د يوې مشرۍ لاندې و. چا له الله او له بعثت نه انکار کاوه او ويل به يې: يوازې د دنيا ژوند دی چې په کې پيدا کيږو او مړه کيږو. زمانه ده چې موږ له منځه وړي. چا الله منلو خو له مرګ نه وروسته يې په ژوند باور نه درلود. چا په خالق او په خلقت او په بېرته ژوندی کېدو باور لاره، خو له پېغمبرانو نه يې انکار کاوه، د بتانو عبادت يې کاوه چې دوی به يې الله ته نژدې کړي، قربانيانې به يې ورته کولې، طوافونه به يې ترې کول، چا په تناسخ ايمان لاره، په دې ګروه و چې کله انسان مړ شي او يا ووژل شي د دماغ وينه يې راټوله شي او يو مرغه ((هامه)) ترې جوړ شي چې هرسل کاله وروسته يې يوځلې قبر ته راځي.
چا په الله او قيامت ايمان درلود او د پېغمبر انتظار يې کاوه، چا د اور عبادت په دې ګومان کاوه چې د زردشت په دين دی. څوک يهودان شوي وو. چا نصرانيت منلی و. يوې مور خپل زوی په حرم کې له ظلم نه منع کاوه، ورته يې وويل:
زويه په مکه کې په وړوکي
او لوی باندې زياتي مه کوه
زويه! ما تجربه کړې
د مکې ظالم هلاک شوی
زويه مرغانو ته يې فنا ورکړه
او وحشيان يې په ثبير غره کې فناه اخلي
خودوی نه پوهيدل چې دوی پخپله په ځان ظلم کوي.
محمد له کعبې نه طواف وکړ. که څه هم له کعبې نه چاپېره بتانو څخه يې سخته کرکه لرله. طواف يې چې څنګه خلاص کړ، سم له واره د مکې غرونو ته وخوت. پراخې صحرا ته ووت. چېرته چې لارښوده ازادي پرته ده. داسې روحي ژوند پروت دی چې په نفس بريالی کيږي او الهي ځواک ته ورننوځي .
د وجود او موجود سره تعاطف او پيوستون ښاېي، نړۍ او د نړۍ رب ته کش کيږي، خلکو او د خلکو له پالونکي سره مينه کوي، په خپله ټولنه کې د انحلال په پرتله يوازيتوب خوښوي. داسې نه چې په ټوليزه توګه يې له خلکو ځان جلا کړی دی او د ځان لپاره يې راحت او سلامتيا لټولې ده. د دې په خاطر يې يوازيتوب خوښ کړی دی چې له حق نه نوي افکار، غوره عواطف، سالم معتقدات او پياوړي بنسټونه راخپل کړي او خلک له تيارونه رڼا ته وباسي، بشريت د عزت، کرامت او انسانيت معراج ته ورسوي.
له دغه ټولنې څخه د ښيګڼې ټولنې ته تښتي، که هغه صحرا ته وځي او هلته له ټولنې څخه لرې فکرکوي، نو د ټولنې په زړه کې دی. هغه د لوړ قوت نه د ځان لپاره خير او ښېګڼه نه غواړي. هغه يو داسې حکمت او پوهه غواړي چې په خپل قوم او په ټوله نړۍ به يې وويشي، په دې کې شک نشته دی هغه چا ته چې پوهه ورپه برخه شوه، ډېره ښېګڼه ور په نصيب شوه.
اخلاص يې زړه ډاډه کاوه. هغه يواځې ښېګڼه غوښته او د ښېګڼې تمه يې کوله. روح يې پورته لاړ او د وجود له روح سره يوځای شو. الله ورته يو پيچلی عالم نه و. داسې يو ژوندی حقيقت و چې په زړه کې يې ژوند کاوه او د بصيرت په ليمو يې ليده او کله چې به الله ته په سجده په ژړا پرېواته دغه حقيقت به ورنيږدې کېده او د برکت له نوره به ډکېده.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار