لیکنه: پروین ملال
ددی یادښتونو دلېکلو په وخت یو ځل بیا وځوریدم او ارمان را ته ودرید چې زموږ دګران افغانستان ویاړونه او ارزښتونه د د ریو لسېزود تپل شوو جګړو تو پانونو څنګه د ګاونډیو هېوادونو لمنو ته رسولی او څنګه ددغه هېوادونو دفرهنګ او هنر کورونه په ښکلی شوي .
په کراچي کې دافغانستان په جنرال قونسلګری کې د فرهنګې آتشی په حیث نوی ګمارل شوی وم، لکه څنګه چې دود، دی چې کله په کوربه هېوا د کې نوی دنده پیل کوی نو باید د هم هغه هېواد او په هغه هېواد کې د نورو هېوادونو د فرهنګې سیالانو سره د پیژندنی لیدني کتنی ترتیب او پخپل وخت وکړه شي، تر څو په راتلونکې کې ددوو هېوادونو موثرو فرهنګې اړېکو ته د دغه وړاندنیو پیژندونو په پل لاره جوړه شی. د همدی لیدنو په بهېر کې مي د ایران د فرهنګي آتشي سره ليدنه درلوده په کرا چې کې ( خانه فرهنګې ایران ) د (کلفټن) په سېمه کې په تخمینآ لس جریبه مځکه باندی په ډیرښکلی ډول چې یوی مجللی ما ڼی ته ورته ده جوړه شوی، مر کزي ودانی یی په کاشی کاریو داسی ښکلی شوی چې په لیدو یی روح ته خوښي او ستر ګو ته رڼا بخښل کیږی، د (خانه فرهنګ ایران ) مخ ته ترافیکی پل مو قیعت لری چې د دی پل ټیټ دیوالونه هم دایران فرهنګي خونی د لوری په کا شی کاری ښکلي شوی .خبره رالنډوم په ټا کلی ورځ او ګړې هلته ولاړم. د رسمی پیژندنی وروسته د ایران د خانه فرهنګ مشر، ښاغلی مهدی توسلی دخانه فرهنګ د نورو اړوندو دفترونو لکه موزیم، نندارتون او کتابتون لیدلوته وبللم ، کتابتون په دریو، برخو ویشل شوی و، د کتابونو عمومی برخه، د نارینو دمطالعی سالون او د ښځو د مطالعی سالون، دکتابتون مسوُ ل پاکستانې پښتون و، هغه چې وپوهيده چې زه دافغانستان یم نو په پښتو ژبه یی خبری راسره پیل او راته وی ویل ؛تاسوچې په موزیم هغه ستر قران مجید ولید؛ هغه د افغانستان د یوه پاچا امیرحبیب الله خان په حکم په ډهلي کې لیکل شوی . کله چې ما د نه لیدلو ورته وویل نو د هغه په مخ باندی د پښیمانې څپې تیری راتیری شوی او نور څه یی ونه ویل ،د راوتلو په وخت کې مې د ایران فرهنګي آتشه ته وویل :
ـ که تاسو ماته د کتابتون د مسوُل نمبر را کړی ځکه زماکله کله ځینو کتابونوته ضرورت پیښېږی زه به ورته ټلفون کوم او بیا به د دفتر پیاده ورته را استوم.
د لږ غور وروسته یی یوتن را وغوښت او ورته یی وویل:
ـ ورشه د کتابتون د مسوُل څخه د هغه کارټ راوړه.
دفتر ته چې راغلم څو، څو ځله مې د کتابتون د مسوُل سره خبری وکړی او څو ،څو ځله مي هېله ځینی وکړه، چې د دغه قران مجید یو عکس ماته را واخله خو هغه تر پا یه راسره ونه منل. که چېری ما دهغه یو عکس هم لاس ته را وړی وای نو کولای مي شوای د یونیسکو د نړیوالی اداری په مرسته هغه قران مجید لاس ته راوړم.اوبیا يې د افغانستان د اطلا عاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارم.
په ۲۰۱۲ ، زیږدیږ کال کې ما په پیښور کې د افغانستان دکلتوری آتشی په توګه دنده مخ ته وړله، دهمدغه کال په اوږدو کې زما دیوی نېژدی ملګری یا خور لڼي مور وفات اوزه يې کورته دعا ته ورغلی وم، کور د زړو او ځوانو ښځو نه ډک وو، په کومه خونه کې چې زه ناسته وم ماته مخا مخ یوه سره او سپینه ښکلي مېرمن ناسته وه ،خدای (ج) شته چې ستر ګې می باندی ولګېدی، نوڅېره یی د اسی وه چې په لومړی کتنه کې په چا ښه لګیږی او خوښېږی یی، لږه شیبه وروسته کله چې زما ملګری خو ني ته را ننو ته، موږ یی یو اوبل ته سره وپیژندلو. دامېرمن ( فوزیه ) دمیوند دفاتح محمد ایوب خان دکورنې نه وه.شجره یی په دریم پښت دمیوند فاتح غازی محمد ایوب خان ته رسیدل. په هغه ورځ یی تر ډیره راسره د زړه خواله وکړه. دخپل پلار او نوری کورني په هکله راسره وږغیدله. ما دخپل ماموریت په حدودو کې وړاندیزونه ورته وکړه. دی هم هلته هوکړه راسره وکړه. په دی نیت چې پوره معلومات را ټول کړم دهمدی ځای څخه لومړی د فوزیی کور او بیا دهغه ځای نه دهغی د ورور (ایوب) کورته ولاړم ، هلته مي د فوزیی د مور، خور، ورینداری او ورور ایوب سره ولیدل. فوزیی راته وویل؛ چې بل ورور مي په ایټالیا کې اوسی. ما ایوب ته افغانستان ته د تلو وویل؛ او هغه هم خوښ شو او راته یی وویل؛ چې زما ارواښاد پلارلا دا هېله درلوده چې افغانستان ته ولاړشی . ډاډ مي ورکړ چې زه به په دی هکله د خپل وزارت د لاری ستاسو د تګ او دافغانستان د ولسمشر سره د لېدو زمېنه جوړه کړم. ایوب دخپلی کورنې انځورونه او نور انتیک توکې را ته وښو دل. په انځورونو کې د غازی محمد ایوب خان د مېرمنی، دامېر شېرعلی خان اود میوند دفاتح محمد ایوب خان د ماشومتوب انځورونه وه .
پردی برسېره مي نور ډیر تاریخي او نالیدلي انځورونه د دوی په کور کې ولیدل. ایوب هېله درلوده چې د میوند دفاتح کالي یاجامي او ځینی نور انتیک باب چې د دوی کورنې پښت په پښت تردی دمه په ډیرکړاو ساتلی د افغانستان دولت وسپاری. او په بدل کې یی په افغانستان کې د خپلی کورنې او د خپل راتلونکي نسل دپاره داسی څه لاس ته راوړی چې،وړاندی ددوی دافغانیت دعوه په ځای پاته شی. هغوی دا یادونه هم وکړه چې څوکلونه وړاندی یی په پیښور کې د وخت دیوه واکمن ګوند لوړو پوړو چارواکو ته د غازی محمد ایوب خان ځینی جامی چې هغه وخت یی ددوی سره د خرابیدو او دمینځه تلو ویره وه په دی هېله سپارلی وی چې هغوی به یی د پیښور دموزیم ښایست کړی خوهغوی هغه جامي انګلستان ته یوړی او دلندن په موزیم یی وپلورلی. ایوب هغه ورځپاڼه هم راوښودل چې په کابل کې داستاد رباني د واکمنی په مهال په پیښور کې ارواښاد شمس الهدا شمس د دوی کورته ورغلی وو او دمحمد ایوب سره یی مرکه کړی وه. په ورځپاڼه کې د دوی د کورنې شجره د انځورونو په وسیله تر محمد ایوب خان پوری ښودل شوی وه. کور ته چې راغلم په هغه شپه مي د استاد سرمحقق هېوادمل سره اړېکه ونیول،د سترګو لېدلی حال مي ورسره شریک کړ. استاد تریوی مودی پوری وخت راکړ چې دهغه د تیریدو، وروسته مي بیا ورسره اړېکه ونیول نوراته وی ویل! چې ما دولسمشر سره په دی هکله خبری وکړی هغه ډیر خوښ شو اوټینګاریې وکړ، چې کابل ته یی راوغواړه چې زه ورسره وګورم. استاد هېوادمل څرګنده کړه چې زه مناسب وخت ته ګورم او بیا ستا سره د هغوی د سفر دڅرنګوالی په هکله خبری کوم. دوی میاشتی وروسته استاد هېواد مل ټلفونی اړېکه راسره ونېول او د محمد ایوب او دکورنې د نورو غړو د سفر د ترتیباتو په هکله یی راسره خبری وکړی. زه بیا د محمد ایوب کور ته ولاړم او هغه ته مې د ولسمشر سره د دوی دلیدني پیغام ورسوی. د میوند د فاتح سردار محمد ایوب خان پوری اړوندی جامې او نوری توکې می یو ځل بیا وکتلی اود دوی سره مي د هغه د لیږ دولو د چاروپه هکله خبری وکړی.څنګه چې د جامو وړل ترکابل پوری زموږ سره یوځای ستونز من کار وو. ایوب ته مې وړاندیز وکړچې، جامي به زموږ د تګ څخه یوه ورځ وړاندی د فرهنګي د فتر د ملازم په وسیله په یوه جوال کې تر جلال آباد پوری ولیږم او په سبا به یې موږ د جلال آباد نه د ځان سره کابل ته انتقال کړو هغه زما وړاندیز ومانه او دسفر د نوروترتیباتو په لړ کې مې دوی د فتر ته را وبلل چې ویزه ورته واخلم ځکه دا د دوی خپله هېله وه چې په ویزه به ځي دلیل يې داوو چې په بېرته را تګ ګې د پاکستان د اړوندو ادارو د لوری ورته ستونزی پیښی نه شی.
ویزه مې د دوی د کورنۍ هغه غړو ته چې کابل ته د تللو هېله من وه واخیستل.زموږ د تګ یوه ورځ وړاندی مې دفرهنګي دفتر ملازم دهغوی کورته ولیږه ترڅو د میوند د فاتح جامي او نور توکي را واخلی او برابر دجلال آباد په لور وخوځيږی. خو د بده مرغه چې د هغوی کورته په رسیدو ملازم ټلفون راوکړ،چې دوی د تللو نه پښیمانه شوی او زه دا دی بیرته دفتر ته در ستنېږم . ایوب ته مې ټلفون وکړ، چې دلیل وپوښتم ؟ هغه را ته وویل ؛ چې پرون زموږ کور او دکان ته د استخباراتي ادارو اړوند کسان راغلی وه اوموږ يې پوښتلو چې تاسو افغانستان ته د څه د پاره ځي؟ بل څه مې نه شو کولای. د هېوادمل صاحب سره مي اړیکه ونېول او هغه ته مې خبر ورکړ، ځکه د سبا څخه يې د څوورځو د پاره په کانټینټل هو ټل کې ځای او په بل سبا د ولسمشر سره د لیدني ترتیبات، د تورخم څخه ترکابله د دباندنیو چارو دوزارت د لوری د ځانګړو مراسمو تر تیب چې میلمانه يې ترکابل پوری بدرګه کول نیولی وو.
د دی ورځي وروسته په پېښور آبدره کې زما داوسیدولو کور نیژدی شل شپي د نظر لاندی وو هرمازدیګربه چې کله نیژدی بازار ته ورځنېو اړتیاوو د اخیستلو په موخه دکوره و تلم نویوه تور موټرسایکل سپور به تر بازاره او بیا ترکور پوری بدرګه کولم. دوی شپی ناوخته مې پرله پسی دکور د دروازی زنګ ووهل شو او ددروازی د شانه دهم هغه یوه تن ږغ زما د پوښتنیبه ځواب راکاوه چې،( دا درحیمي کور دی؟)رحیمی په پیښور کې د جنرال قونسلګری دوهم سکرتر او کوريې په دریم پوړ یازما دکور پرسر وو.
، زیږدیږکال05/10/2015
ویلز/ یو کي