څه باندې دو لسیزو را په دېخوا په افغانستان کې بهرنیو لاسوهنو زور اخیستی او ډیری بهرنۍ څارګرې ادارې او د هېواد دننه هغه کړۍ چې د جګړې په دوام کې خپلې ګټې خوندي ویني په دې هڅه کې دي چې د افغان مېشتو توکمونو ترمنځ د بې اتفاقۍ اور ځواکمن کړي ، او آن د پښتنو قومونو تر منځ هم دا وړ ستونزې رامنځ ته کړي ، چې بېلګه یې د لویې پکتیا، د لوی کندهار او لوی ننګرهار د سیمه ایزو نومونو رامنځته کول دی چې دا خپله د دغو سیمو د بېلوالي لپاره لمړنی خو سترګام بلل کیږي ، همدا شان د سمتونو ستونزې هم رامنځ ته شوې، ورپسې د سیاس يډلګیو ستونزې ،ان په پښتوژبه کې د لهجو ستونزې، چې دا هره یوه یې په یو ډول نه یو ډول زموږ د افغاني یووالي بنسټ زیانمن او زموږ د افغاني یووالي کلا یې را ړنګه کړه .
دا مهال ښايي افغانستان د هغو هیوادونو په سرکې وي چې ملي یوالی په کې تر ډېره له منځه تللی دی ، چې دا ستونزه د پښتنو د هویت د ساتنې لپاره یو ستر ګواښ ګڼلی شو.
په هغو هیوادونو کې چې ګڼ شمیر توکمونه په کې په ګډه ژوند کوي ډیرکیو توکمونو ته اړینه ده چې له هر بل توکم څخه په ستره کچه د ملي یووالي وساتنې ته کار وکړي ، تر څو وکړای شي چې خپل هویت په نړۍ کې ژوندی او ثابت وساتي .
که زموږ دو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته وګورو نو هغوی له همدې کړنلارې نه کار اخیستی . په پاکستان کې داسلام تر نامه لاندې چې په اسلام کې قوم او ژبه ارزښت نه لري دپاکستان سیاسي اوملي کړنلاره په دې توانېدلې ده چې دپښتنو په شان سرکښه قومونه هم اېل کړي او د پاکستان تربیرغ لاندې یې دملي یووالي په ځنځیر وتړي .
په ایران کې د ملي یوالي ځنځیر ډېر کلک تړل شوی دی ، ښايي هلته د ملي یووالي د ساتلو کړنلاره بېله وي ،خو سره له دی هم فارسي توکمه خلک په دې توانیدلي دي چې نور واړه توکمونه تر خپل چتر لاندې راولي او ملي یو والي ته یې ژمن کړي، سره له دي چې هورې فارسي توکمه وګړي د هیواد بشپړ اکثریت هم نه جوړوي.
افغانستان هم داسې یو هیواد دی چې ډېر توکمونه په کې ژوند کوي پښتانه ددې هېواد غټ اکثریت جوړوي ،په افغانستان کې ډیری اوسیدونکي توکمونه لکه تاجکان ، اوزبکان، ترکمنان ،قزاقان، او داسې نور هغه قومونه دي چې ترشاه ملاتړي هیوادونه لري ، او د افغاني یوالي په لمنځه تګ او د افغان هېواد په ټوټه کېدو کې دوی یا زیان نه ویني او یا د زیان کچه یې د پښتنو په پرتله هومره ډېره نه ده ، دا ځکه د دوی هویت د دوی په نامه دشته هیوادونو په مټ ثابت پاتیږي .
خوپښتانه هغه خلک دي چې ددوی نوم هویت او شتون له افغان هېواد سره داسې تړلی دی چې دافغان هیواد خدای مکړه د ټوټه کېدو په صورت کې پښتانه به د کردانو په برخلیک اخته کیږي ، چې دا یو شوم برخلیک دی. د پښتنو تاریخ، ویاړونه، لاسته راوړنې، ژبه، هویت حیثیت او هرڅه به په یوه وارله منځه ځي ، نو اړینه ده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ او د ملي یووالي د ټینګاو او ځواکمنتیا لپاره پښتانه له هر چا نه ډیر کار وکړي.
د ملي یوالي رامنځته کیدو لپاره بیلابیلې لارې شته چې هلته بیا د دولت، ټولیزو رسنیو، مدني ټولنو او د ټولنې د بیلابیلو قشرونو ونډې او مسولیتونه بیل بیل دي .
د ملي یووالي په رامنځ ته کیدو ښایي د هېواد د هر وګړي ونډې ته اړتیا وي ، خو ځینې وخت داسې هم کیدای شي ډیری خلک خپل مسولیتونه ونه پېژني، او یا بهرنۍ لاسوهنۍ، د دولت کمزورتیا او نه پاملرنه ، په دې برخه کې درسنیو نه کار او خپله دوګړونالوستي ددې سبب شي چې خلک په دې برخه کې د خپلو مسولیتونو احساس ونه کړي یا ترې ناخبره پاتې شي، چې دا خپله د ملي یوالي د بشپړ له منځه تګ لپاره بسنه کوي، او له بده مرغه زموږ په هېواد کې همداسې یوه بدمرغي په ځواک سره وړاندې روانه ده.
سره له دې چې زموږ ډیری لوستي وګړي ټوله پړه په بهرنیو لاسو هنو او دې برخې ته د دولت په نه پاملرنه اچوي ، خو راځئ وګورو هغو خلکو چې غږ یې تر دریو څلور افغانانو رسي هغوي په دې برخه کې څه کړي دي ؟
دهېواد دننه ډیری ځواکمنۍ رسنۍ او نور ټولیز او ټولنیز ارګانونه دځینو هېوادونو او دهېواد دننه ځینو سیاسي کړیو دګټو دخوندیتوب او ځینو ځانګړو موخو د ترلاسه کولو لپاره جوړې شوې دي ، لکه څنګه چې ښکاري د ځینو ځینو یې خو ستره موخه دملي یوالي نه رغېدل دي.
خو که فردي مسولیت ته راشو، نن ورځ په فردي ډول د ټولیزو اړیکواو عامه پوهاوي په برخه کې ساینسي تکنالوژۍ داسې اسانتیاوي رامنځ ته کړې دي چې لوستي افغانان په ډېره اسانه توګه کولای شي له هغه نه په ګټه اخیستو سره خپل ملي یوالي ته وده او ځواک ورکړي ، او دملي یوالي غږ دهېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي .
چې له ښه مرغه دغه اسانتیاوې ټر ډېره کچه د ډېری لوستو افغانانو په واک کې دي .خو له بده مرغه موږ بیا هم په دې نه یو توانیدلي چې له دغو اسانتیاو نه سمه ګټه واخلو او د ملي یووالي په برخه کې خپل فردي مسولیت او پازوالي تر سره کړو.
دفردي مسولیت په برخه کې لمړی دلیکوالو مسولیتونه مخې ته راځي .کله چې اشرف غني له جنرال دوستم سره ائتلاف وکړ نو په یوه اونۍ کې په لسګونه لیکنې د فېسبوک، تاند، روهي او نورو پاڼو له لري د شخصي لیکنو په ډول خپرې شوی، چې ډېرو یې د اشرف غني دا کړنه له تمې لرې ګڼلې وه .
داسمه ده چې جنرال دوستم به دډېرو افغانانو نه وي خوښ ، اوډیری خلک به په دې برخه کې خپل خپل ملحوظات اوانګیرنې ولري ،او ښاغلی اشرف غني به هم دځینو ملي او سیاسي ګټو په پام کې نیولو سره ښايي دغه ائتلاف ته غاړه اېښېوي ،خو هغه مهال زموږ لیکوالو او لیکوونکوته اړینه وه چې له لږ غور وروسته په سړه سینه خپلې لیکنې ټولو سره شریکې کړي .
زما اره خبره دې کې وه چې په یو اونۍ کې د دغه تړون پر ضد لسګونه لیکنې خپرې شوې او هېچا دې ته پام ونه کړ چې زموږ دغه لیکنې زموږ په ناخبرۍ کې زموږ ړنګ شوی ملي یوالی نور څومره زیانمنوي، خو ددې په پرتله په تېرو لسو کلونو کې د ملي یوالي د رامنځ ته کېدو او ټینګاو لپاره زموږ د لیکوالو لیکنې ایله د ګوتو له شمېره اوړي ، چې دا شمېره د اشرف غني د تړون پر ضد د لیکنو په پرتله د څومره والي او مهال له پلوه د پرتلې وړ نه ده .
دا یو منل شوی اصل دی چې پر خلکو د نصایحو او شعارونو اغېز لږ ، د هنر او ادب اغېز ډېر او ژور وي.
همدا اوس د شفیق مرید څو سندرو په خلکو کې د ملي یوالي احساس څه نا څه ژوندی کړی دی ، او که چېرې زموږ دا په نوم د خدای درجن درجن لیکوالو او شاعرانو او ادیبانو په دې برخه کې خپل تر وسي څه لیکلي وای نو اوس به مو د ملي یوالي مراندې څومره ځواکمنې وې.