لیکنه: میوند شینواری
مدعا مثل یو ادبي صنعت دی چې شاعر په لومړي نیم بیتي کې ادعا کوي او په دویم نیم بیتي کې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره بېلګه راوړي، داسې بېلګه چې مونږ قانع کوي. په مدعامثل کې استدلال وي خوهنري استدلال، شاعر سره چې کومه ادعا ده، د هغې د ثابتولو لپاره هنري استدلال کوي او بېلګه وړاندې کوي. دا مثال باید روښانه او طبیعي وي. مدعامثل د هندي سبک تر ټولو لویه او مهمه ځانګړنه بلل کیږي، د هندي سبک شاعرانو دا صنعت ډیر پاللی دی. مدعامثل ته عربان امکان المشبه هم وايي، یانې مشبه ته داسې یو څه منسوبول چې امکان ونه لري خو شاعر په بل نیم بیتي کې د هنري استدلال په زور ناممکن ممکن کوي او د یو روښانه مثال په راوړولو خپله خبره په مونږ مني. حمزه بابا وايي:
حمزه قدر په خپل کور کې د چا نه وي
د عربو خلک کم دي چې حاجیان دي
په لومړي نیم بیتي کې شاعر ادعا کړې چې په خپل کور کې د چا قدر نه وي، دا خبره ممکن مونږ په عام ژوند کې چاسره ونه منو، ځکه په خپل کور کې خو د هر چا قدر کیږي په پردي کور کې د چا قدر نه وي، مګر دلته شاعر د هنري استدلال له لارې پر مونږ خپله خبره مني، حاجي په پښتنو کې د اعزاز او درنښت سمبول دی،حمزه بابا وایی عربان که حج وکړي هم څوک ورته حاجي نه وايي ځکه چې کعبه یی په خپل کور(هېواد) کې ده. د مدعامثل بنیاد په تشبیه ولاړ دی خو له عادي تشبېه سره توپیر لري. اسدالله غضنفر په یوه لیکنه کې دا توپیرونه ښودلي دي:
(۱)په مدعا مثل کې د مثال راوړلو له لارې د یوې ادعا د ثابتولو هڅه روانه وي مګر په عادي تشبیه کې ممکن دغسې هڅه نه وي.
(۲) په مدعا مثل کې معمولا مشبه او مشبه به تر یوه زیات وي.
(۳) په مدعا مثل کې د تشبیه توري ( لکه، هسې ، په شان…) نه وي.
(۴) په مدعا مثل کې دا امکان زیات دی چې د تشبیه وجه بیان نه شي.
مدعامثل په بدیعی صنعتونو کې هغه صنعت دی چې خورا لوړ ادبي ارزښت لري، په پښتو کې چې د بدیعي فنونو په اړه کوم کتابونه لیکل شوي دي، ډیرو هغو کې یې مدعامثل بشپړ نه دی تشریح شوی. ډیرو خو یی له ارسال المثل، تمثیلي تشبېه او حسن تعلیل سره توپير هم نه دی کړی. په ارسال المثل کې مشهور متل یا معقوله راوړل کیږي، چې په مدعا مثل کې داسې نه وي. تمثیلي تشبېه کې مشبه ته کوم نااشنا کار نه منسوبیږي چې بیا یې د بېلګې په راوړلو ثابت کړي. په حسن تعليل کې موخه استدلال نه وي، تش يوه خيالي علت ته اشاره وي؛ خو په مدعا المثل کې څرګند استدلال موجود وي.حسن تعليل علت ته ډېر پام کوي؛ خو مدعاالمثل د دال پر ځاى مدلول ته اهميت ورکوي او موخه يې د خپلې ادعا اثبات وي.
د محمد صدیق پسرلي په شعرونو کې مدعامثلونه ډیر موندلی شئ. دې بیت ته یې ځیر شئ:
د عشق راز څرنګه ووایم زاهد ته
په اومه ګړي کې نه ساتي اوبه څوک
په لومړي نیم بیتي کې ادعا شوې ده او په دوهم نیم بیتي کې د هنري استدلال له لارې ادعا ثابته شوې ده. بل بیت یې دی:
نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون پرمخ
ځینې د نورو په تقلید او پيښو کې دومره ورک شي چې خپله لار هم ورکه کړي، منځ کې هيڅ هم نه شي. (کارغه د زرکې تګ کاوه خپل یې هیر کړ) په دنیا کې د هر چا لپاره خپل خپل ځای شته، هیڅوک د بل ځای نه شي نیولی. خپل ځان باید وپيژنو او خپله باید یو شی شوو. په پټو سترګو په نور پسې تګ هم نه دی پکار، پيژندل او تشخیص مهم دی، ګنی د شپون غوندې به تمام عمر خړ مخي پاتې یو.
موکده تشبيه، چې تشبيهي توکي(لکه، په شان، غوندې) پکې نه وي، مدعاالمثل پيدا کوي. مدعاالمثل هغه صنعت دى، چې شعر ته د شاعرانه استدلال چاپيريال جوړوي.
په مدعا مثل کې د تشبیهي استدلال له لارې ممکن متضادو نتیجو ته ورسیږو، یانې کیدای شي شاعر یو ځل د یو کار د کولو امر وکړي بل ځل د همدغه کار د نه کولو ووايي، یا کیدای شي یو ځل یو کار ښه وګڼی بل ځل همدغه کار خراب وګڼي، خو په دواړو حالتونو کې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره هنري استدلال کوي او مثال راوړي، چې په دواړو حالتونو کې د ښکلا په زور پر مونږ خپله خبره مني.
حنان بارکزی وايي:
تمه مه کړه د بوسې له ساده رویو
نه دی څښلی چا شربت د آیینې
ساده روی په پخواني ادب کې هغه چا ته وایي چې په مخ باندې یې ویښته نه وي. دلته ساده رویان د مخ د صافوالي په وجه له آیینې سره ورته بلل شوي دي، بوسه د شربتو معادل ده او لکه څنګه چې چا د آیینې شربت نه دي څښلي نو له ساده رویو هم د بوسې تمه بې ځایه ده. په دا بل بیت کې د تشبیهي استدلال په اساس وايي چې د بوسې تمه خو پکار ده له ساده رویو:
د بوسې خواستونه کړه له ساده رویو
د دعا قبلېده کېږي په سحر کې
په کومو شعرونو کې چې مدعامثلونه راغلي دي، هغه به خامخا خوندور او رنګین وي، ما تر اوسه داسې کوم بیت نه دی لیدلی چې هغه دې مدعامثل صنعت ولري او خوندور دې نه وي. خو په نننۍ شاعرۍ کې یې بېلګې په ندرت سره موندلی شوو.
د دروېش دراني په شاعرۍ کې ماته دا یو بیت مخې ته راغی، ممکن نور دا ډول بیتونه هم ولري خو ما ته نه دي تر سترګو شوي:
د یار په زړه باندې به ستا اوښکې و نه کړي تاثیر
په دې غوړ لوښي به تر څو سړې اوبه تېروې
په ټوله کې د یوه انسان ژړا خامخا تاثیر لري، سړی دردوي او ترحم او عاطفه یې راجلبوي خو شاعر ادعا کړې چې د یار په زړه به هیڅکله د عاشق اوښکې تاثیر ونه کړي، په بل نیم بیتي کې یې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره، په سړو اوبو د غوړ لوښي مینځلو بېلګه راوړې ده. شاعر وايي ته چې له یاره د رحم او زړه سوي تمه کوې، دا داسې ده لکه په سړو اوبو چې غوړ لوښی مینځې، چې هیڅ ځای نه نیسي او یوه بې ګټې هڅه ده.
د نن یو بل مخکښ شاعر ممتاز اورکزی دی، دی د غزل په نزاکتونو پوه او نازکخیاله شاعر دی، تر ډېره د هندي سبک پالونکی ښکاري، په شعرونو کې یې شاید د مدعامثل بېلګې ډېر وي، دلته یې دا دوه خوندور بیتونه راوړم:
یارانه خو په ګیلو مانو ښایسته وي
د کاټن لباس په کونځو مزیدار شي
+++
د نن حیا دې د سبا پښیماني جوړه نه شي
څوک چې ست غواړي په ماښام هغه د شپې وږي شي
په لومړي بیت کې شاعر ادعا کړې چې یارانه خو په ګیلو او مانو ښکلې وي، دا خبره په عام ژوند کې څوک نه مني چې په ګیلو دې یارانه یا دوستي ښکلې وي ځکه چې د ګیلو مانو په پيدا کیدو سره خوابدي رامنځته کیږي او زړونه لرې کیږي خو شاعر دلته د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره خورا ښکلی هنري استدلال کوي او ډېر خوندور مثال وړاندې کوي. د کاټن لباس په ګونځو مزیدار شي. دلته یارانه د کاټن له لباس او ګیلې مانې د دې لباس له ګونځو سره تشبېه شوي دي. همداسې په دویېم بیت کې هم د نن حیا د سبا پښیماني جوړیدل امکان نه لري مګر شاعر په بل نیم بیتي کې د خورا په زړه پورې هنري استدلال له لارې دا ناممکن، ممکن کوي.
په بدیعي صنعتونو کې ځینې یې ډیر لږ ارزښت لري او یو شمیر هغه یې بیا خورا لوړ ادبي ارزښت لري. مدعا مثل یو له همدغو صنعتونو څخه دی. ارسال المثل، تمثیل او حسن تعلیل هم لوړ ارزښت لري خو زما په نظر د مدعامثل هومره لوړ ارزښت به بل کوم صنعت نه ونه لري. د پښتو شعر په اوسني بهیر کې، ځوانو شاعرانو دا صنعتونه ډیر لږ پاللي دي، که چېرته د شعر په بارکیو او د غزل په نزکتونو د پوهیدو هڅه وشي نو بیا به ترې دا صنعتونه پخپله په شعر کې راوړل کیږي.
زما خپل یو بیت دی:
ګرم نه یم که بې وخته کړم د سرو شونډو هوس
ماشوم نه مېوه چیرته پخیدو ته پاتې کیږي
په بیت کې د شوې ادعا د اثبات لپاره داسې روښانه او هنري مثال راوړل شوی چې ټول یې مني.
یو بل بیت:
زړه مې ستا د سترګو له درشله څنګه منعه کړم
کار خو د ماشوم د مچو ځالو سره وي کنه
میوند شینواری
ویل کیږي په قصدي ډول د هندي سبک په اشعارو کې بدیع او بیان ته توجه نه کیده، که د بدیع او بیان اړوند کوم څیزونه د دوی په شاعرۍ کې راغلې وي هغه به تصادفي وي.
کله چې په شعر کې د مضمون د نوي والي هڅه وشي، پخپله به په شعر کې نادرې تشبیه ګانې، استعارې او کنایې په پراخه پیمانه پيدا شي.
په پای کې باید ووایم چې د ښه شعر لیکلو لپاره د نور ادبي ریاضت تر څنګ په هغو صنعتونه پوهیدل پکار دي چې لوړ ادبي ارزښت لري لکه مدعامثل، ارسال المثل، تمثیل حس امیزي او نور. دا چې ته کله په شعر کې راوړې نو مجبور یې چې نوي څه ووایې ځکه په دې کې تقلید او غلا ګرانه ده.
په پای کې د مدعا مثل څو بېلګې:
د ژوند ژورو ته له ژونده راضي نه رسیږي
د سین په څټ سپاره ځګونه په تل څه پوهیږي
پسرلیه هر چا ته د شعر نبض مه ورښایه
پوزۍ اوبدونکی په دردونو د نل څه پوهیږي
م. ص. پسرلی
زور دی په نرمۍ کې له سختۍ نه ډېر
لار په غره کې اوباسي پستې اوبه
خیبر اپریدی
پای
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه: په پورته لیکنه کې د اسدالله غضنفر، اجمل ښکلي او شرر ساپي له لیکنو په مستقیم یا غیر مسقیم ډول ګټه اخیستل شوې ده. بیتونه له لاندې ټولګو را اخیستل شوي دي:
غزلبڼ ـــــــــــــــ م صدیق پسرلی
زه په چاک پروت یم ــ ممتاز اورکزی
پیچومی ــــــــــ خیبر اپریدی
په کاڼي کې هېنداره ـــ دروېش درانی