لیکنه: افضل محمد وقار
لومړی به یاد کړو، چې شکر الحمدالله موږ مسلمان یو او د معراج په واقعه شک نه کوو، دلته موږ غواړو مسلۀ په علمي لحاظ تربحث لاندې ونیسو،او توکل په خدای موږ به د موجوده قوانینو په اساس ثبوت ته ورسوو، چې واقعاً دانسان په توګه د حضرت محمد (ص) په ژوند کې دا واقع شوي پېښه قابل درک ده.
البرت انشټین د معاصر فزیک پلار او فیلسوف خپله وروستی رسالۀ چې “ډي ارکلارنګ Die Erklarung” چې د “بیانیې” معنی ورکوي، په ۱۹۵۴م کال کې په امریکا کې په الماني ژبه ولیکله. د نوموړي دا رساله څه ناڅه مذهبي اړخ هم لري، لکه نوموړی په دې رساله کې اسلام د ټولو ادیانو په منځ کې یو کامل او معقول دین ګڼلی او په نورو ادیانو یې غوره والی ورکړی دی.
انشټین په دې رساله کې د دعام نسبیت نظریه د قران او نبوي احادیثو سره چې نهج البلاغه او بخار الانوار پورې مربوط دي څیړلي او په خپله وایي: په هېڅ ځای او په هېڅ مذهب کې داسې رمز لرونکي الفاظ ما نۀ دي لیدلي، همدا الفاظ دي چې د “نسبیت” مغلقه مسلۀ واضح کولای شي، اما اکثر عالمان په دې نه پوهیږي. په دې اړه مو کټ مټ دانشټین د خولې خبرې راخیستي.
“دلته په امریکا کې د یو مجلس یوه وینا (حدیث) په یاد لرم چې د عالمانو او څیړونکو یوې ډلې په امریکا کې د تمسخر په پار بحث ته وړاندې کړ، خو دوی په دې نه پوهیدل چې دا تمسخر ددوی په نادانی او حماقت دلالت کوي.
دوی په هغه جلسه کې ویل: داسلام پیغمبر (ص) کله چې معراج ته تله، پښه یې د اوبو ډک یو لوښي سره ولګیده، لوښی چپه او اوبو ترې روانې شوې، د نوموړي په خبره د اسمانو او نورو جهانونو ترلیدو وروسته، کله چې بیرته لومړني فزیکي موقعیت ته راوګرځیدم، لا هم د نوموړي لوښي څخه داوبو څاڅي روان وو،او لوښی کاملاً نه وو وچ شوی.
ما چې په دې مجلس کې دا ژوره، رمزلرونکي او کاملاً هیجاني وینا (حدیث) اوریده، ما په سترګو لیدل چې ددې احماقانو لخوا به دا خبره تمسخر کیده، او زه په هرڅه پوهیدم، خوددې ویرې چې ددوی د تمسخر او اعتقادي مخالفتونو ښکار نشم څه مې ونه ویل ، خو د زیات روحي فشار له امله په یوه بهانه د مجلس نه بهر شوم، خو دوی سادګان په دې نه پوهیدل چې دلته په دې خبرو کې ډېر څه پټه دي.
څنکه ممکنه ده چې یوه شپه او دومره لویه فاصله د معراج په شپه ووهل شي؟، که څه هم دا مسلۀ پوره مغلقه او ظاهراً ناممکنه ښکاري، خو البرت انشټین د معاصر فزیک پلار د خپل نسبیت نظریې د ثبوت لپاره معراج پېښه یو قوي ثبوت ګڼي.
موږ داپېښه دنسبیت په نظریه داسې تلوو:
د انشټین د خاص نسبیت نظریې په اساس؛ یا خو د اسلام پیغمبر (ص) مادي بدن په فوق العاده چټګ سرعت سره حرکت کړی، تردې چې نوموړي د معراج ټولې وقایع د ثانیې په یوه کوچنی برخه کې لیدلي دي، په ذروي فزیک کې ممکن یوه ذره د ثانیې په زرمه برخه عمر کې هم ممکن د میلیونهاوو پېښو سره برخورد وکړي. (لکه زیاتره کتابونه پردې دلیل دي، چې حضرت محمد (ص) د معراج په شپه د زیاتو مختلفو پېښو سره مخ شوی.)
دوهم دا چې: دانشټین دعام نسبیت نظریې په اساس زمان د حضرت محمد (ص) د وجود د ساعت په نسبت انبساط کړی، یا کش شوی دی؛ مثال زمان نسبت د حضرت محمد (ص) بدن ته یوه شپه،او نسبت داوبو لوښي ته د ثانیې په اندازه تیر شوی، چون د همدې نظريې په اساس هرڅومره چې سرعت چټک کیږي، وخت کمیږي. که لږ ساده ووایو دا چې د معراج په شپه د حضرت محمد (ص) بدن سرعت نهایت زیات وو، د متافزیک د قوانینو حاکمیت پر فزیک باندې، او د حضرت محمد(ص) بدن چې د نور سرعت نه هم په مراتبو زیات وو، نو کوچنی ترینه برخه د ثانیې د کوچنی برخې څخه چې موږ ته د طبیعي درک وړ نده، حضرت محمد (ص) ته د یوې دقیقې یا ساعت په شان درک شویده، او نوموړي دا وقایع دوخت په یو کوچني جریان کې کتلي، او ترې تیر شوی. د پیغمبر (ص) د معراج پېښه د دوه غبرګونو وروڼو پاراډوکس سره ورته والی لري، چې یو فضا ته ځي او ځوان پاتې کیږي،او بل په ځمکه کې پاتې کیږي او زړیږي. که بیا اوس څوک دا دلیل وایي چې په طبیعت کې د نور د سرعت نه چټک سرعت نشته، دا خبره اوسنی ساینس ردوي، ځکه نظر شتون لري چې جاذبوي وړانګې نور د سرعت څخه څوچنده زیات سرعت لرونکي دي.
والله اعلم
منابع: مختلف انټرنیټي سایټونه