ژباړه: حمیدالله حمیدي
د مطالعې وخت او شرطونه: کله مو چې ذهن ارام او طبيعت مو جوړ و مطالعه وکړئ؛ یعنې تر ټولو ښه وخت مو د مطالعې لپاره ځانګړی کړی. په ستړي ذهن، جبري ویلو او په چورتي حالت کې مطالعه مه کوئ؛ ځګه ګټه نه کوي. وخت مو له ځان سره تنظیم کړئ، د ستړیا په صورت کې د کتاب او مطالعې لور ته مه ځئ، تر ټولو ګټور وخت مو زده کړې او مطالعې ته ځانګړی کړئ، کله هم چې ستړي واست تلوېزیون وګورئ، خپل موبایل مو چک کړئ او… خو ګټور وخت مو په تلوېزیون لیدلو، ټیلېفون چک کولو او نورو بې ګټو شیانو باندې مه تېروئ، همدې کار ته د وخت مدیریت وایي.
لاندې وختونه درس مه لولئ:
۱- په وږې ګېډه درس مه وایاست؛ ځګه د سړي د غوسې لامل کېږي.
۲- کله مو چې ډېره ډوډۍ وخوړه او پوره ماړه شوئ، هم د مطالعې پر لور مه ځئ؛ ځکه د معدې او کولمو فعالیت زیاتېږي، په مغزو کې د وینې تګ راتګ کمېږي، دا کار د دې لامل کېږي چې بیا هم تاسو د ستړیا احساس وکړئ او بې حوصلې شئ.
۳- کله مو چې له چا سره شخړه کړې وي او په غوسه یاست هم مطالعه مه کوئ؛ ځګه کېدای شي د مطالعې پر وخت مو هغه څه په ذهن کې تېر را تېر شي چې له مقابل کس سره د شخړې په وخت کې تېر شوي چې همدغه شیان بیا د دې لا مل ګرځي تر څو له مطالعې خوند وا نه شئ اخیستی.
مور او پلار باید د اولادونو د درس ویلو لپاره لاندې ټکي په پام کې ونیسي:
تل دا مه ورته وایاست، پورته شه درس ووایه، ولې دومره خوشې ګرځئ؟ ته درس نه لرې؟ د فلاني زوی یا لور نه ګورې شپاړس ساعته درس وایي؟ دغه جملې مو له اولادونو سره په درس ویلو کې هېڅ راز مرسته نه شي کولای. ډېرې نورې لارې چارې هم شته چې کولای شئ اولادونه مو د مطالعې لپار وهڅوئ چې په نورو لیکنو کې به پرې خبرې وکړو.
د مطالعې لپاره ځانګړي او مناسب وختونه:
سهار وخته: هر کله چې سهار وختي له خوبه پاڅېږئ، دا وخت د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت دی، ځګه ذهن مو له نورو موضوع ګانو پاک دی، یعنې په ذهن کې مو نورو موضوع ګانو ځای نه وي نیولی، نو سهار وختي له خوبه پورته شئ او تر سهارنۍ خوړلو مخکې وخت مو د درس ویلو لپاره ځانګړی کړئ.
د شپې له څملاستو مخکې: ځکه نور مو ټول کارونه ترسره کړي، د نن لپاره مو داسې څه په ذهن کې نه درګرځي چې باید ترسره یې کړئ، مخکې له دې چې خوب مو یوسي، پر خپل موبایل ځان مه بوختوئ، دینې مسئلې او یا د ادبیاتو تاریخ مطالعه کړئ، فلم مه ګورئ؛ ځګه خوب به مو نا ارامه کوي او فلمي صحنې به مو په ذهن کې در ګرځي چې همدا د خوب د اختلال لامل ګرځي او کله چې خوب ونه کړئ، بیا هم د ورځې په اوږدو کې نه شئ کولای چې خپلې چارې په سمه توګه سرته ورسوئ.
د ځان لپاره مهالوېش جوړ کړئ
تر ټولو لومړی وخت حساب کړئ، د بېلګې په توګه په اونۍ کې ۶ ورځې پوهنتون یا ښوونځي ته ځئ او پنځه ساعته درس وایاست چې ټول ۳۰ ساعته کېږي نو تاسو په یوه اونۍ کې دېرش ساعته د زده کړې لپاره لرئ، خو کېدای شي د درس ویلو په څنګه کې نور ډېر کارونه هم ولرئ چې باید ترسره یې کړئ. نو خپل مهالوېش مو داسې جوړ کړئ چې د هر څه لپاره ځانګړی وخت ولرئ؛ تفریح او ورزش هم له یاده مه باسئ؛ ځګه که تاسو روغ صحت ونه لرئ، زده کړې هم نه شئ کولای، تر ټولو مو باید خپل صحت ته ډېر پام وي؛ ځګه وجود چمن نه دی چې بیا شین شي، د خپلو ورځنیو کارونو لپاره مو مهالوېش د ژوند پر خوند پوه کولای شي.
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي د لوی بدلون پر لور د وړو[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي له بده مرغه ډېری کسان داسې فکر[...]
لیکنه: مهتاب عليمرادي ژباړه: حمیدالله حمیدي د ټولو انسانانو لپاره[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی