ژباړه: عطاالله ایوبزی نیازمن
مدیریتي مهارتونه روبرټ ګیډز له نظره
دا چی د مدیرانو دندی یو له بل سره توپیر لري او دی ته اړتیا لري چی د خپلو دندو او مسئولیتونو د تر سره کولو لپاره له ځینو مهارتونو څخه استفاده وکړي ترڅو د خپلی ادارې ټاکلي اهداف په اسانۍ سره تر لاسه کړي.
نو روبرټ ګیډز دغه مهارتونه په دری برخو تقسیم کړي دي
(۱) تخنیکی مهارتونه : هغه تخنیکونه دي چی د عملي چارو پرمخ بیولو په برخه کی تری ګټه اخیستل کیږي،یعنی که چیرته یو کار دی ته اړتیا ولري چی ځانګړي مهارت سره تر سره شي یا دا چی کوم خاص تخنیک (ماشین الات) څخه په استفادې سره تر سره شي نو مدیر د خپلو کارونو پرمخ وړلو لپاره په عملي برخه کی پوره معلومات د ځان سره باید ولري او هم ددغه تخنیک سره بلدتیا ولري تر څو نورو ته یی په سمه توګه ورزده کړي او یا ورته لارښونه وکړي.دغه ډول مهارتونه د ټیټ پوړو مدیرانو لپاره د زیات اهمیت وړ دي او هغه ځکه چی ټیټ پوړي مدیران نیغ په نیغه د کارکوونکو،سامان الاتو،اداري تولید او مشتریانو سره اړیکه لري. ټیټ پوړي مدیران د همدی مهارتونو پر مټ کولی شي چی اداری ته وده ورکړي او د اداری ټاکل شوي اهداف تر لاسه کړي.
(۲)بشري مهارتونه: دا هغه مهارتونه دي چی مدیرانو ته ددی وړتیا وربښي چی څرنګه په ځانګړي یا په یو ګروپ کی په ښه توګه دنده ترسره کړي.مدیران ددی مهارت په درلودلو سره کولای شي چی د خپل ګروپ د غړو ترمنځ د همکاری او همغږۍ فضاء رامنځ ته کړي، د خپل ګروپ قوي او کمزوری نقطی درک او په اړوند یی لازم اقدامات وکړي بشري مهارتونه د افهام او تفهیم،تشویق او څارنی لپاره ډیر موثر او د ټولو کچو مدیران کولای شي چی ددغو مهارتونو څخه ګټه واخلي خو په ځانګړي توګه منځ پوړي مدیران تری ډیره ګټه اخیستلای شي.
(۳)مفهومي (درک کولو) مهارتونه: هغه مهارتونه چی یو مدیر د هغې پر مټ د یو سازمان په کارونو کی منسجم والی،تنظیم والی او همغږي رامنځ ته کړي مفهومي مهارتونو څخه شمیرل کیږي.
مدیر کولای شي چی ددی مهارتونو پر مټ اداره په عمومي توګه وپیژني او همدا راز پدی پوه شي چی د اداری مختلفې شعبې څرنګه یو له بل سره اړیکی لري او که په یوه برخه کی بدلون راشي په نورو برخو باندی یی څه ډول تاثیر اچوي.
همدا رنګه دا هغه مهارتونه دي چی مدیران په مغلقو حالاتو کی پرې فکر کوي د استعمال په وخت کی د سازمان ټول اړخونه په پام کی نیسي،د سازمان په داخلي روابطو پوه شي او داسی یو تصور له ځان سره ولري چی څرنګه خپله اداره د اداري چاپیریال په سرحداتو کی راونغاړي.
مرجع ـ د مدیریت بنسټونه