دادمحمد ناوک
مرکه د ژورنالیستکي ژانرونو له ډلې مهم هغه دی، د مرکې پر بنسټ د یوې موضوع وضاحت کېږي او په داسې ډول کېږي چې د ځينو جنجالي موضوعاتو ګوته پخپله رسنۍ ته هم نه نیول کېږي، ځکه خو په ناندریزو مسایلو کې رسنۍ غواړي خپلې خبرې په مرکه کې د مېلمه له خولې را وباسي په داسې ډول چې مېلمه ته هم دا احساس نه ورکول کېږي چې ګواکې رسنۍ لاسي غواړي «پلانۍ» خبره د ده له خولې ور وباسي، خو دا د مرکه کوونکی په کمال پورې تړلې ده چې څنګه یو مېلمه نه خبره را وباسي او په داسې ډول يې را وباسي چې همدا مېلمه د نورو مرکو لپاره هم حاضر وي او له ځان سره د کوربه کومه ټګي حس نه کړي.
مرکه د موضوعاتو له اړخه توپیر کوي، موږ سیاسي، اقتصادي، ادبي، دیني او بېلابېلې موضوعګانې لرو او د همدې موضوعګانو پر بنسټ تېارېدونکې مرکې هم؛ خو زه غواړم پر هغه څه یو څه درسره شریک کړم چې د ټولو مرکو سره ګډ دي او له مرکه کوونکي سره دا مشورې مرسته کولی شي:
۱.مرکه کوونکی باید د مرکې پر موضوع بشپړ خبر او له څو اړخونو يې خپلې موضوع ته کتلي وي.
۲. هڅه دې وشي چې کوربه د مېلمه /مېلمنو په اړه هم معلومات راټول کړي، نه یوازې دا چې د مسلکي یا تخصصي برخې په اړه يې خبر وي، بلکې پر دې هم خبر وي چې مرکه کې يې د کومو پوښتنو او وضعیت تر تاثیر لاندې پخپل کنټرول کې ساتلی شي.
۳. ځينې مرکه کوونکي د دې لپاره چې مقابل لوري ته خپل ځان ډېر مؤدبانه معرفي کړي تر مرکې وړاندې پرلپسې هغوی ته داسې جملې کاروي: وبښئ ستړي مو کړئ! که مې پوښتنې ستاسې له سویې سره برابرې نه وې، بښنه به کوئ! زه دې ادارې ته نوی راغلی یم که مې ستاسې عزت ونه شو کړای بښنه کوئ….
دا جملې که څه هم له اخلاقي اړخه ښې دي، خو دلته يې د استعمال ځای ځکه نه دی چې ځينو مېلمنو ته خپل ځان داسې معرفي کول چې له دوی یا ورسره شریکوونکې موضوع نه متاثر یاست، بیا مو پر وړاندې بې تفاوته کېږي او کوشش کوي چې ان تاسې په کنټرول کې ولري.
په یوه مرکه کې کوربنې تر مرکې وړاندې راته وویل: پوښتنې مې په ټيټه سطحه دي، دلته مې کار نوی دی، که مرکه ګډوډه وه وبښئ!
دا څرګندونې د هغې د اخلاص او د ملګرتیا د ډاډ له امله وې، خو که یو نابلده او زړور مېلمه په یوه حساسه موضوع کې له خپل کوربه نه دا ډول څرګندونې واوري، سمدستې انګېري چې تر کوربه دی غښتلی دی او بې تفاوته يې د مایک خولې ته خوله نیسي.
د کوربه لپاره زړورتیا، چالاکي، پر موضوع خبرېدل او ځان د خپرونې بشپړ کنټرولر معرفي کول ځکه مهم دي چې دا ځانګړنې پر مقابل لوري اغېزه کوي او په مرکه کې د مقابل لوري اغېزمنول ځکه مهم دی چې باید له خولې يې خبره را وباسي او هغه خبره را وباسي چې له مرکې پرته يې پیداکول سخت وي، نو د دې لپاره چې مقابل لور پر مرکه کوونکی د غیر منظم ګومان ونه کړي خپل تخنیکي وسایل باید وړاندې له وړاندې کتل شوي وي، موضوع وړاندې له مېلمه سره شریکه شوې وي او د مرکې په مهال باید هڅه وشي چې د مېلمه خبرې بې ځایه اوږدېدو ته پرې نه ښودل شي.
په پای کې د مرکې لپاره پر پورته ځانګړنو سربېره دا باید په یاد وساتل شي چې کوربه که له مخالف جنس سره مرکه کوي، مېلمه ته باید د جنسیت په اړه هیڅ تصور ورنه کړل شي او کوربه د نر یا ښځې پر ځای باید ځان یو خوله ور ژورنالیست ورته ثابت کړي.