ژباړه: شرر ساپی
خلک په کورونو کې او د حرم شا او خوا راټول شوي وو. شعرونه يې ويل. د کليله او دمنه د کتابونو کېسې يې کولې. يا به يې خپلې کېسې کولې، يا به يې د فارس د پاچاهانو کيسې کولې او يا به يې په حيره کې د نعمان بن المنذر او د دوی د شاعرانو او مشرانو تر منځ د پيښو شويو جريانونو په اړه خبرې کولې. هغه څوک چې د غساسنه پاچاهانو ته ورغلي وو او د هغه په ماڼيو کې له سندرغاړو اوشرابو سره بلد شوي وو، د روم تمدن او پرمختګ يې ليدلی و، خلکو ته يې د هغې په اړه کېسې کولې. خو هغه څوک چې په دغو سيمو کې يې د ليدو نصيب نه و شوی، هغوی به د هغو جګړو کيسې کولې چې د قبيلو تر منځ به پېښې شوې وې او عربانو به ورته د عربانو ورځې ويلې.
د شپې بنډارونو کې به خلکو د حيواناتو کېسو ته غوږ نيولی وو.
يو تن په کې وويل:
– لګلګ په ښکر پسې لاړ، غوږونه يې هم له لاسه ورکړل. کارغه د زرکې پېښې کولې، خپلې يې هم هېرې کړې او په ټوپونو يې پېل وکړ. چنګخه ځکه بې لکۍ ده چې سمسېرې ترې لکۍ اخيستې ده.
يوبل وويل:
– کله چې د ملا چرګک مور مړه شوه، په سر يې کينوله او هڅه يې کوله چې خښه يې کړي، نو په سر يې پاتې شوه، هغه قرقره چې په سر يې ښکاري هغه يې قبر دی، خوسا شوې ده او دا بد بوي ځکه کوي.
– نر کوتر د سليمان عليه السلام په وخت کې وړوکی بچي و. يوه مرغه ښکارکړ، داسې کوتره نشته چې پرې ونه ژاړي.
– امروالقيس په خپل ځان دا شرط اېښي و چې کومې ښځې سره واده وغواړي د اته، څلورو او دوه په اړه به يې پوښتي، کله چې به يې له ښځې نه پوښتنه وکړه، هغې به ورته وويل څوارلس. يوه ورځ په لاره روان دی، له يوه سړي سره د سپوږمۍ د ټوکړې په څېر خپله کوچنۍ لور روانه وه، ډېره يې خوښه شوه. ورته يې وويل: واماشومې! اته او څلور اودوه څه شی دي؟ هغې وويل:
اته د سپۍ تيونه دي، څلور د اوښې تيونه دي، او دوه د ښځې تيونه دي. نو همغه وه چې امروالقيس پرې جرګه وکړه.
په بل مجلس کې يوه سړي د بسوس د جګړې په اړه خبرې شروع کړې، ويې ويل:
– کليب بن ربيع د معد مشر و. د معد قوم پرې راټول شوی وو. د پاچا په څېر يې ورته تاج جوړکړی و. خبره به يې منل کېده او اطاعت به يې کېده. دا له هغه وروسته و چې يمنيانو ته يې ماته ورکړه. بيا ډېر سخت متکبره شو او له خپل قوم او ولس نه يې سرغړونه وکړه. تر دې چې د وريځې مخه به يې نيوله چې د قوم په ځمکو را ونه وريږي. نه به يې د خپل اوښ تر څنګ د خپل قوم اوښان پرېښودل او نه به يې د هغوی له اور سره اور بلاوه. تر دې چې عربانو به ويل: له کليب بن وائل نه هم عزتمن دی.
بنو جشم او بنوشيبان په تهامه کې په يوه کورکې اوسېدل. کليب بن وائل د جساس بن مره له خور جليله بنت مره بن ذهل بن شيبان سره واده کړی و.
بسوس بنت منقذالتميميه د جساس بن مره ترور وه. د جساس سره نژدې بني شيبان ته روانه وه. هغې يوه اوښه لرله چې سراب يې بلله. د کليب اوښان د بسوس په اوښه چې د جساس بن مره د کور تر منځ تړلې وه تېرشول. اوښې پړی وشلاوه او اوښان ورپسې شول. په کليب ورغلل هغه د حوض په غاړه ناست و، لينده او غشي ورسره و. کله چې يې اوښه وليده، په پښتۍ کې يې په غشي وويشتله اوښه وتورېده او ټوله سيمه يې په سر راواخيسته.
کله چې بسوس وليده، د خپل سر نه يې زړوکی ګوزارکړ او چېغې يې کړې:
– وا رسوايي…واګاونډيانو!
جساس هيجاني شو، په شاتور اس سپور شو. خپله جنګي اله يې راواخيسته او عمروبن الحارث بن ذهل بن شيبان خپلې نيزې ته لاس کړې. په کليب پسې ورغلل، ورته يې وويل:
– وا ابوالماجده! قصدا دې زما د ګاونډي اوښه زخمي کړه.
– ايا که زه له خپل عزت نه دفاع وکړم، ته زما مخې ته ودريږې؟
جساس په غوسه شو. سم له واره يې پرې حمله وکړه او ملا يې پرې ماته کړه. عمروبن الحارث د شا له خوا په نېزې وواهه او خيټه يې ورڅېرې کړه.کليب راوغورځېد او په پښه باندې يې ځمکه وهله، جساس ته يې وويل:
– يو ګوټ اوبه راکړه.
– افسوس چې له شبيث او احص څخه ور واوښتی.
کله چې کليب ووژل شو، بنو شيبان د النهی ګودر ته ورغلل، مهلهل مټې راونغښتې. د مهلهل خپل نوم عدی بن ربيعه و. مهلهل يې ورته ځکه وايه چې د لومړي ځل لپاره ده شعر جوړ کړی و. او د بکر جګړې ته تيار شو. ښځې، قمار او شراب يې پرېښودل، قوم يې ورته ځوانان راټول کړل. خلک يې بني شيبان ته واستول، او د پېښې د بخښنې غوښتنه يې ترې وکړه.
مره بن ذهل بن شيبان د خپل قوم په منځ کې و. قوم يې ورته وويل:
– تاسې سترکار وکړ، کليب مو د اوښ په سر وواژه، خپلولي مو پرې کړه او حرمت مو تر پښو لاندې کړ. موږ تاسې ته درې شرطونه وړاندې کوو چې ستاسې لپاره به ګټور وي.
مره وويل:
– کوم شرطونه؟
– يا به راته کليب ژوندی کوۍ. يابه راته جساس راکوئ چې پرې مړ يې کړو. يا به همام راکوئ چې هغه يې هم سيال دی او يا به تا وژنو چې د خپل مړي پور مو ادا شي.
– د کليب ژوندی کول خو ناشونې ده، جساس ګوزار کړی او بيا په خپل اس سپورشوی دی، معلومه نه ده چې کوم هيواد ته به تللی وي او همام د لسو پلار دی، د لسو ورور دی، د لسو تره دی او ټول پياوړي اسپوران دي. هغه اسانه نه ده چې ماته يې راکړي او زه يې تاسې ته وسپارم. کله چې سبا ته په ميدان کې اسونه وشڼېږي، زه به په کې لومړی وژل شوی يم، نو ولې د ځان په مرګ بيړه وکړم.
خو زه تاسې ته دوه خبرې کوم: يوه يې داده چې دغه زما پاتې زامن دي، د هر يو په غاړه کې چې مو خوښه وي پړی واچوئ او د څاروي په څېر يې حلال کړئ او يا به د بني وائل له خوا درته د زرو اوښانو ژمنه درکړم.
خلک په غوسه شول او ويې ويل:
– بد دې وکړل، خپل بېکاره زوی به په بدل کې راکړې، عجبه ده اوس شيدې د کليب په وينو بدلې کړو. او له دې سره جګړه ونښته.
د کليب مېرمن جليله د خپل پلار او خپل قوم سره ودرېده. چې کله په دې پوه شوه چې اوس يې قوم ماتې خوري، بيا د بني کليب سره ودرېده. ټول د بکر پر وړاندې يو لاس شول. نورو قبيلو له بکربن وائل نه لاس واخيست او د بني شيبان سره يې د خپلو وروڼو پر وړاندې جګړې ته په کرکه وکتل.
حارث بن عباد د نعامه اسپور ابوبحير په خپل کورکې ونيول شو. او مهلهل د خپل ورور په اړه مرثيه وويله. خپل ورور او خپله قبيله يې په کې وستاېله او د جساس او د هغوی د قبيلي غندنه يې وکړه .
سړي بيا د بکر او تغلب بني وائل تر منځ د جګړې کيسه وکړه. د النهی، يوم الذئاب، يوم عنيزه او د يوم قضه کيسې پېل شوې. په دغه ورځ مهلهل د بکر په هيڅ يوې قبيلې زړه ونه سوځاوه او په وژنه کې يې د اسراف نه کار واخيست. د بکر ډېرو خيلونو د بني شيبان له مرستې نه د کليب بن وائل په وژنه لاس واخيست. حارث بن عباد له د غو جګړو نه لاس اخيستي و. کله چې يې زوی بجيربن الحارث ووژل شو او حارث ته يې د مرګ خبر ورسيد ويې ويل:
– ښه شوه ، د وائل د زامنو تر منځ يې سوله کوله.
ګومان يې وکړ چې د مهلهل پور خلاص شو او هغه يې د کليب سيال وګاڼه. هغه ته وويل شو:
– هغه دکليب د پښو پڼې سره هم برابر نه دی.
کله چې حارث ته دغه خبره ورسېده، نو په غوسه شو. يو اس درلوده چې لګلګ يې باله، پرې سپور شو، د بکر مشري يې په غاړه واخيسته. تغلب يې وواژه او مهلهل وتښتېده. د تغلب قبيلې خورې ورې شوې. حارث بن عباد د بجر په ستاينه کې يوه قصيده وويله.
حارث بن عباد، مهلهل(عدی بن ربيعه) ونيو، خو نه يې پيژانده، ورته يې وويل:
– ما ته عدی بن ربيعه راوښايه تا پريږدم.
– ژمنه شوه؟ که مې دروښوده پريږدې به مې؟
– هو.
– زه عدی يم.
د خپل سر ويښتان يې ونيول او پرييښود.
په بل مجلس کې د قريشو يو مشر تازه له فارس نه راګرځېدلی و، هغوی ته يې د فارس ورستني معلومات اورول، ويې ويل:
– نوشروان کسرا مړ شو. له هغه نه وروسته پاچاهي هرمزد ته وسپارل شوه. هغه کوښښ کوي چې ځان د نوشروان په څېر په عدل او انصاف مشهورکړي. خو افسوس! نوشروان د خپلې ماڼۍ په دروازه کې زنګ لګولی و. او هر چا سره چې به ظلم وشو، دغه زنګ به يې واهه او نوشروان به خبرېده. پوره شپږنيم کاله چا زنګ ونه واهه. له دغه مودې وروسته يوه ورځ زنګ ووهل شو. مالومه شوه چې يو خر پمن شوی و او په زنګ پورې يې ځان سولاوه. پاچا امر وکړ چې ژر تر ژره يې خاوند پيدا کړئ او په خره باندې يې د پاملرنې امر وکړ.
– د فارس نا اشنا پاچاهان دي. د دښمن له وېرې نه يې چا ته د خوب ځای نه مالوميږي. په يوه شپه کې ورته په څلويښتو ځاېونو کې څلوېښت بسترې غوړيږي. چې هره يوه يې څوک وګوري فکر کوي چې په دې کې به پاچا ويده وي.
هيچا ته ددې حق نه ورکول کيږي چې د پاچا ځانګړې کوټې نه ننوځي. تر دې چې د پاچا زوی به هم لومړی اجازه اخلي او بيا به ورننوځي. يوه ورځ يزدګر خپل ديارلس کلن زوی بهرام وليده، ورته يې وويل:
– له ساتونکي نه راتېرشوې؟
– هو.
– ستا په راننوتو خبرشو؟
– هو.
– ور ووځه او دېرش دورې يې وواهه. له دندې نه يې ګوښه کړه او په ځای يې ازاد مرد وټاکه.
بهرام د خپل پلار امر پلی کړ. کله چې بهرام بيا راغی چې د پاچا حرم ته ننوځي ازاد مرد په سينه کې په زوره وواهه، ويې درداوه او ورته يې وويل:
– که مې په دې ځای کې بيا وليدې، شپيته دورې دې وهم. دېرش د پروني ساتونکي سره د جناېت له امله او دېرش دې د دې په خاطر وهم چې له ماسره دې د جناېت کولو فکر له سره والوځي.
کله چې يزدګر خبرشو، راويې غوښت او ويې نازاوه.
په بل مجلس کې خلکو د شعري شيطان په اړه خبرې کولې. يو تن وويل:
که څه هم زه کم عمره يم
خو زما شيطان د پيريانو اميردی
او په شعرکې په ما د هرفن لورينه کوي
يوبل وويل:
د ټولو شاعرانو شيطان ښځه ده
او زما شيطان نارينه دی
يو بل چې شعر يې نه شو جوړولی، وويل:
– دا رښتيا ده چې شاعران د پيريانو سپي دي؟
– دا خبره چا کړې؟
– عمروبن کلثوم په خپله معلقه (په کعبه راځړيدلې قصيده) کې کړې ده. هغه ويلي دي:
چې موږ په ذي طلوح کې واړول
او د پيريانو د سپيو موږ خوښ نه شو
موږ هغوی خواره واره کړل
اعشي بن قيس بن ثعلبه خپله کيسه شروع کړه، ويې ويل:
– حضرموت ته په قيس بن معد يکرب پسې لاړم. د يمن په سرحداتو کې مې لاره ورکه کړه، په دغه لاره کله نه وم تللی. باران راښکته شو، يوې خوا بله خوا مې وکتل چې کومه سرپناه پيدا کړم. د وژغڼو يوه خېمه په نظر راغله، ور روان شوم. د خيمې مخې ته يوسپين ږيری ولاړ و. سلام مې پرې واچوه، د سلام ځواب يې راکړ. زما اوښه يې بلې نژدې خېمې ته ننويسته. له خپلې اوښې نه مې خپله توښه راکوزه کړه او کيناستم، هغه وويل:
– ته څوک يې؟ اوچېرته روان يې؟
– زه اعشي يم قيس بن معد يکرب ته ورځم.
– ژوندی اوسې، فکر کوم چې په شعرکې دې ورته ستاينه کړې ده.
– هو.
– ماته يې واوراوه.
د بوللې مطلع مې ورته وويله:
سميه په سهار کې
له کوره راووتله
او څومره ښکلې ښکاري
نه پوهيږم چې پر تا ولې غوسه شوې ده
– دا ستا قصيد ده ؟
– هو.
– سميه څوک ده؟
– زه يې نه پيژنم. دغه نوم مې ناڅاپه ذهن ته راغی.
هغه غږ وکړ:
– سميه را ووځه .
يوه نجلۍ راووتله ودرېده او ويې ويل:
– پلاره څه دې ويل؟
هغه قصيده راته ووايه چې معد بن يکرب دې په کې ستاېلی او په سرکې دې خپل نوم ياد کړي دی .
نجلۍ قصيده ترپايه ولوسته، کله چې يې بشپړ کړه، ورته يې وويل:
– واپس لاړه شه.
بيا يې راته وويل:
– بله کومه يوه دې ويلې ده؟
– هو، زما او د تره زوی – يزيد بن مسهر چې په ابوثابت مشهوردی – ترمنځ تربګني وه. هغه زه وغندلم او ما هغه وغانده او چوپ مې کړ. ويې ويل:
– څه دې په کې وويل؟
ومې ويل:
هريره سره مخه ښه وکړه
قافله روانه ده
واسړيه ته د مخه ښې تاب لري!
کله چې مې مطلع ولوسته راته ويې ويل:
– بس دی. دا هريره څوک ده؟
– نه يې پيژنم، خو د مخکې په څېر دا نوم مې هم ذهن ته راغی.
غږ يې کړ:
– ياهريره!
يوه بله نجلۍ چې مخکنۍ نجلۍ ته په عمرکې نژدې وه، راووتله. ورته يې وويل:
– کاکا ته دې هغه قصيده ووايه چې ابوثابت يزيد بن مسهر دې په کې غندلی و. له مطلع نه يې تر پايه ولوسته، يو ټکی په کې ښکته پورته نه و. زه سخت وډارشوم. کله چې يې زما وېره درک کړه، ويې ويل:
– ابو بصيره ارام شه، زه مسحل بن اثاثه يم. هغه څوک يم چې ستا په زړه کې شعر را شين کوم او ستا په ژبه شعر روانوم.
په بل مجلس کې ځوانانو د مينې کيسې کولې. غزليز شعرونه يې زمزمه کول. ويل يې چې څنګه عاشق د معشوقې برقع څېرې کړي او څنګه معشوقې د عاشق څادر څېرې کړي چې مينه يې تلپاتې شي، يو تن وويل:
څومره ښکلي څادرونه مو وشلول
اود ناواده کړو نجونو حجابونه مو څېرې کړل
کله چې څادر وشلول شو
نو په بدل کې يې برقع څېرې شوه
اودغه تلپاتې شوه
موږ په دې کار د مينې پاتې کېدل غوښتل
او مينان په دغه انديښنو مغروره کيږي
په مکه کې شعرد مجلس نقل و. د شرابو ګلاسونه په مجلس کې په سرونو اوښتل. سندرمارو به په بربنډو شعرونو مجلس ګرم ساته. د مکې ځوانان به د ډمو په غېږو کې پراته وو او يا به يې قمارکاوه. تر ټولو سپيڅلی مجلس به هغه و چې سپين ږيرو شيخانو به په کې د لقمان له حکمتونو او خپلو زامنو ته د سپارښتونو کيسې لوستې. او هغه څوک چې نصرانيان شوي وو، په تورات او انجيل به راټيټ وو او هغه به يې لوست.
محمد د خپل قوم په مجلسونو ، قبيلوي افسانو، جنګي کېسو او لوڅ شعري بنډارنو کې ونډه نه اخيسته او نه به هغه بنډارنو ته ورتلو چې لوچک ځوانان به په کې په خپله لوچکۍ تر پوزو ډوب وو. هغه د مکې په صحراء کې لرې د خپل وجدان په سپيڅلتيا اخته دی. د الله سره د پيوستون هڅه کوي، د هغه له معرفت نه لپې ډکوي، او په رڼا يې لاره ويني.
هميشه د خپل نفس سره لاس او ګريوان دی. حس کوله يې چې د ورځو په تېرېدو لوړ ذات ته ورنيږدې کيږي. د الله سره يې مينه زياته شوه او په لوړ ذات کې يې فکر د مراقبې تر کچې ورسېده. د خپل فکر څراغونه يې د هغه په رڼا روښانه کړل. او په وجود کې يې د ازلي حقيقت رڼاوې خپرې او د نفس په ژورو کې يې ځای پر ځای شوې.
هغه دا هرڅه په چوپه چوپتيا ترسره کول، هغه دې پايلې ته رسيدلی و چې لوړه ښېګڼه په هغو ټولو شيانو پوه ده چې په زړه او نفس کې يې دي. هغه يې پالنه کوي چې اخلاقي ارزښتونه يې وروزي تر څو خپلې موخې ته ورسيږي. هغه د معرفت چېنې ته له وحې پرته نه شي رسېدلی. وحې د معرفت تا ج دی، دا ډېره سخته لاره ده، ټوله يې ستړيا او مبارزه ده او تر ټولو سخت جهاد د نفس جهاد دی.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار