لیکنه: رحمت ګل عمری
اسلام ،تعهد ، یوالی ، علم ، پرمختګ دا هغه څه دي چې یوازې مونږ نه بلکي هرافغان ځوان یې باید د بنسټي کېدو تږی وي .
الله ج په په خپل مبارک کتاب قران کې فرمایي ( منګولې ولګوئ په رسۍ دالله (ج )او تاسې سره خواره واره مه کېږئ)
ددې مرامونو لپاره زمونږ په ټولنه کې څه کار شوی، او وروسته لدې هم ښایي پدې برخه کې دګډو ، کره ، مشروع حقونو دلاسته راوړلو لپاره هلې ځلې وشي.
د مدنیت ، مدني حق ، د ملت دغوښتنو او د هغوی د سوي حق ترلاسه کوونکي مبارزین هغه ريښتیني کسان دي .چې د خلکو واقعي غږ ، ریښتینې ناره ، تر ظلم لاندې دمظلوم پټه شوې چيغه ددې حق دتر لاسه کوونکو اواړونده چارواکو ترغوږونو ورسوي ، او په شپو او ورځو ددې راز هڅو لپاره منډې ترړې وکړي .
دځوانانو ترمنځ دا مدني یون ټولنیز او ګډ حرکت هغه وخت بریالي او ټاکونکي پوړ ته رسیږي. چې ګډونوال یې په ریښتیني توګه دمدنیت او مدني حق دپېژندلو تر څنګ ؛ دهغې دلاسته راوړلو لپاره په شپه ورځ ، په باران او واوره ، په لوږه او تنده کې هلې ځلې وکړي ، په تېرو پسې آرمان ونه کړي ، سختیو ته تسلیم نه شي ، دخپلو چارو لپاره منظم پلانونه جوړ کړي . دخپل مظلوم ملت غږ او چت کړي. له مخ ګرځولو او وېرولو هم تشویش ونه لري ،دخپل حق او دنور دحقونو دترلاسه کولو لپاره مبارزه واقعي جهاد وګڼي .
که غواړو چي بریالی راتلونکی ولرو ، له اوس بریالۍ موخې وټاکو. که مو فرصت له لاسه ورکړی وي . ویراو په تېر پسې آرمان ونه کړو .
له تغیر څخه مخ اړول په هیڅ شي کې تغیر نشي راوستی. دتغیر سره مخ کېدل په هرڅه کښي بدلون راوړي. دنورو په اړه شکایت کول هېڅ ستونزه نشي حل کولای، هغه تغیر چې دخپل اولس لپاره غواړو لومړی یې باید په ځان کې عملي کړو.
که مو فرصتونه له لاسه ورکړي وي هغه به تجربې حساب کړو، او دبریالیتوب لپاره به یې لارښونه وګڼو.
په هیواد کې له نا امنۍ نیولې ، تر ناسم زده کړیزسیستم ، له اقتصاد ستونزو نیولې تر فقر اونېستۍ حاکم دي خلک ورځ تر بلې په حکومت خپل باور له لاسه ورکوي ، حکومت په تېرو څو کلونو کې په ولایتونواو ولسوالیو کې پرمختګ نه بلکي شاتګ کړی .
دا ستاد غضنفر په خبره؛ مدني او ټولنيزې هڅې يوازې دا نه دي چې يوه ډله خلک دې د حاکم دولت په وړاندې را پورته شي، او په هره برخه کې دې يوازې نيوکې وکړي: (( بلکې په رښتينې ډول اجتماعي هڅې دا دي چې يوه ډله خلک دې په ټولنه کې د مثبتو بدلونونو په موخه د مشوره کوونکو، نيوکه کوونکو او کارګرو په بڼه را څرګند شي، تر څو په لنډو او اسانه لارو اجتماعي اهدافو ته ورسېږي.))
دتاریخ په اوږدو کې مدني حق ورکړل شوی ندی ، بلکي د فعاله ، زیرکو ، باحوصله ، زړورو اوریښتینو مبارزو ځوانانو له لوري په غټه او وړه کچه تر لاسه شوی دی.
دخپل اولس او خاورې په وړاندې دځوانانو مسئولیت دادی ، چې دخپل داولس دغوښتنو او دخاورې داړتیا په پام کې نیولو سره مدني مبارزه وشي ، داولس غوښتنې اودخاورې اړتیاوې په یوه ورځ ، میاشت یا کال کې لاسته نه راوړل کیږي . که غواړو چې ريښتینې او ګټوره مبارزه مو تل پاته وي ،نو پداسې مبارزه او مدني یون باید غور وشي چې پیل کوونکی یې مړوي خوپیل شوی یون یې نه مړ کېدونکی او نه تسلیمدونکی وي .
بریالۍ او ګټورې مبارزې هغه دي چې پکې ښکېل کسان دکوم شخص په نوم پکې ګډون ونه کړي ، بلکي دیوه ژور ، هر اړخیز فکر له خپرېدو وروسته ددې تحریک ملګری شوی وي .
زمونږ ځوانانو نظر هم دادی.
که ځوانان وغواړي نړۍ ته بدلون ورکولای شي، ځوانانو هڅې به مو داوي چې په هیواد کي به د جګړې فرهنګ له منځه لاړ شي ، سوله حاکمه شي ؛ او تاوتریخوالی ، فقر او بېکاري له منځه ولاړه شي ، د قانوني نظام په رامنځته کېدو، د ټولنیز عدالت په راوستو ، د حکومت د غلطو کړنو او د بهرنیانو د دسیسو د مخنیوي او داسې نورو لپاره مرستندویه رول ولوبو.
۵/۷/۱۳۹۴