لیکنه: ذکیه ابها
اساسې قانون زیات ډولونه لري چې یو له هغي جملي څخه مدون او غیرمدون اساسي قوانین دي چي په لاندي ډول تری یادونه کوم.
۱- مدون اساسې قانون: مدون اساسې قانون عبارت د هغه قانون څخه دي چي په یو یا څو سندونو کې د صلاحیت لرونکې مقام لخوا په یو معین وخت کي وضع یا په تصویب رسیدلی وي . لکه د افغانستان مدون اساسي قانون.
۲-غیر مدون اساسی قانون: غیر مدون اساسې قانون د هغه قانون څخه عبارت دي چي د هغه اصول، مقررات یی د غرف، عاداتو، رسم اورواج، آدابو څخه منشه اخستی او یا د یو مشخص قانون په توګه له صلحیت لرونکي مقام له خوا په یو معین وخت او یا د اساسی قانون په توګه په تصویب نه وي رسیدلې او یا عبارت د هغه قانون څخه دي چی مشخص متن او فصل بندي ونه لري لکه د انګلستان اساسی قانون.
که مونږ پرتله کړو چي مدون اساسي قوانین بهتره دي اوکه غیر مدون اساسي قوانین غوره دي، نو دا طبعې ده چي مدون اساسې قوانین نسبت غیر مدونو اساسې قوانیینو ته غوره او بهتره دي چي دا مونږ په دري دلایل په اساس په اثبات رسولی شو.
لمړې دلیل: غیر مدون اساسې قوانین عاقلانه نه دي، ځکه چي عرف هر څومره چي پخواني وي په همغه اندازه زاړه دي او د خلکو اوسني طبعیت سره برابر نه دي دا په دي معني چي، کله چي ټولنه پرمختګه کوې نو د پیشرفته او پرمختللې ټولنې لپاره باید پیشرفته او پرمختللې قوانین وجود ولري تر څو د هغوې موجوده حلاتو ته پوره جوابګوي اوسي.
دوهم دلیل: دا چې عرفې قونین نا مطمئن او ناقص دي نو په همدي اساس خلک نه شې کولي چې په دي قوانینو اعتبار وکړي او په ډیري اسانې سره نادیده ګڼل کیږي دا په دي معني چي غیر مدون اساسی قوانین تل پاتي کیدونکي نه دي او ډیر زر کم رنګه کیږي او ډیر زر خپل حقوقي اعتبار له لاسه ورکوي اما مدون اساسی قوانین ډیر زر خپل حقوقي اعتبار د لاسه نهورکوي او همدارنګه تل پاتې کیدونکې دي او ډیر زر خپل رنګ له لاسه نه ورکوي.
دریم دلیل: غیر مدون اساسې قوانین مشخص او دقیق نه دي او کله د اجراً په وخت کې ستونزې منځته راړي.
او مدون اساسی قوانین په اکثره مواردو کې جامع او د واحد متن درلودونکي دي او د دي قواعدو کلیات په سیاسي جوړښت، قدرت، انتقال او د هغې د د اجرا پوري په بر کي نیسي،او په غیر مدونو اساسې قوانینو کې کیدای شي لاس وهنۍ وشې او بی ثباتي منځته راوړي اما په مدونو اساسي قوانینو کی لاس وهني نه شي کیداي خو کله چي په مدونو اساس قوانیو کي چي کله هم چی خلا، مغلقیت او پیچیده ګي رامنځته کیږې د هغي لپاره خاص د تفسیر مراجع وجود لري او د هغی مغلقیت روښانه کوي او خلا یی ډ کوي.
نتیجه: دا چي د نړي په اکثره هیوادونه مدون اساسې قوانین لرې اوس دلته پوښتنه پیدا کیږې چي ولې هیوادونه مدون اساسې قوانین وجود لرې او هغي ته غوروالې ورکوي؟
د دي پوښتني په ځواب کي باید ووایم چي په نړي کي هر هیواد د خپل ځان لپاره بیلا بیل قوانین لرې او په نړي کي د میلاد څخه مخکي هم قوانين موجود و او هر پاچا به د قانون پر بنسټ پریکړي کولي.
پیغمبرانو هم د الله تعالی له خوا پر الهې قوانینو باندي پریکړي کولې د آدم (ع) څخه نیولې تر نن پوري هیوادونه د خپل ځان لپاره قوانین لرې.
د هر هیواد وګړې د خپل هیواد په قلمرو کي د یو قانون پر بنسټ اوسیږي او د دولت لخوا ور ته د ژوند اسانتیاوې برابریږې.
نو په دي اساس زه ویلې شم لکه څرنګه چي په طبعیت کې د اوبو د حرکت لپاره ویالو، لختیو، ته اړتیا ده د موټر د حرکت لپاره سړکنو ته اړتیا ده او د څارویو د تړلو لپاره رسیو ته اړتیا ده نو په همدي ډول انسان په انساني ټولنه کې د حرکت لپاره قوانین ته اړتیا ده، قانون په حقیقت کې د یوي انساني ټولنې د بنسټ او تهداب خښته ده نو په همدي اساس کله چي په یوی ټولنه کي قانونو وجود ونه لري نو دا په دي معني ده چي دا ټولنه تهداب او بنسټ نه لرې نو بي بنسته ټولنه له شکه پرته چي بقا او پایښت نه لري او هر څومره چي په یوي ټولنه کي قوې او غښتلې قوانین وجود ولری نو له شک پر ته چي په همغه ټولنه باندي قوي او غښتلې نطام او غښتلې ولسي بنسټونه حکومت کوي.
نو په همدي اساس ویلې شو چي د قانون په اړه څیړنه او لوستنه د هري ټولني لپاره اړین ګڼل کیږی خو په ځانګړي ډول د افغاني ټولني لپاره بیخی اړین ګڼل کیږي ځکه په دي ټولنه کي قوانین په سمه توګه نه پلې کیږي او خلک هم د قوانینو سره پوره اشنایی نه لری، که د قانون په اړه عام پوهاوي زیات شی نو به له یوی خوا د وګړو حقوق، دندي او مسولیتونه خلکو ته ور وپیژندل شي او د بلي خوا به د غیر قانوني کړنوڅخه مخه نیول شوی وی.