• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

مصري فرعون مِنِس ۲۸۵۰ کاله وړاندې له میلاد څخه

Home تاريخمصري فرعون مِنِس ۲۸۵۰ کاله وړاندې له میلاد څخه

مصري فرعون مِنِس ۲۸۵۰ کاله وړاندې له میلاد څخه

ژباړه: مجیب الرحمن اېمان

لرغونو مصري افسانو کې راځي، چې له میلاد څخه وړاندې د دریېو زرو کلونو په شاوخوا کې، یو کس په دې وتواندېد چې لر او بر مصر یې سره یو (متحد) او په مصر کې دولت رامنځ ته کړ، چې دا کس (مِنِس) [۱] و، چې نوم یې به (تلپاتې او پایدار) باندې مانا کړای شوی دی. دا مطلب په (تورین) پاپیروس کې، چې له میلاد څخه وړاندې په ۱۳مه پېړۍ یانې د دویم رامسس په دوره پورې اړه لري، راغلی دی. د مصر د لومړنۍ لړۍ د بنسټ اېښودوونکو د لرغونو مصري فرعونانو د لړلیک په سر کې د (مِنِس) نوم تر سترګو کیږي. ولې متاسفانه چې په همدې لړلیک کې ځینې تشې شتون لري، چې تر لاسه شوي اسناد، روایات او مدارک په دې ندې توانېدلې چې دا تشې ډکې کړي.

د مصریانو په راټول شوي او غیرداستاني تاریخ کې یو ځای هم د مِنِس نوم نه لیدل کیږي. په دې ډول اسنادو کې د سپېځلي سلطان (هوراس) [۲] نوم  په مصري لرغونو اساطیرو کې د مِنِس بدیل ښودل شو دی. یانې د لر او بر مصري پاچاهانو په نوم لړ کې د مِنِس نوم ندی پژندل شوی. د مصریانو د هنري او یاداښتي اسنادو په مطالعه کې، ځینې څیړونکو کوښښ کړی دی، چې مِنِس د مصر له لومړي پاچا سره پرتله کړی او پدې پوه شي، چې نوموړی پاچا په دغو یادښتونو کې ښکلی او ډولي انځورکړل شوی دی، چې د مصر د دواړو لوریو تاج یې پر سر دی، چې د (نارمر) [۳] په نوم ترې یادونه شوې ده. نو له دې مخې کاولی شو ووایو چې نارمر او مِنِس یو کس دی او په دوو بیلا بیلو نومونو سره یاد شوی وي. بره مو وویل، چې مِنِس په لرغوني مصري ژبه کې د تلپاتې او پایدار په مانا باندې دی، نو شونې ده چې منس ددې نارمر لقب وي. او دغه یاداښت اوس هم په قاهره کې شتون لري.

او له بل لوری یې د مِنِس نوم له (هوروس‌اها) [۴] سره یو شان ګاڼلی دی دا ځکه چې په لرغونو مصري اساطیرو کې هوروس‌اها د نارمر ځایناستی و، نو شونې ده چې منس د نارمر پاچا څخه وروسته راغلی پاچا وي. دغه نوم په هغه لرګینه تخته لیکل شوی دی چې د همدې پاچا د مرمنې له قبر څخه تر لاسه شوې ده. هر هغه څه چې تیر شوي که په هر دلیل وو، پرته له کوم دلیل څخه مِنِس د مصریانو د تاریخي دوران د پيل نښان او سمبل دی.

د مصریانو د تاریخ سرچینه د دوی هامی [۵] او سامی [۶] خلکو ته نسبت شوې دي. د تاریخ په پيل کې یې دغه خلک ښکارچیان، دام اچونکي او بزګران وو. یوازي څو نسله د دغه خلکو د کار له پیل څخه تیرشوي، چې یوازې دوی د خط او کلیزې څښتنان شوې وو او په دغو دوو عناصرو سره یې وکاولی شول، چې د خپل تیر ژوند تاریخ د کیسو (اسطوري افسانو) مدون او تاریخ په شان ثبت او ضبط کړي.

نن ورځ څیړونکو او د فضیلت څیښتنانو ته ثابته شوې ده، چې د مصریانو لرغونی لیک د انځورونو او علائمو د الفابو له یو ځای کېدو څخه رامنځ ته شوی دی، چې ددغه لیک غږ لرونکي توري [۷] او نښانونه په هیڅ ډول هم د سومري لیک تر تاثیر لاندې نه وو راغلي. مصریانو د خپلو الفباي تور په منځ کې بې غږ توري [۸] درلودل، لکه د یونانیانو په شان. دا اصل باید ومنو، چې د بین النهرین فرهنګ د لرغوني مصر په بیلا بیلو دورو کې د دوی په تاریخي اثارو څرګندې اغیزې تر سترګو کیږي.

۱]]   Menes (um 2850 v. ch)

[۲]   Heiliger   König

[۳]   Narmer

[۴]   Huros – Aha

[۵]   Hamisch

[۶]   Semitisch

[۷] (مفرد) Vokal

[۸] (مفرد) Konsonant

سرچینه:

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

څنګه کولی شو توره څرمن په فوټوشاپ کې په طبیعي ډول سره سپینه کړو

څنګه کولی شو توره څرمن په فوټوشاپ کې په طبیعي ډول سره سپینه کړو

Apr 27, 2016

لیکنه: مجیب الرحمان اېمان مخکې له دې چې درس ته[...]

مجیب الرحمن اېمان

مجیب الرحمن اېمان

Oct 24, 2016

لیکوال او ژباړن مجیب الرحمن اېمان د استاد علم ګل[...]

لرغونی افغانستان (آریانا)

لرغونی افغانستان (آریانا)

May 22, 2016

ژباړه: مجیب الرحمن اېمان افغانستان یو لرغونی او تاریخي هیواد[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022