لیکنه: ډاکټر نصرالله فاروقي
دغه څېړنه په شرقي زون کې په سلو ناروغانو سرته رسېدلې ده چې ددې ناروغانو له جملې څخه څلوېښت ناروغان په رېتروسپيکټيف او پاتې شپېته ناروغان په پروسپېکټيف ډول مطالعه شوي چې په دې څېړنه کې لاندې تغيرات څېړل شوي دي :
د جنس له نظره :
دغه څېړنه په سلو ناروغانو کې سرته رسېدلې چې په دې کې شپږ پنځوس ښځې او څلورڅلوېښت نارينه شامل دي چې د جنس له نظره د پرمختللي هېوادونو سره کمه اندازه توپير لري چې عوامل ېې په ښځو کې خرابه حفظ الصحه ،غير متوازن غذايي رژيم ،د معافيتي سېستم ضعيفوالی د نورو ساري ناروغيو له کبله ،روغتونونو ته په وخت سره مراجعه نه کول او اجتماعي او کلتوري پابنديانې شاملې دي.
د عمر له نظره :
په دې څېړنه کې ښودل شوي دي چې د مختلفو سنونو وګړي په مختلفو اندازو سره په دې مرض اخته کېږي چې د 15-25 کلونو پورې 27 سلنه ،د 26-35 پورې 21 سلنه ،د 36-45 پورې 19 سلنه، د46-55 پورې 13 سلنه ،د 56-65 پورې 17 سلنه او د 70 کلنۍ څخه پورته دغه اندازه 3 سلنو ته تغير کوي چې په ځوان عمر کې د پېښې د زياتوالي عوامل سګرټ څښل ،په زياته ګڼه ګوڼه کې اوسېدل او صحي مراکزو ته په وخت راتلل دي .
د استوګنې له نظره :
څرنګه چې د جلال اباد حوزوي روغتون ته د ننګرهار ،لغمان ،کنړ،نورستان او د لوګر د ازرې د ولسوالۍ څخه ناروغان په زياته اندازه مراجعه کوي نو په همدې خاطر ټول څېړل شوي ناروغان دهمدې ولايتونو څخه دي او د نورو ولايتونو وګړي په کې نه دي څېړل شوي چې د سلو ناروغانو د جملې څخه 67 تنه د ننګرهار ،16تنه د لغمان ، 10 تنه دکنړ ،5 تنه د نورستان او دوه تنه د لوګر اوسېدونکي ؤ ، دننګرهار ولايت څخه د ناروغانو د زياتوالي علت تر ډېره دې روغتون ته د خلکو په اسانۍ سره رسيدګي ده .
په ټولو سل تنو ناروغانو کې 74 تنه ناروغان دکلو او بانډو اوسېدونکي او باقي 26تنه د ښار استوګن وو ،چې په کليوالي سيمو کې ددې ناروغۍ د زياتوالي عوامل خراب اقتصادي حالت ،کورنۍ ګڼه ګوڼه ،د تعليم د سطحې ټيټوالی او د شخصي حفظ الصحې نه مراعتول دي.
غوره ګيلې او نښې :
په ټولو څېړل شويو ناروغانو کې 87 سلنه ناروغان د بلغم لرونکي ټوخي څخه ګيله من ؤ چې د دغه عرض د زياتوالي لامل د سږو د بلغم مثبت ناروغانو څېړل دي ،57 سلنه ناروغان د تبې څخه شاکي وو چې ددې عرض د کموالي لامل د وجود د حرارت درجې په درست ډول نه تعينول ،دخلکو ناخبري د تبې څخه او د وجود د معافيتي سېستم ضعيفوالی ،82 سلنه خلکو کې د وزن ضياع موجوده وه چې ددې عرض د زياتوالي لامل اقتصادي ضعيفوالی ،نامتوازن غذايي رژيم او شاقه کارونه په ګوته شوي دي ، په 42 سلنه خلکو کې دشپې له خوا خوله موجوده وه چې د کموالي لامل ېې په صحيح ډول د ځان په اړه ناخبري ده ،همدارنګه په 45 سلنه خلکو کې Hemoptysis موجود وو چې د زياتوالي وجه ېې د سږو دنورو متممو ناروغيو موجوديت ،دهوا ککړوالی او په کورونو کې د تهويي د شرايطو نه برابرول دي ،43 سلنه خلکو کې د وينې د کموالي عوامل د ناروغۍ په وخت نه تشخيص کېدل ،دغذايي حالت خرابوالی د نورو ساري ناروغيو موجوديت د Hemoptysis درست نه تداوي کېدل او د ناروغۍ پټول ښودل شوي دي .
په ناروغانو کې د سينې د اکسرې د واضح تغيراتو شته والی:
په دغه ټولو ناروغانو کې چې تر څېړنې لاندې نيول شوي 57 فيصده خلکو کې ښکاره راډيولوژيک تغيرات ليدل کېدل او په 43 سلنه خلکو کې په دې اړه کوم واضح شواهد موجود نه وو چې عوامل ېې د اکسرې د کيفيت خرابوالی ،د اکسرې د باتجربه ټيکنېشنانو نشتوالی او د مجربو راډيولوجستانو عدم موجوديت په ګوته شوی دی .
د درملو په وړاندې په ناروغ کې د زيړي او د معدې معايي اعرضو او علايمو رامنځته کېدل:
په دغه څېړل شويو ناروغانو کې د تداوۍ په جريآن کې 36 سلنه ناروغانو کې د معدې معايي اعراض لکه (خوابدي ،کانګې ،اسهالات ) رامنځته شوي ؤ او په 12 سلنه ناروغانو کې د تداوۍ په جريان کې د درملو له وجې زيړی پيدا شوی ؤ چې عوامل ېې د ناروغانو د درملو کافي مقدار ،وخت او د تداوۍ موده په نظر کې نه نيول وو .
ددې ناروغۍ سره يوځای د نورو ساري مزمنو ناروغيو شته والی !
دې ناروغۍ سره د نورو مزمنو ساري ناروغيو لکه HIV ،HBS او HCV پېښې په ترتيب سره په دوه ،دولس او درې سلنه موجودې وې ، د HIV د پېښو کموالی زمونږ په هېواد کې د ناروا جنسي مقاربتونو کموالی او د HBS او HCV د پېښو زياتوالی د يو سورنج څخه زياتو خلکو ته استعمالول ،د زرقي مخدره موادو زيات استعمال ،د سلمانيانو د صحي تعليماتو کموالی او داسې نور ښودل شوي دي.
د ناروغۍ اړوند جدي ناخوالې:
په څېړل شويو ناروغانو کې ددې ناروغۍ له امله لاندې جدي ناخوالې رامنځته شوې وې:
په اوه سلنه ناروغانوکې د درملو په مقابل کې مقاومت رامنځته شوې ؤ.
نهه سلنه ناروغان د تداوۍ په جريان کې ورک شوي ؤ
په دولس سلنه ناروغانو کې ناروغي د شفا کېدو څخه وروسته د ناروغۍ دوباره منځته راتګ دی .
د درملو په مقابل کې د مقاومت د زياتوالي عوامل درمل په صحي مقدار او کافي وخت نه خوړل په غلط ډول د درملو استعمال او په زياته اندازه دهغو دواګانو استعمال د نورو ناروغيو لپاره کوم چې د توبرکلوز په دويم لاين دواګانو کې شاملې دي .
د تداوۍ په جريان کې د ناروغانو د ورکېدو عوامل داخلي مهاجرتونه ،دخلکو د پوهې ټيټوالی د مرض په مقابل کې ،د درملو په شروع کې په ډرامتيک ډول د اعراضو او علايم ښه کېدل او داسې نور ښودل شوې دي .
دناروغۍ د دوباره رامنځته کېدو عوامل د تداوۍ د بشپړې مودې د نه پوره کولو ،معافيتي سېستم ضعيفوالي ،خراب غذايي حالت او اقتصادي ستونزو شته والی دی .
د څېړنې په وړاندې ستونزې:
د څېړنې په اوږدو کې له يو شمېر زياتو ستونزوسره مخامخ شوم چې په لاندې ډول ترې يادونه کوم!
دغه څېړنه يواځې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون د توبرکلوز په سرويس کې اجرا شوې ده نه په ټو ل افغانستان کې چې دا يوه محدوده ساحه ده چې د ټول افغانستان څخه په يو رنګ نماينده ګي نه شي کولای .
دا يو څرګند حقيقت دی چې اوس هم ځينې خلک خاصتاً هغه خلک چې په لرې پرتو سيمو کې استوګن دي د صحي خدماتو څخه پوره خبرتيا نه لري نو اکثريت ددې وګړو څخه دغه ناروغي عادي ګڼي او روغتونونو او صحي خدماتو ته مراجعه نه کوي .
بې امني ،جنګونه ،فقر ،بې وزلي او دخلکو د علمي سطحې ټيټوالی ددې لامل شوی چې ناروغان روغتون ته د ناروغۍ په وخت کې په فوري ډول مراجعه نه کوي او په نتيجه کې نه يواځې دا چې د ناروغ درملنه په وخت سره نه اجرا کېږي بلکه يو اندازه زياتو خلکوته هم سرايت کوي.
د وسايلو کمبود او د زياتو امکاناتو نه موجوديت همدارنګه په روغتونونو کې د ښه نرسنګ پاملرنې نشتوالی او په روغتونونو کې د ناروغ او ناروغ لرونکو لپاره د لارښوونې د څانګې نه موجوديت او په همدې ډول د صحي پرسونل د ښه برخورد او مفاهمې نشتوالی ددې سبب شوی چې دناروغ او ناروغ لرونکو اعتماد په روغتونونو او طبي کارکوونکو کم شوی چې په نتيجه کې ناروغ لرونکي او ناروغان روغتيايي مراکزو ته په وخت سره نه راځي او يا هم له هېواد څخه دباندې د علاج لپاره اقدام کوي.
وړانديزونه:
څرنګه چې د تنفسي سېستم توبرکلوز يوه زياته ساري ،ژوند تحديد کوونکې او باالاخره وژونکي ناروغي ده نو د پېښې په وخت د تشخيص کولو او په وخت درملنې او نورو خلکو ته د انتقال د مخنيوي په اړوند خپلو ګرانو هېوادوالو او طبي کارکوونکو ته لاندې وړانديزونه کوم!
ګرانو هېوادوالو ته !
څرنګه چې دغه ناروغي د درملنې يو اوږد رژيم لري چې هم په کې د دوا مقدار او هم په کې د تداوي دوام ډير زيات دی نو اکثره ناروغان د دوا د شروع څخه يو څه موده وروسته په پټه يا ښکاره ډول د تداوۍ دوام ته زړه نه ښه کوي او درمل خوړل بندوي چې په نتيجه کې د تداوۍ په مقابل کې د مقاومت ،دوباره راګرځېدل او نورو خلکو ته د سرايت سبب کېږي نو هيله ده چې ناروغ لرونکي خپل ناروغان وخت په وخت تر څارنې لاندې ونيسي او درمل تر پايه ورته د Dots په شکل تطبيق کړي .
څرنګه چې دغه ناروغان بې وزله او ددې ناروغۍ سره سره اکثره ناروغان د روحي تشويش لرونکي وي نو هيڅکله بايد پېغور ورنه کړل شي او د عامو انسانانو په څېر په داسې ډول چې هغوي ته قناعت ورکړل شي د ناروغۍ دسرايت څخه مخنيوی وشي او ورسره په ټولنه کې غوره برخورد وکړل شي .
څرنګه چې دغه ناروغان بې اشتها او د بلې خوا د ميتابولېزم دلوړېدو په اساس ېې د وجود مصارف زيات وي نو په کور کې بايد د نورو خلکو څخه په غذايي رژيم کې ورته خاصه توجه وشي او زيات پروټيني غذايي مواد بايد ورته برابر شي.
څرنګه چې دغه ناروغان ګوښه نشين کېږي او زيات د ځان په اړه مشوش کېږي نو کوشش بايد وشي چې په ذهني او رواني لحاظ مصروف وساتل شي او فکر او پام ېې غلط شي.
څرنګه چې دغه ناروغي د سينې د نورو مزمنو ناروغيو سره مشابه کلينيکي لوحه لري او اکثره د نورو ناروغيو سره په اسانه نه تفريق کېږي چې عام ډاکتر صاحبان په تشخيص کې سهوه کېږي او په غلط ډول ورته ATT شروع کېږي چې درمل د جانبي عوارضو د رامنځته کېدو او دناروغۍ په مقابل کې د مقاومت د رامنځته کېدو خطر زياتوي نو ټول مشکوک خلک بايد د سينې د مجربو متخصصينو سره د مشورې او دقيقو لابراتواري معايناتو څخه وروسته بايد درمل شروع کړي او د نورو عامو انديمکو ناروغيو په څېر په تشخيص او تداوۍ کې بيړه ونشي.
څرنګه چې دګران هېواد په ټولو برخو کې ددې ناروغۍ سره د مجادلې په خاطر صحي مرکزونو کې د DX او د تداوۍ لپاره سهولتونه شته دی نو ديو ځای څخه بل ځای ته د کډې کولو او يا مؤقت تللو په خاطر بايد چې دلمړني مرکز څخه په کوم کې چې ناروغي DX شوې ده بايد رسمي د انتقال پرچه ( Transfer out ) واخيستل شي ترڅو درمل په ښه ډول بشپړ شي او د بله طرفه په پروګرام کې د غيرې حاضرې کچه راښکته شي.
د عامې روغتيا وزارت ته !
څرنګه چې په نورو هغه هېوادونو کې چې توبرکلوز انډيمکه ناروغي ده ددي درملو سره د مقاومت دمعلومولو لپاره څېړنې شوي او ښودل شوې ده چې ورځ تر بلې ددې درملو سره دمقاومت پېښې ډېرېږي خو له بده مرغه چې زمونږ په هېواد کې په دې اړه تر اوسه کوم ځانګړی اقدام نه دی شوی نو هيله ده چې په دې باره کې لازمه توجه وشي.
د SS+ New Case ناروغانو په څېړنه کې چې ما په دې درې کلنه دوره کې کړې ده نو د لازم رژيم د توصيي سره سره او د Dots په شکل د درملو د استعمال باوجود Relaps پېښې ډېرې دي نو هيله ده چې په دغه رژيم او ددغه رژيم د دوام په مودې د سره ارزيابي وشي ترڅو د Recurency څخه مخنيوی وشي.
هغه ناروغان چې New SS+ د درملو په Inetial Phase کې د لمړي خط د څلورو دواګانو ( Rifampicim ،Pyrizonamid ،Isonizid او Ethambutol ) سره ډير ښه نتيجه موجوده وي او په Dramatic ډول سره د دوا د شروع په لمړنيو څو ورځو کافي ښه والی رامنځته کېږي خو کله چې په Continuation phase مرحله کې د وزارت صحت عامه د پاليسۍ مطابق ورته INH+Ethambutol شروع شي نو ناروغان د دې درملو د نتيجې څخه راضي نه وي او يو ځل بيا اعرض څه نا څه Exacerbate او يا بطي Response موجود وي چې ناروغانو ته نا خوشاينده وي نو که ددې رژيم ( INH+E ) په عوض ( RH ) په عام ډول رژيم شي نو شايد چې ښه تحمل او ښه نتيجه ورکړي.
څرنګه چې د توبرکلوز ناروغي زمونږ په هېواد کې يوه جدي ستونزه ده او د بلې خوا څخه دغه ناروغي په خلکو کې د يو عار يا شرم په شکل مشهوره ده او اکثره ناروغان او دهغوي نژدې خپلوان ېې د پټولو کوشش کوي چې په همدې خاطر ېې سرايت د يوې ورځې څخه بلې ته زياتېږي ، په همدې موخه که چېرې خلکو ته ددې ناروغۍ د صحيح پېژندلو او د سرايت د خطر پوهېدلو په باره کې په عامه سطحه د پوهاوي زمينه ( ملا امامان ،سپين ږيرو ،مخورو مشرانو ،استادانو ، راډيو او تلويزيون ) برابرې شي او ديو SS+ Case په پيداکولو څه نا څه انعام کېښودل شي نو د پروګرام د لا ښه پرمخ بيولو لپاره به ډير مؤثر وي.