ښاغلی ډاکټر کفایت الله وردګ په ١٩٦٠ زېږديز کال کې د اپريل د مياشتې په دريمه نېټه د وردګو ولايت د چک د ولسوالۍ د آبکزار په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زدکړې يې د سيمې په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې دي.
د ديني زده کړو لپاره په ۱۹۷۳ زېږديز کې پاکستان ته تللی او هلته يې لومړنۍ دينې زدکړې تر سره کړې دي. وروسته يې د قرآن کريم حفظ او تجويد زدکړو له تر سره کولو وروسته د تفسير زدکړه هم بشپړه کړه. همالته يې تر ۱۹۷۸ کال پورې د عربي ژبې او اسلامي علومو نورې زدکړې هم بشپړې کړې دي. ښاغلی وردګ په ۱۹۷۹ز کال ايران ته ولاړ او هلته يې د پارسي ژبې ادبيات د عمر خيام په انستيتيوت کې ولوستل. په ۱۹۸۵ کې سوريې ته ولاړ او په دمشق کې يې د عربي ژبې د لوړې کچې ادبيات بشپړ کړل. له هغه ځايه په ۱۹۸۶ کال لبنان ته ولاړ او هلته يې د انګليسي ژبې زدکړه بشپړه کړه.
ښاغلی وردګ په ۱۹۸۸ز کال کاناډا ته ولاړ او هلته يې عصري زدکړو ته مخه کړه. هلته يې د Domestic law او Para legal Communication په څانګو کې زدکړې وکړې او په کاناډا کې تر ١٥ کلونو پورې د افغانانو خطيب او امام پاته شو. تر هغې وروسته مصر ته ولاړ او هلته يې د قاهرې په پوهنتون کې په مقارنة الاديان کې دوکتورا (PHD) بشپړه کړه. د مناقشې استاد يې شيخ الاظهر شيخ محمد سيد الطنطاوي و. ښاغلي دوکتور دوهمه دوکتورا په Devin Revealed Religion X کې تر سره کړه.
ښاغلی دوکتور وردګ په ٢٠۰۴ز کال افغانستان ته وګرځېد او د (United Nation volunteer (UNV په توګه يې د افغانانو چوپړ ته مخه کړه. هماغه وخت په ستره محکمه کې د تخنيکي مشاور او بيا وروسته د حقوقي مشاور په دنده وګمارل شو. ښاغلي يو ځل بيا زدکړو ته مخه کړه او د حديثو زدکړې يې تر ۲۰۱۰ کاله بشپړې کړې. وروسته يې د افتاء په برخه کې زدکړې وکړې او له دې سره يې په حديثو کې د تخصص په ترڅ کې په پښتو او انګليسي ژبو د حديثو د علم يو جامع کتاب وليکه. د دې تر څنګ ښاغلی وردګ د ۶۶ نورو کتابونو ليکوال دی چې له هغې ډلې ۵۰ يې چاپ شوي دي.
ښاغلي وردګ ژمنه کړې چې علم ته تږې پښتو ژبې ته به لږ تر لږه ۱۰۰ کتابونه ليکي خو د عمر ډېرېدا او ناروغي ورته وار نه ورکوي. د نوموړي له چاپ شوو کتابونو څخه ځينې يې په لاندې ډول دي:
- د حضرت محمد د نبوت معجزې پښتو
- ړنګه ځاله پښتو
- آشيانه سوخته فارسي
- په اسلام کې د انسان حقوق انګليسي
- دين يې دام دى ددنيا په لار کې اېښى پښتو
- فرار از کزار فارسي
- له کزاره تېښته پښتو
- زوړ دين نوى مسلمان پښتو
- ډم ډمکو جي او ليکوال پښتو
- اديان پشت در فارسي
- د دروازې تر شا دينونه پښتو
- د انصاف ا و اعتدال لاره پښتو
- کفري الفاظ پښتو
- کل بچه فارسي
- معلومات عمومي فارسي
- د حج لارښود پښتو او انګليسي
- محمد رسول الله سيرت اخلاق او پېژندنه پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه اول پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه دوهم پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه دريم پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه څلرم پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه پنځم پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه شپږم پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه اوم پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه آتم پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه نهم پښتو
- د اسلامي تاريخ له پاڼو څخه لسم پښتو
- د فقهي کتابونو له پاڼو څخه اول پښتو
- د فقهي کتابونو له پاڼو څخه دوهم پښتو
- د فقهي کتابونو له پاڼو څخه درېم پښتو
- د فقهي کتابونو له پاڼو څخه څلورم پښتو
- د فقهي کتابونو له پاڼو څخه پنځم پښتو
- د علم حديث مطالعه پښتو او انګليسي
- د فقهي کتابونو له پاڼو څخه شپږم پښتو
- کلمه طيبة پښتو
- الدعاء پښتو
- اللهم عربي، پښتو، انګلسي
- المسجد پښتو
- قرآني معلومات لمړۍ برخه پښتو
- سلام پښتو
- د فقهي کتابونو له پاڼو څخه اومه برخه پښتو
- د وخت ا هميت (لمړۍ برخه) پښتو
- د وخت ا هميت (دوهمه برخه) پښتو
- د وخت ا هميت (دريمه برخه) پښتو
- الحکمـــــــــــــــــــــــــــــة (١) پښتو
- الحکمـــــــــــــــــــــــــــة (٢) پښتو
- الحکمــــــــــــــــــــــــــــــة (٣) پښتو