مشتاق محمد”رحیم“ (مشتاق رحیم) د خداې بخښلي محمد رحیم زوې دننګرهار ولایت دسره رود ولسوالۍ د امرخیلو کلي سره تړاو لري او اوس مهال په کابل کې میشت دې ـ مشتاق رحیم د حوت د میاشتې په ۲۳ نیټه په ۱۳۵۸کال (د مارچ ۱۳، ۱۹۸۰) په ننګرهار ولایت کې زیږیدلې ـ لکه څنګه چې هیواد په دغه کلونو کې د بدمرغیو په غیږ کې لوبیده ، نو رحیم یې هم له بد سوري خلاص نه وو او ددې نه مخکې چې د ننګرهار د نارنج د ګلو په بوي پوه او یا هم د سره رود د سرو اوبو د څښلو وړ شي ، د مهاجرت غیږې ته کډه کیدو ته اړ او د مهاجرې مور په غیږ کې له تورخمه کوزې پښتونخوا ته د ۱۳۵۹لمریز کال په اوړي کې واوښت ـ
په داسې حال کې چې د مشتاق رحیم خداې بخښلي پلار به تل وطن ته د بیرته ستنیدو ارمان په زړه کې ګرځولو ، د ژوند بیړۍ د مهاجرت په غیږ کې د نامعلومه منزل په لور خپل مزل پیل کړ ـ دا چې د خداې بخښلې مشر رحیم په ښونه او روزنه مین سړې وو نو مشتاق رحیم خپل د زدکړې ژوند هم د کوزې پښتونخوا په غیږ کې پیل کړ-
د مهاجرت دوره په اوږدیدو او د ژوند کلونه په چټکتیا سره پرمخ روان وو چې مشتاق رحیم د خپل د ژوند د ټولو نه لویه غمیزه د مشر رحیم د وفات په شکل کې ولیده او همدا راز ژوند چې ډیر په اسانتیا پرمخ روان وو د یو لوې خنډ او ستونزې سره مخامخ شو ـ دا چې مشتاق رحیم د کور مشر اولاد وو نو اړینه وه چې د کور د مشرۍ لوې بار د ماشومتوب په کلونو کې په اوږه کړي او همد راز د زدکړې دورې ته د پاې ټکې کیږدي ـ د ۱۹۹۶ کال ددغه غمیزې نه وروسته مشتاق رحیم وکړې شول چې خپله د ښونځۍ دوره په ۱۹۹۷ کال کې د لرې څخه د زدکړو له لارې ترسره کړي ـ
دا چې د د کورنۍ دپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو په هڅو کې بوخت له زدکړو او له قلمه لرې ژوند ته اړ رحیم د ژوند د کړکیچونو سره لاس او ګریوان وو مشتاق رحیم د یو شمیر ملګرو په هڅونه د قلم او د کتاب ملګرتیا بیا پیل کړه ـ د درې کلونو د تیارو نه وروسته مشتاق رحیم وکړې شول چې د لرې څخه د زدکړو له لارې خپلې زدکړې بیا پیل کړي او همدا راز د لیسانس سند یې د پیښور پوهنتون د سیاسي علومو ((Political Sciences د پوهنځې څخه ترلاسه کړـ وروسته بیا یې همدا راز په اداره او منیجمنټ کې د پیښور یو شخصي پوهنتون څخه د ماسټرۍ تر کچې خپلې زدکړې پرمخ یوړلې ـ ددې ترڅنګ رحیم د امریکا د کولمبیا پوهنتون څخه د پراختیاي پروګرامونو په څانګه کې یوکلنه ډیپلومه هم لري- همدا راز مشتاق رحیم د خپلې د زدکړیالۍ د مزل په اوږدو کې په 2015 کال کې افریقاي هیواد ګهانا کې د کوفي عنان د سوله ساتنې د زدکړو د نړیوال مرکز څخه خپله دویمه ماسټري د کړکیچ ، سولې او امنیت په برخه کې ترلاسه کړه –
مشتاق رحیم په ۲۰۰۳ کال کې بیرته وطن ته راوګرځید او د تیرو 13 کلونو په اوږدو کې يې د بیلا بیلو کورنیو او نړیوالو ادارو سره د هیواد په پراختیاي چارو کې په کار بوخت دې – لوبو سره بې کچه مینه لري او د کرکټ ډیر لیواله دې ـ شعري، سپورتي او سیاسي لیکنې کوي ـ د مشي ګن پوهنتون او د پولیسو د نړیوال ژورنال دپاره یې د امنیت او پولیسو په برخه کې مقالې لیکلي دي-همدا راز په ملي اونیزو، ورځپاڼو، او ویبپاڼو کې د سولې، امنیت، ځان هڅونې او جوړونې په اړه لیکنې کړي ـ همدا راز د مدني ټولنو په چوکاټ کې په افغان ټولنه کې د مثبت بدلون په موخه هلې ځلې کوي چې له ټولو یې جوت د لوستي افغان خوځښت تر چتر لاندې د افغان ځوانانو د نړیوالو سکالرشیپونو ته د لاسرسي په موخو بیلا بیل پروګرامونه چمتو کول دي- همدا راز د ځوانانو د روزنې په موخه بیلا بیلو موضوعګانو باندې پریزنټیشنونه هم وړاندې کوي- په فیسبوک او ټویټر باندې سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه دوامداره لیکل کوي- ددې ترڅنګ چې پښتو یې مورنۍ ژبه ده په دري ، اردو او انګریزي ژبو باندې روانې خبرې او لیکل کولې شي ـ
You also might be interested in
عصمت الله مرادي د میدان وردګو ولایت د سید آباد[...]
د ۱۳۵۱ د سلواغې په ۱۴ مه چې په[...]
پيژندنه لطيف جان بابى د غلام حيدر خان بابي زوى،[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی