لیکنه: عبدالله حبیب یار
په ۲۱ پیړئ کې د انسانانو په ټولنیز ژوند کې په کافي اندازه تغیرات راغلل د انسان د سوچ محور تغیر شو انسان مهذب شو او هم په ټولنیزو مسایلو کې ماهره شو.
د ترقۍ او تیز رفتارۍ پدي دور کې د انسانانو ژوند د ټکنالوژۍ او عصري وسایلو سره لا مصروفه شو انسان مډرن شو او هم ېې په ټولنیزو مسایلو کې ابتکارات وکړه دسوچ او فکر انداز ېې بدل شو.
د مختلفو ټولنو خلک مختلف افکار ، مذهب ، کلتور او تاریخ لري هره ټولنه ځان لپاره ارزښتونه اساسات او رواجونه لري. او دهمدي رواجونو په بنیاد پيژندل کیږي. په نړۍ کې مختلف قومونه او ولسونه اوسیږي هر قوم او هر ولس ځان ته راوج ځان ته کلتور او ځان ته تاریخ لري.
دوخت په تیریدو سره هر ټولنه د حالاتو سره سم چلند کړي ځینې ولوسونه ډير ترقي یافته شوه هم ېې سوچ پرمختګ وکړو او هم ېې د ژوند انداز دبیلګې په توګه یو وخت په امریکا کې هم عام خلکو داسي ژوند کوو لکه دا اوس چې په دریمه نړئ کې ولسونه کوي مګر دوخت په تیرودو سره دوي رو رو مترقي شوه.
کله چې مونږ د ترقۍ خبره کوو نو ددي مطلب دادي چې د انسان سوچ پرمختللۍ کیږي او د حالاتو سره برابریږي پرمختللې ټولنه هغه ټولنې ته وايي چرته چې په مسایلو کې د پرمختللې ټکنالوژۍ نه کار اخیستل کیږي. او معاشرې ټولې خواوې د پرمخ تللو وسایلو د کنټرول لاندي وي. مدرن ټولنه هغه ټولنه ده چرته چې د ټکنالوژۍ نه په اعظمه توګه ګټه واخیستل شي.
که چیرې دا Modernization یا مدرن کیدل یا هم Civilization مهذب کیدل په منظمه توګه تعریف کړو نو دا دواړه علیده او مختلف بحثونه دي.
مدرنیزشن دعصري ټکنالوژۍ او عصریتوب مانا لري چرته چې وساییل د ټکنالوژۍ او پرمختللي وسایلو په بنیاد ټولنې کې داستفادې وړ شي. دا یو لازمي عمل ندی ممکن وخت ونیسي یوه ټولنه هم په ورځ کې نه مډرن کیږي دا دومره بده خبره هم نده باید ټولنه داسایش او وسایلو نه ګټه واخلي او هم مدرنیزیشن دوخت ضرورت دی یو ټولنه باید رو رو د مدرنیزیشن خواته لاړه شي.
سویلایزیشن یا مهذب کیدل یو ضروري عنصر دی زیاتې ټولنې په تاسف ددي مهیم او بنیادي عنصر نه محرومه پاتې دي دا ضروري نده چې یوه ټولنه دي مډرن ټولنه مګر دا یوه ضروري خبره ده چې یوه ټولنه باید مهذبه وي د ژوند اسایش ېې باید په یو منظم چوکاټ کې وي.
دبیلګې په توګه د جګړو په او ناخوالو په وجه افغاني ټولنه د مدرنیزیشن نه لرې پاتې شوه مګر افغاني ټولنه یوه ډیره مهذبه ټولنه ده دا ولس ډير مهذبه ولس دی دوي که اوسمهال مترقي ندي مګر مهذبه ضرور دي.
ددي دواړو ټکو ترمینځ یو بل ټکۍ چې زمونږ ددي دریمې نړئ هیوادنه ترې ډير سخت متضرره شوي هغه ټکۍ دی د Westernization یا غربیتوب غربي کیدل.
په مډرن کیدلو اصلي مانا داده چې د ټولنې خپل ثقافات ته په خپله ټولنه کې دخپل سوچ مطابق ترقي ورکړي او هیڅ شي یو راوج پکې باید دبلې ټولنې کاپي نشي مګر یو تعداد ټولنو د مډرنیزیشن په نوم
Westernization یا غربیتوب زمینه برابره کړي ترڅو خلکو ته ښکاره کړي چې مونږ مډرن شوي یو حالانکه غربیتوب مډرن کیدل ندي بلکې د پسمندګۍ نشان دی ځکه غرب ځان لپاره تاریخ ځان لپاره کلتور او ځان لپاره جلا د اوسیدلو رواجونه لري غربي ټولنه شرقي رواج او شرقي ټولنه غربي رواج نشي ګډولئ
په افغانستان کې هم کم تعداد خلک شته دوي مډرن کیدل غربیتوب ته وايي او دغرب لباس دغرب رواجونه مډرنه ګڼي حالانکه هر ټولنه ځان لپاره ځآنګړئ ثقافات لري دغرب رواج په غرب کې بهترینه دی مګر دا رواج په افغانستان کې نه هم زمونږ دټولنې سره سمون خوري او نه هم زمونږ ټولنه ضروري ده چې دغرب رواج وکړي مونږ يو ډير تاریخي ثقافات او تاریخ لرو.
هڅه باید وکړو چې ټولنه مو ذهني وده وکړي او د ذهني ودې په بنیاد مترقي شي مونږ ضرورت لرو چې دخپلو راوجونو او ثقافات پوره خیال وساتو خپل رواجونه او ثقافتونه خلکو وښایو ترڅو وکولئ شو راتلونکي نسل ته یو څه وکړو او خپله راتلونکي نسل د یو مډرن او مهذب ولس په توګه نړئ ته وپيژنو.
نور بیا
–