زه مصطفی نور په ۱۳۷۴ لمریز کال د سلواغې میاشت په ۵ مه د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د عبدالمحی الدین په کلي کې زېږېدلى یم. منځنۍ او ثانوي زده کړې مې د کابل ولایت نادريې او حبیبیه عالي لیسه کې ترسره کړې دي. په کال ۱۳۹۲ کې د لوګر ولایت د حامد کرزي عالي لیسې څخه فارغ او د همدې کال د کانکور په آزموینه کې د کابل پوهنتون سیول انجینیري ته بریالی شوم خو د ځنې ستونزو له کبله مې ونشو کړای چې یاده پوهنځۍ ولولم.
په ۱۳۹۴ لمریز کال د دنیا پوهنتون د مدیریت او تجارت پوهنځۍ ته شامل شوم چې اوس مهال په یاده پوهنځې کې د لیسانس په ترلاسه کولو کې بوخت یم.
په انګلیسي ژبه کې مې د محمود وردګ د انګلیسي ژبې انسټیټویت او سهاک انسټیټوټ څخه ډیپلومونه ترلاسه کړي دي.
د ماشومتوب څخه مې د لیکنو سره مینه درلوده او همدې مینې دې ته یې وهڅولوم تر څو د نورو ژبو څخه ځنې داسې مضامین را وژباړم چې په ټولنه کې د ځوانانو لپاره ګټور تمامیږي.