لیکنه: سایمه صدیقی
مریم امرخيل څوک ده ؟
مریم! له نوم نه یې ځرګنده ده چې مریم ده. د فیسبوک په مجازي نړۍ کې مې د لومړي ځل لپاره ولیدل، چې یو ورور پوسټ کړی ؤ مریم امرخېل ته رایه ورکړئ!. دمریم امرخېل په هکله مالومات له لوستو وروسته پوه، شوم چې مریم هم له ډېرو ستونزو او تکلیفونه تېره شوې ده، لکه نورو نجونو په څېر. که رښتیا ووایم، نو ستونزې یې راته دومره سختې ښکاره نه شوې، ځکه افغانستان هغه ځای دی، چې داسې ډېرو مریمو شاهده یم، چې دستونزو او کړاو.نو سره لاس او ګرېوان وي او دي. خو د مریم امرخیل همت،زغم او د ژوند ناخوالو ته نه تسلیمیدل دې ته وهڅولم او لېواله شوم چې یو څه پرې ولیکم. له وړتیا او استعداد سره سره مریم یوه ښکلې څېره او تنکۍ ځواني هم لري. مریم امرخېل یوه غیرتمنه او زغموونکې نجلۍ ده، چې په خپلو مټو او همت یې وکړای شول، چئ د کمپ نه نیولط بیا تر کوره ښوونځي،پوهنتون او نړۍ پورې خپله وړتیا ثابته او خلکو ته وښیي، چې نړۍ کې یوه یا دوه ملالۍ نشته، بلکې دافغان په هر کور کې یوه ملاله شته. زه یې په قوم، ژبې او ځای خبرې نه کوم، خو ددې په وړتیا او زغم غواړم وغږیږم که یو انسان په عیش او عیشرت، ارام ژوند او پرته له کومو اقتصادي ستونزو ستر شي، نو پایله به یې یو نازدانه،ځان غوښتونکی او عادي انسان په توګه کور لپاره به بسنه کوي، خو که یو انسان په ستونزو، کړاوونو او خواریو کې ستر شي، هغه به دکور، کاله، ټولنې، هېواد او نړۍ په سطحه به د هر وکړې د درد دوا او په کار راتلل وي او ویاړ به یې ټولې نړۍ ته بښل کېږي. مریم امرخېل هم که چېرته دومره ستونزې او کړاو.نه لیدلي نه وای، نن به دا هم چېرته د نورو نجونوپه شان کور کې ناسته وه، خو زغم او حوصله یې د قدر وړ ده، ځکه هره نجلۍ د دومره شته ستونزو او غریبۍ سره به ډېرې کمې پیدا شي، چې خپلې مبارزې او هیلو ته دوام ورکړي. د یوې نجلۍ لپاره ستونزمنه خبره ده، چې د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، خو بیا هم تسلیم نه شي. پوهېږم مریم، به لوږه، تنده، ګرمي او سختي په ځان تېره کړې وي، تر څو خپلو هیلو ته ورسېږي، خو ددې په دغه ډول زغم او صبر ورته د زړه نه افرین وایم او وایم چې مریم یوه صابره نجلۍ ده او ورسره ددې په وړتیا او مقاومت چې دې د زده کړې په لار کې کړی دی، د ستایلو وړ ګڼم. مریم په څېر په زرهاوو نجونې شته، چې غواړي خپلې زده کړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي، خو د مریم به شان همت شاید دګوتو په شمار نجونې ولري. مریم سره له دې چې نجونو ته یې درس ویلو مینه لرله او خپل پلار یې هڅوي تر څو د کلي او بانډو ماشومان له زده کړې برخمن کړي . یوه ښه اقتصاد دانه هم راتلوونکي کې جوړېدایو څه چې جوړه شوې ده. هغې له ماشومتوب، لکه څنګه چې بخپله وایي، کله چې ماشومه وم، د خرما ونو له پاڼو به مې ګلان جوړول او په دوو دوو کلدارو به مې په پېښور کې خرڅول. غالۍ اوبدل او لاسي صنایع د هغې د ماشومتوب ملګري دي. خلکو لپاره جامو جوړول او لاسي صنایعو باندې بوخته مریم کولی شي، راتلوونکي کې یوه پیاوړه اقتصادپوه واوسي. زه یې په وړتیا پوره باور لرم ځکه مریم کولی شي ، خپلو هېوادوالو، نجونو او مېرمنو لپاره ډېر ستر ستر کارونه وکړي، لکه څنګه چي پخپله وایي، دښوونځیو د فعالولو لپاره مې خپله سیمه کې هڅې کړې. د ښځو د بسیاینې او اقتصادي پیاوړتیا برخه کې کار کوم، چې دونیم سوه ښځې اوس له ما سره کار کوي. مريم امرخېل د ملګرو ملتونو د سولې جايزې ته كانديده شوې ده. دغه جایزه د افغانستان، پاکستان، انډونيزیا، نیپال، سریلانکا، میانمار او فلیپین هېوادونو هغو اوسېدونکو ته ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو کې یې د سولې ټینګښت، امن، د تعلیم او پوهې سطحې لوړولو، روغتیا او نورو ټولنیزو برخو کې فعاله او رغنده برخه اخيستې وي. مریم امرخېل ته د ژوند بریالیتوبونه غواړم، الله ج دې راته ژوندۍ خوشاله او سوکاله لري. موږ دي ملاتړي یو. زموږ ویاړ یې مریم!