لیکنه: حمیدالله حمیدي
مطالعه څه شی ده؟ ګټوره مطالعه کومه ده؟ له کومې لارې کولای شو ښه زده کړه وکړو؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې تل د یوه ښوونکي او زده کوونکي په ذهن کې موجونه وهي. په دې لیکنه کې په دې در سره خبرې کوو، چې ګټوره مطالعه څه ده، تر څو وکولای شو په وسیله یې خپله پوه لوړه کړو. او دغه راز وکولای شو په ښه او دقیق ډول خپل زده کړي څه نورو کسانو ته ورسو.
پر يو شي خبرېدلو او يا د کتاب په دقت سره وېلو ته مطالعه وايي. مطالعه، چې په انګرېزي ژبه کې ورته study وایي معنا يې د تحصیل او درس ویل دي. مطالعه د انسان معلومات زياتوي او د هغه د خبرو کولو مهارت پياوړی کوي. مطالعه د هر انسان لپاره ډېره مهمه او ارزښتناکه ده، دا مطالعه ده چې انسان له نړۍ څخه خبروي، له خپل دين او ديني اصولو څخه يې خبروي او دې ته ورته نورې اړینې ګټې لري، چې انسان ورته په خپل ژوند کې اړتیا لري. مطالعه د انسان شخصيت جوړوي، هرڅه، چې غواړئ په کتاب کې یې تر لاسه کولای شئ. پوهان وايي چې ترټولو ښه ملګرى کتاب دى.
د هر کار له کولو مې مخکې د هغه کار په هدف او موخه باندې باید ځان پوه کړو، چې دا څه یوازې او یوازې د مطالعې په اړه تر لاسه کولای شو.
مطالعه یوه پر له پسې شرطي او اکتسابي مرحله ده، چې بېلا بېلې برخې لري. له مطالعې مخکې مهارتونه، له مطالعې وروسته تیاری، چې په وسیله یې کولای شو، په هره برخه کې خپل معلومات زیات کړو. په مطالعه کې تر ټولو اړینه او مهمه خبره داده، چې ځان ور سره عادت کړو، تر څو مطالعه کول مو د ورځنیو چارو یوه برخه وګرزي.
د دې لپاره، چې موږ له مطالعې سره ځانونه روږدي کړو دغه ټکي باید په پام کې ونیول شي ( د مطالعې ځای، د مطالعې وخت او د مطالعې تکنیک یا ډول، چې په هره یوه بې په تفصیل سره خبرې وکړو.
۱- لومړی د مطالعې ځای:
د ګټورې مطالعې لپاره باید یو ثابت ځای په پام کې ونیول شي او تر ټولو ښه دا ده، چې د مطالعې لپاره د مېز تر شا کېنئ او مطالعه وکړئ، ان پخوانیو خلکو هم پر غولي مطالعه نه کوله او د مطالعې یا لیکلو لپاره به یې له وړکیو مېزونو ګټه پورته کوله. دغه راز که، کله هم د شپې مطالعه کوئ، ښه ده چې له دوه ډوله نور «سپین، او یا ژېړ» څخه ګټه واخلئ، ځکه دغه دوه ډوله نور سترګې نه ستړې کوي.
دامکان تر بریده پورې باید د مطالعې د کوټې د تودخې درجه ۲۵درجې د سانتيګراد وي، ځکه که هوا ډېره ګرمه وي کېدای شي خوب مو یو سي او که هوا یخه وي نو بیا هم د یخنۍ له کبله په سمه او دقیقه توګه مطالعه نه شئ کولای.
هڅه وکړئ د مطالعې لپاره داسې ګوټه غوره کړئ، چې ډېر زینتي او خاطریي څېزونه پکې شتون ونه لري، څمره مو چې د مطالعې پر مهال فکر ټول وي په هماغه کچه ژوره مطالعه کولای شئ.
د مطالعې لپاره تر ټولو ښه ځای کور دی، خو که په کورې کې د کوچونیانو د شور او زوږ له لاسه مطالعه نه شئ کولای ، نو بیا ښه ده، چې له کوره بېرون، په ځانګړو کتابخونو کې مطالعه وکړئ
د مطالعې وختونه:
د مطالعې د وخت لپاره هېڅ کوم قانون وجود نه لري. هرکله مو، چې د آرامۍ احساس وکړ او فکر مو را ټول و، کولای شئ مطالعه وکړئ، خو درې وختونه ډېر ګټور دي، تر څو وکولای شئ ښه مطالعه وکړئ.
۱- سهار وختي:
سهار وختي ځکه د مطالعې لپاره ګټور وخت دی، چې تاسو تازه له خوبه پورته شوي یئ او ذهن مو له نور څه څخه نه دی اغېزمن شوی. په سهار کې مطالعه کول در سره مرسته کوي، چې په اسانۍ سره مطلب خپل ذهن ته وسپارئ، نو ښه ده، چې ورځنی مهال وېش مو داس تنظیم کړئ، چې د مطالعې لپاره سهار وختي ځای ورکړئ او د یوه یا نیم ساعت لپاره مطالعه وکړئ.
۲- له وېده کېدو مخکې:
مخکې له دې، چې ویده شئ کولای شې مطالعه وکړئ، ځکه ډېری کسان عادت لري، چې د شپې په لومړي سر کې ورته په اسانۍ سره خوب نه ورځي، نو ښه ده، چې هم مطالعه وکړئ او هم د خوب لپاره تیار شي.
۳- له لمر لوېدو دوه ساعته مخکې:
د لمر له لوېدو سره سم ځیني وخت ورځني کارونه هم مخ په خلاصېدو وي او د کارونو له خلاصېدو سره سم د انسان ذهن هم د آرمۍ احساس کوي، نو د دې لپاره، چې ګټوره مطالعه مو کړې وي له دې وخت څخه پوره ګټه پورته کړئ.
سمه ده، چې دا درې وختونه د مطالعې لپاره ګټور او اړین دي، خو هڅه به مو دا وي، چې د پام وړ نور وختونه هم باید له لاسه ورنه کړئ.
یوه بل اړین ټکی، چې یادول یې مهم دي، هڅه وکړئ، چې په ډېره خالي او یا هم ډېره ډکه ګېده مطالعه مه کوئ.
د مطالعې تکنیک یا طریقه:
د دې لپاره، چې ګټوره مطالعه وکړئ، باید له ځینو ځانګړو لارو چارو څخه ګټه واخلئ، چې په لاندې ډول یې یادونه شوې ده
۱- مرور:
مخکې له دې، چې د کتاب په لوستلو پیل وکړئ، په ټوله کې یو ځل کتاب له عمومي عنوانونو سره له نظره تېر کړئ، دغه کار در سره مرسته کوی، چې د کتاب محتوا درته معلومه شي او تلوسه مو را وپاروي.
۲- دویم پوښتنه:
له ځانه پوښتنې کول له تاسو سره مرسته کوي، چې د دویم ځل لپاره د کتاب ځینې برخې وګورئ، نو هڅه وکړئ، چې د کتاب له بېلا بېلو څپرکو څخه د ځان لپاره پوښتنې جوړې کړئ او ځوابونه ورکړئ.
کله، مو، چې د کتاب یوه برخه مطالعه کړه ور سره سم، د ځان لپاره ځینې پوښتنې جوړې کړئ، کېدای شي د ځینو پوښتنو لپاره په هماغه شېبه هم ځواب ورکړئ او ځینې نورې پوښتنې مو د همدې برخې بیا لوستلو ته اړ کوي، چې په دې طریقه مو لوستلي مطالب هېڅکله هم له یاده نه وزي.
وروستۍ خبرې:
د دې لپار، چې په خپل ځان کې بدلون را ولئ نو اړینه نه ده، چې له لویو بدلونونو څخه یې پیل کړئ، بلکې باید له کوچنیو عادتونو څخه شروع وکړئ.
د دې لپاره، چې یو کس په خپل ځان کې بدلون را ولي له ۲۱ څخه تر ۴۰ ورځو پورې وخت نیسي. تاس هم که غواړئ، چې له مطالعې سره ځان عادت کړئ نو ښه ده، چې په لومړي سره کې لږ لږ مطالعه وکړئ او د وخت په تېرېدو سره ورته زیاتوالی ورکړئ. یوه خبره مو باید تل په یاد وي، چې هیڅکله مه وایئ، چې د دې اونۍ، دې میاشتې او یا د راتلونکي کال څخه دغه څه خپل عادت ګرزوم. په ځان کې د بدلون لپاره، هېڅکله هم وخت مه ټاکئ، بلکې له همدې اوسه یې پیل کړئ، ځکه دا تر ټولو مناسب وخت دی، چې بیا په لاس نه درځي.