لیکنه: پوهيالی احمدضياء الهام
د ټولنيز ژوند په هر پړاو کې انسانان يو د بل، له افکارو اغېزمنېږي؛ د انسان فکر نيمګړی دی، ددې وړتيا نه لري، چې د ژوند ټولې چارې زده کړي؛ له دې امله د ټولنيز ژوند په لړ کې وګړي، د خپلې خوښې کسب زده کوي؛ څو يو د بل د ژوند، اړتياوې پوره کړي؛ د انسانانو تر منځ هم، لوی توپير دی؛ ځينې پخپله د ژوند تګلوری ټاکي، خو ځينې له روښانفکره وګړو، د ژوند لارې چارې زده کوي او په خوځښت راځي.
د ټوليزو افکارو د روزنې لپاره، تر ټولو غوره وسيلې ډله ييزې رسنۍ دي؛ ځکه ددې پرمټ د روښانفکره وګړو فکري محصول، په يوه وخت تر ګڼ شمېر کسانو رسېږي او اغېز يې ټوليز وي؛ خو ددې اغېز د ډېروالي لپاره، د مخاطب پېژندنه اړينه ده؛ ځينې ليکوال او ويناوال، د ټولنيز ژوند له بهيره، د خپل ذوق له مخې سوژې ټاکي او په ټاکلو سوژو، د خپل ليد له زاويو تبصرې کوي؛ خو مخاطب يې له ياده ايستلی وي.
د ليکوالو او ويناوالو ليکنې او ويناوې، د خپل ځان د پوهونې لپاره نه، بلکې د نورو د پوهاوي لپاره خپرېږي؛ څو د بېلابېلو مسايلو په اړه، ټوليز افکار روښانه کړي؛ که د خپل فکري بهير اغېز، د خپلخوښۍ، له انحصاره ژغورئ؛ د خپل ذوق پولې ماتې کړئ! د مخاطب د ذوق او اړتيا نړۍ، د خپلې ليکنې او وينا د بډاينې په موخه ګز او پل کړئ! څو مو هره ليکنه او وينا، د مخاطب د ژوند رښتينې هنداره شي.
که د ليکنې او وينا له عملي پړاوه مخکې، خپل مخاطب وپېژنو؛ د هغه له پوهې، ذوق، عمر او ورځني ژوند له اړتياوو سره سم مطالب او مفاهيم لېږدولی شو؛ د مخاطب له غوښتنو سره به، پل په پل موازي مزل وکړو؛ خو که مخاطب مو نه وي پېژندلی، تر ډېره بريده به مو خواري بې ځايه وي؛ د فکري محصول اغېز به مو، يوازې د خپل فکر تر کنټروله محدود وي او د ټوليزو افکارو د لارښوونې وړتيا به نه لري.
د مخاطب بشپړه پېژندنه، د خپرنيزو توکو په راښکون کې ستر رول لري؛ که مخاطب په ټولو ځانګړنو وپېژنو، خپرنيز مطالب مو د مخاطب فکري نړۍ بډايه کولی شي؛ د ښې پېژندنې په موخه، مخاطبان د پوهې، عمر، جنس او حرفې (کسب) له مخې، په څلور ډلو وېشلی شو:
د پوهې له مخې لوستي، لږلوستي او نالوستي؛ عمر له مخې ماشومان، ځوانان او لويان؛ جنس له مخې نارينه او ښځې؛ حرفې له مخې د ټولنيزو دندو د وېش پر بنسټ لکه: ډاکټر، انجينر، معلم، بزګر، ترکاڼ، خټګر او… مخاطبان لرو؛ د يادو مخاطبانو په ذوق، غوښتنو او اړتياوو ښه پوهه، روښانفکرانو ته دا وړتيا وربښي، څو خپل افکار او نظريات په اغېزمن ډول تر دوی ورسوي.
د خپلو افکارو د لېږد پرمهال، د مخاطبانو پوهه له ياده مه باسئ! خپل ليکلي او غږيز مطالب، له خپراوي وړاندې په ځيره و ارزوئ! که د مخاطب له پوهې ډېر ټيټ يا لوړ وي، داسې يې برابر کړئ، چې د لوړ کسانو د خندا نه شي او د ټيټو کسانو له مخې، هر ډول لفظي او مانيزې غوټې لرې شي.
د عمر له مخې هم، مخاطب مه هېروئ! که ماشومانو ته خپل افکار رسوئ، په ټوله معنی، د ماشوم ژوند، فکر، ذوق، زغم او وړتيا درک کړئ! له ماشومانه نړۍ، په ماشومانه انداز، دومره څه ورته ولېږدوئ، چې هضم کولی يې شي. ځوانانو د ځوانۍ د بهير اړونده چارې، د خپل فکر په رڼا کې داسې وړاندې کړئ، چې په لېوالتيا يې واخلي او په ژوند کې يې مثبت بدلون ته لاره هواره کړي؛ همدارنګه د لويانو د ژوند بهير، تر دوی بېل دی؛ د هغوی اړتياوې او غوښتنې د لويانو له فکري زاويې، په بشپړه ځيرتيا درک کړئ او په زړه راښکونکې بڼه يې ورته وړاندې کړئ.
د جنس له مخې د نارينه وو او ښځو ژوند او ورځنۍ چارې جوت توپير لري؛ که د ليکنې يا وينا سوژه، په ښځو پورې اړه ولري او له نارينه ليدلوري رڼا پرې واچوو يا سوژه په نارينه وو پورې اړه ولري او د ښځو له فکري زاويې ورته وګورو؛ نو دا يوه لويه تېروتنه ده؛ د هرې طبقې له ورځنيو چارو، فکري ميلان او اړتياوو سره، بايد د فکر د بيان طريقه هم برابره وي.
د ځانګړو کسبونو په برخه کې، که د وګړو د ستونزو لپاره ليکنې يا خبرې کېږي؛ دلته بايد په ځانګړې ډول هماغه کسبګر په پام کې ونيول شي؛ د هغوی د کسب له ټولو اړخونو سره، بلدتيا اړينه ده؛ ځکه چې د هغوی ستونزې درک کړل شي او د هغه مطابق يې له خوښې سره سمه لارښوونه وشي.
د مخاطب د غوښتنو ترڅنګ، د خپل د فکر د بيان هنر هم، له ياده نه شو ايستلی؛ که سل په سله د مخاطب غوښتنو ته ځان تسليم کړو، کېدای شي فکري بيان مو پردی رنګ ولري؛ مخاطب ته د خپل هنر د خونديتوب تر بريده، اهميت ورکړئ؛ د فکر په بيان کې د مخاطب مثبت نظريات ګډول، د فکري توليد له ښه والي سره نېغه اړيکه لري؛ هغه غوښتنې يې را واخلئ، چې په کار مو مثبت اغېز ښندي او له هغو يې په احترامانه ډول تېر شئ، چې په کار مو مثبت اغېز نه لري؛ د مخاطب نظر ته پام، د فکر له بيان سره دا مرسته کوي؛ چې هغوی زموږ په فکري محصول کې، خپل ځانونه په اسانۍ سره موندلی شي.
کله چې د افکارو د لېږد چارې، په اغېزمنه بڼه ترسره شي؛ د ټوليزو افکار په سالمه روزنه کې، نېغ په نېغه اغېزمن رول لوبوي؛ د ټوليزو افکار رغښت، په ټولنه کې مثبت بدلون ته لاره هواروي او په مدار مدار ورسته پاتې معيارونه له منځه وړي.
د فکري بهير د رغښت په هيله!