ملي ټولنه هغه اجتماعي بنسټ دی، چې وګړي یې دقومي ، ژبني او مذهبي توپیرونو سره سره ځانونه دهغې تولنې غړي وبولي ، هغې ته وفاداري ولري ،په پوره مانا یې له ارزښتونو دفاع وکړي ، دپیاوړي احساس له مخې په سیاسي ، تولنیزو اونورو برخوکې ددې ټولنې سره اړیکې ولري .
دیني ، مذهبي ، قومي او تاریخي یووالی کولای شي دملي ټولنې دجوړېدو مهم توکي وي .
په افغانستان کې داسلام سپڅلی دین دټولو افغانونو ګډ دین دی ، دا چې په افغانستان کې له ۹۹،۹۹ سلنه مسلمانان ژوند کوي، نوپه همدې اساس ټول افغانان ګډ، نیږدې او منونکی کلتور لري .
جاپان یوازینی هیواد دی، چې وګړي یې له هر اړخه په یوه متجانسه ټولنه کې ژوند کوي، په جاپان هیواد کې په ملي هویت ملي ژبې هوکړه نسبتاٌ له نورو هيوادونو ډېر آسانه دي ، دجاپان وګړي دملي هویت اوملي ژبې دمنلو په برخه کې خنډ جوړونکي مخالفتونه نه لري، نوپه همدې اساس جاپان دنړۍ په کچه متجانسه او ملي ټولنه ده .
دافغانستان په څېر په غیرې متجانسو ټولنو کې دملي ټولنې دجوړېدو او بنسټي کېدو لپاره اړینه ده، چې په ملي هویت هوکړه وشي ، او ملت د دولت سره دهویت دلابنسټي کېدو په برخه کې هلې ځلې وکړي .
یو ملت هغه وخت دپیاوړي او ګډ دریځ ، دبریالي سیاسی مسیر درلودنکی وي، چې ملي ټولنه ولري ، دملي ټولنو وګړي عموماٌ ملي یووالی لري.
ملي ټولنه هغه ده چې منونکی هویت او منونکې رسمي او ملي ژبه ولري . ملي هویت او ملي ژبه دنړۍ په کچه دتاریخ په اوږدو کې داکثریت قوم په خوښه ټاکل کیږي ؛ داکثریت وګړو ژبه ملي ژبه منل شوې، او داکثریت قوم په نوم دهویت هوکړه شوې .
زمونږ په سیمه کې هم دډېری دولتونو ملي هویت داکثریت قوم په نوم یاهویت پورې تړلی دی، دبېلګې په توګه په ازبکستان ، تاجکستان ،ایران ، اوعربي هیوادونو کې قومي اقلیتونه شته. ولې؟! ددې ټولنو ټولو قومونو داکثریت هویت په سره هوکړه کړې، او دهویت داساسي کېدو په برخه کې هلې ځلې کوي .
دولت دنده لري ، ترڅواقلیت قومونه تشویق کړي، چې دخپل قوم د دود دستورپاللو ترڅنګ دملي هویت نه ملاتړ وکړي،او داقلیت قومونو وګړي ، دخپلو ژبو ترڅنګ ملي ژبه زده کړي .
دملي هویت او ملي ژبې نه عمومیت، او پدې برخه کې ددولت کمزوري، ددې سبب کیږي، چې اقلیت قومونه دملي هویت دنه منلو اعتراض وکړي. چې دا حالت دیو هیواد لپاره په سیاسي ، ټولنیز اونورو برخو کې ترټولو خطرناک حالت دی. ځکه دقومونوترمنځ خپلمنځي کوچنۍ ستونزې او تعصبونه په لویو ستونزو او تصبونو اوړي، اوسیاسي ناکرارۍ رامنځ ته کوي.
دافغانستان په څېر ټولنه کې بېلابېل قومونه ژوند کوي، اړینه ده، چې دا ټول قومونه په افغان هویت هوکړه ولري ،او دبنسټي کېدو په برخه کې له هر راز مبارزې مخ ونه ګرځوي.
هغه دولتونه چې وګړي یې ملي ټولنه ونه لري ، یانې دټولنې اوسیدونکي یې په ملي هویت اوملي ژبه هوکړه ونه لري، په سیاسي ، ټولنیزه ، اقتصادي ، کلتوري ، پوهنیزه اونور برخوکې له جدي ستونزو سره مخ وي .
د دې ډول ټولنو واکداران ډيری وخت دټولنو د وګړو ترمنځ په قومي او ژبنیو ستونزو کې ښکېل وي ،له سیاسي او مدني حرکتونو ، نیوکو وېره احساسوي ،نو ځکه داډول ټولنې ډېر سیاسي ، اقتصادي پرمختګونه نشي کولای .
دملي هویت او ملي ژبې دعمومیت او په ملت یې دمنلو په برخه کې دسیمې په کچه ایران ترنورو مخکې دی، که څه هم په ایران کې په سلوکې څلوېښت وګړي په فارسي نه بلکي عربي ، کردي اونورو ژبو خبرې کوي ، خو ایران دپخې او بریالۍ ستراتیژۍ په مټ وکولای شول، چې ملي او رسمي ژبه یې فارسي وي.
دملي ټولنې درامنځ ته کولو لومړنی اساس ځکه ملي هویت اوملي ژبه دي، چې په هیواد کې اقتصادي پرمختګ ملتونه سره نښلوي، دا هرڅه هغه وخت ډېرشوني دي، چې ملي ټولنه شتون ولري، پدې صورت کې بیا پوهنه وده کوي، اوملي کلتور دګړندیتوب په لور ګام اخلي .
دملي ټولنې دجوړېدو دویم آر دیوې ټولنې دټولو قومونو ترمنځ مساوات دي، یاني دهیواد ټول اوسیدونکي باید مساوی حقوق ولري .
داسې تجربې هم شته، چې دملي ټولنو وګړو انقلابونه رامنځ ته کړي، چې لامل یې داړوندې خاورې ټولو وګړو ته په یوه سترګه نه کتل او هغوی ته دخپلو کره حقوقو نه ورکول وو. چې ښه بېلګه یې دفرانسې لوی انقلاب ښودلای شوو، خو تر هغې چې په ملي هویت هوکړه ونشي ، قانوني مساوات هم ناشوني دي .
افغانستان تر دې دمه ملي ټولنه نه لري ، نوځکه دملي وحدت خبره هم په خپل ځای کې بې ماناده ؛ په افغانستان کې دملي ټولنې نه رامنځ ته کېدل ښایي دری لاملونه ولري .
۱ـ قومي توپیرونه .
۲ـ دحکومتونو بې پروایي .
۳ــ له پيل نه تر دې دمه دملت جوړولو په برخه کې دیوې ریښتینې ستراتیژۍ نه درلودل .
افغانستان یوه غیرې متجانسه ټولنه ده ، بېلابېلو سروې ګانو چې دولت یې تایئد یا رد ندی کړی.. له شپېته سلنه زیاد پښتانه ، شپږویشت سلنه تاجک ،آته سلنه هزاره ، آته سلنه اوزبک . په ترتیب سره ایماق ، ترکمن ،بلوڅ ، نورستانیان ،پشه یي ، براهویان دي .
که څه هم په افغاني خاوره کې دملي ټولنې رامنځ ته کول ستونرمن شوي ،خو دا کار پیاوړی روښانه فکر ، اخلاقي او سیاسي جرئت ، منونکې او بریالۍ ستراتیژي ، پیاوړی هوډ ، ژوندی احساس او دومداره هلې ځلې غواړي .
ددې خاورې په افغانستان نومول، په ټوله کې دملي ټولنې رامنځ ته کول وو ستر احمد شاه بابا په پیاوړې رهبرۍ ، سیاسی او اخلاقي جرئت دا خاوره دافغانانو کور وبله، او ملي هویت افغان شوو، وروسته بیا دواک په سر مخالیفتونو دملت جوړنې بنسټ کمزوری کړ. لدې وروسته نورو حکمتونو دې برخې ته ځانګړې پاملرنه ونه کړه، امیرامان الله خان دې برخه ته یوڅه پاملرنه کړې ، خو چارې یې نیمګړې وې، دملي هویت په اړه یې قاطعت او وضاحت نه درلود . نو ځکه د امیر امان الله خان دمساوي حقوقو دورکړې، په برخه کې ژمنې هم بې پایلې وې .
له ۱۹۲۰ کال وروسته صدراعظم هاشم خان داکثریت قوم یانې د پښتنو درول او اغېزپه اړه چې دملي هویت او ملي ژبې دبنسټيزه کېدو او پرمختګ په برخه کې یې لري، یوه ستراتیژي جوړه او حکومت ته یې وړاندې کړه، خو چا یې دتطبق عزم نه درلود .
دشاه محمود خان او سرادارمحمد داود خان د صدراعظمۍ په وخت کې هم دملي ټولنې دجوړېدو ته نه بلکي اقتصادي ودې ته ډېره پاملرنه شوې ده .
دملي هویت په اړه دمحمدظاهر شاه دمشروطه پاچاهۍ په دور کې ستراتیژي دا وه، چې پښتو او دري ژبې دې رسمي ژبې وي او پښتو ژبه دې درسميتوب ترڅنګ ملي ژبه هم وي ،که څه هم چې هغه وخت دا یوه ښه ستراتیژي بلل کېده، خو دعملي کېدو په برخه کې یې هېڅ ګامونه پورته نشول.
دکمونستانو او خلقیانو په دور کې دملې وحدت او ملي ټولنې درامنځ ته کولو په ځای توکمیزو شخړو ته زمینه جوړه شوه .
دبرهان الدین رباني دحکومت په دور کې دملت جوړونې برخې ډېر زیان ولید، دملي وحدت ځای قومي او تنظیمي جګړو ونیو ، تر ډېره بریده داقغانستان عام ولس ترمنځ کرکې زور واخیست ، دملي ټولنې دجوړېدو څرکونه هم له منځ ولاړل .
تر دې بریده چې پدې دور کې له پښتو ژبې نه دري ژبې ته دملي مصطلحاتودبدلون کوښښ وشوو.
دې دور دهغه کسانو لپاره چې نه یې غوښتل افغانان دې یوه ملي منونکې ټولنه ولري، لابستر جوړ کړ؛ او پایلې یې نن مونږ ګورو، چې په لوی لاس دافغان اولس ترمنځ دتیت اوپاشان کېدلو نظریې وړاندې کوي .
دطالبانو دحکومت په دور کې دامارت تر اغېز لاندې هېڅ سیمه کې چا ددې جرئت نه درلود، چې ځان دافغان ملي ټولنې نه لرې وبولي، او یاهم ملي ژبه یا ملي هویت ونه مني، پدې دور کې که څه هم چې طالبانو ددې داعیې په اړه ځانګړې ستراتیژي نه درلوده.
دحامد کرزي دحکومت دور ، که څه هم چې ددې حکومت درامنځ ته کولو په برخه کې ډېری واک دبهرنیانو او دجمعیت ګوند دخلکو وو، اساسي قانون جوړ دملي هویت په اړه داساسي قانو ن په څلورمه ماده کې ( افغان کلیمه ددې خاورې په هر اوسیدونکي اطلاق کیږي) درج شول .
او داساسي قانون په شپاړسمه ماده کې دافغانونو رسمي ژبې پښتو او دري ولیکل شوې ،خو په حکومت کې ډېری واک او کلیدي ادارې دجمعیت دګوند دغړو سره وې ، نو ددې ارزښتونو دپاللو او پیاوړي کولو په موخه هېڅ ډول چاره ترسره نشوه.
حامد کرزي دخپلې ولسمشرۍ په دور کې دملي ټولنې درامنځ ته کولو، چې اساسي عنصر یې ملي هویت او ملي ژبه ده ، هېڅ ستراتیژي نه درلوده ،دملي هویت دتثبیت او اساسي کېدو په موخه یې هېڅ اقدام ونه کړ، دا دواړه ارزښتونه یوازې ولیکل شول اوبس؛ دحامد کرزي دحکومت دور هم پدې برخه کې ډېر پړ بلل کیږي ، ځکه ځینې کسان چې دپردیو په لمسون یې ښایي دا چاره ترسره کړي وي، له خپل ملي هویت منکر شول، او په زغرده یې په تذکرو کې دملي هویت دلیکولو سره مخالفت څرګند کړ، حکومت دومره کمزوری وو چې له دریځ نیولو تېر او چوپ پاته شوو، آن تر دې چې خپله حامد کرزي هم په پوره جرئت نشو ویلای چې زه افغان یم .
پښتوژبه چې ددې خاورې رسمي او ملي ژبه ده، دحامد کرزي په دور کې یې د پرمختګ په موخه هېڅ ونشول ،مظلومه ژبه مو هماغسې مظلومه پاته شوه.
اوسنی حکومت چې نوم یې ملي وحدت حکومت دی، ولسمشر یې محمداشرف غني او اجرایه ریس یې عبدالله عبدالله دی، په تذکرو کې دملې هویت په لیکلو یو نظر ندي ؛ مونږ دې دواړو ښاغلو ته وایو چې ملي وحدت هغه وخت ريښتینی کېدای شي، چې یوه ملي ټولنه ولرو، دملي ټولنې لومړی ارزښت ملي هویت او ملي ژبه ده، دویم ارزښت یې وګړو ته مساوي حقوق ورکول دي ، تر هغې چې دیوې خاورې وګړي،په یوه واحد ملي هویت را ټول نشي ، دا دولتونه به له سیاسي اړخه نیولي تر اقتصادي ، ټولنیز ،رواني اونورو اړخو پورې دراز راز ستونزو سره مخ وي، زما سپارښتنه دواړو ښاغلو ته داده، چې کوښښ وکړئ ؛ دافغان ملي هویت په بنسټي کېدو، فکر وکړئ، او پدې برخه کې پیاوړي ګامونه واخلی، ددې خاورې داوسیدونکو دراټولېدلو یوازینی ارزښت ملي هویت یاني افغانیت دی. هغه خاوره چې ملې هویت ونه لري ،په هېڅ ډول پرمختګ هم نه لري.
دنړۍ په کچه سویس هغه هيواد دی، چې له هر اړخه غیرې متجانسه ټولنه لري، خو وګړي یې دملي احساس په را ژوندي کېد ملي هویت او ملي ژبه منلې ،هر وګړی یې دسویس له خاورې دفاع کوي. دسویس ملي ګټې ، ملي ارزښتونه ، ملۍ امنیت دوی ته تر بل هرڅه ډېر ارزښت لري .
مونږ وایو چې دهغې خاورې واکدارنو دملي هویت دتثبت په برخه کې هوډ درلود، سیاسي او اخلاقی جرئت یې ددې سبب شوو ، چې دسویس خلک په واحد ملي هویت او واحده ملي ژبه هوکړه وکړي . نو ښاغلیه ولسمشره!… که غواړې چې بسیا ، یوالي ته ژمنه ، ملي او معتهده ټولنه ولرې، دملي هویت افغانیت دتثبیت ، بنسټي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه واخله ؛ که نه نو لرې نده چې تاریخ به تا دیوې بې هویته ټولنې رامنځ ته کوونکی ،او یوبې هویته ریس جمهور ونوموي .
۱۰/۷/ ۱۳۹۴