ژباړه: مصطفی نور
د بدو عاداتو او کړنو پریښودل او د خپلې کمزورتیا منل، د مدیریت اساس جوړوي نو راځئ چې له دې لسو مرحلو څخه تېر شو تر څو دا تګلاره په اغیزناکه بڼه پلې کړو.
۱: هغه څه چې وایو؛ د هغه څرګندونو د څرنګوالي څارنه وکړئ
هغه څه چې وایې؛ وېې څارئ، هغه کلیمې چې له خولې څخه مو وځي مدیریت کړئ. دا یو پیژندل شوی حقیقت دې؛ د ډیرو خبرو څخه ډیر اوریدل ګټه لري ( په هر حال مونږ د اوریدلو لپاره دوه غوږونه او د خبرو لپاره یوه خوله لرو)، همدارنګه په یاد ولرئ چې د نورو د خبرو په منځ کې خبرې کول یو ډول بې ادبي ده، نود دې لپاره باید پریکړه وکړئ چې کومو وختونو کې چوپتیا غوره کړو او کومو وختونو کې په کومو ټکو ټینګار وکړو. د خبرو موازنې ساتنه د یوې روانې مکالمې کلي ده. خو که د دې کار پاملرنه درته ستونزمنه وي، چوپتیا غوره ده.
د ډیرو بریالي او مشهورو کسانو د بریالیتوب راز دا دی چې ډیر ښه اوریدونکي دي.
په حقیقت کې دا امر د ځان د مدیریت یوه بیلګه ده، هغوی د اوریدلو او خبروکړلو تعادل ته سره رسیدلي دي.
۲: پر خپل ځان باندې واکمن واوسئ
دې واک له لاسه ورکول انډول له منځه وړي او د نورو په ګټه تمامیږي. ځنې خلک د خپلو شتو ډیره برخه په خپګان، غچ اخیستلو او ځان ته په بازارموندنه کې لګوي. ډاده واوسئ او تل مو په څیره کې ډاډ او موسکا ولرئ. که هیڅکله له ځان څخه د خپګان، او په ځان باندې واک نه لرل ونه ښایی، تل به له اعتماد څخه ډکه څیره او موقیعت به په خپل واک کې ولرئ. کله چې واک له لاسه ورکړی هر څه مو له لاسه ورکړي.
نو ددې لپاره له خپل مغز څخه ګټه واخلئ او په یاد ولرئ هر هغه څه چې نور وايي، فکر کوي او تر سره کوي یې پر تاسو پورې هیڅ اړه نه لري، یوازې هغه څه چې تاسو یې کوی اړين دي.
۳: سختو کارونو ته لمړیتوب ورکړئ
سختو کارونو ته لمړیتوب ورکړئ. یو ګټور څه مې چې په ژوند کې تجربه کړي هغه دادي چې، لومړی باید سخت کارونه تر سره کړ او دا کار د ځان د سمون لپاره یوه لویه اړتیا ده، چې دا ډیر آسانه ده.
نابریالي وايي: دا کار وروسته وکړه، په هغه څه اخته شه چې دلچسپه او خوندور وي، خو بریالي خلک وایي: همدا اوس یې وکړه او کله دې چې ختم کړ د خوښې احساس به وکړې، لکه د نورو ښو کړنو په ډول دا به هم لږ وخت ونیسي خو ډیر ژر به په عادت بدل شي.
همدا د بریاليو کسانو ځانګړنې دي چې لمړی سخت کارونه ترسره کوي، دوی که یوه ښه مشوره غواړی، نو همدا ده،چې دا کار ډیرې لاسته راوړنې لري او د احساساتو د کموالي، د احترام د ډيروالي، بشر د کامیابۍ، او پر ځان باندې دواکمن کېدو لامل کیږي.
۴: ځان ته ډالۍ ورکړئ
د سخت کار تر سره کولو څخه وروسته ځان ته ډالۍ یا جایزه ورکړئ، کله چې ماشومان وو د ترخو درمل خوړلو لپاره به مو د کورنۍ له غړو څخه خوږه ژمنه اخیسته، اوس هم همدا کار د ځان لپاره وکړئ، د دې کار په مخ بیول به درسره د سختو کارونو په پیل، ترسره کولو او ختمولو کې ډیره مرسته وکړي.
۵: د وخت د مدیریت له یوه سیسټم څخه ګټه واخلئ
وخت ستاسو ډیره ارزښت لرونکې منبع ده، ماتې تل تاسو تشویقوي تر څو یې نالیدلې ونیسی، همدا اوس په ريښتینولۍ له ځانه څخه وپوښتی: چې آیا د خپل وخت څخه مو چې څنګه اړینه ده، هغسې ګټه پورته کړې؟ که ځواب مو منفي وي، نو ناکامي پر تاسو باندې حکومت کوي
۶: د بدن انډول وساتئ
د زیار د دورې بشپړه پلټنه د پوهانو کار دی، په دې پلټنه کې باید د خپل وجود څخه په ښه توګه ساتنه وکړو، همدارنګه تل مو ویلي، مغز په روغ وجود کې ښه کار کوي.
د کلونو په اوږدو کې، ما څو ډوله افسردګي تجربه کړې ده، مګر کله به مې چې منظم ورزش کولو او بدن به مې په مناسب وضعیت کې وو، قوی او روغ به وم، نو هیڅکله به مې مړای توب او ژور خپګان نه احساسوو.
که څه هم زه د طبي لیدلرو او څرګندونې وړتیا نه لرم، خو کولی شم خپلې تجربې او نتیجې یې ووایم، نو په دې اساس که غواړئ له ژوند څخه ډیر خوند واخلئ، خپل وجود مدیریت کړئ.
۷: له پارونو، ځور او ځنډونو سره وجنګیږئ
ځنډول یعنې د هغه کارونو نکړل چې باید ترسره شي، ما مخکې ویلي وو چې هیڅ داسې بریالی څوک نشته چې خپل کار کې یې ځنډ ښودلی وي. ځنډ او بریالیتوب ناشوني ده چې، سره یوځای وي.
دا څلور کلیمې (همدا اوس یې وکړئ!) په ځان کې د یوې سترې پارونې قوه ده. دا متل په یاد لرئ، د نن کار سبا ته مه پریږدئ او هغه ترسره کړئ.
۸: افراط مه کړئ
زه د ډیرو خوړلو او چښلو سره مینه لرم. منم چې د ډیرو پارونو او لمسونونو څخه خوند اخلم، مګر افراط چې په هره بڼه وي د ماتو خلکو پیغامونه له ځانه سره لري او پایله یې هماغه ده چې ناکام خلک یې هیله لري، یعنې ستوماني، خفګان او ناروغي. ډاډه اوسئ چې په ټولو چارو کې موازنه ساتی.
۹: ځان ته ووایئ زه یوه پیاوړې اراده لرم
مه وایئ چې زه اراده نه لرم او یا زما اراده کمزورې ده. مګر ووایئ زه غښتلې اراده لرم او د دې جملې په ویلو سره مخه ته لاړ شئ! همدارنګه دا کتاب وایئ او د پیغامونو اهمیت یې درکوئ، مثبت او منظم ټینګار او تصدیق په انځور بدلیږي او په پای کې غوښتل شوې پایله لاس ته راځي.( او همداسې بالعکس)
خپلې میرمنې یا اولادونو ته ووایه: ته ټینګه اراده لرې، همدا د دې لامل کیږي تر څو دوی د لمسونونو سره مخالفت وکړلای شي.
هغه اراده چې مونږ ټول یې غوښتونکي یو، پر ځان باندې د مدیریت په پایله کې ټول ته په لاس ورتلای شي. یوازې دیرش ورځې یې تمرین وکړئ. هر کله مو چې د ماتې احساس وکړ، ووایئ: ( زه غښتلې اراده لرم) او د دې کار پایلې ته به هک پک پاتې شئ.
۱۰: په ځان باور ولرئ
خپل فکرونه، احساس، خوندونه، غوسه او روحیه مدیریت کړئ، ځکه مونږ ټول د خپل ځان د واک وړتیا لرو. دا وړه کیسه انځور کړئ. ښځه او خاوند په خپل منځ کې شدیده شخړه لري په همدې حال کې دروازه ټک ټک کیږي او د دوی دوه خپلوان د دروازې شاته ولاړ دي. دا جوړه څنګه دا حالت مدیریت کړي؟ څوک چې دروازه خلاصوي سملاسي خپل فکر، رویه، روحیه او د څیرې حالت په واک کې راوستلی. کله میلمانه کور ته دننه کیږي، بل یې هم په ځان کې دا ډول بدلون راوستلی دی. که څه هم شخړې یو څه بدلون کړئ، خو د همدې دمې لپاره، ریښتینې غوصه یې په خپل واک کې راوسته؟
څرنګه چې وینی مونږ هم کولی شو خپل ځان په واک کې ولرو ، یوازې له دې سره تړاو لري چې څومره د دې واک لپاره اړتیا لرو.
د شلمې پیړۍ په دوهمه نیمايي کې د منډې وهنې غوره لوبغاړی سباستین د انګلستان څخه وو. ما د هغه ویناوې د پیاوړې اراده په اړه اوریدلې دي، د ځان سمون، واک او مدیریت وکولی شوی چې دی د نړۍ او المپیک په ۸۰۰ او ۱۵۰۰ مترۍ منډه کې ثبت شي. هغه آن تر دې چې د کریسمیس په ورځ هم له خپل خوب ځای څخه راووت تر څو تمرین وکړي. د کریسمیس له ماښام وروسته هم د تمرین لپاره راغی او هره ورځ به یې سخت تمرین کاوه.
سباستین څنګه وکولای شوی چې داسې روحیه لاس ته راوړي؟ آیا هغه له مونږ څخه ټینګه اراده درلوده؟ آیا د هغه سمون زمونږ څخه ښه وو او آیا د هغه په ځان واک او مدیریت له مونږ څخه ښه وو؟ یقینن هوو او ستاسو په اجازه یو بل څه هم ورزیاتوم چې دا امر د تګلارې، پوهې او د هغه په جهان او المپیک کې د قهرمانیدو غوښتنې سره مل وو. هوو، هغه یوه بیه ورکړه چې د هغې له ګټو څخه یې خوند واخیست!
[review]