لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د دې لپاره چې خدای (ج) هېڅکله په انسانانو باندې داسې سختي نه راولي چې د دوی له وس څخه وتلې خبره وي بلکي اسلامي نظام د انسانانو د ژوند ټول اړخونه او حالات په ژوره توګه په پام کې نیولي دي چې په دې لړ کې یو هم د رمضان په میاشت کې هغه اصناف دي چې د روژې له نیولو څخه معاف ګرزول شويدي چې په دې ځای کې د ګرانو لوستونکو پاملرنه ورته را اړوم.
لومړی: ماشوم
روژه په هغه مومن انسان فرض ده چې د بلوغ حد ته رسېدلی وي، په بدن روغ وي او د روژې د نیولو توانايي ولري په ماشومانو باندې د روژې نیول فرض نه دي. د بلوغ حد په نارینه او ښځینه طبقه کې فرق کوي او اسلامي پوهانو دا خبره واضح کړې ده چې ښځه نسبت نارینه ژر د بلوغ حد ته رسېږي. که څوک په دې هکله زیات معلومات غواړي نو د اسلامي فقهې هغې برخې ته دې مراجعه وکړي چې انسان څه وخت د ماشومتوب له مرحلې څخه وزي او د بلوغ حد ته رسېږي. خو غالبا دغه مرحله د ښځې لپاره د خپل عمر ۱۳ کلني او د نارینه لپاره ۱۵ کلني ګڼله شوې ده چې د بلوغ حد ته رسېږي خو بیا هم د روژې نیولو لپاره د ماشوم فزیکي حالت په نظر کې نیول کېږي او کېدای شي دا مرحله ژر یا وروسته پيل شي. د دې خبرې یادونه هم ضروري ده چې د سیمې اوبه او هوا هم د ماشومتوب له مرحلې څخه د بلوغ مرحلې ته د انسان د رسېدلو په لاره اغیزمن رول لري چې په ځینو سیمو کې ژر او په ځینو سیمو کې وروسته د ماشومتوب مرحله اختتام مومي.
دویم: لیونی یا ذهني ناروغ
بل هغه شخص چې د روژې له نیولو څخه معاف دی چې لېونی او په ذهني ناروغي اخته وي. لېونی هغه شخص دی چې د خپلو اعمالو، کړو وړو او تصرفاتو واک ترې تللی وي او د شرعي امورو په اجراآتو باندې مکلف نه ګڼل کېږي بلکي د روژې نیول په داسې روغ انسان باندې فرض کېږي چې په بشپړه توګه روغ او د خپلو اعمالو او تصرفاتو واک یې په خپل لاس کې وي.
دریم: مسافر
د بقرې د سورت د ۱۸۳ او ۱۸۴ آیتونو ژباړه را اخلو چې لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( ای هغو کسانو چې اېمان مو راوړی دی روژه په تاسو باندې فرض ګڼلې شوې ده لکه چې له تاسو مخکې په نورو امتونو باندې هم فرض وه څو د متقیانو له ډلې څخه حساب شی. دغه روژه څو محدودې ورځې ده څوک چې له تاسو ځینې ناروغ شي او یا هم په سفر کې وي نو کولای شي روژه ماته کړي او بیا یې قضا په نورو ورځو کې وګرزوي…) د همدې قرآني لارښوونو پر بنسټ د مسافر لپاره روا ده چې روژه ماته کړي او بیا یې هغه مهال قضا راوړي چې کله ورته د روژې نیولو وړ شرایط برابر شول. اسلامي پوهان په دې آند دي چې د مسافر لپاره د روژې ماتول روا دی که د نوموړي سفر پلی، په موټر، الوتکه، کښتۍ، آس، اوښ او یا د سورلۍ په هر ډول وسیله وي. خو د دې یادونه هم ضروري ده چې که چیرې کوم مسافر ته د خپل سفر په لړ کې دومره تکلیف نه وي او کولای شي روژه و نیسي نو د هغه خپله خوښه ده چې اوس مهال په الوتکو کې زیاتره مومن مسافر روژه نیسي.
څلورم: حایضه ښځه
لکه چې د همدې لړۍ د مېرمنو د رمضان په برخه کې دې خبرې ته لږ په تفصیل اشاره وشوه چې هغه حایضې ښځې ته چې د حیض میاشتنۍ دوره ورته پېښه شي د روژې نیول یې صحي نه دي بلکي د هغې لپاره روا دي چې روژه ماته کړي او بیا یې وروسته قضا راوړي. د دې دورې کمه موده درې او زیاته موده لس ورځې ده خو که تر لسو ورځو څخه نوموړې موده زیاته شي بیا نو حیض نه دی بلکي د بلې ناروغۍ په چوکاټ کې داخلېږي. عایشه (رض) فرمایلي دي: ( کله به چې موږ ته داسې حالت (حیض یا نفاس) پېښیده نو د قضايي روژې نیولو امر به راته کېده خو د لمانځه د قضا ګرزولو امر به راته نه کېده) رواه مسلم
پنځم: نفاسه ښځه
نفاسه ښځه هغه مېرمن ده چې اولاد یې زیږولی وي او د دې دورې کمه موده معلومه نه ده خو زیاته موده یې څلوېښت شپې او ورځې ده نفاسه مېرمن هم د رمضان د روژې د نیولو څخه معافه ده خو د روژې قضا ورباندې واجب کېږي.
شپږم: تی ورکوونکې مېرمن
شیدې ورکوونکې میرمن هغه ښځه ده چې ماشوم یې کوچنی وي او د رضاعت یا تي ورکولو په موده کې قرار ولري د دې لپاره چې د ښځې او ماشوم روغتیا ته زیان و نه رسېږي نو د رمضان په میاشت کې له روژې نیولو څخه معافه ګرزول شوې ده خو په دې شرط چې قضا یې راوړي. په دې هکله زموږ په ټولنه او سیمه کې داسې انګېرنه موجوده ده چې ګواکي دغې ډول ښځې ته د روژې ماتول روا نه دي او په هر حالت چې وي نو باید روژه و نیسي چې له شک پرته ښځه او ماشوم له ګڼو ستونزو سره مخ کوي. نو په دې باره کې د پوهانو مسوولیت خورا دروند دی چې خلک په سمه توګه و پوهوي.
اووم: شیخ فاني یا عمر خوړلی انسان
شیخ فاني، سپين ږیری، زوړ یا عمر خوړلی انسان هغه انسان ته ویل کېږي چې د عمر د ډېروالي له کبله کمزوری شوی وي او د روژې په نیولو باندې قادر نه وي. په دې ډول شخص د روژې نیول نشته خو که چېرې یې کورنۍ د مالي اړخه بډایه وي نو د هغه اولادونه کولای شي چې د نوموړي د روژو په مقابل کې فدیه ورکړي او په دې هکله هم ګران لوستونکي د اسلامي فقهې د فدیې برخه د نورو تفصیلاتو لپاره کتلای شي.
آتم: ناروغ
ناروغتیا هم مومن انسان له روژه نیولو څخه معاف کوي خو کله چې روغ شو نو باید قضا یې راوړي او که چیرې یې ناروغتیا دوامداره شي او یا هم ناروغ د اځل بلنې ته لبیک ووايي او مړ شي نو په هغه صورت کې چې کورنۍ یې بډایه وي او د فدیې ورکولو توان ولري نو ښه خبره ده چې د هغه د خوړل شوو روژو په مقابل کې فدیه ورکړي.
نهم: مُکره یا مجبور شوی شخص
مُکٌره یا مجبور شوی شخص هغه کس ته ویل کېږي چې د یو بل اړخ (کفارو) له لوري په روژه خوړلو مجبور شي نو ورته روا ده چې روژه ماته کړي. د دې ډول شخص د روژې د قضا په هکله اسلامي پوهان د نظر اختلاف لري ځینې وايي چې د روژې قضايي ورباندې شته ده خو ځینې نور په دې نظر دي چې په داسې شخص باندې د روژې قضايي نشته ځکه چې دا ډول شخص د خپل قصد یا نیت په خلاف په زوره مجبور شوی دی چې روژه ماته کړي نو د ماتې کړې روژې قضايي ورباندې نشته. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…