• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

مطیع الله اباسین بریال

Home څېرهمطیع الله اباسین بریال
Matiullah-Abasin-Baryal مطیع الله اباسین بریال

مطیع الله اباسین بریال

مطیع الله اباسین په ۱۳۵۸ لمریز کال د وردګو ولایت چک ولسوالۍ په هزارباغ کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د سیمې په ښونځي کې ترسره کړې او په ۱۳۷۹ کال د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځۍ څخه یې لسانس ترلاسه کړ.

اباسین په ۲۰۱۲ کال کې د ملګرو ملتونو له UNITAR څخه درهبرۍ او مدیریت یو کلن فیلوشپ ترلاسه کړ، او تازه مهال د بشری حقونو په یو دوراني پروګرام کې د بشري حقونو په څانګه کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دی.

مطیع الله اباسین بریال له ورځپاڼو او تلویزیونونو سره د کار کولو اوږده تجربه لري. نوموړی د افغانستان په تاریخي، سیاحتي او تفریحي ځایونو ۱۲۳ ساعته مستنده ډاکمنټري جوړه کړې چې د افغانستان له ملي او اریانا خصوصي ټلویزیونونو څخه خپرېږي، همدارنګه په هندوستان کې د پښتنو ژوند او د استوګنې په تاریخي سلسله یې هم ۸ ساعته مستندې داکمنټرۍ جوړ کړې دي.

اباسین له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی د برخې مشاور، له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۱ د ملګرو ملتونو UNDP په پراختیايي پروګرام کې د میدان وردګو ولایت د مقام مشاور او د ۲۰۱۲ کال له پیل د ۲۰۱۴ کال تر پایه د پوهنې په وزارت کې د مطبوعاتو او اړیکو د څانګې مشاور پاتې شوی دی. اباسین بریال د رسمي دندو ترڅنګ د محور ورځپاڼې موسس او مسول مدیر و، او سملاسي د ناور په نوم د سولې، تعلیم تربیې او عدم تشدد په برخه کې د یو فعال غیر دولتي بنسټ (ناور)‌ مشري کوي. بریال د لرغونې شتمنۍ په نوم د افغان باستان شناسۍ او ګرځندوی یو چاپ اثر لري، پښتون په هند کې او رواني جګړه په نوم د تحقیقاتو درې ناچاپ ټولګې لري.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022