لیکنه: ذکیه (ابها)
مقننه قوه (پارلمان): مقننه قوه یا ملی شورا د دولت یو عالی ارګان دي چي د قانون جوړوني د ملت څخه استازیتوب کوي او د حکومت یا اجرائیه قوي له کړنو څخه د څارني دنده او صلاحیت لري
او پارلمان د فرانسوي کلیمي Parliament چی له parler څخه اخستل شوي ده
یعني خبریکول یا بحث کول معنی ورکوي د افغانستان مقننه قوه یا ملی شورا له دوه مجالسو څخه تشکیل شوي ده چي یوي ولسی جرګه او بل یی مشرانو جرګه.
مقننه قوه د خلکو د ارادو څرګندویه او د قانونګذاری ځواک د دولت دیو مهم رکن په توګه پیژندل شوي ده چي دغه اهمیت او ارزښت له هغه وخته د پاملرني وړ وګرځید چي د ځواکونو د تفکیک تیوري په ابتدایی بنه د لرغوني یونان په ټولنه کي رامنځته شوه.
مقننه قوه له یوی خوا د قانونګذاري مرجع په حیث ډیر اهمیت لري دا په دي مفهوم چي هره انساني ټولنه د عامه نظم، امنیت او د هغي غړو د مصئونیت، فردي او ټولیزو ازادیو ساتنه او د دولتیي حاکمیت د تحقق لپاره قوانینو ته اړتیا لري او دا قوانین د یو با صلاحیته مرجع له خوا باید وضع شي چي د عملي کیدو اهمیت پیدا کړي دغه با صلاحیته بنسټ د مقننه ځواک او دقانونګذاري له مرجع څخه عبارت دي او له بلي خوا مقننه ځواک هغه بنسټ دي چي د خلکو د ارادي څرکندونه کوي چي د خلکو د حاکمیت په نوم سره یي یادولي شو
په دي مفهوم چي بشري ټولني د نفوسو د زیاتوالی او د خاوري د پراختیا پر اساس نشي کولي په مستقیم ډول د دولت په واک کي ګډون وکړي او په مستقیم ډول ولسي حاکمیت تمثیل کړي چي همدي اساس د ټاکنو له لاري خپل استازي ټاکي او د ولسواکي له لاري دغو استازو ته واک ورکول شوی چي د دولت په چارو کي ګډون وکړي چي دا روش د دي سبب شو چي قانونګذاره اداره یا مقننه قوه په ټولنه کي رامنځته شي چي نن ورځ د پارلمان په نامه سره یادیږي په یو لړ هیوادونو کي پارلمان یو مجلسه دي اما اکثره هیوادونو کي پارلمان دوه مجلسه دي چي د اولني مجلس غړي چي معولاّ د خلکو د ټاکلو شوي استازو څخه جوړ شوي په مختلفو نومونو سره یادیږی لکه د ملي شورا مجلس، استازو مجلس، لیږدږنکي مجلس او د عوامو د مجلس په نامه سره یادیږی .
دوهم مجلس چۍ غړي ټاکل شوي، انتصابي او یا قسماّ ټاکل شوي وي د سنا مجلس، لاردانو مجلس،مشرانومجلس په نومونو سره یادیږی .
مقننه ځواک دندي:
د مقننه قوي مهم دنده د قوانینو وضع کول دي چي په بیلا بیلو برخوکي او په هغه وخت کي چي ورته اړتیا وي قوانین وضع کوي، مقننه قوه (پارلمان) د قوانینو د وضع کولو څخه پرته نور مسئولیتونه هم لري چي یو له دغو دندو څخه د دولتي بودیجي تصویب دي چي د پارلماني مجلسونو له خوا باید تصویب شي همدارنګه پارلمان د یو سیاسی بنسټ په توګه په اجرایوی ځواک باندي د کنترول دنده هم پرغاړه لري چي د دی کنترول په لرلو سره د قواو توازن منځته راوړي او په اجرائیه (حکومت) قوه د قواو د تمرکز څخه مخنیوي کوي، د اساسي قانون دغه عمل د عملي کولو په موخه په اکثره هیوادونو کي ټول وسایل او امکانات د مقننه قوي په اختیار کي ورکوي چي د دي په اساس په اجرایه قوي باندي نفوذ پیدا کوي د بیلګي په توګه پارلمان کولي شي چي د کابیني په غړو په کړو وړو باندي څارنه وکړي چي دغه څارنه د استیضاح،پوښتونو،د ځانګړوکمیسونونو د تشکیل چي د اجرائیه قوي په کړو وړو باندي د څارني او تفتیش په موخه تشکیلږي .
همدارنګه پارلماني مجلسونه د ولس مشر او وزیرانو د محکمه کیدو حق هم لري د جګړي اعلان، او د سولي د تړونونو تصویب صلاحیت هم لري.
د افغانستان د پارلمان نیمګړتیاوي:
لکه څرنګه چي خلک په حکومت کي مستقیم ګډون نه شي کولي نو دوی د خپلو نماینده ګانو پواسطه خپل واکونه عملي کوي یعني د انتخاباتو په ذریعه استازي ټاکۍ چي دغه استازي د مربوطه ولایت او مئوکلینو ستونزي او مشکلات حل او فصل کوي، اما په تاسف باید ووایم چي د افغانستان د پارلمان اکثریت استازي بي سواد، ناپوهه دي دوي چي کله ځان پارلماني اتخاباتو ته کاندیدوي خلکو ته دروغي وعدي ورکوي د بیلګي په توګه خپلو مؤکلینو ته وایي چي که زه په پارلماني اتخاباتو کي کامیاب شم ستاسو ټولي غوښتني به عملي کړم.
دغه استازي د انتخاباتو له لاري د تقلب،رشوت،خلکو ته چل او فریب ورکول چی بالاخره پارلمان ته لاره پیدا کوي متاسفانه کله چي دوي کامیاب شي خپلي وعدي چي له ملت سره یي کړي وي نه عملي کوي او یوازي د خپلو شخصي ګټو پسي ګرځي، خپلي وعدي نه عملي کوي د خلکو د حقوقو څخه په سمه ټوګه دفاع نه کوي ځني نماینده ګان چي مربوطه ولایت ته ځان کاندیدوي د هغه ولایت په رسم رواج، کلتور، عنعناتو هیڅ نه پوهیږي او کوښښ هم نه کوي ځان پري پوهي کړي او د خلکو د ستونزو څخه ځان خبر کړي .
کله چي دوي میډیا ته دعوت کیږی او ورڅخه پوښتني کیږي باور وکړي چې ۵۰ په سلنه وکیل صاحبان په خپلو خبرو نه پوهیږی. ۲۰ په سلنه په څرکنده توګه د خپل شخصي ګټو پسي ګرخي.
۲۰په سلنه هیڅ خبر نه دې چې چیري ناست دې او څه روان دئ
. ۱۰په سلنه ښه دې په خبرو پوهیږی
کله چي په پارلمان کي د یو خاص موضوع په هکله جلسه نیول کیږی کله چی وکیلان د نوموړي موضوع په هکله خپل نظریات وړاندي کوي که نظر یی د بل وکیل خوښ نه شو نو په دي صورت کي شخړي یي تر منځ رامنځته کیږی چي په دیره بي شرمانه توګه یو بل ښکنځلي کوي دوي داسي فکر نه کوي چي د ملت په کور کي ناستي هیڅ ډول اصول او قواعد نه مراعت کوی چي یو بل په بوتلونو، چپلیو او داسي نورو وسایلو په اساس وهی، دغه تعص لرونکي اشخاص کوښښ کوي چي پارلمان اوضاع او همدارنګه د افغان د ملت وګړو اړیکي سره خرابي کړي په منځ کي تفرقه واچوي او داسي نور
چي دغه د نماینده ګانو شخړي د ټولني په وګړو منفي اثرات پریباسي چي په نتیجه کي د خلکو هیلي او ارزوګاني چي د خپل حکومت څخه یی لرلي پري کیږي چي بالاخره خلک هم په شخصي تعصباتو کي لمن وهی چي په دي اساس د وګړو تر منځ نفرت زیاتیږي، ورورولي، انسان دوستي کمیږی چي بالاخره د ملت د ترقي او پرمختګ مخه نیول کیږي .
همدارنګه د موجوده پارلمان بله نیمګړتیا دا ده چي د پارلمان اکثریت نماینده ګان د فردي صفت لرونکي نه دي دا په دي مفهوم چي تجربه، پوهه، تقوا او فضیلت نه لري، کله چي خلک خپل متخب نماینده خپلي ستونزي وړاندي کوي نوموړي نماینده تر هغه چي رشوت نه وي اخستي د خپلو خکو مشکلات هم نه حل او فصل کوي چي په همدي اساس په حکومت کي په پراخه توګه فساد رامځنته کیږي چي دغه فساد د ټول مملکت د اقتصاد د ضعیف کیدو سبب کیږی .
همدارنګه بعضي وخت پارلمان له خوا وضع شوي قوانین د نورو غیر اسلامي هیوادونو کاپي کړي دي او یا هم بعضی قوانین یي د اسلامي شریعت سره په ټکر کي واقع کیږي لکه د اساسي قانون دریمه ماده د اوومي مادي سره .
د افغانستان په پارلمان کي هغه خلک شتون لري چي د زور، قدرت او ځواک لري او د تقلب په اساس پارلمان ته بریالي شوي دي چي دي اساس هغه خلک چي باسواده، دانشمند اود کار خلک دي د هغوی کامیاب
کیدوممانعت کوي چۍ تر څو پارلمان ته لاره پیدا نه کړي او د دوي ځاي ناستي نه شي ځکه اکثره غړي مسلکۍ نه دي د خپلی رشتي خلاف یا په رشته کي چۍ تحصیل کړي په هغه کار نه کوي لکه داکتر عبد الله عبد الله چي خپله رشته داکتري ده اما اوس مونږ ګورو چي د اجرئیوي ځواک په توګه خپله دنده تر سره کوي او داسی نور.
متاسفانه چی زمونږ پارلمان کي داسی نمانده ګان هم وجود لري چي د خپل قدرت څخه ناوړه ګته پورته کوي د بیلګي په توګه په پارلمان کي یوه وکیله د فوزیه سادات په نوم برسیره پر دي چي په پارلمان کي یوه منتخبه وکیله وه له بل پلوه د اختطافچیانو د ډلي مشره هم وه چي ماشومان او داسي نور خلک به يی اختطاف کول او بیا به یي د پیسو په بدل کي خوشي کول او که چا به پیسي نه درلودلي په دي صورت کي به یي وژل
زمونږ د پارلمان د نیمګړتیاو د حل لاره څه ډه؟
دا چی زمونږ د هیواد پارلمان لکه د نورو هیوادونو غوندي با مسئولیته اوسی د حل لاری زیات وجود لری، زما په نظر د نوموړو نیمګړتیاو د حل لپاره په خلص ډول د حل لاری وړاندی کوم.
۱ – لومړي دا چي د ولسي جرګي لپاره د نوماندي په شرایطو کي د باید په حقوقو، قانون او اسلامي شریعت باندي د پوهیدلوشرط وراضافه کړل شي تر څو وضعي قوانین د اسلامي لارښونو ته په پام سره تصویب کړي
۲- دویم دا چي ټاکني باید په شفاف توګه تر سره شي چي د ناپوهه او بي تعلیمه اشخاصو د کامیاب کیدو څخه مخه ونیول شي.
۳- دریم دا چي د غړو د کمیت پر ځاي باید پرکیفیت کار وشي.
۴- څلورم دا چي نوماندان باید د فردي صفتونو لرونکي وي لکه تجربه، پوهه، شایستګي، شخصیت، شخصي تقوا، همدارنګه مسلکي وړتیا ورسره مل وي .
۵- پنځم دا چي وګړي هم باید د راي ورکولو شریط لکه تابعیت، عمر، او داسي نور پوره کړي وي او هر ډول توکمیز توپیر په ټاکنوکي برخه واخلي.
چي په دغو شرایطو برابر پارلمان به زمونږ لپاره څو ګټي ولري:
له یوی خوا به زمونږ پر بودیجه فشار دومره نه وي او مونږ به په اسانيي سره وکولاي شو چي ټول اړین امکانات او سهولتونه برابر کړو
له بلي خوا د دي سره د قوانینو په برخه کي د تیروتني امکان هم کم کړل شي.
د ولس ریښتیني استازي به پرلمان ته لاره پیدا کړي،هیڅ استازي به دبهرني هیواد لپاره د کړي په توګه کار و نه کړی.
البته دا یی یواځنی لاری نه دی پدي مورد ډیری خبری دي خو د مضمون دکمیدو لپاره می صرف یوه څونمونی تاسو سره شریکه کړی دي ته ورته ډیر کارونه دي چه باید ژر تر ژره عملی شی او یو بنسټیز او تهدابی کار وشی. البته دا کارونه ټول ممکن دي خو په تدریجی ډول شعوری سرته ورسیږي.