ژباړن : عطا محمد میاخېل
یوه ورځ له غرمې وروسته، مور له خپلو اولادونو سره کېناسته، چې له هغوی سره په درسونو کې مرسته وکړي، خپل څلور کلن زوی ته یې یوه ورقه ورکړه، ترڅو پکې رسامي وکړي او د دوی مزاحم نه شي .
ناڅاپه ور په یاد شول، خپل خسر ته، چې سپین ږیری او ناتوانه دی او د انګړ د یوې لرې برخې په یوه کوټه کې یې ژوند کاوه او د خپلې ناتوانۍ له امله له کوټې څخه نه شو بهر کېدلای، ډوډۍ نه ده ور وړې . هغې د خپل توان په کچه له خپل خسر سره مرسته او د هغه خدمت یې کاوه او خاوند یې هم ترې راضي و .
په ډېره بیړه یې خپل خسر ته ډوډۍ وروړه او له هغه څخه یې وپوښتل : نور څه ته اړتیا لرې ؟ هغه د نه په ژبه سر وخوځاوه او نوموړې بېرته خپلو زامنو ته ورغله .
کله چې د مور پام د خپل کوچني زوی رسامۍ ته شو، ګوري چې په ورقه کې یې کوټې رسم کړي او هغه یې په ځانګړو کوډونو نښه کړي دي .
مور حیرانه شوه او پوښتنه یې وکړه : زما ګرانه ! څه دې رسم کړي دي ؟
هلک ځواب ورکړ : ما کور جوړ کړی دی، کله چې ستر شوم او واده مې وکړ، نو په هغه کې به ژوند کووم .
مور ډېره خوشاله شوه او وې پوښتل : زویه ! ته چېرته ویده کېږې ؟
هلک وویل : دا د خوب کوټه ده، دا پخلنځی دی او دا هم د ښه راغلاست کوټه ده، له دې کوټو څخه یې یوه بله لرې کوټه رسم کړې وه .
مور په ډېرې حیرانتیا وویل : دا کوټه ولې نورو کوټو څخه لرې ده ؟ !!!
هلک وویل : دا کوټه مې ستا له پاره جوړه کړې ده، تر څو پکې ژوند وکړې، لکه څنګه چې نیکه مې ژوندی کوي .
مور د خپل زوی دې خبرې ډېره خواشینې کړه او وې ویل : آیا کله چې سپین سرې شوم په انګړ کې یوازې ژوند وکړم پرته له دې چې له خپلو لمسیانو سره خبرې وکړم او د هغوی له لوبو څخه خوند واخلم، له چا سره خبرې وکړم ؟ !!!
په ډېره بیړه یې خدمتګاره را وغوښته او د هغې کوټې توکي او لوازم، کومه چې د مېلمنو له پاره جوړه شوې وه او د کور تر ټولو ښکلې کوټه وه؛ رابهر کړل او د خپل خسر د خوب تخت یې له هغې کوټې څخه کومه، چې د انګړ په لرې برخه کې جوړه شوه وه، دې کوټه راوړ. کله چې خاوند یې کورته راغی، د دې هرڅه په لیدو ډېر حیران شو او د لامل پوښتنه یې وکړه ؟ په داسې حال کې، چې د مېرمنې له سترګو یې اوښکو د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې وې، وویل : که چېرې ژوندي وو، نو موږ به د ځان له پاره ډېره ښکلې کوټه جوړه کړو. خاوند چې د خپلې مېرمنې په منظور پوه شو، نو موسکی شو او د رضایت او خوښۍ په موخه یې خپل سر وخوځاوه .
د ښوونکې او زوی کیسه یې همدلته پای ته ورسېده.
څه ډول چلند چې کوې هماغه ډول چلند به درسره کېږي.