لیکنه: محبوبه خپلواک
الف: خلاصه
خلاصه باید په داسې توګه ترتیب شي چې لوستونکي يې د لوستلو پر مهال ستاسو اصلي او بنسټيزې موضوع ته ورسېږي.
لاندې ټکي باید د خلاصې په منځپانګه کې شامل وي:
موضوع په يوه جمله کې روښانه کول.
د څېړنې موضوع.
د کارول شوې سرچینې څرنګوالی (دا چې کومه سرچینه مو کارولې ده).
د څېړنې پایله.
يادونه: ليکونکی باید په خلاصه کې لاندې ټکي هېر نه کړي.
هغه مطلبونه چې په متن کې نه دي راغلي، په خلاصه کې دې نه لیکل کېږي.
د نورو خلکو ويناوې یا خبرې دې په نېغه توګه نه ليکل کېږي.
د مطلبونو په لیکلو کې دې د ماضي او درېیم شخص څخه استفاده وشي.
په خلاصه کې پايله اخيستل او د هغو مطالبو د لړلیک له ليکلو څخه دې چې د مونوګراف په بېلابېلو برخو کې راغلي دي ډډه وشي.
ب: سریزه
په عربی ژبه کې یوه پيليزه او بل تمهید دی، په انګلیسي کې Preface او intro دی او په انګرېزي کې Preface ته د Foreword کلمه هم کاروي. په پښتو کې موږ سریزه مقدمه، پيليزه، د سر خبرې، څو خبرې او کله هم یاددښت ورته وايو.
پيليزه، سریزه یا Preface موږ ته د یوه کتاب هدف روښانه کوي او په تمهید کې د کتاب پر متن خبرې نه کېږي. د همدې له پاره په عربي ژبه کې چې کله پر کتاب پيليزه لیکل شوې وي هغه د کتاب د پاڼو برخه ګرځي، یعني د پيليزې پاڼو ته (۱ ۲ ۳ ۴ …) شمېرې ورکوي خو تمهید بيا د کتاب په پاڼو کې نه شمېرل کېږي.
پيليزه ډېر کله له اصلي لیکوال پرته بل څوک لیکي.
د پيليزې هدف:
دا کتاب څه ډول ليکل شوی؟
اوس وخت کې ولې او د څه له پاره خپرېږي؟
د لیکوال موخه څه ده؟
همداراز د مقدمې یو اصلي هدف د پيرودونکو او لوستونکو جذبول دي.
د اصلي موضوع د وړاندې کولو له پاره په لومړي سر کې سریزې ليکلو ته اړتيا ده چې په عمومي توګه بايد سریزه د یوې یا دوو پاڼو په اندازه وي.
ج: لومړی څپرکی
لومړی څپرکی په ټوليزه توګه د څېړنې موضوع روښانه کوي او له سریزې څخه ورورسته راځي، معمولاً لاندې موضوعات لري:
د هغه مسئلې بیانول چې موضوع روښانه کوي او د څېړنې یا موضوع سرحد ټاکي.
د موضوع تاریخچه چې په هغه کې د موضوع یو لنډ شالید ته کتنه کېږي.
د موخو اړتيا او د موضوع ارزښت چې په دوو پاڼو کې ځايېږي نو لیکونکي باید په دې بحث کې لاندې درې پوښتنو ته نسبتا په تشریحي ډول ځواب ووایو.
الف : د مونوګراف موضوع لیکنې ته څه اړتيا وه؟
ب: لیکونکی یا محصل دغه موضوع د کومې موخې له پاره د څېړنې په موخه غوره کړې ده؟
ج : د دې څېړنې اهمیت او ارزښت د اوسنيو شرایطو له پاره څه دی؟
د څېړنې پوښتنې او فرضیې:
هر مونوګراف د ګڼو پوښتنو او فرضیو لرونکی دی چې د مونوګراف بنسټ جوړوي، نو لیکونکی باید د مونوګراف تر پایه پورې د څېړنې په بهیر کې پوښتنو ته ځوابونه او فرضیو ته ثبوتونه وپلټي.
يادونه:
د ټولو فرضیو ثبوت ته اړتيا نشته ځکه کېدای شي له څېړنې څخه وروسته د فرضیې په ثبوت کې بدلون راشي.
د څېړنې مېتود یا طریقه:
د څېړنې هغه مېتود چې لیکونکي يې د مونوګراف د ترتیبولو له پاره په نظر کې نیسي ډېر مهم دی، نو د څېړنې د مېتود په اړه غور کول په کار دي.
په مخکنيو څېړنو باندې یوه کتنه:
ليکونکی باید له هغې څېړنې پرته چې خپله يې کړې مخکنۍ څېړنې هم یو ځل مطالعه کړي.
له مخکنيو څېړنو څخه هدف هغه څېړنې یا مالومات دي چې د اړوندې موضوع نورو محصلینو، لیکوالو، پوهانو او څېړونکو کړې دي، د هغوی کتابونه، مقالې، رسالې او نور وګوري او په هغو کې ځان ته پياوړي او کمزوري ټکي په ګوته کړو، تحلیل او تجزیه يې کړو څو مو په خپل مونوګراف کې خپلې تېروتنې ته پام شي، اصلاح یې کړو او بدلون په کې راولو.
د اصطلاحاتو تعریف او د مفاهیمو بیان:
لیکونکی یا محصل باید اصلي او مهم اصطلاحات د لومړۍ درجې او معتبرو سرچینو د اصطلاحي او لغوي تعریف له نظره وڅېړي څو يې د نویو ویونو له پاره موخه څرګنده شي.
د : اصلي څپرکي
له لومړي څپرکي څخه وروسته چې د څپرکي ټوليزې او عمومي څېړنې په کې بیانېږي، د مونوګراف اصلي څپرکي چې شمېر يې تر څېړل شویو موضوعاتو، پوښتنو او فرضیاتو پورې اړوند دی ټاکل کېږي او د محصل د لارښود استاد په مرسته باندې تنظیم کېږي.
له دې څپرکيو څخه هر يو په نورو برخو وېشل کېدای شي.
یادونه:
د څپرکي، مبحث یا پاراګرافونو سرلیکونه باید د څېړنې له موضوع سره ورته، د فرضیې او پوښتنې سره مطابق، ساده، پرته له ګونګو او پېچلو لغتونو او تر ډېره حده لنډ وي. د هر څپرکي لمن لیک باید له عنوانونو سره اړیکه ولري.
هـ : د پایلې او وړاندیزونو څپرکي:
د مونوګراف په هر څپرکي کې د موضوع له څېړلو وروسته، بايد وروستۍ راټولونه په همدې څپرکي کې وشي. لیکونکی یا محصل باید په دې څپرکي کې د څېړنې د موضوع د بیانولو سربېره د څېړنې د موضوع اړوند یوه اجمالي اشاره وکړي.
همدارنګه پوښتنې او فرضیې په ترتیب سره ځای په ځای کړي او وروستۍ پایله يې په ډېره لنډه او ساده بڼه له یوه استدلال سره بیان کړي.
داسې چې ټول له څلورو څخه تر پنځو پاڼو پورې په څنګ کې ونیسي او تر دې نه ډېرېږي. په ضمن کې لیکونکی یا محصل کولای شي خپل وړاندیزونه په لږ تر لږه يوه پاڼه کې ولیکي.
و : د مونوګراف فرعي برخې:
د لومړي مخ ځانګړتیاوې.
د صحافي په وخت کې يوه سپینه پاڼه.
له سپینې پاڼې وروسته د مونوګراف د لومړي مخ پېژندپاڼه.
ورپسې د (بسم الله الرحمن الرحیم) پاڼه.
په دې پړاو کې د لارښود او د ليکنې د کتونکې ډلې د استادانو پاڼه.
د (ډالۍ) پاڼه چې دا کتاب یا لیکنه چاته ډالۍ کوي.
سریزه چې په هغه کې د اړوندو استادانو په ځانګړي توګه د لارښود او له کتونکې ډلې استادانو څخه مننه.
او لړلیک له سریزې څخه وروسته راځي.
دا چې د هر انسان ذوق او سلیقه توپیر لري نو ليکوال د خپل مونوګراف د بېلابېلو برخو د وېشلو له پاره ځینې عبارتونه لکه:
برخه، څپرکی، مبحث، مخکنۍ خبرې او همدارنګه نور عبارتونه کولای شي د لارښود استاد په مرسته وکاروي.
۱. د مخونو شمېره:
تر لړلیک پورې د مخکنيو مخونو له پاره شمېره نه بلکې له تورو څخه کار اخیستل کېږي خو د مونوګراف د اصلي مخونو چې په تاریخچې سره پیلېږي، په ۱ شمېرې سره پيل کېږي، د شمېرې د لیکلو ځای د پاڼې ښکته، منځنۍ برخه غوره ده.
۲. د هر څپرکي د مطالبو د اوډنې طریقه:
تاکید کېږي چې د هر څپرکي د مطلبونو د لیکلو له پاره د نورو کسانو ویناوې په نېغه توګه يادې نه شي، بلکې لومړی باید د څپرکي سرلیک په دوو پاراګرافونو کې د پيليزې په توګه مشخص او بیان شي، بیا وروسته تیوري ګانې، لرلیدونه، فرضیې، پوښتنې او نور په منطقي ډول ډلبندي او ولیکل شي.
هر يو مستند په بېله توګه تشريح کړو.
همدارنګه محصل کولای شي دا موضوع ګانې تجزیه، تحلیل او آن کره کتنه پرې وکړي.
يادوونه:
د هر څپرکي د مقدماتي خبرو د بیانولو له پاره باید لاندې ټکو ته پام وکړو.
د هر څپرکي د پيليزې د کرښو شمېر د اصلي مطلب په منځپانګه پورې اړه لري. دا پيليزه کېدای شي له پنځو کرښو پاراګراف څخه نیولې بيا تر یو مخ پورې ځای ونیسي.
د هر څپرکي په مقدمه کې باید په لنډه توګه د هر څپرکي سرلیک بیان شي، له هغې وروسته يې د څپرکي د لیکلو دلیل بیان کړي او د موضوع د اوډنې موخه په کې بیان کړي.
۳. لمن لیکونو ته د پام اړولو څرنګوالی:
که چېرې مو په موضوع کې داسې مطلبونه وي چې د لومړي ځل له پاره په مونوګراف کې يادېږي او هغه مطلبونه له کوم کتاب یا بلې کومې سرچینې څخه اخیستل شوي وي کولای شو پته يې په لمن لیک کې راوړو او د پتې د لیکلو لاره په لمن لیک کې داسې ده.
تخلص، نوم، د کتاب نوم، د مولف یا ژباړونکي نوم او تخلص، خپرونکی، د خپرېدو ځای، د خپرېدو نوبت او ځای، د ټوک شمېره، د پاڼې شمېره.
د دې مالوماتو تر منځ کولای شو له کامې (،) او په پای کې له ټکي (.) څخه کار واخلو.
که چېرې له یو کتاب (يا بلې کومې سرچینې څخه) مو یوه موضوع د دويم یا درېیم ځل له پاره را اخيستې وي او موضوع ګانې مو پرله پسې لیکلې وي نو کولای شو په لمن لیک کې له “هماغه” عبارت څخه کار واخلو او که چېرې کتاب مو هغه کتاب وي او په پاڼه یا ټوک کې بدلون راغلی وي نو بايد دا ډول ولیکو: “هماغه، ۳ج، ۳۲۱ص” یا “هماغه، ۲۶ ص”
کله کله داسې هم پېښېږي چې یو مطلب مو له دوو سرچینو څخه اخیستی وي نو نومونه يې بايد د دواړو سرچينو د ځانګړنو او د الفبا د ترتیب په نظر کې نیولو سره ولیکل شي.
کېدای شي له کومې سرچینې څخه مو داسې مطلبونه اخیستي وي چې نوموړې سرچینه له دوو یا دریو څخه زیات مولفین ولري، نو په دې حالت کې کولای شو یوازې د لومړي مولف نوم ياد کړو او له “او نور” عبارت څخه کار واخلو، په دې توګه لوستونکي پوهېږي چې دا کتاب نور مولفین هم لري. د بېلګې په توګه: “محمد عظیم خاموش او نور”
که چېرې کوم لیکونکی یا محصل له مقالې څخه استفاده کړې وي نو لاندې مقررات به په پام کې نيسي.
د مقالې د لیکونکي تخلص، نوم، د مقالې سرلیک، د خپرونې سرلیک، د خپرېدو کال، د خپرېدو دوره، د خپرېدو شمېره او پاڼه.
په اسلامي څېړنو کې که چېرې له سورت سره شماره هم لیکل شوې وي نو لمن لیک ته اړتيا نشته. محصل نه باید په لمن لیک کې ځینې مختاړي او وروستاړي لکه: ډاکټر، پوهاند، حاجي، محترم، جان، خان او… وکاروي.
یوازې نوم، تخلص او علمي رتبه دې ولیکل شي همدا خبره د مونوګراف په متن کې که چېرې د ټولو کسانو له پاره یو ډول استفاده وشي بیا څه ستونزه نشته.
همدارنګه د مونوګراف د لومړي مخ د لارښودو استادانو له نوم سره دې هېڅ ډول مختاړی او وروستاړی نه لیکي، بلکې یوازې علمي رتبه دې وليکل شي. د بېلګې په توګه: پوهندوی کریم، پوهاند اکبر، ښوواند محمود ، ښوویالی حامد او…
۴. د سرچینو او اخځلیکونو لړلیک:
د مونوګراف په پای کې د اخځلیکونو وار را رسېږي. لومړی پښتو اخځلیکونه (له کومو کتابونو او یا مقالو مو چې استفاده کړې) وروسته عربي اخځلیکونه او بیا د مقالو اخځلیکونه او په پای کې نورې سرچینې (انټرنېټي پاڼې) په کې لیکو.
په اخځلیکونو کې مقالې باید د الفبا په ترتیب سره ولیکل شي چې د مقالې د لیکونکو د تخلص په بنسټ دا ترتیب په نظر کې نیول کېږي.
د ټولو سرچینو ځانګړتیاوې باید په بشپړ ډول، څرنګه چې په لمن لیکونو کې ليکل شوې دي البته له شمېرې پرته دې ولیکل شي.
که چېرې مو څېړنه کومه اسلامي موضوع وي او په هغه کې آیت شریف لیکل شوی وي، نو نظر دې ته چي آیت شریف ته ځانګړی درناوی په کار دی کولای شو د الفبا د ترتیب په نظر کې نیولو پرته آیت شریف په لومړي سر کې ځای کړي.
که چېرې مو د کوم لیکوال له ليکنو څخه څو ځله ګټه اخيستې وي نو د ماخذونو په لړلیک کې پس له یو ځل لیکلو څخه دویم او درېیم ځل لیکلو ته اړتیا نشته نو کولای شو د “هماغه لیکوال” له عبارت څخه کار واخلو او داسې هم کولای شو چې کرښې ته د يو تېز رنګ په ورکولو سره دا وښیو چې هماغه لیکوال دی.
ښه به دا وي چې د لړلیک سرلیک (عنوان) په غټه کچه او په ایټالیک Italic فونـټ ولیکل شي.
يادوونه:
کېدای شي ځینې آثار بشپړې ځانګړتياوې ونه لري نو د دې ډول آثارو له پاره کولای شو د خپرېدو، د چاپ او نورو ځای کې د”نشته” کلمه وکاروو.
۵. نورې ځانګړتياوې:
د مونوګراف د ټایپ کولو له پاره له لاندې فونټونو څخه کار اخيستی شو.
د څپرکي د سرلیکونو يا د عنوان د قلم له پاره. ۲۲ کچه، له ډبل يا بولډ کېدو (No Bold) پرته.
د مباحثو د سرلیکونو له پاره
د ويناوو د سرلیکونو له پاره عربي متنونه د مونوګراف په منځ کې د Badr په قلم ۱۵اندازه باندې ليکی شو.
که چېري د قرآن کریم آیتونه راغلي وي باید په بشپړ ډول، دقیق او ټول اعراب په کې مراعات شي.
د مونوګراف اصلي پاڼه دې له چوکاټ څخه پرته ولیکل شي او لاندې ځانګړنې دې هم په پام کې ونيول شي.
د لومړنۍ کرښې واټن باید د پاڼې تر پورتنۍ برخې پورې ۳سانتي متره وي.
د وروستۍ کرښې فاصله باید د پاڼې تر ښکتنۍ برخې پورې ۵.۲ سانتي متره وي.
د پاڼې ښي لورته ۳ سانتي متره او کیڼ لور ته دې ۵.۲ سانتي متره واټن وي.
د هرې کرښې تر منځ دې ۱ سانتي متر واټن وي.
د مخونو شمېره دې د پاڼې په ښکته او منځنۍ برخه کې ولیکل شي.
نوټ : د پاسنيو ۵ ټکيو په پام کې نیولو سره د هرې پاڼې د کرښو شمېر ۲۴ کېږي.