ژباړه: شرر ساپی
حسان بن ثابت له عمره بنت الصامت الاوسيه سره واده وکړ. ميرمن او څښتن يو له بل نه ډېر متاثره و. خو د جاهليت غرور داسې و چې د دواړو تر منځ يې د مينې پړي وشلول. حسان په اوس پسې څه خبره وکړه. عمره سخته په غوسه شوه. د خپلو ماماګانو ننګه يې وکړه او اوس يې وستايه. حسان هيجاني شو او طلاقه يې کړه. وروسته پرې ډېر پښېمان شو، خو اوبه له ورخه تېرې وې، پښېماني کومه ګټه نه لرله .
حسان حيره ته لاړ او د خورنق ماڼۍ ته ورغی. نعمان بن المنذر به د شاعرانو ډېر درناوي کاوه. ماڼۍ ته ورسېد، دروازه ورته خلاصه شوه او دننه ننوت. ګوري چې نعمان خلکو په شاکړی دی اوپه ماڼۍ کې يې ګرځوي. د عربي ملکانو عادت و، چې به ناروغان شول، د خلکو په څټونو به يې سپاره کړل.
نعمان د خپلې ناروغۍ د هېرولو او د خپل روح د پياوړي کولو په موخه له حسان بن ثابت سره خبرې پېل کړې. د هغه شعرته غوږ شو چې دردونه يې راکم شي. نعمان نابغه الذبياني ته په ټولو شاعرانو فوقيت ورکاوه . حسان ته غوږ و، خو په زړه کې يې ويل: کاش نابغه راشي او په تېرو خاورې واړوي.
نابغه له نعمان سره ځانګړی ځای درلود. هغه يې له نژدې ملګرو څخه و. د مجلس ملګری يې و، خو ځينو ورسره کېنه راواخيسته او په څه کار يې په ناحقه تورن کړ. نعمان پرې په غوسه شو او د هغه د نيولو امر يې وکړ. نعمان د عصام بن شهبرالجرمي په نوم يو غلام درلود، نابغه ته يې وويل:
– نعمان دې نيسي پښې وباسه .
نابغه د شام پاچاهانو ته وتښتېد او د هغه ستاينه به يې کوله. وروسته مالومه شوه چې هغه په دروغو تورن شوی و، ورته يې وليکل :
– تا خپل قوم پرېښود او داسې قوم ته ورغلې چې زما نيکه يې وژلی دی، زما او د هغوی تر منځ په دښمنۍ هم ښه خبر يې.
د نعمان پلار او نيکه د نابغه ډېر درناوی کړی و. ډېر خيال يې ورته ساتلی و. او ډېرمال يې ورکړی و. د نعمان د پلار او نيکه له برکته به يې د سرو او سپينو په لوښو کې خوراک او څښاک کاوه. نابغه خبر شو چې نعمان ډېر سخت ناروغه دی اوکېدای شي ناروغي يې ووژني، نو حيره ته راغی. عصام ساتونکي ته يې وويل:
ايا ما قسم نه وو درکړی
چې ما به له دې څخه خبروې
چې هغه سخي او زړور يې
په جنازه کې بارکړی دی
زه تا په ننوتلو نه پړ کوم
خو عصامه دا راته ووايه
چې شاته دې کوم
بوږنونکی خبر پريښی دی
که ابو قابوس مړشي
نو خلک او د محرم مياشتې
به هم ورسره مړې شي.
نابغه ورننوت، کله چې نعمان وليد، ډېر زيات ورته خوشاله شو. نابغه ورته شعر وايه او هغه ورته غوږ غوږ و. بيا نعمان د خلکو له ولو نه راکوز شو. نابغه ور وړاندې شو، سل اوښې يې ورکړې، توره يې ورکړه او د سپينو زرو لوښي يې ورکړل. حسان ورسره په درې شيانو کينه راواخيسته نه پوهېده چې کوم يو يې سخت و: له ډېرې جداېۍ وروسته ورسره د نعمان بې کچه مينه ، که شعري ځواک، او که سل اوښان؟
حسان له حيره نه بېرته يثرب ته راستون شو. خو چې د ارباض سېمې ته ورسېد، د يهودانو اوعربانو تر منځ شخړه ونښته. ګړندی شو هغه له جنګ نه کرکه کوله، يو يهودی وويل:
– د يوه پېغمبر د راتلو نيټه نږدې شوې ده، موږ به پرې ايمان راوړو او تاسې به د عاد او ارم په څېر ووژنو. دا لومړی ځل نه و چې حسان بن ثابت دغه خبره اوري، هغه د خپل پلار او خور سره يوه شپه له کوره ووت، هغه مهال اووه کلن و، د يهودي غږ يې واورېده :
– واقومه! واقومه!
کله چې ورته خلک راټول شول، ويې ويل:
– نن شپه د احمد د زيږدو ستوری راوخوت.
هغه پوه شو چې احمد هغه پېغمبر دی چې يهودان پرې دوی ويروي، د چا په خوا او خاطر کې هم نه ګرځېدله چې دغه پېغمبر دې دغه يتيم هلک وي چې بني النجار ته د خپل پلار د مزار ليدو ته راغلی او بنو نجار يې د نيکه عبدالمطلب ماماګان دي. د دغه پېغمبر او د دوی تر منځ د ماما ولۍ مزي ټينګ و. د پېغمبر په اړه شعرونه به يې تلپاتي کړي او پخواني ټول شعرونه به يې د زمانې له حافظې نه ووځي. د پېغمبر شاعر به وي. که د جاهليت په دغه دوره کې چا حسان ته ويلي وای چې روح القدس يې مرسته کوي، هيڅ به پرې نه و پوه شوی، مشرکان چې د رسول الله غندنه وکړي ،نو رسول الله به حسان باندې غږ وکړي چې ځواب يې ورکړه :(( ای الله په روح القدس يې مرسته وکړه)). او ورته وبه وايي (( ويې غنده، جبريل له تا سره دی)). ((جبريل له حسان سره تر هغې دی تر څو چې د رسول الله نه دفاع کوې)).
حسان په جاهليت کې رالوی شو. او اسلام به يې دومره پورته کړې چې دغه بې زړه انسان به د عمربن الخطاب د مسلمانانو دوهم خليفه پر وړاندې هغه مهال دريږي چې د رسول الله په مسجد کې شعر وايي، عمر ورته وايې:
– د رسول الله په مسجد کې شعر وايې؟
حسان په ځواب کې ورته وايې:
– ما په کې د هغه چا په مخکې شعر وايه چې لتانه غوره و.
خداش يوتن هاشمي له ځان سره د سوداګرۍ په سفر مزدور ونيو. د هاشميانو يو تن پرې تېر شو چې د جوال خوله يې ايله شوې وه، ورته يې وويل:
– يو پړی راکړه چې د جوال خوله پرې وتړم، هسې نه چې اوښان رانه ونه ترهيږي.
هغه پړی ورکړ، د جوال خوله يې پرې وتړله،خو چې سېمې ته ورسېدل، ټول اوښان يې وتړل او يو اوښ يې ايله پرېښود. خداش وويل:
– دغه يو اوښ ولې ايله ګرځي؟
– پړی يې نشته.
– پړی يې څه شو؟
– دبني هاشم يوتن رانه وغوښت، د جوال خوله يې پرې تړله، نو ورمې کړ.
– خداش پرې د لرګي سخت ګزار وکړ او ځای پرځای یې کړ. يو تن يمنی پرې تېرېده، د هغه وروستۍ سلګۍ وې، ورته يې وويل؟
– د حج موسم ته ځې؟
د حج د موسم ورځې وې، عربي قبيلې عکاظ ته روانې وې، يمني ورته وويل:
– نه ورځم، خوکېدای شي چې ورشم.
– زما يوه سپارښتنه رسولی شې؟
– هو.
د سړي وروستۍ سلګۍ وې چې ويې ليکل.
– کله چې بيت الله ته ورسېدې چېغه کړه : وا د قريشو ټبره، که ځواب دې وا ورېده بيا غږکړه: وا د هاشم ټبره، که چا ځواب درکړ بيا د ابو طالب پوښتنه وکړه او ورته وايه چې خداش د پړي په سر ووژلم.
ابوطالب د قريشو په قافله کې عکاظ ته روان و. هغه ډېر خواشينی و. د خپل ورورعباس نه يې دوه کاله پور واخيست چې د حاجيانو خدمت پرې وکړي. هغه هيله لرله چې ګټه به وکړي، د خپل ورور قرض به خلاص کړي او د بېوزله حاجيانو خدمت به هم وکړي. هغه د ژمي په سوداګرۍ کې خپل مال يمن ته او د اوړي په سوداګرۍ کې شام ته استولی و. ګټه يې کړې وه خو لويه کوړمه ورپه غاړه وه او ډېر ميلمه دوست سړی و. نو هغه پيسې يواځې د کور او ميلمنو بس شوې او د خپل ورور عباس قرض پرې پاتې شو.
تېرکال عباس په دې شرط پور ورکړ، که چېرته يې ورنه کړای شوې نو د کعبې شرف به ورسپاري. هغه سږکال بيا پور ورکولو کې پاتې راغی. او په دې باوري شو چې نور د بيت الله خدمت نه شي کولی. ورځ تر بلې ورباندې مالي بوج زياتيږي. عباس په دريو کلونو کې د مکې د بډايانو په ډله کې وشمېرل شو. هغه به په سود پور ورکاوه. هغه په دې توانېده چې د بيت الله خدمت وکړي او په بېوزله حاجيانو لګښت وکړي.
د قريشو قافلې د عکاظ بازار ته ورسېدې، ابوطالب خپل ورور عباس ته ورغی، ورته يې وويل چې زه د پور ورکولو نه پاتې راغلم، اوس ته کولی شې چې د بيت الله د خدمت وياړ په غاړه واخلې.نژدې وه چې عباس له ډېرې خوشالۍ نه والوځي. د سترګو په رپ کې د قريشو مشر شو او د حزام بن حکيم په څېر د شرف خاوند شو. حزام بن حکيم هم د (ندوه خونې) غړيتوب مخکې له دې نه چې شونډه يې توره شي تر لاسه کړی و.هغه اوس خپل ځان امويانو له مشر “حرب بن اميه” سره چې لا ځوان دی سيال ګڼي. حرب بن اميه د قريشو بيرغچي و. په قريشو کې د خړوب او د حاجيانو د خدمت وياړ يې هم پرغاړه و!
نابغه ته په عکاظ بازار کې د څرمنې سره کېږدۍ وهل شوې وه. د عربانو شاعران اعشي، حسان بن ثابت او خنساء ورته راغلل. اعشي ورته خپل شعر اوراوه چې يوې عربي مېرمنې په کې له لرې نه سترګې خښې کړې وې. هغه د محلق ښځه وه، اعشي عکاظ ته له ورتګ نه مخکې مکې ته راغی، د محلق ښځې خپل مېړه ته وويل:
– اعشي راغلی او هغه خوله ور او پياوړی شاعر دی. په خپل شعر يې ډېر خلک تر اسمانه رسولي دي او ډېر يې پرې راپرځولي دي. او ته ډېر بېوزله او بې اسرې سړی يې، په خپل قوم کې ياد هم نه يې، د ډېرو لورګانو پلار يې، موږ له يوې اوښې پرته څه نه لرو چې په هغې مو خپل ژوند روان کړی دی. که له ټولو خلکو نه مخکې ورشې مېلمستيا ته يې راوبولې او دغه اوښه ورته حلاله کړې، نوپه دې کې به دې ګټه وي.
محلق ورغی هغه يې راوست اوښه يې ورته حلاله کړه، اعشي چې له خپلو ملګرو سره ډوډۍ وخوړه، بيا يې ورته له شرابو سره وريته کړې ينه راوړه. کله چې پرې شرابو اغېز وکړ د حال او احوال پوښتنه يې ترې وکړه. د لورګانو او بيوزلۍ لفظونو يې په غوږونو کې د نهليۍ شرنګ وکړ. اعشي وويل:
– دهغوی چاره پر ما.
هاغه دی اعشي اوس په عکاظ کې دی. ايا د محلق لورګانې به يادې کړي او که نه؟
اعشي خپل شعربشپړ کړ او حسان شعر پېل کړ:
موږ تکې سپېنې کاسې لرو
چې په غرمه کې ځليږي
او له تورو نه مو وينې څاڅې
موږ بني العنقاء او بن محرق وزيږول
موږ ښه ماماګان يو
او ښه بچي مو دی
کله چې يې شعر ولوست، نابغه ورته وويل:
– ته شاعريې.
خنساء ته د حسان په اړه د نابغه ستاينې خوند ورنه کړ، نو ويې ويل:
– دا څه ډول وياړنه ده، کاش چې په جفان (بڼو) او سيوف[3] (تورو)کې دې د ډېرښت جمع کارولې وای؟ او په دې کې څه وياړ دی چې په غرمه کې غوري ياد شوي – هغه د غرمنۍ وخت دی – داسې ځليدونکي لکه د سوداګر لوښي؟ هغه خپل ځان د غوريو له پلورنکو سره تشبيه کړی دی؟ ايا د زړورتيا د ښودولو لپاره د وينو څڅېدلو مبالغه پر ځای ده؟ ښه به نه وای که پريښې يې وای چې وينې ترې بهېدلای؟
خنساء د خپل شعر په اورولو پېل وکړ. ټول شاعران ورته غوږ شول او ډېر اغېز يې پرې وکړ. کومه نا اشنا خبره ځکه نه وه چې پلار يې شاعر و. ماما يې شاعر و. سلمی خور يې شاعره وه. ورور يې زهيربن ابي سلمی يو مخکښ شاعر و. کله چې خنساء له خپل شعر نه فارغه شوه، په ناستو کې يو تن د زهيربن ابي سلمی شعر له ځان سره زمزمه کړ، زهير په عربانو کې په حکيم شاعر پيژندل شوی و:
که څوک په ډېرو کارونوکې سازش ونه کړي
و به ژول شي او د اوښانو د سومو لاندې به شي
او څوک چې له نا اهل سره ښه کوي
ترې ګوښه به شي
او څوک چې له کنځلوڅخه ډډه نه کوي
وبه کنځل شي
اوڅوک چې له خپل ناموس نه
وسلواله دفاع نه کوي
ړنګ به شي
او څوک چې په چا ظلم کوي
ظلم به پرې وشي
نابلده په دښمن
د دوست ګومان کوي
څوک چې پخپله د ځان قدر نه کوي
نور به يې قدر ونه کړي
او څوک چې پخپل قوم کې
د مقام خاوند وي
او په خپله مقام باندې
په خپل قوم بخل وکړي
خلک به ترې هم لرې شي
او بد به پرې ووايي
که يو څوک يوعيب ولري
او که ګما ن وکړي
چې له خلکو نه به پټ شي
خو نه پټيږي
يو بل تن وويل:
– کعب بن زهير ښه شعر وايه.
د نابغه په خېمه کې مشاعره ختمه شوه، اعشي په خلکو کې پاڅېده او خپله قصيده يې شروع کړه. د محلق د مېرمنې زړه ودرزېده، ټوله غوږ غوږ شوه، ويې ويل:
خوب مې ونه کړ
او دغه بيخوبي مې
د ناروغۍ او ياهم
د عاشقۍ له امله نه وه
محلق د خلکو ګڼه ګوڼه وليده، ودرېده او په دې نه پوهېده چې اعشي څوک يادوي. تردې چې يې واورېدل :
د ملحق له کورنۍ نه مېلمستيا
غندنه داسې لرې کړه.
لکه د فرات سيند چې هرڅه پاکوي
ولس اوبه څښلې او ددوی په منځ کې
واړه واړه ماشومان تږي وو
محلق او پرښې د يوې مور شيدې رودلي
او قسم يې کړی
چې هيڅ وخت به سره نه جلاکيږو
سخا يې له مخ نه داسې رابهيږي
لکه هندي توره کې
چې اوبه ښکته پورته ځغلي
محلق حيران ولاړ دی. سترګې يې له اوښکو ډکې دي. غوږونو يې نه باوروله، هغه لا قصيده نه وه بشپړه کړې چې خلک د محلق کور ته د هغه د لورګانو په جرګه ورغلل.
د عکاظ بازار ګرم شو. دلته شعر ويل کيږي او هلته شخړه روانه ده. د نشه يانو خنداو بازار په سر راخيستی وو. د بني نصر بن معاويه يو تن له خپل شادو سره راغی، په بازارکې يې ودروله اوپه لوړ غږ يې وويل:
– د فلاني سره مې په مال باندې رانه دغه څوک اخلي؟
دغه کس د بني کنانه له ټبره و. د نصربن معاويه پور وړی و. مفلس شو او د قرض د خلاصولو توان يې نه لاره. نصر به د کناني او د هغه د شرمولو په موخه چيغې وهلې:
– دا شادو رانه د فلاني په مال باندې څوک اخلي؟
د بني کنانه قبيلې يو تن پرې برابر شو. شادو يې په توره وواهه او ويې واژه. نصر چېغه کړه:
– هوازن قومه ځان راورسوئ!
کناني چېغه کړه:
کنانيانو ځانونه راورسوئ.
دواړه خواوې راورسېدې.نژدې وه چې لويه جګړه پېښه شوې وای. خو چې پوه شول موضوع دومره لويه نه ده، بېرته خواره شول. دغه دريم فجار و او په دې سره د لومړي فجار ورځې پای ته ورسېدې.
د ذي القعده مياشتې شل شپې تېرې شوې. خلکو خپلې غوټې راټولې کړې او ذې مجنه بازار ته روان شول چې هلته خپلې سوداوې وپلوري. د لمر پريوتو نه مخکې د عکاظ بازار په صحرا بدل شو. ټول سوداګر ترې ولاړل، که د خرماو په ونو د لګيدلي نسيم غږ او د سپيو غپا نه وای نو بازار به د هدېرې په څېر چوپ و.
د ذي مجنه او ذي مجاز ورځې هم تېرې شوې. خلک بيت الله ته ډلې ډلې روان شول چې د حج مراسم پرځای کړي. په قبيلو کې د حج مراسم له ابراهيم عليه السلام له وخت نه پاتي وو. که څه هم د زمانې په تېرېدو سره خلک د خټو او ګټو خدايانو ته ګروهمن شوي و.
ټول فراېض به يې پرځای کول. په عرفات به ودرېدل، منډې به يې وهلې او شيطان به يې ويشته. کله چې به کوم چا احرام وتاړه، د ويښتانو يو هار به يې په غاړه کړ، بيا به ورته چا څه نه ويل. کله چې به يې د حج مراسم پرځای کړل، بيا به يې د ونې له پوستکي نه جوړ کړی بند پر غاړه کړ، او له دې وروسته به له چا څخه نه ډارېده او نه به ورته چا کوم زيان اړاوه.
ټولو ملتونو پاچاهان لرل چې د خپل ملت نه به يې دفاع کوله. خوپه عربو کې پاچاهان نه و، نو الله پاک ورته بيت الله يو داسې ځای وګرځاوه چې له خلکو نه به په کې دفاع کېدله. که يو چا به په کې د خپل پلار او زوی قاتل هم وليده، نو غرض به يې پرې نه کاوه.
قريشو د حمس نظر ومانه او بيا يې پلی کړ. ويې ويل:
– موږ د ابراهيم بچي او د حرم اولاد يو، د بيت الله خدمتګار او د مکې خلک او اوسېدونکي يو.
هيڅ عربان زموږ په څېر حقدار او زموږ په څېر لوړ مقام نه لري. تاسې هيڅ يو شي ته دومره لوړ مقام او ارزښت مه ورکوئ، لکه څنګه چې يې حرم ته ورکوئ. که مو داسې وکړل،عربان به ستاسې حرمت ته په سپکه وګوري او وبه وايي: دوی پاتې وخت ته هم د حرم د ورځو مقام ورکړی دی.
په عرفات غونډۍ يې ودرېدل پرېښودل. هغوی په دې ښه پوهېدل چې په عرفات ودرېدل د حج فريضه ده او د ابراهيم عليه السلام دين دی. خو هغوی په نورو ټولو عربانو باندې د عرفات په غونډۍ ودرېدل لازمي کړي و، خوخپله يې ويل :
– موږ د حرم اهل يو، په کار نه ده چې موږ له حرم نه د باندې ووځو او بايد له دې پرته نور څه ته لوړ مقام ور نه کړو موږ د حرم اهل او په دين کلک ولاړ خلک ياستو.
د غه فرمان يې د هغه عربانو په حق کې هم اعلان کړ چې د حل او حرم اوسيدونکي و او په مکه کې زيږېدلي و. هغه څه چې دوی ته حلال دي،هغوی ته هم حلال دي او دوی ته چې څه حرام دي هغو باندې هم حرام دي. کنانه او خزاعه له دوی سره په دغه کې شريک شول.
بيا يې نور نوي کارونه رامنځ ته کړل او ويې ويل:
– له حمس سره نه ښايې چې له شيدو نه شومبلې وباسي او د حج پر مهال غوړي هم د پاکولو په موخه نه شي اېشولی. د وژغنو خيمو ته هم نه شي ننوتلی، سيورې ته هم نه شي کيناستلی او که وي بيا به د څرمنې خېمې سيورې ته کېني او روسته يې دغه قيودات لرې کړل او ويې ويل:
– که څوک حرم ته د حج او عمرې په نېت راغلي وي، نو بيا نه شي کولی چې له ځان سره راوړي شيان وخوري. لومړی طواف به هم د حمس په جامو کې کوي.که يې پيدا نه کړې، نو بيا به لغړ طواف کوي،که کوم مخور سړی او مېرمن د حمس جامې يې ونه موندې او په هغه جامو کې يې طواف وکړ چې په کې راغلي وو.د حج له مراسمو وروسته به يې غورځوي، نه به يې خپله اغوندي او نه به يې بل څوک اغوستلای شي.
په هغه جامو يې “اللقی” غورځول شوي نوم کيښود.
د عبدالله زوی محمد دغه خرافات ليدل او زړه يې ورته ډېر تنګېده. هغه به د نړۍ غېږې ته ځان وسپاره، ما وارء الطبيعت ته به ولاړ چې د ذاتونو ذات ته ورسيږي. څو الله پرې وحې نازله کړي چې د خلکو د دغه باطلوعقيدو مخنيوی وکړي .(( له هغه څخه وروسته (له عرفات څخه د مينا خوا ته) به په هماغې لارې راکوز شئ چې (نور) خلک پرې راکوزيږي او له الله څخه بخښنه وغواړئ. په رښتيا چې الله بخښونکي، لوروونکي دی[4])).
الله به د دوی دغه عقيدې چې په ځانونو يې خواړه حرامول او په لغړه يې له بيت الله نه طواف کاوه باطلې کړې: (( اې د ادم زامنو خپلې ښاېسته (جامې په هر لمانځه کښې واغوندئ ، خورئ او څښئ او بې ځايه لګښت مه کوئ، بې شکه چې الله بې ځایه لګوونکي نه خوښوښوي * اې (رسوله دوی ته ) ووايه : د الله هغه ښکلا چې خپلو بنده ګانو لپاره يې را اېستلې وه او د خوړلو پاک شيان چا حرام کړل؟ ووايه : دغه شيان د دې دنيا په ژوند کښې د هغو کسانو لپاره دي چې ايمان لري د اخرت په ورځ ځانګړې هغوی لره (ده) په دې توګه موږ خپل اياتونه هغو خلکو ته بيانوو چې پوهيږي[5])).
خداش له بيت الله نه طواف کاوه، د ابوطالب سترګې پرې ولګيدې، ورغی او ورته يې ويل:
– زموږ سړی دې څه کړ؟
خداش ورته وويل:
– ناروغه شو، تر هغې ورسره ووم چې مړ شو، بيا مې خښ کړ.
ابوطالب په ډېرې خواشينۍ وويل:
– همداسې په کار وه.
ابوطالب يې په خبره باور وکړ. په حرم کې يوې خوا بلې خوا ګرځي او په حاجيانو پاملرنه کوي، که څه هم دغه شرف يې له لاسه وتلی دی، خو هغه کولی شي چې حاجيانو سره يو څه مرسته وکړي.
په حرم کې يوغږ پورته شو:
– وا د قريشو ټبره !
هغوی وويل:
– دا قريش دي.
يمني سړي چې مقتول ورته سپارښتنه کړې وه، وويل:
– وا دهاشم بچو.
– دا د هاشم بچي دي.
– ابوطالب څوک دی؟
– دا ابوطالب دی.
يمني ابوطالب ته ورغی او ورته يې وويل:
– فلاني راته سپارښتنه کړې وه چې تاته يې وايم. خداش هغه د پړي په سر وژلی دی.
ابوطالب خداش پسې ورغی او ورته يې وويل:
– تا زموږ سړ ی وژلی دی. په درېو کې يوه غوره کړه، يا سل اوښان ديت ورکړه، يا به ستا د قوم پنځوس تنه راته قسم کوي چې نه يې دی وژلی او يا دې پرې وژنو.
خداش خپل قوم ته راغی، هغوی وويل:
– موږ قسم خورو.
په دغه کسانو کې حويطب بن ابي قيس العامري هم و چې قسم ته تيار شو، مور يې هاشمۍ وه، چې باوري شوه زوی يې د مقام او رکن ترمنځ په ناحقه قسم خوري، په خپل زوی ووېرېده، هغې اورېدلي و چې ځينو خلکو په بيت الله کې په ناحقه قسم خوړلی وو، چې کله له حرم نه ووتل، د يوې تيږې لاندې کيناستل تيږه پرې راوغورځېده. مور يې په منډه ابوطالب ته راغله او ورته يې وويل:
زه غواړم چې زما دغه زوی له دې پنځوسو کسانو له جملې نه وباسې او قسم ورنه کړې.
ابوطالب هم هغسې وکړل.يو بل سړی ورته راغی او ويې ويل:
– ابوطالب! تا ويلي چې پنځوس کسان به د سلو اوښانو په ځای قسم کوي، په هرسړي دوه اوښان رسيږي، دغه دوه اوښان له مانه واخله او ما له قسم نه وباسه.
ابوطالب ومنله. اته څلوېښت کسان راغلل، د رکن او مقام په منځ کې يې قسم وخوړ چې خداش دغه سړی نه دی وژلی. خلکو انتظار کاوه چې په بيت الله کې په ناحقه قسم خوړونکو به کوم عذاب نازليږي، يوتن وويل:
– په هغه ذات قسم خورم چې زه يې په واک کې يم، کال به نه وي تېر چې دغه اته څلويښتو کې به په يوه کې هم ساه نه وي.
که څه هم د ابوطالب لاس تش و، خو بيا هم له خپل ژوند څخه خوشاله و. په خپل قوم کې يې خبره منل کېده، که څه هم د بيت الله د خدمت شرف يې له لاسه وتلی و. زبير قوي غندونکی شاعر و چې ټولو قبيلو به ترې ډډه کوله. ابولهب په مزو کې ډوب و، مېلې، شراب او کباب يې ټول ژوند ګرځېدلی و. په مکه کې دغسې کارونو د چا شخصيت ته کومه صدمه نه شوه اړولای. بلکې د شاعرانو د مجلس نقل به و. حمزه اسپاري خوښوله او د اتلانو په اخلاقو يې ځان برابراوه،که څه هم د شرابو جامونه به يې په سر اړول. عباس د نوي شرف له اخستلو وروسته ښه خوشاله و. دا خو دده ډېر پخوانی خوب و چې د عبدالمطلب له مړينې وروسته به يې ليده.
قريشو په نورو قبيلو خپل ځانونه له دې امله لوړ ګڼل چې دوی د داسې حرم خلک دی چې په هغه کې مارغان هم په امن دي او دوی د ابراهيم او اسماعيل زامن دي. په دې هم ډېر خوښ وو چې حمس ورته نور فضيلتونو او برترۍ هم ورکړې دي. نصرانيانو او يهودانو د بيت الله زيات درناوی کاوه او د بيت الله په اړه يې په ټولو افسانو باور لاره. يو تن هم ونه کړای شو چې خلک سمې لارې ته راوبولي اود حقيقت له ملغلرې نه د خرافاتو خېري وتوږي. احنافو هم په دې بسنه وکړه چې د ابراهيم دين وپلټي او هر يو يې په ځانګړې طريقې د خپل رب عبادت پېل کړ، د ځان په هداېت يې بسنه وکړه، خپل رب ته يې خلک راونه بلل او نه يې په دغه لاره کې په خپل سر کړاونه او ستونزې واخيستې.
محمد بن عبدالله يواځينی څوک دی چې د خپل جسد نه د باندې وځي، له خپلې ټولنې څخه د باندې ځي، چې په وجود کې حل شي او د خپل الله سره يوځای شي. اتصال د اتصال له ارادې څخه نه جلا کيږي. هغه دده په ژورو کې دی او داسې يې انګيري چې وصال وروستنۍ موخه ده. په دغه لاره کې جهاد دی، جګړه ده، خنډونه دي، دردونه دي او قربانۍ دي. هغه يو داسي شی دی چې بايد ترسره شي.
الله هغه مطلق واحد ذات دی چې غاړه يې ورته اېښودې، ورته په کار دي چې ورمنډې کړي او خپله هغه هيله يې وګرځوي چې د هغې لپاره وروستنۍ هڅې کوي. په دغه لاره کې هره ستړيا خوږه ده، هر درد درمان دی او هرې سرښندنې ته په کې تيار دی، تر څو هغه هدف ته ورسيږي چې ترشا يې بل هدف او موخه نه وي: دحقيقت له جوهر سره پيوستون، د نورالانوار نه اقتباس او په سينه کې يې د باور زړه ودرزيږي.
د جاهليت له غړوندي نه يې د خپل ذات د ازادېدو لپاره هڅه کوله. هغه پرله پسې مبارزه کوله چې ذات يې د داسې ټولنيز نظام بندي نه شي چې هر ډول ازادي او هر شخصيت په کې زندۍ کيږي، دا سخت کار و. هر ډول راحت او ارام به پرېږدي او د خپل نفس سره به جګړه کې ښکېل شي. د خواهشاتو او شهوتونو پر وړاندې به کلکه مبارزه کوي، تر څو روحي بريا تر لاسه کړي؛ هغه بريا چې خپله موخه يې ګرځولې ده.
ټولو خوښيو ته شا کوي او د زغم په توره هر محروميت وژني، ټول غړي له نفسي شهوت نه ژغوري، خپل روح د قوم له خوشاليو نه لرې وړي. روحي سالم ژوند را ژوندی کوي، له هغه غړونديو نه يې ازادوي چې ځمکې ته يې راکاږي. په دغه لاره کې هرې ستونزې ته غاړه ورکوي، څو حقيقي سعادت او نېکبختۍ ته ورسيږي. د وصال سعادت چې همېشه د وجدان په غوټيو باندې يې د ځانګړې خوښۍ پرخه راوريږي او روح يې تسکينوي
مطلق حقيقت يې حس کاوه چې د عقل په تل کې يې دی. اسمانونو او ځمکو ته ګوري، په کې د الله تعالی د قدرت نښې ويني. د اسې زړه لري چې د عقلي حواسو او طبيعت نه يې لرې وړي او خپل رازونه ورښايې. تأمل ، تلپاتې فکر او په نړۍ کې ځيرنه د روحي څړيکو هغه کونجي ده چې د ورځو په تېريدو يې ځلا نوره هم زياتيږي.
نه غواړي چې د عقل څراغ يې ګل شي او د خپلو پلرونو تقليد وکړي. هغه پوهيږي چې پلرونه يې بې لارې و او په هيڅ نه پوهېدل. غواړي چې له خپلې ټولنې څخه ډېر لوړ شي او له خپل ذات نه پورته لاړ شي. د پرمختګ په دغه لاره کې مبارزه، محروميت، او اوږد زغم وګالي، تر څو مطلق روح ته ورسيږي، د روحونو روح او د ذاتونو ذات ته.
کتاب: محمد_ﷺ_او ملګري يي (يتيم)
ليکوال: عبد الحميد جودة السحار