آزاده ژباړه- خلیل جمال
– د پلار ناروغي مي ورځ تر بلي زیاتېدله، شرم و ځوانه مور مي څنګه په کار یا فقر پسي د کور دباندي وتلې وای؟، پنځه کلنه خور مي تر ما درې کاله کشره وه، په کور کي د خوراک یوه ګوله ډوډۍ نه وه، زما د زړه سوري ته د چا ور پام و چي درملنه یې وکړي؟.
کلیوال مو شتمن ول خو زموږ د کور په غربت یې سر نه ګرزاوی.
پلار مي مړ سو، ګاونډایانو له دود سره سم درې ورځي پر له پسې ډوډۍ را ولېږه، په څلورمه ورځ بیا موږ او هغه غربت.
کونډي مور مي ګاونډیانو ته لاس ور وږد کړ چي یو څه خوراکي مواد په قرض ورکړي خو هغوی نه دا چي څه ورته و نه نیول بلکي درې- څلور خبري یې هم ورته وکړې.
یوه ورځ زه له زړه څخه په تکلیف وم، پنځه کلنه خور مي سر ته ناسته وه، وږې وه، په کور کي ډوډۍ نه وه. فکر وړې وه یو دم یې منډي کړې، مور ته ورغله، په غوږ کي ورته وایي.
مورکۍ! ورور څه وخت مري؟.
مور مي ټکنۍ سوه، داسي لکه څوک چي یې په زړه کي په خنجر ووهي، هغه يې پر سینه پوري ټینګه کړه، په ژړغوني ږغ ورته وایي: دا څه وایې لور جانې!؟.
هو مورکۍ! چي ورور مړ سي نو بیا خو ګاونډیان ډوډۍ را لېږي.
[review]
You also might be interested in
– لیکنه: خلیل جمال زرغونه له مور سره د ماما[...]
– خليل جمال – یو ورځ د دولتي څارګري ادارې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی