• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

منفي تلقین ټولنه له منځه وړي

Home لومړيتوبمنفي تلقین ټولنه له منځه وړي
Obaid Hussam عبيدالله حسام

منفي تلقین ټولنه له منځه وړي

لیکنه: عبیدالله حسام

په دې وروستیو کې زمونږ د ټولو پر ژبو جاري تلقین د هېواد په اړه منفي نظر خپرول دي.

د لوی او وړو مجلسونو اساسي محور د نظام په اړه په منفي خبرو سیاسي بحث وي.

مونږ داسې انګېرو چې دا ډول تلقین او بحثونه به زمونږ ستونزې هوارې کړي، خو برعکس به مو ستونزې هوارې نه بلکې دا ډول منفي فکر خپرول کولای شي مونږ له یو سیاسي بحران سره مخ کړي.

منفي سیاسي تلقین زمونږ ټولنه له منځه وړي، سپینږیرو ته ذهني تشویشونه او ناهیلتوب پیدا کوي او ځوانان بې روحیې او بهرني هېوادونو ته د تېښتې روحیه ددوی ترمنځ پیاوړې کوي.

 

هره ورځ د پاسپورټ ریاست ته تر پنځو زرو شاوخوا خلک مراجعه کوي ترڅو پاسپورټونه ترلاسه کړي، په دوی کې اکثریت ځوانان دي او ډېری یې له هېواد نه د تیښتې لپاره پاسپورټونه اخلي.

 

ښه، چې دا ځوانه قوه له ملک نه وتښتي، د ټولنې د ملاتیر مو له منځه لاړ شي، دا وطن به امریکایان او یا نور غربیان درته جوړوي!؟

منفي تلقین ټولنه له داخل څخه لکه موریانه خوري او په دې اساس مونږ خپل ځانونو ته په خپل لاس قبرونه باسو.

ددې ټولنیزو وړو ستونزو لپاره مونږ باید ځواکمنه سیاسي اراده ولرو، ځان او خپل اولاد د زده کړې په ګاڼه سمبال کړو.

کله چې مونږ ټول په یو غږ دا ناره کوو چې په والله دا وطن نه جوړیږي، رښتیا هم دا وطن به څنګه جوړ شي، په داسې حال کې چې جوړول یې زما او ستا دنده ده؟!

راځئ ټول ووایو، نه دا وطن جوړیږي، زه او ته یې جوړو، تاسو باور ولرئ چې رشتیا جوړیږي، خو هغه وخت چې مونږ او تاسو خپل منفي فکر او تلقین په مثبت فکر بدل کړو.

مونږ باید د دې هېواد د بچیانو په توګه په ټولنه کې خپور شوی منفي فکر پر مثبت او له انرژي څخه ډک فکر بدل کړو.

مونږ باید خپل خلک دې ته اړ کړو ترڅو له منفي تبلیغ او تلقین څخه ځان وساتي، پر خپل خدای توکل وکړي او هر سړی په سم ډول خپله دنده ترسره کړي.

مونږ باید ټولیز منفي ذهنیت په مثبت او رغنده تلقین سره ترمیم کړو.

که مونږ تقریبا دېرش میلیونه وګړي دا یوه ناروه وکړو چې داهېواد همدا زمونږ په لاس جوړیږي، دا به یو ملي فکراو باور ته لاره پیدا کړي، هغه باور چې مونږ په لوی لاس شړلی او تبعید کړی مو دی.

زمونږ هېواد د جوړېدو امکان شته خو مونږ منفي تبلیغاتو کسل کړي یو، منفي تبلیغ انسانان په انزایټي، ډېپریشن او یا روحي تشویشونو اخته کوي، چې له امله یې انسان بې روحیې، ستړی، ناهیلی او کسل کیږي.

دا د پرمختګ لپاره لوی خنډ دی.

ستونزې شته، خنډونه هم ډېر دي، خو ددې ستونزو د هوارولو لارې هم ډېرې دي.

راځئ د شکایتونو پرځای ولس ته د باور ورکولو هڅه وکړو، او دا تلقین کړو چې مونږ هرڅه کولای شو او زمونږ هېواد جوړېدلای شي.

تفاءلوا بالخير تجدوه!

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

Obaid Hussam عبيدالله حسام
عبيدالله حسام

عبیدالله حسام

Jun 9, 2016

Share this: Click to share on X (Opens in new[...]

Obaid Hussam عبيدالله حسام
عبيدالله حسام

روژه لوی فرصت دی

Jun 13, 2015

لیکنه: عبیدالله حسام د کال په اوږدو کې داسې یو[...]

Obaid Hussam عبيدالله حسام

روژه څنګه بدرګه کړو؟

Jun 17, 2015

لیکنه: عبیدالله حسام دا چې تر ټولو غوره میاشت د رارسېدو[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d