ژباړه: شرر ساپی
يثرب په د ښمنيو ډک و. داسې کال به نه تېريده چې د اوس او خزرج تر منځ به جګړه نه پېښېده. او يا به د عربانو د دوو قبيلو تر منځ يا به د بني قينقاع او بني نضير او يا هم به خيبر او تيماء ته د ورغلو يهودانو تر منځ جګړه نه کېدله. چې جګړه به نه وه نو شاعرانو به په خپلو قصيدو د قومونو تر منځ د کرکې اور ګرم ساته. د خپل قوم درنه او د بل سپکه به يې ويله. په کومه قبېله کې چې به شاعر پيدا شو، هغې قبيلې به مېله نيوله، په خزرجيانو کې چې کله حسان بن ثابت د شاعر په صفت راڅرګند شو، دومره ستره ميله يې ونيوله چې ډمې سندرغاړې او موسيقي په کې ښه په شرنګ وغږېده.
حسان د خپل قوم د مشرانو په منځ کې رالوی شو. پلار يې ثابت بن حزام بن المنذر د يثرب حاکم و، که څه هم چې خزرجي و، خو د اوس او خزرج تر منځ يې د سمير په ورځ فيصله وکړه، د دواړو کليو زيانونه يې په خپله غاړه واخيستل او سوله يې وکړه. حسان به دغه پېښه همېشه يادوله. کله چې يې پلار د دواړو قبيلو تر منځ سوله کوله شعث په ديت کې پنځه اوښان ورکړل او د مړي څښتن لس اوښان غوښتل، کله چې پنځه اوښان ثابت ورکړل، د مړي څښتن راضي شو، بيا يې د روغې تړون وکړ، تړون په يوه ماده ترسره شو: څوک به په خپل کور، پوله او پټي کې نه وژل کيږي، که څوک له خپل کور نه او يا هم له پولې او پټي نه د باندې ووت او ووژل شو، وينه يې هدر لاړه. وروسته د اوس له قوم نه قيس بن الخطيم پورته شو، د خپل قوم ستاينه يې پېل کړه، حسان بن ثابت لا د خپل پلار له ستاېنې څخه نه و فارغ شوي چې قيس يې په ځواب کې يوه اوږده قصيده وويله او له دغه ورځې نه د حسان او قيس تر منځ د ښمني پېل شوه، د دښمنو قبيلو د شاعرانو تر منځ شعري سيالي ونخښته.
د قيس نيکه د بني عمروبن عامر بن ربيعه بن عامر بن صعصعه د قيبيلې يو تن د مالک په نامه وواژه.او پلار يې خطيم بن عدی د عبد القيس قبيلې يو تن وژلی و.قيس لا وړوکی و چې د پلار له سېوري بې برخې شو. خطيم د خپل پلار له انتقام اخيستو نه وړاندې ووژل شو. مور يې په قيس وډاره شوه،هسې نه چې د پلار او نيکه د انتقام په لمبوکې ونه سوځي، د خپل کور مخې ته يې د خاورو ډېرۍ جوړه کړه. تيږې يې پرې کيښودې او قيس ته يې وويل: دا ستا د پلار او نيکه قبر دی. قيس هم په دې کې هېڅ ډول شک نه درلوده.
قيس مټور ځوان و. يوه ورځ يې د بنې ظفر له يو زلمي سره شخړه راغله، هغه ورته وويل:
– په الله قسم دی، که دغه زور دې زما په ځای د خپل پلار او نيکه په قاتل ازماېلی وای نو درته به ډېره ښه وه.
– زما د پلار اونيکه قاتل څوک دی؟
– له مورنه دې وپوښته.
توره يې له تېکې رابهر کړه. د تورې څوکه يې په خپله سېنه کېښوده او موټي يې په ځمکه کيښود خپلې مور ته يې وويل:
– راته ووايه، زما پلار او نيکه چا وژلي دي؟
– د نورو په څېر په خپل مرګ مړه شوي او دغه يې قبرونه دي.
– په خدای قسم دی که يې راته ونه وايي، نو دغه توره له خپل ځانه تېروبېر وباسم.
– نيکه دې د بني عمروبن عامربن ربيعه يو تن د مالک په نوم وژلی دی او پلار دې د عبدالقيس قبيلې يو تن وژلی دی.
– په خدای که مې د پلار اونيکه غچ نه وي اخيستی ارام نه کينم.
– وازويه ! د پلار قاتل دې د خداش بن زهير قومي دی او پلار دې له خداش سره ډېره نژدې دوستي او ځانګړی مقام لره. خداش ته ورشه سلا ورسره وکړه او هغه به درسره مرسته وکړي.
قيس هم هغه شېبه ووت. خپلې اوښې ته يې اوبه ورکړې. بيا يې د بوکې پړی وشلاوه، بوکه کوهي ته وغورځېده، خپل اوښ يې له غاړې ونيوه، دکجورو انډی يې پرې واړول او ويې ويل:
– د د غه بوډۍ غم به څوک وکړي؟ که مړ شوم له دغه باغ نه به يې څوک خواړه تيار کړي؟ که مړه شوه، باغ د هغه شو. که زه ژوندی راغلم، نومال زما مال دی. او هغه چې څومره کجورې ترې اخيستلای شوی وادې اخلي.
يو قومي يې وويل:
– دا کار خو به درته زه وکړم.
باغ يې ورکړ. له کوره راووت او د خداش بن زهير پوښتنه يې کوله. مکې ته نژدې يې په ظهران سېمه کې پيدا کړ. کور ته يې ورغی، په کور کې نه و. د ونې لاندې کيناست چې د خداش نور مېلمانه ترې هم لاندې ناست وو، بيا يې د خداش مېرمن ته غږ کړ:
– خواړه شته؟
هغې چې ورته وکتل، نو ښاېست يې خوند ورکړ. قيس ډېر ښاېسته و! هغې ورته وويل:
– په خدای که ميلمنوته څه لرم، يوازې کجورې لرم. که دې خوښه وي چې درته يې راوباسم.
– باک نه کوي، څه چې وي رايې وړه .
په يو غټ پليټ کې يې ورته کجورې را ويستې. هغه ترې يوه کجوره راواخيسته، نيمه يې وخوړه او نېمه يې بېرته کېښوده . پليټ يې بېرته د خداش مېرمن ته واستوه او په خپله څه کار پسې پورته شو.
خداش راغی، مېرمن يې ورته د قيس کيسه وکړه، هغه ورته وويل:
– دا سړی له موږ سره ډېر قدر لري.
خداش د خپلې مېرمنې سره کجورې خوړلې چې قيس په خپل اوښ سپور راغی. خداش چې يې کله پښې وليدې نو مېرمن ته يې وويل:
– هغه مېلمه دې دا و؟
– هو.
– پښې خو يې زما يثربي ملګري (خطيم) ته ورته دي.
کله چې قيس ور ورسېده، د کور پړی يې د خپلې نيزې په څوکه وواهه او اجازه يې وغوښته، خداش اجازه ورکړه. قيس ورننوت. کيناست او بيا يې خداش ته د خپل ورتګ موخه په ډاګه کړه. ورته يې وويل چې مشوره ورکړي او مرسته ورسره وکړي، خداش ورته ښه راغلاست ووايه او د پلار ښېګڼه يې ورته ياده کړه او بيا يې وويل:
– ما هم درنه د دغه غچ هيله درلوده. د پلار قاتل دې زما د تره زوی دی. زه به يې په وژلوکې درسره مرسته وکړم. کله چې په مجلس کې سره راټول شول او ما هغه په ورون وواهه. بيا پرې صرفه ونه کړې.
خداش او قيس د قاتل خوا ته لاړل. خداش ورسره څنګ په څنګ کيناست. قيس يې په سر ودرېده. کله چې يې خداش په ورون ګزار وکړ،قيس په سر باندې په توره وواهه. قوميانو يې پرې ننګ وکړ. خداش يې تر منځه شو او ويې ويل:
– پرېيږدئ په خدای دخپل نيکه غچ يې واخيست.
خلک داسې غلي شول، لکه په اور چې اوبه واوړي. په عربو کې غچ اخيستنه دود وه او تر ټولو د شرم خبره دا وه چې يو چا به خپل غچ وانه اخيست. د بې ګناه خلکو وينې به لکه اوبه بهيدې، نه پرې چا بد ويل او نه يې ظلم باله.
خداش خپل اوښ راوغوښت، پرې سپور شو. له قيس سره يو ځای د خپل پلار قاتل عدی پسې ورغلل. کله چې ورلنډ شول، خداش ورته وويل چې ورشه د پلار د قاتل پوښتنه دې وکړه. کله چې دې پيدا کړ، ورته ووايه چې په لاره کې ستا د قوم غلو لوټ کړم. ما له ترې زما مال واخله. ما له خلکو نه پوښتنه وکړه ته يې راپه ګوته کړې. که يواځې درسره روان شو، خو خپل کار به وکړې او که څوک يې له ځان سره راروان کړل، نو وخانده. که يې د خندا پوښتنه وکړه، ورته ووايه چې د قوم مشر له يوې قمچينې سره راوځي. کله چې يې غل ووينې، نو د هغه له هيبت او وېرې نه ټول لوټ کړی مال ورکړي. که يې خپلو ملګرو ته د بېرته ستنيدو وويل، بيا دې هم لاره خلاصه شوه او که ملګري يې ستانه نه شول، بيا يې تر ما را ورسوه زه هيله لرم چې له ملګرو سره به يې ووژنې.
دروغ، دوکه او خيانت د په عربي قبيلو کې عادی خبره وه. کله چې به خبره د غچ وه، بيا به هيڅ ډول اخلاق په پام کې نه نيول کېدل. بې ګناه به په ناخبرۍ کې قرباني شول. غچ اخستونکي به په دې خوشالېدل چې په هره طريقه چې کېدلی شي خپل غچ واخلي او د شرم دغه بار له خپلو اوګو نه سپک کړي. د هيچا په خيال کې هم نه ګرځېدل چې د عربو ترمنځ به د وينو دغه سېلابونه ودريږي. په قبيلوکې د ځنګل قانون چلېده، کمزوري به زورورو خوړل.
خداش د ونې لاندې کيناست. قيس، عبدی ته ورغی او هغه څه يې ورته وويل چې خداش ورته لارښونه کړې وه. خپلو ملګرو ته يې امر وکړ ،هغوی بېرته وګرځېدل، او خپله له قيس سره روان شو. کله چې خداش ته ورسېد، ورته يې وويل:
– قيس! يوه راته ووايه يا به درسره مرسته وکړم او يا به دې ترې وژغورم.
– يو هم مه کوه، خوکه يې ووژلم. سړی راباندې ووژنه.
بيا ورباندې قيس بريد وکړ په نيزه کې يې په خېټه وواهه او نيزه يې ترې تېروبېر وويسته. کله چې يې مړ کړ، خداش ورته وويل:
– که موږ اوس وتښتو، نو قوميان يې راپسې کيږي. د هغه د مرګ ځای ته نژدې به پټ شوو. قوم يې را باندې بيا شک نه شي کولی، کله چې له پلټنې ستړي شي، موږ به راووځو او خپلو سيمو ته به لاړ شو. هلته نژدې پټ شول، په عبدی پسې قوميان راووتل، ګوري چې عبدی وژل شوی دی. په قاتلانو پسې يې هرې خوا ته سپاره خواره کړل، خو نهېلي راوګرځېدل.
خداش او قيس څو ورځې په همدغه سيمه کې پاتې شول، کله چې ښه ډاډه شول، بيا راووتل. له هيچا سره يې خبرې ونه کړې، تر دې چې د خداش کور ته ورسېدل. هلته ترې قيس بن الخطيم جلا شو او خپل کور ته لاړ. بيا يې د خپل غچ په اړه ځېنې شعرونه وويل.
قيس خپل غچ واخيست او خپل قوم ته سر لوړی راوګرځېد. په خزرج او حسان بن ثابت پسې يې خوله پرانيسته. د هغوی غندنه او د خپل قوم ستاينه يې وکړه. د اوس او خزرج تر منځ په حديقه کې شخړه شوه. حديقه د مدينې او مکې په لار پرته سېمه ده. يو بل يې په تيږو وويشتل او په لرګيو او د کجورو په څانګو يې سره ووهل. شخړه لا پای ته نه وه رسېدلې چې قيس بن الخطيم وويل:
د حديقې په ورځ مې ورسره خپړې شوې
توره مې په لاس کې د ماشومانو د ډبلۍ غوندې تاوېده.
شاعرانو به داسې څه ويل چې کول به يې نه.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.