• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

مطالعې لپاره لومړني شرایط څه دي؟

Home ژباړهمطالعې لپاره لومړني شرایط څه دي؟
مطالعې لپاره لومړني شرایط څه دي؟

مطالعې لپاره لومړني شرایط څه دي؟

ژباړه : محیب پردېس

– آیا تر اوسه مو فکر کړی چې هر ځلې مطالعه مو څنګه پیلېږي ؟
د ګڼ شمېر زده کوونکو یوه اساسي ستونزه هم داده چې نه پوهېږي څنګه مطالعه وکړي . که غواړئ چې بغیر له کومې امادګۍ ( تیاري ) څخه مطالعه وکړئ نو دا به په دې مانا وي چې بغیر د لامبووهنې د زده کړې څخه غواړی ولامبئ .
څوک چې بغیر له کومې مقدمې څخه مطالعه کوي ، نه تنها دا چې څه به ترلاسه نه کړي بلکه ډېر څه به دلاسه ورکړي .
د مطالعې ځای
د مطالعې لپاره د ځای په انتخابولو کې د زده کوونکو عادات د یوبل سره توپیر لري ، ځینې یې په کور کې مطالعه کوي او ځینې یې بیا په پارک یا عمومي کتابتونو کې . هغه څه چې د مطالعې د ځای په هکله باید وپوهیږو دا دی چې په کوم ځای کې چې مطالعه کوو هغه ځای سربېره پر دې چې باید ساکت او آرام وي ، باید چې ثابت او لاتغیره وي . په دې مانا چې که د مطالعې لپاره ځانته کوټه ( خونه )ولرو نو هغې کې باید هر ځلې تغیر رانشي .
د مطالعې موخه
کوم وخت چې مو زړه وي چې مطالعه وکړی، نو مخکې مو باید ذهن ورته آماده کړی وي ، وخت سره مطابق مو باید پلان ورته جوړ کړی وي . یعني دا چې مخکې تر دې چې مطالعه پیل کړی باید وپوهېږو چې د څه شي په اړه مطالعه کوئ ؟ ولې مطالعه کوئ ؟ څومره مطالعه کوئ ؟

په هوښیارۍ سره د مطالعې پیل
هوښیاري یعني په پوره زیرکتیا او بیدارۍ سره د هغه څه په هکله پوهېدل کوم چې مطالع کوو یې .
شاید ځیني وخت دداسې یوه حالت سره مخ شوي یاست چې د یو شي په اړه مو مطالعه پیل کړې وي خو پس له څو دقیقو متوجه کېږی چې اصلا نه پوهیږی څه کوئ ! یا مو فکر ژر د موضوع څخه بلې خواته ځي یا مطلب نشی درکوالای .
هغه وخت به مو په پوره هوښیارۍ سره مطالعه کړې وي چې د پیل څخه تر پایه په دې وپوهیږئ چې غواړی څه وکړئ ؟ . یعني په ارادي توګه د هغه څه په هکله پوه و اوسئ چې مطالعه کوی یې .
څنګه په هوښیارۍ سره مطالعه وکړو ؟
لومړی اودس وکړئ ، وروسته د مطالعې نیت وکړئ ، د 2 دقیقو لپاره مو سترګې پټې کړئ او د هغه څه په اړه فکر وکړئ کوم چې غواړی ترسره یې کړئ ؛ وروسته د یوه نظامي قومندان په توګه ځانته په لوړ غږ ووایاست چې ” غواړم مطالعه وکړم او د کتاب دغه برخه پیلوم ” .
د بحث نتیجه په لنډو ټکو کې : لومړی باید د مطالعې لپاره مناسب ځای انتخاب کړئ. دویم باید د خپلې مطالعې په موخه او هدف په پوره توګه وپوهېږئ .دریم دا چې په پوره هوښیارۍ سره مطالعه وکړئ .
[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022