لیکنه: رحت ګل عمری
هغه شېبې زما دخیال او خاطرو اوس هم لویه برخه ده، چې ماته ستا له هیلو او آرمانونو نه اغېزمنې مینې، په وینه کې د فطرت د جذبې سره د نوي او شوخ ماشوم په څېر زما دخیال او فکر نړۍ ته سترګې غړولې وې.
زه هغه شېبې څنګه هېرولای شم ! چې په کلابنده ژبه به دې هم تل وفا ، مینه ، ريښتینولي ، ډاډ او له ستونزو سره مبارزه تکراروله ! زه به ښایي ډېر خوشبخته وم چې له تاسره یم ، پوهيږم چې یوه شېبه هم ما په فزیکي یا فکري ډول نه هيروې، منندوی یم چې تل زما د ښه راتلونکي په اړه سوچ کوې او ما د ژوند په چارو کې ټینګې مبارزې ته هڅوې .
د ژوند په چارو کې مې پېښېدونکي خنډونه کمکي یادوې او پدې ډول غواړې چې زه ستا په څنګ کې فرصت غوښتونکی نه ، بلکي له مشکلاتو سره مبارزه کوونکی و اوسم .
زه پوهيږم چې ژوند ترخې او خوږې لري ، خو په دواړه برخو کې ملګرتیا ماته یوه نړۍ حوصله راکړې ، ستا په ژوند کې زما هره ګړۍ شتون تل احساسوم .
زه منندوی یم ؛دا چې هېڅکه نه غواړې زه په کورني ژوند کې خدای مه کړه کومه غلطي وکړم او تل کوښښ کوې چې پدې برخه کې د ټولو چارو مسئولیت ستا په غاړه وي .
زه پوهېږم هیله او غوښتنه دې تل داوي چې زه په ټولنه کې عادي لوبغاړی نه بلکي اتل و اوسم .
زه پوهيږم چې تل دې کوښښ کړی ؛ تر څو ما ته په ژوند کې خوښي راکړې ، له خپګان او غمو مې لرې وساتې .
ښایي ما به تاته د ژوند او مهال عادي آسانتیاوې هم نه وي برابرې کړې ، خو ستا جرئت او ستا قناعت پوهېږې چې ماته څومره حوصله راکوي ، د دې ارزښت په اړه یوازې زه یم چې ا ټکل کولای شم !
خبرې نه اوږدوم ، و مې غوښتل چې ددې مننلیک په وسیله راته متوجې مسئولیت را کم کړم او د ستا نه د مننې په پلمه او د دې کرښو په وسیله د ګډ ژوند دویمه کلیزه و لمانځم .
د ګډ ژوند دویمه کلیزه دې مبارک شه .
۱۳۹۵/۲/۱۱