لیکنه: محمد عالم امین
نن د اکتوبر ۲۴ نیټه ده. نن نه قابو ۷۰ کاله وړاندې په همدې ورځ د مللګرو ملتونو سازمان رامنځته شو. چې د معمول مطابق به نن یو ځلې بیا د ملل متحد سازمان په ۷۰ اومه کلیزه کې د نړیوالو استعمارګرو لخوا د ملل متحد ماڼۍ مخې ته ګلونه وشندل شي، چې چک چکې به ېې نه تنها نیوریارک بلکې نړۍ هم واوري. بل پلوه به د هغو میندو لخوا چې د همدغو استعمارګرو لخوا ېې اولادونه د دسیسو ښکار شوي وي، په قبرونو ګلونه وشندل شي. نن نه تقریبا ۷۰ کاله وړاندې یعنې په ۱۹۴۵ کال کې د ملل متحد سازمان په همدې ورځ د دریو لویو یا Three Big (روزویلټ، سټالین، چرچل) لخوا رامنځته شو. دوۍ د مللګرو ملتونو سازمان ته مقدمه دا کیښوده، چې په راتلونکی کې د دریم نړیوال جنګ مخه ونیسي. خو د دغو دریو واړه لخوا دغه اتحاد (ملل متحد سازمان) په ۱۹۴۱ کال کې د جرمني هیواد په خلاف رامنځته شو، تر څو د جرمني او جاپان هیوادونه وځپي. که تاسو د ملل متحد سازمان د منشور لومړۍ ماده وګورۍ، په دې ماده کې ېې لیکلی، چې د ملل متحد سازمان تر ټولو لومړی هدف نړیواله سوله او امنیت راوستل دي. خو په عمل ېې یاده ماده تر پښو کړې. اوس پوښتنه داده، چې ۷۰ کاله وروسته ملل متحد سازمان په دې توانیدلی چې نړیوالو ته سوله او امنیت راولی ؟
د سولې لپاره ېې خنډونه
د سولې د راوستو لپاره د ملل متحد سازمان ستره بې عدالتي داده چې پنځو سترو ( امریکا، برتانیه، روسیه، فرانسه، چین) هیوادونو ته ېې د ویټو پاور حق ورکړی، په دې مانا چې کله هم په ملل متحد سازمان کې یو تصمیم نیونه کیږي، که د دې پنځو هیوادونو د ګټو خلاف وي، یاد هیوادنه حق لرې چې دغه تصمیم نیونه رد کړي. بله ستر بې انصافې ېې داده چې د ویټو پاور د حق اخیستو ته ېې په نړیواله کچه کوم معیار معلوم نه ده، چې په کوم اساس دوۍ دغه حق ځانته ورکړی.
په نړیواله سطحه د همدیو پنځو هیوادونو د ګټو لوبه روانه ده، چې په دې لوبه کې تر څو اوسه پورې تر میلونهاو خلک تر قبر رسیدلي. عامه وژنه، د نړیوالو حقوقو تر پښو کول، غربت، د فلسطین او کشمیر مسئلې ته پوکی ورکول، افغانستان، لیبیا، عراق، سوریا او په نورو هیوادونو مادې او معنوي تیری کول، د کپیټلیزم مفکوره په هیوادونو تحمیلول، د هیوادونو په داخلي چارو کې مداخله، ترور، د ملل متحد سازمان د غلطو کړنو له وجهې د هیوادونو لخوا په مختلفو براعظمونو کې بلاکونه جوړول، د اتوم بم نه کنټرول دا او داسې نورې کړنې ېې نه پریږدي چې په نړیواله کچه سوله رامنځته کړي.
د ملل متحد سازمان د رامنځته کیدو اصلي هدف:
د ریالیستانو په نظر ملل متحد سازمان د New world Order لپاره رامنځته شوی.
نیو ورلډ ارډر د الله تعالی له بنده ګي څخه خلک لرې کول او د شیطان په لور سوق کولو ته وايي. یا د امریکا په مشرۍ او تر شا ېې یهود داسې یو نړیوال نظام جوړول، چې د ټولې نړۍ کنټرول د دوی په ولکه کې وي.
اسرائیل په ټوله نړۍ باندې حکومت کول غواړي، لکه څرنګه چې اوس ېې د نړۍ ټول هیوادونه په ملګرو ملتونو کې د ځان تابع کړي. اوس پوښتنه داده چې ولې اسرائیل په ټوله نړۍ حکومت کول غواړي ؟
محمد ص فرمايي: چې په بیت المقدس کې به یو ځوان را جګیږي، هغه به دجال وي مګر ځانته به د عیسی لقب کاروي چې زه عیسی یم. اوس یهود غواړي چې د هغه تر راتلو پورې په ټوله نړۍ کې هغه ته زمینه سازي وکړي، تر څو په اسانۍ سره ټوله نړۍ تر خپل تسخیر لاندې راولي. نو په همدې بهانه ېې عیسویان هم له ځانه سره په ملل متحد سازمان کې ملګري کړي.
عیسویان هم په دې باور دي، چې عیسی “عليه السلام”به راښکته کیږي او په نړۍ به بیا د یو پیغمبر خلافت وي، خو پدې نه پوهیږي، چې عیسي “عليه السلام”به د نبي کریم (صلى الله عليه وآله وسلم) امتي وي. اوس یهودو، عیسویان په دوکه کې اچولي. یهود عیسویانو ته وايي چې راځئ د عیسی “عليه السلام” د راکښته کیدو لپاره لاره هواره کړو او په نړۍ باندې یو نړیوال نظام قایم کړو. چې دغه هدف دوۍ یوازې د ملل متحد سازمان څخه ترلاسه کولی شي.
د یهودو ګټه پکې څه ده؟
یهود، عیسویانو ته وايي چې تر څو د یهودو دولت نه وي جوړ شوي عیسی “عليه السلام” ځمکې ته نه کښته کیږي. نو په همدې اساس، یهود غواړي چې ټول هیوادونه د ملګرو ملتونو د سازمان تر ولکې لاندې کنټرول او هرې پریکړې ته ېې لبیک ووايي. او که څوک ېې بیا خبره یا پریکړه ونه مني نو بیا ورباندې غیر نظامي او نظامي تدابیر تطبیق کوي. د یو نړیوال نظام منځته راوستلو لپاره پول وربرګ چې یو یهودي بانکوال دی، په ۱۹۵۰ کال کې ېې داسې وینا وکړه:”مونږ یو نړیوال حکومت راولو که تاسو ېې غواړئ او کنه، پوښتنه دا ده، چې دغه نظام په جنګ راولو او که په جوړ جاړي”.
په پایله، د ملل متحد سازمان په حقیقت، چګواره، هوګو چاویز او معمر القدافي پوه شوي وه او ټولو نړیوالو ته ېې د ملل متحد سازمان حقیقت برملا کړ.
د همدو غوندې رهبرانو په هیله.
You also might be interested in
لیکنه: شريف الله دوست سرواني (لومړی برخه) په (زابل) چي[...]
لیکوال : عطا محمد میاخېل تیارې په سیمه باندې خپل[...]
لیکنه: محمد عالم امین معمر القدافي د لیبیا هیواد یو[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی