لیکنهه: محمد هارون سمون
د مېز له سره یې بورس ور واخیست، آینې ته مخامخ ودرېد، وېښته یې یوې بلې خواته واړول، بیا یې د هغې خواته راوکتل ویې ویل ــ څنګه؟ سهي شول؟
ــ هو بېخي سم دي.
له کوچ څخه راپورته شوه، ټېکری یې په غاړه کې ؤ، په سر یې راکش کړ، ژېړ بنګړي یې ښکته په لاسونو کې راغلل. خاوند ته یې ښکته پورته وکتل، موسکۍ شوه ویې ویل:
ــ پدې دریشي کې ډېر ښه ښکارې.
ــ نو هغو نورو کې ښه نه ښکارم؟
ــ نه هسې نه وایم ته خو چې هرڅه واغوندې ښکلی یې.
ــ که د دفتر همکارانو خوښه کړه، بیا دې منم.
په مینه یې ور غبرګه کړه
ــ زه دوی څه کوم ماته خو ډېر ښه ښکارې.
له آینې یې مخ راوګرځاوه لکه عکس ته چې ودرېږي مخامخ دې ته ودرېد مکسی شو، د دې طاقت ونشو په شنډو یې موسکا راغله ورنږدې شوه، د ده په غاړه کې نېکټایي سسته وه، ګوتې یې پرې ووهلې، بیا ده آینې ته وکتل ویې ویل
ــ رښتیا چې هوښیاره یې اوس دې سمه کړه.
د مېز له سره یې اسپرې ور واخیسته شاخوا یې ده ته ور وشېنده، بیا یې لږ د هغه مخ ته هم ور وشینده، سترګې یې پټې کړې ویې ویل
ــ مه کوه! سترګې مې راباسې؟
ــ راباندې ګران یې!
ــ خی یو ځل خو غاړه راکړه!
د دې خبرې له اورېدوسره هغې وخندل، سترګې یې ښکته واچولې او ویې ویل
ــ ورځه درباندې ناوخته شوه.
بیک یې واخیست په وره کې ودرېد، تر شا یې وکتل او ویې ویل:
ــ راشه خدای پاماني خو وکړه.
هغه ورغله یو تربل یې لاسونه تاو کړل، بیا یې دی په مخ ښکل کړ، سپین مخ یې د هغه په شنه خریلې ږېره وموښولو، خوند یې احساس کړ. دی له کوټې ووت بوټان یې پښوکول، بیا یې سم نه وو ورته رنګ کړي، په زړه کې یې تېره شوه.
ــ هابله ورځ یې همکارانو ته کم راوستم. طاقت یې ونشو سټایل ډېر خوند ورکاوه ویې ویل:
ــ ګوره خو دا کار دې ښه نه دی هابله ورځ دې په دفتر کې سم وشرمولم، لږ خو یې سم رنګوه.
په غوسه روان شو.
د دې سر وځړېد کوټې ته ننوته د دروازې غږ شو خاوند یې له کوره ووت، په کوچ کې یې ځان و غورځاوه سوړ اوسیلی یې کش کړ، نوی ژوند یې پیل کړی و، ژوند یې په مینه تېرېده؛ خو ننۍ خبرې سخته خواشینې کړه له ځان سره یې کړل
ــ لکه چې رانه خفه شو، که تر دې غټه اشتباه رانه وشي بیا به څه کم. خفه ښکارېده په وره کې یې سترګې خښې کړې وې داسې وه، لکه څوک چې چرت پسې اخیستي وي کرار یې وویل:
ــ ژوند مو تریخ نشي؟ وجود یې ولړزېده ووېرېده ژر یې کړل
ــ نه خدایه مه کې خدای دې نه کړي. له کوچ څخه پورته شوه، آینه کې یې وکتل، ځان یې خفه احساس کړ، له اینې څخه پورته په مربع چوکاټ کې عکس په دېوال لګېدلی و، لاس یې ور اوږد کړ، راکوز یې کړ، مخامخ یې ونیو، ویې ویل:
ــ ښکلی یې راباندې ګران یې، زه ستا لایقه یم ته زما، خو کاش چې خوشحاله دې وساتم. بیا یې عکس بېرته را ځوړند کړ، په کوچ کېښناسته، سر یې ښکته نیولی و، د چپ لاس ژېړه طلایي ګوتمۍ به یې له ګوتې وویسته بېرته به یې په ګوته کړه، په زړه کې یې تېره شوه
ــ اوس به رسېدلی وي.
تر مازیګره ورځ ښه پرې تېره نشوه، خاوند یې راغی، په کوچ کې له درېشۍ سره ولوېد، اوسیلی یې وکېښ، ستړی خسته مالومېده. دې چای راوړ ویې وېل
ــ پورته شه، درېشي دې وباسه ګونځې کېږي، چای وڅښه.
په کوچ کې راکېښناست، ویې ویل ــ نن مو بېخي ډېر کارونه وکړل.
شپه تېره شوه، دی سهار وختي، دفتر ته تللو، وختي به یې چای خوړلو، مېرمنې یې چای راوړ، په وړه هرکاره کې یې پخې هګۍ هم راوړې، ویې ویل:
ــ ژر ژر یې وخوره یخېږي.
تیت پرک ورقې یې راټولې کړې، په بیک کې یې واچولې دسترخوان ته رانږدې شو، ویې ویل
ــ راځه خو ته یې هم وخوره
ــ ماته وختي مزه نه راکوې، دومره نه دي دوې هګۍ دي وخوره.
مړۍ یې پوته کړه، د هرکارې د بېخ سوي، په هګیو پورې سرېښ وو، زړه یې وانه خیستې، ویې ویل:
ـ خو بدمرغې به دې کمې په ګاز اېښې وې، په دې سوو هګیو مې وژنې؟
په خندا یې وویل
ــ خو خیر یوه ورځ خو سوځي هم.
ــ نه! ته راته سمه توجه نه کوې پرون دې بوټ نه وو رنګ کړي، بېګا د دیګ خام و، اوس دې هګۍ سوې دي.
پورته شوه د المارۍ پله یې خلاصه کړه، کېک یې را وخیست د ده مخې ته یې کېښود ویې ویل
ــ خیر دی نن بیا کېک وخوره.
په کوچ کې کېناسته، نن یې بیا هیلې له خاورو سره خاورې شوې، په زړه کې یې تېره کړه:
ــ نن بیا کچې رانه خفه شو.
سر یې ښکته نیولی و، نن بیا لکه ورځ چې پرون غوندې پرې تېرېږي.
ده درېشي واغوسته، ځان یې تیار کړ، دې ته یې وکتل پوه شو، چې خفه ښکاري، ویې ویل:
ـ خو ته سم کارونه کوه، زه به هېڅ نه درته وایم. بیا یې څنګ ته ورغی په کوچ ورسره کښناست په موسکۍ شنډو یې له خولې را ووته
ــ خفه شوې هه.
دې څه ونه ویل، ده یې سر خپلې سینې ته نږدې کړ، بیا یې په سر ښکل کړه، ویې ویل
ــ په دې خفه شوې، چې هګۍ مې ونه خوړې؟
چوپ وه، هېڅ یې نه ویل دی پورته شو ویې ویل:
ــ زه ځم خدای پاماني نه کوې؟
راپاڅېده په ګیله یې وویل
ــ ته په دې وړو شیانو له مانه خفه کېږې؛ دا خو مهم نه دي ولې په دې سوچ نه کوې؟
ــ نه یم خفه وایه په څه شي سوچ نه کوم؟
ستر ګې یې د هغه په سترګو کې وګنډلې، ورو یې وویل:
ــ په دې چې زه درسره مینه لرم.
تر یو بل یې لاسونه را چاپېر کړل، یو بل یې غېږ کې کلک کړل، مینه یې نه ماتېده، د دواړو سترګې ډکې شوې؛ خو د دې یوه مړه اوښکه د ده په دریشي ښکته ورغړېده.
پای
سمون د اوکتوبر ۴ مه/ مزارشریف