لیکنه: شبیر احمد همدرد
معلم د دیوې ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري ځکه د ټولنې هر وګړي که هر مقام ته رسیږي د معلم د زحمتونو او کوښښونو له برکته دی.
معلم دی چې یو ټولنه د سواد لوري ته بوځي، معلم دی چې ټولنه د سواد په ګاڼه سمبالوي، معلم دی چې دی چې د انسان او حیوان ترمنځ توپیر پیدا کوي، معلم دی چې انسان دی، معلم دی چې ټولنه ده، معلم دی چې خپل خوښي د بل د خوښیو لپاره قربان کوي، معلم دی چې خلک د ښه فکر او ښه احساس خاوند کیږي، د معلم له برکته دی چې انسان تر ولسمشرۍ رسیږي، معلم دی چې په انسان کې د وطن پرستۍ حس ژوندی کوي او همدا معلم دی چې شاګرد د ټولنې د ګټو لپاره هڅوي.
که د معلم د د صفت لپاره یو کتاب ولیکل شي هم کمه ده ځکه یو عالم وایې چې: معلم هغه شمع ده چې خپله سوځي او نورو ته رڼا ورکوي یعني زمونږ د ژوند توره کوټه د معلم د زحمتونو او هلو ځلو له برکته رڼا کیږي.
د معلم له برکته انسان خپل اهداف په اسانۍ سره ترلاسه کولای شئ.
څرنګه چې حضرت محمد (ص) فرمایې زه هم معلم استول شوی یم.
دا دنیا قانون او نظام دی چې د هر څه لپاره جوړه پیدا کړی دی، د تور لپاره سپین ، د ورځې لپاره شپه ، د اور لپاره اوبه ، د ښځې لپاره سړی نو همدا شان د ښو لپاره بد پیدا کړی دی نو ویل شو چې بیا زمونږ په ټولنه کې ښه او بد معلمین هم شته چې د ښو معلمینو صفات په لاندې ډول لولو:
۱: ښه معلم پرهیزکار او متدین وي.
۲: غوره اخلاق ولري.
۳: ریښتینی او ثایت قول ولري.
۴: کبر او غرور ونه لري.
۵: پاک او نظیف وي او د ټولنې مناسب لباس په تن کې ولري.
۶: وخت پیژندونکی وي، وظیفه پیژندونکی او امانت کار وي.
۷: د نظر پراخوالی او علمي هڅې ولري.
۸: پخپل مسلک لایق او پر خپل مضمون پوره حاکمیت ولري.
۹: د منظم درسي پلان درلودونکی وي.
۱۰: د تدریس له نویو میتدونو سره آشنا وي.
۱۱: وشي کولای چې د زده کوونکي علاقه او مینه د درس سره زیاته کړي.
۱۲: شاګردانو ته په درس کې فعاله وڼده یا برخه ورکړي.
۱۳: د زده کوونکو پوښتنو ته غوږ کیږدي او قناعت ورکوونکی ځوابونه ورته ورکړي.
۱۴: د زده کوونکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي.
۱۵: د اسلامي روحیې سره سم زده کوونکو ته سمه او صالحه روزنه ورکړي.
۱۶: د ټولنې د ګټور غړي په توګه زده کوونکي سمبال کړي.
۱۷: د شاګردانو ترمنځ د نیک او روښانه اړیکې رامنځته کړي.
۱۸: د زده کوونکو د شخصیت په جوړولو کې پوره برخه واخلي.
۱۹: د اسلام د دین په اړه ورته پوره کار وکړي او پوه یې کړي.
۲۰: د ذهني فشارونو د له منځه وړولو لپاره ورسره مرسته او همکاري وکړي.
۲۱: د لوړو تحصیلاتو په اړه اړینې مشورې ورکړي.
۲۲: د وطن دوستۍ مینه او حس ورته قوي کړي.
۲۴: یو شاګرد د بل شاګرد په مخکې ونه رټي.
۲۵: د وطن د اهمیت په اړه ورته معلومات ورکړي.
که څومره مخکې لاړ شو نو د معلم صفات نه خلاص کیږي نو هیله ده چې د معلم د مسولیتونو او قدر په اړه یې یو څه پوه شوي اوسو او دا لیکنه تاسې ته یو څه ګټور تمامه شوی وي.