ژباړه: ډاکټر محب الله زغم
که څوک له حقارته ځورېږي او نه شي کولاى چې له خپل حقارت سره مبارزه وکړي او پر هغه بريالى شي او يا په ځان کې داسې استعدادونه وروزي چې د حقارت په جبران کولو سره په ده کې تعادل رامنځته کړي يا کله چې سړى هومره پراخ نظر او فلسفي ليد نه لري چې خپله نيمگړتيا ومني نو هڅه کوي چې خپله نيمگړتيا داسې پټه کړي چې په بريد کې تر نورو وار ړومبى کړي او نور غلط كړي. داسې کسانو ته بريد، د نيمگړتيا د پټولو وسيله ده. دا ډول جبران د کمزورو خلکو وسله ده. دوى پرته له دې چې د نورو د تېرايستلو نيت ولري، د انساني طبيعت په وجه، دې لارې ته راڅکول کېږي.
دلته د ډارن سړي مثال پوره سم خېږي. ډارن چې مجبور وي په توره شپه کې يوازې سر په يوه لرې ځاى کې لاره ووهي نو د دې لپاره چې ځان مېړنى وښيي، شپېلک وهي. همدارنگه د دې حالت نور څرگند مثالونه هغه کسان دي چې لاپو او درواغو ته مخه کوي. څومره چې ځان ورته هېڅ ښکارېږي، هماغومره ډېرې لاپې وهي.
جالبه دا ده چې د دې کسانو ټولې هغه چارې چې د واقعيتونو د پټولو لپاره يې ترسره کوي، د خلکو له خوا هم په اسانۍ سره منل کېږي. دا خبره نه يوازې په ورځنيو معاشرو کې لیدل کېږي؛ بلکې د سياست په ډگر کې هم ځينې ناپوه وگړي د خپل غولوونکي ظاهر په برکت شهرت مومي او حرفه يې ((نبوغ !؟)) ته رسېږي.
دلته بايد د هغو کسانو ارواپوهنه وڅېړو چې په دې لاره کې خپلو موخو ته رسېدلي دي. دوى ډېره زياته هڅه کوي چې د خپل فرهنگ، معرفت او د خپلې کورنۍ حقارت پټ كاندي. ټول خبر دي چې پيسو يا مقام ته نوي رسېدلي کسان، د خپل کارځاى لپاره د کتابونو لوكسې المارۍ جوړوي، پنډ، غټ غټ او د ښې پښتۍ کتابونه په كې ږدي چې خلكو ته ځان پوه وښيي.
د موټرچلوونکي ارواپوهنه هم د پام وړ ده. ايا موټر د جبران تر ټولو غوره وسيله نه ده؟ هغه ډېر ناپوه، کمزوري او پڅ کسان هم کولاى شي چې بې له زحمته پر اكسلېټر پښه ټينګه كړي او د ځواک او سرعت څښتنان شي. دوى چې پر لارو تر نورو مخکې کېږي نو په خوندونو کې ډوبېږي.
خو د ماشومانو او زلمكو په اړه: هغه ماشومان چې له حقارته ځورېږي، معمولاً له څېرې غښتلي ښکاري. دوى غالباً ځان ستايه او ترخه زړي دي. دوى تل په دې لټه کې وي چې په نورو خپل ناز او کبر ومني، د لويانو پېښې وکړي او ځان تر نورو مهم وښيي. يا دا چې ځېلي او ضدي کېږي.
په دې توگه د ځواک او وړتيا ښودنه، غالباً د پټې او ناويلې کمزورۍ نخښه ده. هغه چې واقعاً ځواکمن دى، دې ته اړتيا نه لري چې نورو ته خپل زور وښيي؛ ځکه چې دا کار کومه گټه نه لري.[2]∙ د تکبر او لویوالي هذيان[3]٭ د واقعي حقارت له جبران څخه پرته بل څه نه دى. څنگه چې وروسته به يې وگورو دا خبره يوازې د افرادو په برخه کې نه؛ بلکې د ټولنو په باب هم سمه راخېژي.
هغه مذهبونه او دولتونه چې له وگړو څخه ازادي اخلي، خلك له ځانه شړي يا پر رسنيو بنديز لگوي، پخپله مفکورې او عقيدې جوړوي او پر نورو يې تپي، څنګه چې ښكاري هغسې ځواکمن نه دي. دوى که په ريښتيا سره غښتلي واى نو دې ته به نه اړ كېدل چې خلك وډاروي. دوى لكه هغه دېوان دي چې ظاهراً اوسپنيز ښکاري خو پښې يې د لرگيو دي. دوى پخپله ښه پوهېږي چې كه زغر ونه لري نو په دردوونكي توگه به راوپرځېږي.
د همدې اصل پر بنسټ، د ځينو دولتونو ناسنجول شوي خوځښتونه او پوځي حرکتونه په واقعيت کې د دوى د کمزورۍ ښکارندوى دي. اکثره ډارن هېوادونه ندرتاً سوله خوښوونکي وي. دوى د بريد لپاره نه؛ بلکې له ډاره او خونديتوب ته د غيرعادي اړتيا په وجه په خپل شاوخوا کې پوځي ځواك راټولوي. دا ځکه چې دوى ته هرڅه د دښمن مورچل ښکارېږي. اصلاً د دوى تمايل دفاعي وي خو د دې لپاره چې خپل مرضي «ناخونديتوب» پټ کړي، هغې ته د لمسوونې بڼه ورکوي. د تعجب خبره دا ده چې اکثره وگړي د دې مسألې په شننه کې تېروتنه کوي.[4]٭
د دې ډول جبران په خوا کې يو بل ډول يې هم شته چې ډېر توپير ورڅخه نه لري او بايد «تسل ورکوونکى جبران» يې ونوموو.
[scrolling_box title=”اړونده لیکنې” display=”category” category=”101″]