ژباړن: عبدالبصیر سهاک سمسور
له ډېر وخت راهیسې پدې راز پوه نشوم چې زما مور څنګه زما له راتګه خبریږي.؟ زه له ښونځي نه راتلم نو د دروازې له ټکیدو مخکي به دروازه خلاصیده، له پوهنتون نه راتلم نو د دروازې څنګ ته به مې د مور مسکئ څېره تر سترګو کیده، هغې به له خوښئ نه په ډکې خندا زما ښه راغلاست کاوه، دوعاوې به یې راکولې او بیا به زه د خښتو نه جوړه شوې سوپه کې د تناره څنګ ته کیناستم، مور به تاوده پیرکي پخول او ما به په مزه خوړل. کله به چې زما د خوښې خواړه پخېدل مور به راته وییل چې راځه مقابله کوو، دا مقابله به ډېره په زړه پورې وه.
مور به پيرکي په تبي کیښوده او وییل به یې چې ګورم زه دا پیرکی لومړی پخوم او که ته هغه پيرکی مخکې خورې، مور به چې کله د تبئ پيرکې خلاصاوه، هلته به ما خپله وروستئ مړئ خولې ته کوله او بیا به یې بل پيرکې زما غاب ته اچوه، درې څلور پيرکي به مې خوړل خو ماته به دا نه معلومیده چې مقابله چا وګټله. زموږ د کورنئ یو څه اصول ول، اصول څه داسې ول چې د لمر د لویدو نه وروسته به له کور نه د وتلو اجازه نه وه، خو د زده کړو له بشپړیدو نه وروسته مې په کابل کې له یوې نړیوالې ادارې سره دنده ترلاسه کړه، چې تل به ماښام قضاء او حتا کله کله د شپې ډېر ناوخته راتلم.
د مور مې همغه عادت وه، زه که به د سهار په اذانه هم راتلم، په خپله د دروازې خلاصیدو ته اړ نشوم، په ناوخته راتګ مې هڅه داوه چې په کراره دروازه خلاصه کړم تر څو د مور خوب مې خراب نکړم، مابه مې له جیب نه کلئ را وه ویسته هلته به دروازه خلاصه شوه،
ما به مې له مور نه پوښتل چې تاته څنګه معلومیږي چې زه راغلی یم؟
هغې به په خندا وه وییل چې ماته ستا خوشبو راځي
بیا یو ځل مور لدې فانې دونیا رحلت وکړ!
د مور د مړینې نه وروسته یوه ورځ کور ته ناوخته ورسیدم، ډېر وخت د دروازې خواته ودریدم، دورازه خلاصه نشوه، بیا مې ورو ورو دروازه وټکوله، لږ انتظار مې هم کړ، څوک رانغلل بیا مې وټکوله، خو څوک رانغلل، د دروازه څنګ ته له خښتو جوړ دهلیز کې کیناستم، په سوچونو کې تللی وم، تر ډیره وخت ناست وم پدې نه وم پوه شوی چې څنګه مې سترګې ورغلې وې، ویده شوی وم. دومره مې په یاد دی چې دجومات د اذان غږ مې تر غوږو شو، لږ وروسته مخامخ کور نه مې د مور ملګرې دروازه خلاصه کړه، زه يې چې ولیدلم رامنډه یې کړې.
زما په سر یې لاس کیښود او ویې وییل: زویه مور به دې د کوڅې لوري ته ستا د کوټې په کړکئ کې په ساعتونه ویښه وه، هلته به ته په کوڅه کې راننوتې، هلته به دا په منډه، منډه دروازې ته راتله.
You also might be interested in
لیکنه: شفیق احمدزی جګړه ډیر ډولونه لري، چې یو ډول[...]
لیکنه: خپلواک احمدزی په دی اړه ډیرو د چارو شنونکو[...]
راپور: د هلمند مدني ټولنه د هلمند مدني ټولنې مسؤلين[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی