لیکوال حمیدالله حمیدي
د کال څلور فصلونه؛
هر یو یې ځانګړی رنګ، خوند او ښکلا لري. په هر فصل کې د خدای پاک ګڼ شمېر نعمتونه او حکمتونه نغښتي وي تر څو انسان ترې د یوه الهام په څېر ګټه واخلي.
اوس چې منی دی، طبیعت بېل رنګ خپل کړی، د ونو څانګې د هغه باد راتلو ته شېبې شماري چې په لګېدو یې ژېړې، سرې او قهویي پاڼې په هوا کې په ګډا کېږي.
په هر څه کې بدلون راغلی: د غرو لمنې اوس د سپرلي په څېر شنې نه ښکاري، له چمن نه بلبلانو کډه کړې. اوس یې په خوږو نغمو خلک د سهار له خوبه نه وېښږي، زده کوونکي د اوړي په جامو کې ښوونځي ته نه ځي، د مني مېوې نارنجي شوې دي، ورځې د پخوا په پرتله لنډې ښکاري، ته به وایي په بل وطن ته راغلی یم، خو څومره دغه توپیر طبیعت ته نوره ښکلا هم ورکړې ده.
که د کال ټول فصلونه یو ډول وای، انسان به ور سره څومره زړه تنګی وای. څومره په زړه پورې ده، چې طبیعت لکه د یوه کوربه په څېر خپل مېلمانه خوشاله ساتي او هره ګړۍ ورته خوشالوونکې ډالۍ وړاندې کوي.
په دې ورځو کې د مني مېلمانه یو. مني هم تر خپلې وسې پورې را ته تیاری نیولی. دغه ښکلا یې هم ډېر دوام نه کوي، د څو ورځو په تېرېدو سره به هر څه بدل شي، ونې د راتلونکي کال لپاره تیاری نیسي، د ژمي له یخنۍ سره مبارزه کوي تر څو یو ځل بیا له نو پاڼو، رنګا رنګ ګلونو او وږمو سره د پسرلي هوا خوشبویه او رنګینه کړي.
هر فصل موږ ته ځانګړی درس را کوي
زموږ لپاره د مني د موسم درس دا دی چې له نوي رنګ او هیلو سره د راتلونکي په لور وګورو.