لیکوال : الحاج اسماعیل نظرخیل
اول خو باید د مرکزی اسیا په تیر تاریخ لنډه رڼا واچوو.
مرکزی اسیا چې پخوانی نوم یی ترکستان وه او په اصل کې ترک ولسونه ټول له همدی ځای نورو سېمو ته کوچیدلي یعنی د ترک ولسونو اولنی ټاټوبی همدا سېمه وه. د تاریخ په اوږدو کې دا سېمه البته د یرغلونو په نتیجه کې په دو جلا جلا برخو و ویشل شوه چې یوه برخه یی د سنکیانګ په نامه شهرت درلوده او د چین تر واکمنې لاندې راغله او ټول وګړي یی د ۷ څخه تر ۸ میلونو پوری رسیدل چې بیا ورسته د چین د نورو سېمو څخه ورته وګړي راوستل شول او په غوڅ اقلیت بدل شول. او بله برخه یی چې پراخ نفوس لری لاندی هیوادنه تری تشکیل شول قرغیزستان، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان همدارنګه د روسانو تر یرغل لاندی راغله او د نړی ۲۸ فیصده یورانیم او همدارنګه ۲۷ فیصده ګاز په همدغه ترکستان کې موجود دي. اوس راځو د ځبرځواکو هیوادونو د ناندریو بحث ته، اول چین او روسیه په ګډه غواړي چې په یاده سېمه کې دري مهم اهداف تر نظارت او کنټرول لاندی ونیسي، چې هغه په لاندی ډول دي اول په یاده سېمه کې بیلتونپالنه وځپې یعنی پخوانې ترکستان ته اشاره ده، بیا په سېمه کې افراطیت ته اجازه ورنکړی چې ریخنه وکړۍ او یا هم وده وکړې کوم چې د غرب د استراتیژی یوه برخه ده، او بل د لیبراله ډيموکراسی مخه ډب کول دی چې بیا هم غرب پکې دخیل دی، نو په همدی اساس په سېمه کې د افراطیت د ظهور سره همزمانه د شانګای تړون د سېمی د هیوادونو ترمنځ د چین او روسیی په هلو ځلو رامنځ ته شوو، او ورسره جوښت او یا هم لګ ورسته بعضی اقتصادی جوړښتونه هم د ذکرشووه هیوادونو په هلو ځلو رامنځ ته شول لکه AIIB،BRICS او دا د ذکر وړ بولم چې د بریکس د تړون د غړو هیوادونو مجموعی بجټ په ۲۰۱۵ کال کې ۱۶ تریلونه وه، چې په ۲۰۲۰ کال کې داسی وړاندوینه شوی چې دا بجټ به ۵۰ ترلونو ته لوړ شی او په اینده کې به د سېمی په ترانسپورت ډیر تمرکز وکړي، او داسی نور چې د غربیانو د لا ورحطایی سبب شوو. اوس راځو د غرب بلخوصوص د امریکایانو اهدافو ته چې په سېمه کې څه غواړي. د سوړ جنک نه ورسته غرب په دی تلاش دی چې یاده سېمه تر خپل نفوذ لاندی راولی او د سېمی د پراخه زیرمو نه چې په راتلونکی کې به نړی ورته د پام وړ اختیاجه وی ګټه پورته کړی نو پدی اساس اړ شول چې بعضی اهداف په سېمه کې تعقیب کړی، اول افراطیت ته وده ورکول، دیموکراسی پلی کول او سېمه کې بیلتونپالنی ته زمینه برابرول چې په نتیجه کې یی سېمه نارامه کیږی او د سېمی هیوادونه خپلو ذکر شوو موخو ته نشی رسیدلای. نور تحلیل او قضاوت لوستونکو ته پریږدم چې ایا په پورته کشمکش کې به زمونږ د هیواد اینده څه ډول وی؟ ایا افغانستان د مرکزی اسیا دروازه ده او له همدی لاری به پورته اهداف ترسره کیږی؟ ایا افغانستان ته پکار دی چې څه ډول استراتیژی غوره کړی تر څو د ټیکاو خاوند شی؟