• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

مــرګ د هــر ژونـــدی پای دی

Home اسلاممــرګ د هــر ژونـــدی پای دی

مــرګ د هــر ژونـــدی پای دی

ویناوال: عبد العزیز بن عبد الله آل شیخ
ژباړه: انــــدیال ساپی

مرګ او له دنيا څخه رخصتيدل د هر ژوندی پای ده، الله رب العزت دا حقيقت داسى بيانوي :(( كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ (۲۶) وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ)).الرحمن: ۲۶-۲۷
ژباړه: هر څه چې پر دغه ځمکه باندی دي، فنا کیدونکی دي،او یوځی ستا د رب ذات باقی پاتی کیدونکی دي، چې د جلال او درناوی خاوند دي.

بل ځای الله رب العزت فرمایې:(( كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ)). آل عمران:۱۸۵.
ژباړه: هر څوک د مرګ څکونکی دي، او تاسی ټول د قیامت په ورځ دخپلو خپلو پوره اجرونو موندونکی یاست.

د انسان په مرګ د هغه اعمال پری کیږي، حساب ورسره پیلیږي، د ښو او بدو بدله ورکول کیږي.
د زنکدن سلګې او دنیا څخه د جلا کیدو سختی شیبې رایادی کړئ، الله جل جلاله يې په اړه وايې:(( وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ)). ق:۱۹.
ژباړه: بیا ګوره: هغه د زنکدن سلګی په حقه راغلی، دا مرګ همغه شی دی چې ترینه تښتیدلی.

قبر او تورتمۍ يې رايادی کړئ، يا به قبر ستاسی لپاره دجنت له باغچو څخه يوه باغچه وي او يا به هم دجهنم له کندو څخه يوه کنده وي.

دالله جل جلاله په وړاندى د ودريدلو ستر موقف او دهغى ورځى سختى رايادی کړئ چې اندﺯه پنځوس ﺯره کاله ده،خلک په کې دالله جل جلاله په وړاندى لوڅ، خپه ابله، او راوتى سترګى ودريږي.

هغه ستره ورځ راياده کړئ چې لمر به په کې د انسانانو سرونو ته د ميل په انداﺯه را نږدى کيږي، په دوی به لمر راګرم شي، دوى به د خپلو عملونو په انداﺯه په خولو کې ډوب وى، څوک به تر پونډيو پورى وى، څوک تر نامه پورى، او څوک به په کې تر سره پورى ډوب وی.

الله جل جلاله ته د مخامخ کيدو هغه ورځ راياده کړئ چې ستاسی هیڅ راړ به په کې پټ پاتی نشي الله جلاجله :(( يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنْكُمْ خَافِيَةٌ)).الحاقة: ۱۸.
ژباړه: هغه ورځ چې تاسی وړاندی کړی شی، ستاسی هیڅ راز به هم پټ پری نښودل شی.

د سزا او حساب ورځ راياده کړئ،هغه ورځ چې تاسی ته به عمل نامې درکول کيږي ،يا په خى لاسونو او يا په چپ لاسونو.

د عملونو تلل راياد کړئ:(( فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (102) وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ)). المؤمنون: ۱۰۲-۱۰۳.
ژباړه: په هغه وخت کې چې چا د نیکیو پله درنه وي، هماغوی به بری ومومی، او چا چې د نیکیو پله سپکه وي، هماغه کسان به وي چې خپل ځانونه يې تاوانی کړل، هغوی به په دوذخ کې د تل لپاره اوسیږی.

هغه ورځ راياده کړئ چې مومنانو ته به جنت د ننوتلو اجاﺯه ورکول کيږي، هغه ورځ راياده کړئ چې اواﺯ کونکى به اواﺯ کوي او وايې به اى د جنت والو:” إِنَّ لَكُمْ أَنْ تَصِحُّوا فَلَا تَسْقَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَحْيَوْا فَلَا تَمُوتُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَشِبُّوا فَلَا تَهْرَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَنْعَمُوا فَلَا تَبْأَسُوا أَبَدًا “.
ژباړه: يقينا ستاسو لپاره به په جنت کې صحت وي چې هميشه به نه ناروغه کيږى، يقينا ستاسو لپاره به ژوند وى چې هميشه به نه مرى، يقينا ستاسو لپاره به ځوانى وي چې د تل لپاره به نه بوډګان کيږي، یقینا ستاسو لپاره به نعمتونه وى چې د تل لپاره به نه خلاصيږى.

هغه ورځ راياده کړئ چې اواﺯ کونکى به اواﺯ کوي او وايې به اى د جنت والو:” ستاسو لپاره دالله جل جلاله په وړاندى ژمنه او وعده ده غواړى چې درته پوره يې کړي، دوى به وايې: چې دا به څه وي، ايا ﺯمونږ مخونه يې ندى سپين کړي؟ايا مونږ يې جنت ته نه يو داخل کړي او له عذابه يې نه يو ژغورلي؟ دوي به ووايې:ولى نه، نو پرده به ليرې شى، دوى به د الله جل جلاله مخ ته وګوري، دوى ته به ددى نعمت په څير بل نعمت نوى ورکړل شوي.

هغه ورځ راياده کړئ چې اواﺯ کونکى به اواﺯ کوي، اى دجنت والو، ستاسی لپاره په جنت کې تل پاتى والى دى مرګ نشته او اى د جهنم والو ستاسی لپاره په جهنم کې هميشوالى دى مرګ نشته.

الله جل جلاله ته د خپلو بدو ويناو او عملونو څخه ريښتنى اوخالصه توبه وباسئ:(( يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا)).التحریم:۸.
ژباړه: ای مومنانو: الله جل جلاله ته توبه وباسئ، خالصه توبه.
اسلام د فرايضو خيال وساتئ لکه لمونځ، ﺯکات، روژه، حج،ښه اخلاق،… او له حرامو ډډه وکړئ.

مرګ مو تل په ياد ولرئ اوخپل اخرت اووروستى کور د ودانولو هڅه وکړئ.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د سحر لمــــــونځ کونکی لپـــــــاره لس زیرې

Dec 4, 2017

لیکنه: اندیال ساپی لــومړی: زیــــــــــــری: رسول ﷺ فرمايې:”بَشِّرِ الْمَشَّائِينَ فِي[...]

دکینې ناوړتیا، زیان او لاملونه

Jul 12, 2018

ژباړه: انــديال ياپى د بل چا د نعمت د له[...]

د سخاوت ګـــــټورې پایــــلې

Dec 18, 2017

ژباړه: انـــــدیال ساپی سخا مينه او ستاينه ده، بخل ملامتي[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022