لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
تعريف:-مرکبه خښته يا فيډبلاک له هغه ضميموي غذايي موادو څخه ده چې شخوند وهونکو حيواناتو لکه وزو،مېږو،غواګانو اوميښو ته تغذيه کېږي .
مرکبه خښته يا فيډبلاک په خپل ترکېب کې انرژي ،يوريا، مهم ضروري معدني مواد او ويټامينونه لري.مرکبه خښته يا فيډبلاک بايد هغه حيواناتو ته چې په کور کې ساتل کېږي د حيواناتو د ضرورياتو د رفع کولو په منظور وکارول شي، ځکه چې مرکبه خښته يا فيډبلاک په خپل ترکېب کې مهم منرالونه،ويټامينونه ،کاربوهايدريت اويوريا لري.اکثره مرکبه خښته يا فيډبلاک هغه حيواناتو ته تغذيه کېږي کوم چې په غوجله کې ساتل کېږي.او ورته کم کېفيته غذايې مواد تغذيه کېږي.
د مرکبوخښتو يا فيډبلاک غذايې اهميت
مرکبه خښته يا فيډبلاک په خپل ترکېب کې مهم غذايې مواد لري چې د شيدوغواګانو ، وزواو پسونو په تغذيه کې مهم رول لري چې په نتيجه کې په توليد تاثير لري.
١-د توليد قدرت يې لوړوي او حيوان ښه رشد او نمو کوي.
٢-دشيدو په غواګانو کې د شيدو په توليد کې زياتوالی راولي.
٣-د مالدار اقتصادي وضع تقويه کېږي.
د مرکبې خښتې يا فيډبلاک څخه معولاً د ژمي په موسم کې چې د ښه کېفيت لرونکو غذايې موادو کمبود تر سترګو شي مرکبه خښته حيوان ته په ورځ کې يو ځل د ماښام له طرفه د نورو غذايي موادو سره يو ځاي تغذيه شي.
حيوان ته د مرکبې خښتې يا فيډبلاک دتغذيي طريقه
د مرکبې خښتې يا فيډبلاک د لندولو طريقه:
۱-مرکبه خښته يا فيډبلاک لومړی ټوټې ټوټې کيږي او وروسته په نورو غذايي موادو کې ګډيږي.
۲- مرکبه خښته په يوقالب ياکوم بل لوښي کې ځای پرځای کېږي اوحيوان ته په اخور کې کېښودل کېږي تر څو حيوان دڅټلو په ذريعه له هغه څخه استفاده وکړي .
د مرکبې خښتې يا فيډبلاک د لندولو په وخت بايد د زياتو اوبو د استفادې څخه ډډه وشي ځکه چې يوريا په اوبو کې حليږي او د زياتو اوبو په څښلو سره د حيوان صحت ته صدمه رسيږي . ددې دنقيصي د له منځه وړلو لپاره يوه اندازه اوبه په مرکبه خښته يا فيډبلاک باندې پاشل کيږي تر څو مرکبه خښته يا فيډبلاک نرم او د حيوان د استفادې وړ وګرځي .همدارنګه مرکبه ښخته يا فيډبلاک ټوټه ټوټه کيږي يعني تقريباً (١٠)ټوټې او بيا حيوان ته تغذيه کيږي.د يوې مکملې خښتې تغذيه له يوې خواد مالدار اقتصادي حالت ته صدمه رسوي او له بله اړخه دا چې په مرکبه خښته کې سپينه سره کارول شوي وي او زيات خوراک يي د حيوان د تسمم سبب ګرځي لدط کبله بهتره به دا وي چې له يوې خوا غذايې مواد خوش مزه شي او له بله خوا په تغذيه کې اسانتيا رامنځ ته شي.
څرنګه کېدای شي چې يوه مرکبه خښته يا فيډبلاک جوړ کړا ی شي ؟
ددې لپاره چې يوه مرکبه خښته يا فيډبلاک جوړ کړای شي د ضرورت وړ لاندې سامان الات استعماليږي:
١-Mould:-هغه منځ خالي لوښي چې په کې مايع مواد واچول شي او وروسته جامد حالت غوره کړي.
٢-Ingredients:-هغه مواد چې د يوې خښتې په ترکېب کې ورڅخه کار اخستل کېږي .
٣-Mixing Equipments:-د مخلوط کولو سامان الات يا وسايل .
٤-Scales:-ترازو (تله)
د يوې مرکبې خښتې لپاره لاندې موادوته ضرورت دى:
١- سپينه سره(Urea)
٢- شربت (Sugar)
٣-مالگه(Salt)
٤- چونه(Lime)
٥- سيمنټ(Cement)
٦- چوکريا فايبر لرونکي خواړه (Fiber)
٧- د هډوکو پوډر(Bone meal)
د ازميښت لپاره د يوې خښتې جوړولولپاره د ضرورت وړ مواد راټول او ورپسې په دوهم قدم کې يو بل پسي په ترتيب سره راټول شوي مواد مخلوطيږي او بيا نوموړی مخلوط په منځ خالي لوښي کې اچول کيږي.د Moulds (منځ خالي لوښي) پر ځاى کېدای شي چې دلاندې وسايلوڅخه کار واخيستل شي:
١- محکمه پلاستيکې کڅوړه (poly propylene)
٢- ستلونه(Buckets)
محکمه پلاستيکې کڅوړه (poly propylene) لاندې ګټې لري:
١-ارزانه او اقتصادي وي.
٢-په هر ځای کې پيداکېږي او په اسانۍ سره تر لاسه کېږي.
٣-د نوموړو کڅوړو څخه د خښتو په ساتلو کې ګټه اخيستل کېداى شي .
-اوس د 1o-12 kgخښتې د جوړولو لپاره کېدای شي چې د لرګين ،فلزي او يا پلاستيکي سطل څخه کار واخيستل شي . د 25kgخښتې د جوړولو لپاره کېدای شي چې په لاندې اندازې سره يو بکس جوړ کړای شي چې اوږدوالی يي 45cm، عرض يي 35cm او ارتفاع يي 25cmوي . ددې لپاره چې مرکبه خښته د مينځ خالي لوښي سره سريخ شي بايد د نوموړي لوښي داخلي برخه د پلاستيک يا کاغذ په وسيله وپوښل شي.
د يوې مرکبې خښتې يا فيډبلاک په جوړولو کې له يوم،طشت او ترازو څخه کار اخيستل کيږي:
د مرکبې خښتې يا فيډبلاک د اجزاو برابرول
د يو خښتې د جوړولو لپاره اجزا يا مواد په لاندې تناسب سره مخلوطېږي | ||
پښتو نوم | د موادو فيصدي | انګليسي نوم |
د ګني شربت | 50% | Sugar can molasses |
فايبر لرونکي خواړه | 20% | Fiber |
سپينه سره | 10% | Urea |
سيمنټ | 5% | Cement |
چونه | 5% | Lime |
مالګه | 5% | Salt |
هډوکېن مواد | 5% | Bone meal |
د مثال په ډول د 8دانو 10کېلويي خښتو جوړولو لپاره د موادو اندازه په لاندې ډول کيږي:
پښتو نوم | اندازه | انګليسي نوم |
د ګنې شربت | 40kg | Sugar can molasses |
چوکر | 16kg | Fiber |
سپينه سره | 4kg | Urea |
سمينټ | 4kg | Cement |
چونه | 4kg | Lime |
مالګه | 4kg | Salt |
هډوکېن مواد | 4kg | Bone meal |
١-د ګنيو شربت (Sugar can molasses)
د ګني شربت څخه پرته نور هغه مواد چې په کافي اندازه کاربوهايدريت ولري هم په کاروړل کېږي،خو د ګني شربت ډير مهم وي ، د ګني شربت ته اوبه نه ورعلاوه کيږي او بايد دغه شربت غليظ وي .د شربت د امتحانولو لپاره يوه قاشقه په شربت کې دننه کيږي او بيا راپورته کيږي.که چېرې شربت په کاشوغه باندې پاتې نشي او قاشقه سپينه پاتې شي نو شربت خراب وي او په کارنه وړل کېږي
۲-سپينه سره يا Urea:
دا هغه سپينه سره ده کومه چې د نباتاتو لپاره په کار وړل کېږي .د سپينې سرې ټوټې بايد ښې ميده شي ځکه که حيوانات د يوريا غوټې وخوري نو د امونيا د تسمم سره مخامخ کېږي او يا هم له منځه ځي.
٣-مالګه يا Salt:
د عامې مالګې په نسبت منرالي مالګه بهتره ده مګر که چېرې منرالي مالګه نه وي نو د ضرورت په وخت کې د عامې مالګې څخه استفاده کيږي .له بله پلوه عامه مالګه اقتصادي هم ده .
٤-چونه يا Lime
بهتره دا ده چې Dolomiticچونه استعمال شي Dolomiticچونه هم د کاڼې او هم د ځمکې د مخ خاورو څخه په لاس راتلای شي . Dolomitic هغه وخت ګرميږې کله چې اوبه ورعلاوه شي.
Calcium carbonate يا د چونې ډبره Dolomiticlimeپه شان ښه نه ده مګر د ضرورت په وخت کې استفاده کېږي .
۵-سيمنټ يا Cement
کوم سيمنټ چې په تعميراتو کې په کار وړل کېږي استعماليږي، د سيمنټو د استعمال څخه مخکې بايد دوه برخې سيمنټ د يوې برخې اوبو سره مخلوط شي .
۶-چوکر يا Fiber
چوکر ډير مهم دی ځکه چې اوبه جذبوي او د خښتو مواد يو د بل سره کلک ساتي . د چوکر ځينې منابع په لاندې ډول سره دي:
(١)د واښينو نبا تاتو پاڼي ،د پنبه دانې پوټکی او همدارنګه ټوټې ټوټې يا ميده شوي وچ واښه او پروړه د چوکر په ځاى استعمال شي.
(٢)-د غنمو سبوس(Wheat Brane) .
(٣)- ټوټه شوي وچ واښه(Chopped Hay) .
(٤)د سايوبينو پوستکی (Soybeans Hulls) .
(٥)د پنبه دانې پوټکی(Cotton seed Hulls) .
(٦)ميده شوي د جوارو بمبل(Chopped maize cdoc) .
(٧) د کافيين خارجي پوستکې(Coffee bean) .
(٨)ميده شوې پروړه(Chopped rice straw) .
٧-هډوکېن مواد (Bone meal) د هډوکو د ميده کېدو څخه په لاس راځي او په خپل ترکېب کې په زياته اندازه فاسفورس او کلسيم لري .نوموړي مواد بايد د يو حيوان په غذا کې په کافي اندازه موجوده وي که که په ښار کې DCP نه وي نو دا بهتره ده چې ددې په عوض عامه مالګه د منرالي مالګې سره يو ځای استعمال شي . بايد يادونه ولرو چې د Phosphoric ډبره استعمال نه کړو ځکه چې زهرې خاصيت لري .
مرکبه خښته يا فيډ بلاک لاندې حيواناتو ته تغذيه کيږي :
١- غوايان
۲- وزې
۳-مېښې
۴-مېږې
مرکبه خښته يا فيډ بلاک بايد لاندې حيواناتو ته تغذيه نشي :
١-اسونه
٢-خوګان
په امتحاني ډول سره د مرکبې خښتې يا فيډ بلاک جوړول: د يوې 10kg امتحاني خښتې د جوړولو لپاره لاندې مواد استعماليږي:
مواد مقدار
١-د بوري يا ګني شربت (Sugar can molasses) 5kg
٢-چوکر (Fiber) 2kg
٣-سپينه سره (Urea) 1kg
٤-مالګه (Salt) 500mg
٥-چونه (Lime) 500mg
٦-سيمنټ (Cement) 500mg
٧-هډوکېن مواد (Bone meal) 500mg
په ترتيب سره بايد سره ،هډوکېن مواد ،چونه ،سيمنټ او چوکر د ګنيو شربت ته ورعلاوه شي او ښه وښوريږي تر څو ټول مواد په يو شان سره ګډ شي ، وروسته په يو منځ خالي لوښي کې واچوي او تر يوې ورځې په خپل حال پرېښودل شي تر څو چې خښته په کافي اندازه کلکه شي ، وروسته خښته د قالب څخه راوباسي.
يوه خښته هغه وخت بهتره وي چې دخښتې ټول توکي په هر ځاى کې په مساوي اندازه سره تقسيم شوي وي .يوه ښه خښته بايد لاندې خصوصيات ولرې :
(١)-د سپينې سرې او چونې غوټې بايد په کې موجودې نه وي.
(٢)- سخته وي .
(٣)-مقاومه وي .
(٤)-سريښناکه وي .
(٥)-مرکبه خښته يا فيډ بلاک بايد کلکه وي د لاس او پښو د فشار په مقابل کې محکمه وي يعنې ماته نه شي، کوم وخت چې په خښته باندې لاس کېښودل شي بايد د ګنې د شربت سريښناکه حالت احساس شي.
کله چې خښته سريښناکه احساس نه شي نو د ګني نور شربت پرې علاوه کېږي .
مرکبې خښتې يا فيډ بلاک لپاره دوهم مثال:
مواد مقدار
١-د بوري يا ګني شربت (Sugar can molasses) 40kg
٢-چوکر (Fiber) 16kg
٣-سپينه سره (Urea) 8kg
٤-مالګه (Salt) 4kg
٥-چونه (Lime) 4kg
٦-سيمنټ (Cement) 4kg
٧-هډوکېن مواد (Bone meal) 4kg
مهمه خبره داده چې يوريا ،چونه،او د مالګې غوټې په مخلوط کې ښه حل شې .دوه برخې سيمنټ بايد د يوې برخې اوبو سره ښه مخلوط شې .لومړی د ګنې شربت او يوريا په طشت کې واچول شي تر هغه وخته پورې په بيل باندي مخلوطيږي چې په مکمل ډول سره حل شې . لاندې مواد بايد په ترتيب سره ورعلاوه شي:- مالګه،سيمنټ،چونه اوهډوکېن مواد
که چېرې مخلوط ګرم شي د ورخطا کېدو خبره نه ده، د مخلوط ګرم والی په دې معنى وي چې مواد په ښه ډول سره حل شوي وي .
کتنه:
که چېرې خښته ډيره سخته وه نو بايد په مخلوط کې د سمينټ اندازه کمه کړل شي، او که چېرې خښته ډيره نرمه وي نو بايد سيمنټ ورزيات شي ، وروسته چوکر ورعلاوه کېږي .که چېرې مواد په کمه اندازه وي نو چوکر هغه مخلوط ته چې په طشت کې جوړ شوي وي ورعلاوه کېږي . که مواد زيات وي نو چوکر په سيمنټي ځاى کې اچول کيږي او ډنډ په کې جوړه شي ، مخلوط په جور شوي ډنډکې اړول کيږي او د بيل په واسطه ښه سره مخلوطيږي .دا عمل تر هغه وخته پورې دوام پيدا کوي تر څو ټولې موجوده غوټې په ښه ډول سره حل شي او په خپله اندازه په قالبونو کې اچول کيږي خو بايد په ياد ولرو چې مخکې له دې چې مواد په قالب کې اچول کيږي بايد د پلاستيک يا کاغذ په ذريعه قالب سرچپه کړل شي او بيخ يې وټکول شي .که چېرې د خښتې سره کاغذ سريخ پاتې شې کومه د خطر خبره نه ده ځکه چې حيوانات کولاى شي چې نوموړی کاغذ بې له کوم مشکل څخه وخوري ،مګر که چېرې د خښتو په قالب کې پلاستيک استعمال شي نو بايد حتمي د خښتوڅخه پلاستيک بيل شي .د خښتو د ذخيره کولو لپاره د پلاستيکي کڅوړو څخه کار اخيستل کيږي مګر مخکې له دې چې ذخيره کړل شي بايد خښته ښه وکتل شي .ښه جوړه شوې خښته لاندې خصوصيا ت له ځانه سره لري :
- همواره او منظمه وي (Smooth )
- سريښناکه وي ( Sticky)
- سخته وي ( Hard)
- مقاومه وي ( Resistant)